Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۷)
نظریات او فکري مکاتب سه شنبه _5 _مې _2026AH 5-5-2026AD

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۷)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: م. فراهی توجګي
د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۷)
د ابسورد نیهیلیست انسان ځانګړنې (دوام)
۶. د ابسوردي انسان پر ټولو شخصيتي بنسټونو او ژوند یو ډول مبهموالی او ګنګوالی حاکم دی او له یو ډول درز (ګسست) سره مخ دی.
په حقیقت کې د ابسوردي انسان په شخصیت کې د یوه داسې معنوي او آرماني مرکز نشتوالی چې وحدت رامنځته کړي، د ابسوردي انسان په شخصیت کې د وېش او تجزیې لپاره زمینه برابره کړې ده.
دا ډول شخصیت د خپل وجودي جهت له مخې پر یوه داسې هویت بدلیدونکی دی چې له باطني کثرت، تضاد، ګډوډۍ او پرېشانۍ سره به مل وي. همدا باطني وېش په تدریجي ډول د عاطفې او عقل ترمنځ د یو ډول فاصلې او جلاوالي د رامنځته کېدو لامل ګرځي، مسخ ‌شوي او منفعل عاطفي بهیرونه زېږوي، تر دې چې د دا ډول شخصیت لرونکي کسان کله ناکله د ډېرو لویو او وېروونکو پېښو او جنایتونو پر وړاندې هم بې‌تفاوته او حیران پاتې کېږي.
د دې بهیر ترڅنګ، رسنۍ هم د پراخ معلوماتي بمبار له لارې مخاطبینو ته بېلابېل جنایتونه او ناورینونه ور مخکې کوي.
۷. ابسورد نیهیلیست انسان دومره د ورځني تکرار، منځ‌مایګۍ، معاش‌محورۍ او د حماسي روحیې د نشتوالي په افتونو کې راګیر او حقیر شوی دی، چې هر ډول لوړې انساني ځانګړنې، د ایثار، کمال‌غوښتنې او حماسه‌پنځونې روحیه یې له لاسه ورکړې ده.
د آرمان‌پالنې، کمال‌غوښتنې او د لوړ معنوي او متعالي لیدلوري د ورکېدو په پایله کې ابتذال، ورځنی تکرار، معاش‌محوري او یوازې غریزي تمایلات، چې له سپکو شهواني خوندونو، بې‌مینې اړیکو، کم‌حوصله‌توب، هوس‌بازۍ او د نوښت‌پسندۍ له روحيې سره مل وي، رامنځته کېږي او همدا ځانګړنې د ابسورد شخصیت اساسي صفات ګرځي.
۸. ابسورد شخصیت ژور سکون، روحي هوساینه، ریښتینې او پایداره خوښي نه لري. هغه ژور کړاو چې په دې شخصیت کې یې ځای نیولی، انسان د هوس‌محورو ساتیریو او روږدي‌توب پر لور بیایي او دا کار یې د بې‌معنایۍ او ناهیلۍ ژورتیا لا پسې زیاتوي.
۹. ابسورد نیهیلیست شخصیت له هر ډول ژور، متعهد او باطني سکون څخه بې‌برخې دی.
۱۰. ابسورد نیهیلیست شخصیت د مینې او عاطفې د څرګندولو کافي توان نه لري. که څه هم دا ډول شخصیت اړتیا لري چې تر ډېره مینه ورسره وشي او په دوامداره توګه د «عشق» خبرې کوي، خو د دې لپاره چې د وجود کمال‌پال ظرفیتونه یې مسخ شوي، ژور ځان‌پردېتوب (خودبیگانګي) او اضطراب ورباندې واکمن دی او د ژمنتیا نشتوالی، بې‌قیدي او د ایثار ناتواني لري، نو د ریښتینې مینې وړتیا یې په بشپړه توګه له لاسه ورکړې ده.
دا ډول شخصیت د مینې کولو توان نه لري؛ هغه مینه چې مسؤلیت، پاملرنه، ژمنتیا، شخصي انضباط، ایثار او په ټوله کې د کمال‌غوښتونکې عاشقانه سلوک غوره کول، چې د الهي ولایت د پیروۍ پر محور ولاړ وي، غواړي. له دې هم ور هاخوا، په تدریجي ډول د مخلوقاتو په وړاندې د همدردۍ هر ډول احساس او وړتیا هم په کې کمزورې کېږي.
کله چې د مخلوقاتو پر وړاندې د همدردۍ له کمښت سره پر اخلاقو بې‌باوري، د مسؤلیت او ژمنتیا نشتوالی او د لوړو آرمانونو نشتون یوځای شي، نو داسې وضعیت رامنځته کېږي چې سرګردانه، مضطربه او له دوښمنۍ څخه ډکه انرژي، چې مخکې اشاره ورته شوې وه، خپل ځان د بې‌دلیله، ظالمانه او سادیستي تاوتریخوالي په بڼه راڅرګند کړي. د ابسورد انسان په شخصیت او چلند کې د همدې سادیستي او ظالمانه تاوتریخوالي ځانګړنه په پرله‌پسې ډول لا روښانه کېږي او ورځ تر بلې پراخېږي.
۱۱. د ابسوردي شخصیت لررونکی انسان له ځانه بېګانه انسان دی، چې په تدریجي او پرله‌پسې ډول د انسانیت له ثابت حقیقت څخه په لرې کېدو سره، له ټول خلقت او د انسانانو له طبیعت څخه هم پردی او جلا کېږي. دا حالت د هغه دروني خلا لا پسې ژوروي او د ظاهربینۍ او ظاهري چلندونو پر لور یې تمایل زیاتوي.
ابسورد نیهیلیست انسان د معاصرې نړۍ د نورو ټولو شخصيتي ډولونو په پرتله تر ټولو ډېر د مسخ‌کېدو ښکار دی او د نورو ټولو شخصیتونو په نسبت، چې د بورژوا انسان تر چتر لاندې راځي، له حقیقي انسانیت څخه زیات لرې دی. همدا ځانګړنه د ابسورد انسان د «لېوه‌صفتۍ» د زیاتېدو او ژورتیا لامل ګرځېدلې ده.
۱۲. ابسورد انسان نه ذکر لري او نه هم ژور تفکر؛ بلکې د ذهني ګډوډۍ او د عقلاني ځواکونو له شدید کمښت سره مخ دی، آن تر دې چې  ورځني کارونه هم په عقلاني ډول نه شي ترسره کولای. د دې حالت لامل هغه اړیکه ده چې ابسورد انسان یې له نړۍ او انسانانو سره لري.
په دې ډول شخصیت کې د هر ډول معنوي او آرماني «ځان/خود» نشتوالی، د شخصیت ناپایدار او مخ پر محوه کېدو روان ساختار، هغه عوامل دي چې د ابسورد انسان د ادراکي وړتیاوو د جدي کمښت سبب شوي دي. همدارنګه، ابسورد شخصیت د ذهني ګډوډۍ او د سوژه‌محورۍ (ځان‌مرکزیت) له تزلزل سره مخ دی.
۱۳. د ابسوردي شخصیت بڼه د معاصر انسان د نورو ټولو راڅرګندو شويو شخصيتي بڼو په پرتله تر ټولو ډېره د داسې ناخودآګاهۍ په اسارت کې راګیره ده، چې خپل معنوي اړخونه او د ملکوت پر لور توجه یې له لاسه ورکړې او پر ځای یې خالصه غریزي او وهم‌جنه بڼه خپله کړې ده. د همدې ناخودآګاهۍ یو اړخ و چې د زیګموند فروید د ارواپوهنې مرکز وګرځېد.
۱۴. ابسورد نیهیلیست شخصیت زیاتره د یو منځ‌مایه ابسورد انسان په بڼه راڅرګندېږي، هغه ټیټوالی چې ورځ تر بلې په زیاتېدو دی. فرومایه ابسورد نیهیلیست د منځ‌مایه ابسورډ شخصیت په پرتله په لا ټیټه مرتبه کې واقع دی او په پراخه کچه پر بېلابېلو رذالتونو او اخلاقي فسادونو ککړ دی.
۱۵. ابسورد شخصیت د ورځني تکرار، ناهیلۍ، پوچۍ، بې‌معنایۍ او پرله‌پسې اضطراب او افسردګۍ په کړۍ کې راګیر دی او له یو ژور او جدي هویتي کړکېچ سره مخ دی؛ داسې کړکېچ چې د معاصرې نړۍ په چوکاټ کې یې هېڅ بنسټیزه حل‌لاره نه ترسترګو کېږي، بلکې یوازې یې ژورتیا او شدت ورځ تر بلې زیاتېږي.
ابسورد نیهیلیزم او تاریخي بهیر
د پسامدرن نیهیلیزم او ابسوردیزم راڅرګندېدل او برلاسی کېدل د معاصر لوېدیځ د حتمي زوال او د لوېدیځ تاریخ د پای ته نږدې کېدو له نښو څخه شمېرل کېږي.
ابسورد نیهیلیزم د نیهیلیزم تر ټولو ناورین‌زېږوونکی او وېروونکی ظهور دی؛ خو په عین حال کې، د دې وېرونکې تیارې واکمني په خپل ذات او بطن کې د خپل زوال تخم هم له ځانه سره لري. په یقین سره، معاصر لوېدیځ به د همدې ځان‌ویجاړوونکي بهیر په ترڅ کې چې د پسامدرن ابسورد نیهیلیزم په امتداد کې روان دی، که څه هم دقیق وخت یې اوس نه شي ټاکل کېدای، خو ژر یا وروسته، له منځه ولاړ شي.
د ابسورد نیهیلیزم د واکمنۍ ورځ تر بلې زیاتوالی، سره له دې چې تریخ، ناورین‌زېږوونکی‌ او وېروونکی دی، په عین حال کې د داسې تاریخي بدلون نښه هم ده چې د انسان ژوند د لوېدیځ د تاریخ له دې وېرونکې تیارې څخه را تېر او وژغوري.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
ابسورد ابسوردیسم پسامدرن نیهیلیزم نیهیلیزم
Previous Articleفراماسونري (برخه: ۳۷)

اړوند منځپانګې

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۳۷)

دوشنبه _4 _مې _2026AH 4-5-2026AD
نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۳۶)

پنجشنبه _30 _اپریل _2026AH 30-4-2026AD
نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه:۱۶)

چهارشنبه _29 _اپریل _2026AH 29-4-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۷)

سه شنبه _5 _مې _2026AH 5-5-2026AD3 Views

لیکوال: م. فراهی توجګي د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۳۷)

دوشنبه _4 _مې _2026AH 4-5-2026AD4 Views

لیکوال: ابورائف عبدالله فراماسونري (برخه: ۳۷) یهود او کمونیزم په دې برخه کې د یهودیت…

نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۸)

دوشنبه _4 _مې _2026AH 4-5-2026AD8 Views

لیکوال: مهرالله مهاجر عزیزي د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۸) د بودیزم…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۳)

یکشنبه _3 _مې _2026AH 3-5-2026AD12 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۳) په حیواناتو کې د اعجاز جلوې…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۷)

سه شنبه _5 _مې _2026AH 5-5-2026AD

فراماسونري (برخه: ۳۷)

دوشنبه _4 _مې _2026AH 4-5-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.