Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۷۴)
اسلام شنبه _7 _مارچ _2026AH 7-3-2026AD

قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۷۴)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۷۴)
د پسرلي ښکلاوې او الهي ایتونه
د پسرلي ښکلا، طبيعت او د ځمکې حيرانونکی زرغونوالی انسان خپل لور ته متوجه کوي. په دې موسم کې ونې غوړېږي، ګلان را ټوکوي، مېوه نیسي او ځمکه په سرو او شنو ګلانو پوښل کېږي؛ همدا طبيعي جوړښت او ښکلاوې د الهي ايتونو څرګندې نښې دي. الله جل جلاله فرمايي: “وَهُوَ ٱلَّذِی أَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَاءِ مَاءً فَأَخرَجنَا بِهِۦ نَبَاتَ كُلِّ شَیءٍ فَأَخرَجنَا مِنهُ خَضِراً نُّخرِجُ مِنهُ حَبّاً مُّتَرَاكِباً وَمِنَ ٱلنَّخلِ مِن طَلعِهَا قِنوَانٌ دَانِیَةٌ وَجَنَّٰتٍ مِّن أَعنَابٍ وَٱلزَّیتُونَ وَٱلرُّمَّانَ مُشتَبِهاً وَغَیرَ مُتَشَٰبِهٍۗ ٱنظُرُوا إِلَىٰ ثَمَرِهِۦۤ إِذَا أَثمَرَ وَیَنعِهِۦۤۚ إِنَّ فِی ذَٰلِكُم لَآیَٰتٍ لِّقَومٍ یُؤمِنُونَ.”[1] ژباړه: «او دی هماغه ذات دی چې له اسمانه يې اوبه راورولې دي، بيا مو پرې د هر ډول تېغونه را وټوکول، بیا مو ترې شين ډکی را وويست چې يو پر بل سپرې دانې ترې باسو او د کجورو له کڅوړو نږدې راځوړند غونچکونه او د انګورو، ښونو او انارو داسې باغونه چې مېوې يې يو بل ته ورته هم دي او (په خوند کې) بېلابېلې هم، دا چې کله مېوه نيسي نو مېوې ته يې ګورئ او پخېدو ته يې، بېشکه په دې کې خامخا ډېرې نښانې دي، هغو خلکو ته چې ايمان راوړي.»
دا ډول ايتونه انسان د خلقت د عظمت او د طبيعت د حيرانوونکي نظم په اړه فکر کولو ته رابولي. هره راټوکېدنه، هره غوټۍ او هره نوې پاڼه د خالق د پوهې او قدرت ښکارندويي کوي.
د نباتاتو د ژوند او تغذیې راز
الله تعالی ونې او بوټي په (شنو پاڼو) سمبال کړي دي چې د حيرانوونکې فابريکې په څېر کار کوي. هره شنه پاڼه د لمر د رڼا، اوبو، معدني موادو او له هوا څخه په ګټې اخيستنې سره کولی شي تر شلو ډېر عضوي مرکبات رامنځته کړي؛ همدا بهیر چې فوتوسنتيز بلل کېږي، د بوټو د ودې بنسټ او اساس دی، که چېرې دا بهیر نه وای، نو هېڅ بوټی به  ژوندی نه پاتې کېده او مېوه به یې نه کوله.
لکه څنګه چې الله تعالی په قرآن کریم فرمایلي دي:”ٱلَّذِی جَعَلَ لَكُم مِّنَ ٱلشَّجَرِ ٱلأَخضَرِ نَاراً فَإِذَا أَنتُم مِّنهُ تُوقِدُونَ.”[2] ژباړه: «هغه چې تاسو ته يې له شنې ونې اور پيدا کړ او له هغې څخه تاسو اور بلوئ.» له دې څخه موخه هغه ستره فابريکه ده چې په پاڼو کې فعاله ده. د پاڼو له کار او فعاليت پرته به هېڅ ونه نه وای او نه به سون توکي او لرګي توليدېدل. یاد ايت د طبيعي بهيرونو د بيان په برخه کې د (قرآن د علمي معجزې) يوه ستره بېلګه ده.
فوتوسنتيز او د انرژۍ بدلون
په پاڼو کې د «کلروفیل» یا «یخضور» په نوم  یوه ماده شتون لري. دا ماده د لمر د وړانګو د اغېزې په پایله کې  کیمیاوي غبرګونونه ښیي او د اوبو مالیکولونه په هایدروجن او اکسیجن تجزيه کوي. دا بهیر نه یوازې د بوټو لپاره خوراکي مواد برابروي، بلکې هغه اکسیجن هم تولیدوي چې د انسان او حیوان د ژوند لپاره ضروري دی.
علمي څېړنې ښيي چې د ځمکې ټول نباتات دا وړتیا لري چې هر کال شاوخوا سل ميليارده ټنه کاربن په غذايي موادو بدل کړي او نږدې سل ميليارده ټنه اکسيجن توليد کړي. د دې بهير انرژي د نړۍ د انسانانو له ټولې مصرفېدونکې انرژۍ څخه لس چنده زیاته ده. نو هره پاڼه په حقيقت کې يوه لويه او حيرانوونکې کارخانه ده؛ داسې یوه کارخانه چې انسان لا هم نه شي کولای چې په بشپړ ډول یې تصور او درک کړي.
تخم او د تخم ډولونه
الله تعالی تخم د نبات د ژوند بنسټ ګرځولی دی. هر تخم په خپل وجود کې یو ژوندی موجود لري، چې کولای شي په بشپړ بوټي بدل شي. تخمونه د اندازې، بڼې او خپرېدو د وړتیا له پلوه یو له بل سره توپیر لري: ځینې ​​تخمونه لوی او ځواکمن وي، لکه هندي وربشې چې په هر ګرام کې له اویا زرو څخه ډېر تخمونه لري.
ځینې ​​تخمونه وزرونه لري او کولای شي د باد په واسطه اوږد واټن ووهي؛ په همدې ډول ځینې ​​یې سپکې بڼکې یا ښکته بڼکې لري او لنډ واټن وهي.
هغه تخمونه چې د اوبو پر وړاندې مقاومت لرونکي پوښونه لري، د سیلابونو او سیندونو له لارې لېږدول کیږي او هغه تخمونه چې اغزي یا سرېښناکه ماده لري، په څارویو او مرغیو پورې نښلي او خپرېږي. د ځينو تخمونو پوښ په ځانګړو شرایطو کې چوي او تخمونه یې خپرېږي.
دا حيرانوونکي ډولونه او تخمونه چې د بېلابېلو ځايونو او شرایطو لپاره یې خلق کړي دي د الله تعالی د نه ختمېدونکي حکمت او علم یوه بېلګه ده.
د ریښو سیستم او له وچکالۍ سره یې همغږي
په هغو سیمو کې چې اوبه کمې وي، بوټي يې اوږدې ریښې لري او د ضروري رطوبت د جذب په موخه تر (۱۷) مترو پورې ژورې ننوځي. ځینې ډولونه یې آن د پاڼو له لارې په هوا کې موجود رطوبت ځانته جذبوي. دغه دقیق جوړښت ښيي چې «بوټي د خپل چاپېریال له اړتیاوو سره سم پیدا شوي دي» او د دې همغږۍ لپاره هېڅ انساني مداخلې ته اړتیا نشته.
جدول: فوتوسنتيز جریان او د انساني انرژۍ له مصرف سره یې پرتلنه
جریان
د لومړنيو موادو ډول
محصول
 
د انرژۍ مصرف
علمي تشریح
د فوتوسنتيز په پاڼو کې
اوبه، CO₂، د لمر رڼا
گلوکوز او اکسیجن
د لمر انرژي
هره پاڼه د خوړو او اکسیجن د تولید یوه حيرانوونکې فابریکه ده
د انسان ساه اخيستل
خواړه، اکسیجن
انرژی، CO₂ او اوبه
کیمیاوي انرژي
انسان خپله انرژي د خواړو او اکسیجن له لارې ترلاسه کوي
پورته جدول ښيي چې هره پاڼه یوه لویه بیولوژیکه فابریکه ده، چې د انسان د مصرف په پرتله ډېره انرژي تولیدوي. دا ښيي چې بوټي له خپل چاپېریال سره بشپړه همغږي لري او دا هر څه له الهي جوړښت پرته امکان نه لري.
تخم، د تخم ډولونه او د تخم د خپرېدو ميکانېزم
د تخم ډول
ځانګړتیاوې
خپرېدونکی ميکانېزم
چاپېریالي کارونه
وزر لرونکي تخمونه
د باد په وسیله حرکت
اوږد واټن خپرېدل
پراخې سیمې
سپک نخمونه
د باد په وسیله حرکت
لنډ واټن خپرېدل
مور ته نږدې سیمې
د مقاومت لرونکي پوښ تخمونه
د ابو له لارې تېرېدل
په سېلاب کې ساتنه
مرطوبې سیمې
سرېښناک مواد لرونکي تخمونه او اغزي
په حیوان پورې سرېښېدل
د حیواناتو په وسیله لېږدول
لرې سیمې
انفجار کوونکي تخمونه
د پوښ خلاصېدل
په خپل سر خپرېدل
سیمه‌ییز خپرېدل
په پایله کې باید ووایو چې:
(۱) شنې پاڼې د خوړو او اکسیجن د تولید حيرانوونکې فابریکې دي او له دې پاڼو پرته هېڅ بوټی ژوندی نه شي پاتې کېدای.
(۲) تخمونه د خپلې ساختاري بڼې او خپرېدونکو میکانیزمونو له لارې د الله تعالی د نه ختمېدونکي حکمت او پوهې نښې دي.
(۳) د نباتاتو د ریښو سیستم او د اوبو د ذخیره کولو وړتیا له چاپیریال سره د دقیقي همغږۍ او د الله تعالی د ځواک یوه بیلګه ده.
(۴) د طبیعت او نباتاتو د ودې د پروسو مشاهده انسان ته بلنه ورکوي چې د خلقت د عظمت او د قرآن کریم د ایتونو په اړه غور وکړي: “ٱنظُرُوا إِلَىٰ ثَمَرِهِۦۤ إِذَا أَثمَرَ وَیَنعِهِۦۤۚ إِنَّ فِی ذَٰلِكُم لَآیَٰتٍ لِّقَومٍ یُؤمِنُونَ.”[3] ژباړه: «دا چې کله مېوه نيسي نو مېوې ته يې وګورئ او پخېدو ته، بېشکه په دې کې خامخا ډېرې نښانې دي، هغو خلکو ته چې ايمان راوړي.»[4]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:

[1]. الأنعام: 99.

[2]. یس: 80.

[3]. الأنعام: 99.

[4]. فشردۀ مطلب از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 2، ص  121-116.

اسلام، قرآن د قران کریم معجزه، معجزه قران کریم
Previous Articleله مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۴)

اړوند منځپانګې

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۴)

جمعه _6 _مارچ _2026AH 6-3-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۷۳)

چهارشنبه _4 _مارچ _2026AH 4-3-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۷۲)

دوشنبه _2 _مارچ _2026AH 2-3-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۷۴)

شنبه _7 _مارچ _2026AH 7-3-2026AD5 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۷۴) د پسرلي ښکلاوې او الهي…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۴)

جمعه _6 _مارچ _2026AH 6-3-2026AD8 Views

لیکوال: ابوعائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۴) د حرکت برهان دا…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۲)

پنجشنبه _5 _مارچ _2026AH 5-3-2026AD19 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۲) (ب) د هابارد له لوري د…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنې کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۵)

پنجشنبه _5 _مارچ _2026AH 5-3-2026AD5 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنې کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۵) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۷۴)

شنبه _7 _مارچ _2026AH 7-3-2026AD

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۴)

جمعه _6 _مارچ _2026AH 6-3-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.