لیکوال: ډاکټر نورمحمد محبي
قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۷۹)
د زیتون تېل: مبارک خواړه او الهي اعجاز
قرآن کریم او د رسول الله ﷺ سنت د زیتون تېلو ځانګړې او بېسارې ځانګړتیاوې بیان کړې دي. په یوه حدیث شریف کې راغلي دي: «كلوا الزیت وادهنوا به، فإنه من شجرة مباركة» ژباړه: «د زیتون تېل وخورئ او ځان پرې غوړ کړئ؛ ځکه زینتون له مبارکې ونې څخه دي.»
پورته نبوي لارښوونه یوازې یوه ساده خوراکي توصیه نه ده، بلکې د زینتون ونې د طبیعي اعجاز ژوره نښه ده. زیتون تېل یوازې د بدن د تغذیې وسیله نه ده، بلکې: د درملو په توګه کارول کېږي، د بدن د روغتیا ساتنه کوي او طبیعي انرژي برابروي.
د زیتون تېلو د ګټو علمي کشف
په ۱۹۸۶ کال کې د وینې د کلسترول پر کمښت د زیتون د اغېزو په اړه لومړنۍ علمي څېړنې خپرې شوې. پایلو وښوده چې په کرت ټاپو کې، چې اوسیدونکي یې په زیاته اندازه د زیتون تېل کاروي، د زړه ناروغۍ او قلبي سکتې ډېرې کمې دي.
د زړه او رګونو پر سیستم اغېزې
زیتون تېل د زړه او رګونو پر سیستم ژور مثبت تاثیرات لري، چې مهم هغه یې په لاندې ډول دي:
-
د LDL یا “مضر کلسترول” کچه راکموي؛
-
د HDL یا “ګټور کلسترول” کچه لوړوي ؛
-
د رګونو د کلکېدو (تصلب شرایین) او بندښت مخه نیسي؛
-
د وینې د ټینګېدو ضد اغېز لري، چې د ناڅاپي قلبي سکتو خطر کموي؛
-
په طبیعي او نرم ډول د وینې فشار راټیټوي.
د میتابولیک او شکر ضد اغېزې
په وینه کې د خواږو اندازه راکموي او د هغو ناروغیو مخنیوی کوي چې د انسولین له مقاومت سره تړاو لري؛
همدارنګه، د غذایي موادو د جذب په برخه کې اسانتیا رامنځته کوي او د بدن لپاره چټکه انرژي برابروي.
کیمیاوي ترکیبات او غذایي ارزښت
دقیق تحلیل ښيي چې په ۱۰۰ ګرامه زیتون تېلو کې: ۱ ګرام پروټین او ۱۱ ګرامه ګټور (غیر اشباع) غوړ، پوتاشیم، کلسیم، مګنیزیم، فاسفورس، اوسپنه، مس، سلفر؛ غذایي فایبر او مهم ویټامینونه چې د حجروي فعالیت، د هډوکو او دماغو د سلامتۍ لپاره اړین دي، شامل دي.
مهمې ګټې
-
د مغز او حافظې تغذیه: فاسفورس او ویټامین B؛
-
د زړه او رګونو روغتیا: غیر اشباع غوړ، پوتاشیم، د وینې د ټینګېدو ضد اغېز؛
-
د پوست او ویښتانو روغتیا: پوست او ویښته نرم ساتي، د التهاب ضد دي او د ژر زړښت مخه نیسي؛
-
د سرطان ضد: نوې څېړنې ښيي چې د زیتون تېل د هاضمې پر سیستم محافظتي اغېز لري او د کولمو د سرطان له مخنیوي سره تړاو لري.
ابنقیم جوزي رحمهالله د زیتون په اړه وايي: «او د زهرو پر وړاندې ګټور دي، خېټه نرموي، له بدن څخه چینجي باسي … پوست نرموي او د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه نیسي.»[2]
زیتون تېل او د بدن انرژي
قرآن کریم زیتون د انسان لپاره د انرژۍ سرچینه معرفي کړې ده: «یوقَدُمِنْ شَجَرَةٍ مُبَارَكَةٍ زَیتُونَةٍ لَا شَرْقِیةٍ وَلَا غَرْبِیةٍ یكَادُ زَیتُهَا یضِیءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ نُورٌ»[3]
ژباړه: « د زیتون له مباركې ونې نه بلولى شي چې (دغه ونه) نه مشرق طرف ته وي او نه مغرب طرف ته، نژدې ده چې د هغې تېل (پخپله) رڼا وكړي اګر چې دغو ته اور هم نه وي رسېدلى.»
د زیتون تېل هر ګرام شاوخوا ۸ کالوري انرژي لري؛ ۱۰۰ ګرامه یې د انسان د ورځنۍ انرژۍ له نیمایي زیات اړتیا پوره کوي. په زیتونو کې شته غیر اشباع غوړ د وینې مضر غوړ جذبوي او د شریانونو په دیوالونو کې د هغوی د زېرمه کېدو مخه نیسي.
د زیتون تېلو معجزهیي اغېزې
۱. د قلبي ناروغیو او د رګونو د کلکېدو مخه نیسي؛
۲. د هاضمې سیستم نرموي، قبض او د کولمو التهاب کموي؛
۳. د سرطان ضد دي او معافیتي سیستم قوي کوي؛
۴. د مغز او اعصابو تغذیه ده، پوست د تازه ساتي او د ژر زړښت مخه نیسي؛
۵. حافظه، هډوکي، عضلات او تناسلي سیستم پیاوړی کوي.
پورته ټولې ځانګړنې د علمي او طبي څېړنو په پایله کې تایید شوې دي او د پېغمبر صلیاللهعلیهوسلم له سنتو او احادیثو سره هم سمون لري.
د زیتون تېلو په اړه د معاصر طب نظر
له ۱۹۹۰م کال وروسته نړیوالو څېړنو وښوده چې د زیتون تېلو ورځنی استعمال:
-
د وینې فشار او کلسترول راکموي؛
-
د وینې د شکر کچه کنټرولوي؛
-
د کولمو ناروغیو او سرطان خطر کموي؛
-
د شریانونو د انعطاف او سلامتۍ په ساتنه کې حیاتي رول لري.
په پای کې ویل کېدای شي چې د زیتون تېل د الهي تدبیر او اعجاز څرګند مثال دی: الله تعالی د بدن غذا، دوا او د روغتیا ضامن ټول په یوه ماده کې ځای پر ځای کړې دي؛ چې د پېغمبر صلیاللهعلیهوسلم له سنتو او د بدن له طبیعي قوانینو سره سمون لري.
قرآن کریم د زیتون تېلو د برکت او تبارک یادونه کړې ده: «كلوا الزیت وادهنوا به، فإنه من شجرة مباركة»[4]
ژباړه: «د زیتون تېل وخورئ او بدن پرې غوړ کړئ؛ ځکه د زیتون تېل له مبارکې ونې لاستهراوړل کېږي.»
د علم له پرمختګ سره د دې غذایي مادې ګټې او اسرار په څرګند ډول روښانه شول او وښودل شوه چې علمي حقیقتونه او د پېغمبر صلیاللهعلیهوسلم سنت له یو بل سره همغږي لري او د الهي اعجاز نښه ده.
پېغمبر صلیاللهعلیهوسلم هم په ځلونو د خوراک، علاج او بهرني استعمال لپاره د زیتونو تېلو استعمال تایید کړی دی. دا څرګندونې د یاد نبات د علمي اعجاز او الهي حکمت ګډ تصویر وړاندې کوي.
لنډیز: الهي اعجاز او هدایت
زیتون د بدن انرژي او د سالم سوخت سرچینه ده، د زړه، هاضمې او میتابولیک ناروغیو مخنیوی او درملنه کوي، او همدارنګه، مغز، پوست، ویښتان او حافظه قوي کوي. د قرآن کریم او پېغمبر صلیاللهعلیهوسلم د سنت داسې اعجاز چې نننی علم یې هم تاییدوي.
له همدې امله، د زیتون تېل د الهي حکمت او معاصر علم د ګډو ارزښتونو روښانه بېلګه ده، چې څرګندوي قرآن کریم او د پېغمبر صلیاللهعلیهوسلم سنت نه یوازې معنوي هدایت وړاندې کوي، بلکې د انسان د روغتیا لپاره یې عملي او علمي لارښوونه هم وړاندې کړې دي.[5]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. سنن الترمذي، أبواب الأطعمة عن رسول الله صلىاللهعليهوسلم، باب ما جاء في أكل الزيت، رقم الحدیث: 1956، ج 3، ص 608.
[2]. «وينفع من السموم، ويطلق البطن، ويخرج الدود… وجميع أصنافه ملينة للبشرة، وتبطىء الشيب.» ابن قيم الجوزية، محمد بن أبي بكر بن أيوب بن سعد شمس الدين (ت 751هـ)، الطب النبوي (جزء من كتاب زاد المعاد لابن القيم)، ص238، الناشر: دار الهلال- بيروت.
[3]. النور: 35.
[4]. سنن الترمذي، أبواب الأطعمة عن رسول الله صلىاللهعليهوسلم، باب ما جاء في أكل الزيت، رقم الحدیث: 1956، ج 3، ص 608.
[5]. فشردۀ مطلب از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 2، ص 145-138.


