لیکوال: ابو رائف
فراماسونري (برخه: ۲۴)
په ماسوني تفکر کې د سیارو او ستورو نښې (دوام)
(۲) د پنځهکونجه ستوري نښه

د پنځه کونجه ستوري نښه د دينونو او باورونو په تاريخ کې بېلا بېلې معناوې لري؛ د بېلګې په توګه:
(۱) د باطني معرفت پټه نښه ګڼل کېږي. «فیثاغوریانو» هم همداسې باور درلود او یاده نښه یې د «کوچني انساني عالم» نښه بلله.[۱]
(۲) د يهوديانو په باور پنځه کونجه ستوری د الله تعالی د پيغمبر «حضرت موسی عليه السلام» د تورات د پنځو سپېڅلو کتابونو نښه ده.
(۳) د پنځه کونجه ستوري نښه د ماسوني سازمان او شیطان پرستو ډلو رسمي سمبول ګڼل کېږي او د ژوند د پنځو عناصرو (روح، هوا، اوبه، اور او خاورې) استازیتوب کوي.
(۴) په مسیحیت کې بیا دا ستوری د عیسی علیه السلام د هغو پنځو زخمونو نښه ده چې د مصلوب کېدو پر مهال ورباندې لګېدلي وو؛ یعنې د هغو مېخونو نښې چې په لاسونو او پښو کې یې ټک وهل شوي وو او د هغې نېزې زخم چې د عیسی مسیح علیهالسلام اړخ یې سوری کړی و؛[۲] البته دا ټول د مسیحیت د عقیدې له مخې بیان شوي دي او د اسلام له نظره د حضرت عیسی علیه السلام د تصلیب موضوع رد شوې ده.
(۳) د اوزې پر سر د پنځهکونجه ستوري نښه

هغه پنځهکونجه ستوری چې په منځ کې یې د اوزې سر «بافومت» انځور شوی، د هغه بت سمبول دی چې د منځنیو پېړیو په مسیحیت کې راڅرګند شو. دا نښه د نفرین شوي انسان، بدبویه حیوان، پلیدۍ او شیطان سمبول ګڼل کېده. دا نښه به پر یوې لوڅې ښځې انځورېده او د شهوت نښه به بلل کېده. هغه بت چې دا نښه يې سمبول دی، یو شیطاني معبود و او د «معبد د شوالیهو» ډلې به یې عبادت کاوه؛ له همدې امله د فرانسې پاچا «څلورم فلیپ» یو وخت دوی په دیني بدعت او جنسي انحراف تور کړل.[۳]
یادې نښې په فراماسونرۍ کې هم په همدې ډول دوام وموند او د پليدۍ، ساقط شوي انسان او هغه شيطان چې د «اشعيا» په سفر (۱۴:۱۲) کې ترې يادونه شوې، نښه وه؛ تر دې چې د شيطان پرستانو لپاره پر معبود بدله شوه او د لومړني شيطاني کتاب (شيطاني انجيل) ليکونکي (انتون لاوي) له لوري په (۱۹۶۶ز) کال کې په امريکا کې « د کليسا شيطان » په نوم کليسا ورته تاسيس شوه، چې په دې کلیسا کې به په پټه توګه شيطاني او جاديي مراسم ترسره کېدل.[۴]
(۴) د ځلانده سور لمر نښه

ځلانده سور لمر د ماسونیانو په باور د دوی د خپل معبود د عبادت نښه ده؛ یعنې ابلیس (ساقط شوی خدای «لوسیفر») چې د «اشعیا» په سفر (۱۴:۱۲) کې ترې یادونه شوې ده.[۵]
د دوه ګونې ژېړې برېښنا (صاعقه) نښه

د برېښنا او توپان نښه چې انعکاس يې موږ په دوو لرغونو سومري او بابلي ايينونو کې وينو، د «ادد» خدای په وجود کې مجسم شوې وه؛ هغه خدای چې د هوا، توپان او برېښنا خدای بلل کېده او د اشوريان په نزد يې ځانګړی تقدس درلود.[۶]
هغه څه چې پورته مو د ماسونيت د ځينو سمبولونو او نښو په اړه وړاندې کړل، لاندې پايلې ترې استنباط کېدای شي:
(۱) یادې نښې د ماسونيت تر ټولو مهم سمبولونه ګڼل کېږي او ډېر خطرناک دلالتونه لري.
(۲) د شپږ کونجه ستوري نښه له (۱۸۹۷ز) کال راهیسې د یهودي دولت سمبول ګرځېدلې؛ سره له دې چې په اصل کې د لرغوني ختیځ د قومونو په نزد د سحر، جادو، پټو علومو او نجومي محاسبو نښه وه.
(۳) د پنځه کونجه ستوري نښه د ماسوني سازمان او شیطان پرستو ډلو سمبول دی او هغه پنځهکونجه ستوری چې د بافومت د اوزې پر سر رسم شوی، د شهوت نښه او هغه شیطاني معبود سمبول دی چې د معبد شوالیهوو او بوهمیايي شیطان پرستانو یې عبادت کاوه.
(۴) د ځلانده سور لمر نښه د ماسونیانو له خوا د خپل معبود، یعنې ساقط شوي ابلیس «لوسیفر» د عبادت سمبول دی.
فراماسونري د پخوانیو ملتونو او تمدنونو له سمبولونو اغېزمنه شوې او له خپل حضور او سیاسي موخو سره سم یې ياد سمبولونه بدل کړي دي؛ په ځانګړي ډول د شپږکونجه ستوري نښه.[۷]
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[۱]. رموز و إشارات و أساطیر، مخ: ۶۵.
[۲]. الموسوعة المصورة للرموز التقليدية، مخ: ۳۹۷.
[۳]. الرموز فی الفن والأدیان والحیاة، مخ: ۷۶.
[۴]. دلالات الرموز والأرقام المقدسة فی الفکر الماسونی، مخ: ۲۲۱.
[۵]. الرموز فی الفن والأدیان والحیاة، مخونه: ۳۸۰–۳۸۶.
[۶]. عباد الشیطان، مخ: ۱۴۷.
[۷]. دلالات الرموز والأرقام المقدسة فی الفکر الماسونی، مخ: ۲۲۳.


