Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»قرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۷۳)
اسلام چهارشنبه _4 _مارچ _2026AH 4-3-2026AD

قرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۷۳)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۷۳)
د نباتاتو په نړۍ کې الهي معجزې
(۱) د نباتاتو پر وده او چلند د قرآن کریم اغېز
نباتات د الله تعالی د نورو مخلوقاتو (چاپېریالي تحریکونو) پر وړاندې غبرګون ښيي او ویل کېږي چې په محدود ډول د خپل شاوخوا چاپېریال په اړه «حس» او «درک» لري. علمي څېړنو ښودلې ده چې دغه ژوندي موجودات د بهرنیو تحریکونو پر وړاندې مثبت یا منفي ځوابونه ورکوي او ان کولای شي د معنوي انرژۍ تر اغېز لاندې راشي. دا پدیده د قرآن کریم په ټینګار د ټولو ژوندیو موجوداتو له تسبیح سره سمون لري: “تُسَبِّحُ لَهُ ٱلسَّمَٰوَٰتُ ٱلسَّبعُ وَٱلأَرضُ وَمَن فِیهِنَّۚ وَإِن مِّن شَیءٍ إِلَّا یُسَبِّحُ بِحَمدِهِۦ وَلَٰكِن لَّا تَفقَهُونَ تَسبِیحَهُمۚ إِنَّهُۥ كَانَ حَلِیمًا غَفُوراً.”[1] ژباړه: «اووه واړه اسمانونو، ځمکه او څه چې په هغو کې دي، ټول د هغه پاکي وايي او داسې هېڅ شی نشته چې له ستاينې سره د هغه پاکي نه وايي، خو تاسې يې په تسبيح نه پوهېږئ، بېشکه هغه ډېر زغم والا بخښونکی دی.»
په (۱۹۹۷ز) کال کې د نباتي فزيولوژۍ يوه مخکښ څېړونکي تجربه او ازموينه ترسره کړه، چې د نباتاتو او قرآن کريم د تلاوت تر منځ يې مستقيمه اړيکه څېړله. نوموړي د دې تجربه لپاره د خپلو ښوونیزو علومو پوهنځي په انګړ کې څلور يوشان پلاستيکي خونې جوړې کړې او په هره خونه کې يې تر يوشان شرايطو لاندې خاوره کې د غنمو تخم وکره. ټولو کرل شوو غنمو ته يې په مساوي اندازه اوبه او سره ورکړه؛ وروسته يې د هرې خونې لپاره لاندې څلور بېلابېلې طريقې وټاکلې:
(لومړۍ خونه) د قرآن کریم تلاوت: د زده کړيالانو له ډلې به يو تن په منظم ډول په اونۍ کې دوه وارې نباتاتو ته د قرآن کريم ايتونه (يس، فاتحه، اخلاص او اية الکرسي) تلاوت کول.
(دویمه خونه) برید او ځورونه: په دې خونه کې به يوه زده کړيال په مکرر ډول بوټو ته زيان رسوه او توندې او سپکې خبرې به يې ورته کولې.
(درېیمه خونه) وهل او ټکول: په دې خونه کې به نباتات وهل کېدل، پاڼې به یې پرې کیدې او په مستقيم ډول يې زيان ليده.
(څلورمه خونه) کنترول: په دې خونه کې هېڅ ډول لاسوهنه نه کېده او نباتاتو په طبيعي ډول خپلې ودې ته دوام ورکاوه.
د دې ازموینې پايلې په لاندې ‌ډول حېرانونکې وې:
(۱) هغه نباتات چې په منظم ډول به د قرآن کريم تلاوت ورته کېده، د کنترول خونې د نباتاتو په نسبت يې (۴۴٪) سلنه ډېره وده کړې وه او حاصلاتو يې (۱۴۰٪) سلنه زیاتوالی درلود.
(۲) هغه نباتات چې تر تېري او زيانمنوونکو حالاتو لاندې وو، د هغوی اوږدوالی «۳۵٪» کم او حاصل يې«۸۰٪» کم و.
له دې تجربې څخه څرګندېږي چې د قرآن کريم معنوي اغېزې یواځې د انسان پر روح او ذهن تاثیر نه لري، بلکې په طبيعت او نباتاتو هم تاثير لري او دا د قرآن کريم د علمي معجزې يوه ستره نښه ده. په قرآن کریم کې راغلې دي: “لَو أَنزَلنَا هَٰذَا ٱلقُرءَانَ عَلَىٰ جَبَلٍ لَّرَأَیتَهُۥ خَٰشِعاً مُّتَصَدِّعاً مِّن خَشیَةِ ٱللَّهِ.”[2] ژباړه: «که موږ دا قرآن پر يوه غره رانازل کړی وای، نو هرومرو به دې هغه د الله له ډاره وېرېدونکی ټوټه ټوټه کېدونکی ليدلی وای.»
(۲) په نباتانو کې د اوبو زېرمه کول
ځينې نباتات په ځانګړي ډول په وچو او صحرايي سيمو کې د اوبو د زېرمه کولو وړتيا لري. دا نباتات کولای شي په خاصو انساجو کې اوبه زېرمه کړي او د اوبو د کموالي پر مهال له همدې زېرمه شوو اوبو څخه ګټه واخلي. د اوبو د زېرمه کولو دغه نظام د مصرف یوه سلسله ‌واره درجه ‌بندي لري:
(۱) لومړی د پاڼو له اوبو څخه ګټه اخېستل کېږي.
(2) وروسته د څانګو او فرعي غړو اوبه مصرفېږي.
(3) د ډډ (ساقې) او بالاخره د ریښو اوبه مصرفېږي.
په دې ډول که د ریښو اوبه هم پای ته ورسېږي، نو نبات مړ کېږي. دا دقیق نظام «د الله تعالی د حکمت او پوهې» یوه لويه نښه ده: “قُلِ ٱنظُرُوا مَاذَا فِی ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلأَرضِۚ وَمَا تُغنِی الآیَٰتُ وَٱلنُّذُرُ عَن قَومٍ لَّا یُؤمِنُونَ.”[3] ژباړه: «ورته ووايه: تاسو وګورئ چې په اسمانونو او ځمکه کې څه دي؟ او هغه کسان چې ايمان نه راوړي، نښانې او د وېروونکو اخطارونو څه ګټه نه وروسوي.»
په دغو صحرايي نباتاتو کې ځينې داسې بوټي شته چې کولای شي په وچ موسم کې «درې زره ليتره» اوبه ذخيره کړي. د اوبو د ذخېرې دا لوی ظرفیت د الله تعالی د کامل او حکيمانه خلقت يوه روښانه بېلګه ده، چې د انسان او چاپېریال اړتياوې يې مخکې له مخکې په پام کې نيولې دي.
(۳) د نباتاتو د لوري ټاکل او رڼا جذبول
نباتات له رڼا او رطوبت سره عکس‌العمل ښيي او د رڼا او اوبو د سرچینو پر لور وده کوي. پاڼې يې داسې ځای پر ځای کېږي چې تر ټولو ډېره رڼا ورته ورسېږي. ريښې يې ښکته د اوبو او رطوبت پر لور خوځېږي او ډډونه يې پورته د رڼا پر لور وده کوي. دغه ځانګړنې د یوه ډېر دقیق او موخه لرونکي نظام څرګندونه کوي او د قرآن کریم د دغې پوښتنې لپاره روښانه ځواب وړاندې کوي: “أَءِلَٰهٌ مَّعَ ٱللَّهِۚ تَعَٰلَى ٱللَّهُ عَمَّا یُشرِكُونَ.”[4] ژباړه: «ايا الله سره کوم بل معبود شته، چې دا کارونه وکړي؟ الله ډېر اوچت دی، له هغو شيانو چې هغوی يې ورسره شريکوي.»
(۴) له طبیعت سره د قرآن کریم همغږي
لکه څنګه چې نباتات د قرآن کریم د تلاوت پر وړاندې مثبت غبرګون ښيي؛ دا څرګندوي چې «قرآن کریم د هدایت سرچینه ده او پر ټول خلقت اغېز لري.» نباتات نه شي کولی نیت ولري، خو د الهي ایتونو پر وړاندې ځواب ورکوي؛ په داسې حال کې چې انسان د قرآن کریم اصلي مخاطب دی، کېدای شي غافل ترې پاتې شي: “وَقَالَ ٱلرَّسُولُ یَٰرَبِّ إِنَّ قَومِی ٱتَّخَذُوا هَٰذَا ٱلقُرءَانَ مَهجُوراً.”[5] ژباړه: «او رسول وويل: زما ربه! زما قوم خو دا قرآن پرېښود.»
په لنډه توګه، نباتات طبیعي او روحاني تحرکاتو ته ځواب ورکوي. د قرآن کریم تلاوت د نباتاتو وده او حاصل زیاتوي، چې دا د قرآن کریم د علمي معجزې یوه روښانه بېلګه ده.
د اوبو د زېرمه کولو نظام او د بوټو د لوري ټاکل د الله تعالی د پوهې او حکمت نښې دي.
د هر بوټي چلند، له ودې څخه نیولې د اوبو تر مصرف او د رڼا تر جذب پورې د الله تعالی  له ایتونو څخه یو ایت دی، چې انسان فکرکولو او شکر اېستلو ته رابولي.[6]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:

[1]. الإسراء: 44.

[2]. الحشر: 21.

[3]. یونس: 101.

[4]. النمل: 63.

[5]. الفرقان: 30.

[6]. فشردۀ مطلب از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 2، ص 110-116.

اسلام، قرآن د قران کریم معجزه، معجزه قرآن قران کریم
Previous Articleساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۱)

اړوند منځپانګې

اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۷۲)

دوشنبه _2 _مارچ _2026AH 2-3-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

­قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۷۱)

شنبه _28 _فبروري _2026AH 28-2-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌پاتې معجزه (برخه: ۷۰)

دوشنبه _23 _فبروري _2026AH 23-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

قرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۷۳)

چهارشنبه _4 _مارچ _2026AH 4-3-2026AD4 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۷۳) د نباتاتو په نړۍ کې…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۱)

سه شنبه _3 _مارچ _2026AH 3-3-2026AD9 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۱) سریزه په تېره برخه کې مو…

نور یی ولوله
کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _مارچ _2026AH 3-3-2026AD8 Views

لیکوال: محمدعاصم اسماعیل­ زهي کپیټلېزم (برخه: ۱۰) د کپیټلېزم (پانګوالۍ) منتقدین (دوام) سره له دې…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۲۰)

دوشنبه _2 _مارچ _2026AH 2-3-2026AD6 Views

ليکوال: ابو‌ رائف فراماسونري (برخه: ۲۰) د ماسوني محفل زينه (سُلَّم صعود) د ماسوني محفل…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۷۳)

چهارشنبه _4 _مارچ _2026AH 4-3-2026AD

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۱)

سه شنبه _3 _مارچ _2026AH 3-3-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.