Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۱۹)
اسلام چهارشنبه _1 _اپریل _2026AH 1-4-2026AD

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۱۹)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابوعائشه محمد اسحاق
له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۱۹)
سریزه
 په تېره برخه کې مو د هغو کسانو په اړه بحث ترسره کړ چې په مطلق ډول له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل نه مني (هغه کسان چې هم له جسمي معاد او هم له روحاني معاد څخه منکر دي). په دې پوه شوو چې ځینې خلک په بشپړ ډول له معاد څخه منکر دي او په مقابل کې یې داسې ډلې هم شته چې له معاد څخه په بشپړ ډول انکار نه کوي، بلکې د معاد له یوې برخې څخه انکار کوي. د همدې موضوع په پام کې نیولو سره، د تحقیق په دې برخه کې هڅه کوو چې پخپله پر معاد بحث وکړو او په ډاګه کړو چې معاد جسمي دی، که روحاني، او که نه روح او جسم دواړه یوځای بېرته را ژوندي کېږي.
د معاد په اړه بېلابېل مذهبونه
د معاد په اړه متفاوت لیدلوري موجود دي، ځینې یې په بشپړ ډول معاد ردوي او ځینې نور له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل نه مني او د ارواحو په تناسخ باور لري.[۱] همدارنګه ځینې خلک د روح او جسم ترمنځ توپیر کوي؛ یوه ډله پر روحاني معاد باور لري او جسمي معاد ردوي. ځینې نور بیا برعکس نظر لري؛ یعنې جسمي معاد ثابتوي، د دې برخې ډیری پیروان متکلمین دي. یو شمېر نور خلک بیا بېلابېل نظرونه لري چې له حق او حقیقت څخه ډېر لرې دي.[۲]
څېړنې ښيي چې د معاد په اړه پنځه نظریې موجودې دي. علامه رازي رحمه‌الله د پنځو واړو مذهبونو په اړه بحث ترسره کړی دی؛ خو موږ یوازې دوه مذهبونه ذکر کوو. درېیم قول، چې ځینې یې اهل سنتو متکلمینو ته منسوبوي او وایي چې هغوی یوازې پر جسمي معاد باور لري، توضیح او تفصیل ته اړتیا لري. په همدې برخه کې هڅه کوو چې دا موضوع په تفصیل سره بیان کړو او هغه ناسم برداشتونه هم رد کړو چې ځینې لیکوالان یې د اهل سنت والجماعت د علماوو له اقوالو څخه اخلي.
هغه دوه مذهبونه چې دلته یادونه ترې کېږي دا دي:

۱. هغه کسان چې جسمي معاد ردوي او یوازې په روحاني معاد باور لري؛
۲. هغه کسان چې پر جسمي او روحاني معاد دواړو یوځای باور لري.

د جسمي معاد منکرین او د روحاني معاد اثباتوونکي
سره له دې چې د جسمي معاد د اثبات لپاره واضح دلایل موجود دي او ټول ملتونه  پرې اتفاق لري خو بیا هم د فیلسوفانو یوه ډله انکار ترې کوي. دغه ډله غواړي په خپلو دلایلو سره دا ثابته کړي چې جسم بېرته نه راګرځي، بلکې یوازې روح بېرته راګرځي او ټول مسائل هم له روح سره تړاو لري، نه له جسم سره.
د دې مذهب او ډلې دلیل دا دی چې د انسان جسم له مرګ وروسته په بشپړ ډول له منځه ځي او د دوی په اند د معدوم عیني اعاده محال ده؛ ځکه که معدوم عیناً اعاده شي، نو د شی او د شی د وجود ترمنځ فاصله منځ ته راځي. ددې لپاره چې د شی او د شی د وجود ترمنځ فاصله باطله ده، نو مقدم (اصلي فرض) هم باطل کېږي.[۳]
شیخ عبدالرحمن حنبکه په دې اړه لیکي: «بله ډله هغه کسان دي چې د خالق په وجود او د هغه په یووالي اعتراف کوي او له الله تعالی سره هېڅوک نه شریکوي؛ خو له جسمي معاد څخه انکار کوي او یوازې په روحاني بڼه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل مني. له جسمي معاد څخه د دوی د انکار لامل دا دی چې هغوی پرته له دې چې هغو حقایقو ته پام وکړي چې شرایعو بیان کړي دي په غیبي چارو خپل ځانګړي تصورات حاکم کړې دي.
دا ډله د الهي عدالت په اړه د خپل لیدلوري پر اساس استناد کوي؛ خو له معاد څخه د انکار په برخه کې له استبعاد پرته هېڅ دلیل نه لري. یعنې دوی یوازې د دې لپاره له جسمي معاد څخه انکار کوي چې د دوی د عقل له مخې دا کار ناممکن دی)، یا دا چې له معاد څخه انکار د دوی د ذهنونو د ناقص برداشت پایله ده. د دوی برداشت دا دی چې بشپړ عدالت له مرګ او له جسم څخه د روح تر جلا کېدو وروسته تحقق نه مومي، بلکې یوازې د دنیوي ژوند د حالاتو په دوام سره ممکن دی، بله دا چې له دنیوي ژوند څخه وروسته بل هېڅ ژوند شتون نه لري.»[۴]
علامه ایجي رحمه‌الله فرمایي: «دوهم بحث د اجسادو د حشر په اړه دی: د ټولو ملتونو له پیل څخه تر پای پورې د اجسادو د حشر پر جواز او وقوع اجماع موجوده ده، خو فیلسوفانو ترې انکار کړی دی.»
علامه ابن ابي العز حنفي رحمه‌الله د فیلسوفانو او هغو کسانو په اړه چې د هغوی له نظریاتو اغېزمن شوي او ګمان کوي چې د جسمي معاد په اړه هېڅ بحث نه دی ترسره شوی، داسې فرمایي: «قرآن کریم د مرګ پر مهال د روح معاد بیان کړی او د جسم معاد یې د قیامت کبري په ورځ په ګڼو ځایونو کې بیان کړی دی، خو فیلسوفان له قیامت کبري او جسمي معاد څخه انکار کوي.»
فیلسوفان الهي جسمي معاد نه مني او یوازې په روحاني معاد باور لري. د دې ډلې دلیل دا دی چې بدن له خپلو ټولو صورتونو او ځانګړنو سره له منځه ځي، او بېرته نه اعاده کېږي.
هغه کسان چې هم د جسم او هم د روح پر راژوندي کېدو باور لري
د معاد کیفیت د اسلامي عقیدې له بنسټیزو بحثونو څخه دی. اهل سنت او جماعت او د اهل سنت او جماعت بېلابېلې طیفې پر جسمي او روحاني معاد دواړو اتفاق لري. په دې اړه قوي او ټینګ دلایل شتون لري او ثابتوي چې هم روح بېرته راګرځول کېږي او هم همدا جسم چې مري او متلاشي کېږي؛ ځکه هغه ذات چې وتوانېد له عدم څخه روح او جسم پیدا کړي، نو کولای شي د انسانانو خوسا شوې ذرې او له منځه تللې ټوټې بېرته راژوندۍ کړي او د حساب او کتاب لپاره یې خپل حضور ته راوبولي، تر څو نېک عمله د خپلو نېکو بدله وویني او بدعمله د خپلو بدیو سزا مشاهده کړي، او دا یو داسې حقیقت دی چې تر لمر هم روښانه دی.
د قرآن کریم ډېری آیتونه او د پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم احادیث دا موضوع ثابتوي. هېره دې نه وي چې د معاد د کیفیت په اړه په تېرو برخو کې د کلام‌الله مجید آیتونه او د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم مبارک احادیث ذکر شوي دي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:

[۱] د دې لپاره چې د تناسخ موضوع یو مهم بحث دی، په راتلونکو برخو کې به په تفصیل سره بحث پرې وشي، ان‌شاءالله.

[2]. عواجی، د. غالب بن علی، الحیاة الآخرة ما بین البعث إلی دخول الجنة أو النار، ۱۴۲۱هـ.ق/۲۰۰۰م، ج ۱، ص ۱۰۸.

[3]. الرفاعی، صفیة، إثبات المعاد وبیان حقیقته، نشر المقال فی المجلة الإلکترونیة الشاملة متعددة التخصصات، العدد الثالث والعشرون، ۲۰۲۰ م، ص ۱۵.

[4]. المیدانی، عبدالرحمن حسن حنبکه، العقیدة الإسلامیة وأسسها، الطبعة الرابعة عشر ۱۴۳۰هـ.ق/۲۰۰۹م، ص ۵۷۲.

[5]. عواجی، د. غالب بن علی، الحیاة الآخرة ما بین البعث إلی دخول الجنة أو النار، 1421هـ.ق/۲۰۰۰م، ج ۱، ص ۱۱۳.

[6]. دمشقی، علی بن علاء الدین، شرح عقیدۀ طحاویه، تحقیق: عبدالله بن عبدالمحسن وشعیب ارناؤوط، مترجم: اسحاق دبیری، ص ۸۱۲.

[7]. المقدم، د. جیهان نورالدین محمد، المعاد بین المثبتین والمنکرین دراسة تحلیلیة نقدیة، نشر المقال فی مجلة کلیة الدراسات الإسلامیة والعربیة، المجلد السابع والثلاثون، العدد الثانی ۲۰۱۹م، ص ۱۴۲۴.

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل مرګ مرګ او ژوند معاد
Previous Articleد انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۲)

اړوند منځپانګې

اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۷۵)

دوشنبه _30 _مارچ _2026AH 30-3-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۸)

یکشنبه _29 _مارچ _2026AH 29-3-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۱۷)

شنبه _28 _مارچ _2026AH 28-3-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۱۹)

چهارشنبه _1 _اپریل _2026AH 1-4-2026AD2 Views

لیکوال: ابوعائشه محمد اسحاق له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۱۹) سریزه  په تېره…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۲)

چهارشنبه _1 _اپریل _2026AH 1-4-2026AD7 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۲) څلورم…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۳۱)

سه شنبه _31 _مارچ _2026AH 31-3-2026AD8 Views

ليکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۳۱) په ماسوني تفکر کې د مقدسو شمېرو دلالتونه (دوام)…

نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه :۱)

سه شنبه _31 _مارچ _2026AH 31-3-2026AD12 Views

لیکوال: مهرالله مهاجر عزیزي د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه :۱) لنډیز د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۱۹)

چهارشنبه _1 _اپریل _2026AH 1-4-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۲)

چهارشنبه _1 _اپریل _2026AH 1-4-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.