ليکوال: ابو عائشه
له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۶)
سریزه
په تېرو برخو کې مو له مرګ څخه وروسته د بیا را ژوندي کېدو د اثبات دلايل وڅېړل او پوه شوو چې معاد د نقل (قرآن کريم، احاديثو، اجماع او د علماوو د اقوالو) او عقل (عقلي او منطقي دلايلو) پر اساس اثبات شوی دی. له معاد څخه د انکار عوامل مو هم بيان کړل او ومو ویل چې ولې ځينې خلک له معاد څخه انکار کوي. په دې برخه کې لولو چې د قرآن کريم د ايتونو، احاديثو، اجماع او د علماوو د اقوالو په رڼا کې د هغو کسانو په اړه حکم څه دی چې له دومره روښانه او څرګندو دلايلو سره سره هم له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل نه مني او انکار ترې کوي.
د معاد قضیه؛ هغه قضیه چې د ځينو لپاره هېڅکله حل نه شوه
د الله تعالی له لوري د پیغمبرانو علیهم الصلاة والسلام د رالېږلو راهیسې له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو موضوع د ګڼو ډلو لپاره د یوې عقیدوي ستونزې په توګه مطرح ده. د الله تعالی پیغمبرانو علیهم الصلاة والسلام خلک نېکو کارونو ته رابلل، له بدو او ناروا کارونو څخه یې منع کول او د حساب او کتاب په ورځ یې د الله تعالی له عذاب څخه وېرول. الله تعالی فرمایي: «وَأَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ لَا يَبْعَثُ اللَّهُ مَنْ يَمُوتُ بَلَى وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ.»[1] ژباړه: «او دوی په الله کلک کلک قسمونه وکړل چې بيا به الله هغه يو هم را ژوندی نه کړي چې مړ کېږي، ولې نه؛ دا خو يوه ژمنه ده چې هغه پر ځان منلې، خو زياتره خلک نه پوهېږي.»
هغه کسان چې معاد نه مني؛ له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل، د بدن ورستېدل، د غړو او وړو ذرو له منځه تلل ډېر سخت او ناشونی کار ګڼي؛ ځکه چې دوی د ژوند د لومړني پيدايښت له معجزې څخه غافل پاتې شوي دي. دا ډول خلک د الله تعالی له قدرت او حقیقت څخه ناخبره دي. له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو موضوع د اسلامي عقیدې له بنسټیزو مسالو څخه ده، چې په هره زمانه، هر پېر او د هر پیغمبر د بلنې پر مهال یې ګڼ شمېر مخالفین لرلي او لوی بحثونه او شخړې یې را ولاړې کړې دي.[2]
له مرګ وروسته د بیا ژوندي کېدو د انکار موضوع اوسنۍ نده، بلکې دا موضوع له پخوا راهيسې د هغو انسانانو تر منځ موجوده وه چې الله جل جلاله یې نه و پېژندلی، د الله تعالی لويي او عظمت يې نه و درک کړی؛ يا هم داسې چې دا هر څه يې درک کړي و، خو ځانونه يې ناخبره ښودل او له پامه يې غورځولي وو.
قرآن کريم او د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په ګڼو احاديثو کې له دهريانو څخه نيولې د مکې تر مشرکينو او هغو منکرينو چې تر دوی وروسته را څرګندېږي او د دوی دا ادعا پر مخ وړي، سخت خبرداری ورکړل شوی دی.
له بت پرستۍ وروسته د قریشو کافرانو اصلي ستونزه دا وه چې دوی له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل نه منل؛ داسې یې ګڼله چې له مرګ وروسته نور ژوند نه شته او نه هم د بیا ژوندي کېدو د امکان لپاره کوم دلیل شتون لري. خو موږ ګورو چې په قرآن کريم کې د دوی شکونو ته په پرله پسې ډول ځواب ورکړل شوی او د دوی لپاره يې د بېلا بېلو ګواښونو يادونه کړې ده، چې تر ټولو سخت يې د جهنم د عذاب دوام دی. په همدې ډول به د دوی خوراک د زقوم له ونې څخه وي. ګېډې به يې په جوش راشي، د اور په لمبو به وسوځول شي او ويلي به شي. دوی به له بېلا بېلو ذلتونو، سپکاوي او خواريو سره مخ شی او په پای کې به په همدې دردناک حالت کې پاتې شي.[3]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. سورۀ نحل، آیۀ 38.
[2]. فائز، أحمد، الیوم الآخر فی ظلال القرآن، 1414هـ.ق/1994م، ص 24.
[3]. الزحیلی، د. وهبة بن مصطفی، التفسیر الوسیط للزحیلی، 1422هـ.ق، ج 3، ص 2385.


