لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۶۸)
الهي خزانې او د رزق نظام
قرآن کریم په الهي تدبیر کې د «خزانې» د مفهوم په اړه اشاره کړې ده: “وَإِن مِّن شَیءٍ إِلَّا عِندَنَا خَزَائِنُهُۥ وَمَا نُنَزِّلُهُۥۤ إِلَّا بِقَدَرً مَّعلُومٍ”[1] ژباړه: «هېڅ شی نشته چې د هغه زېرمې له موږ سره نه وي او موږ چې هر شی نازلوو په يوه ټاکلې اندازه يې نازلوو.»
په همدې ډول په قدسي حدیث کې راغلي دي: “أصبح من عبادی مؤمن بی وكافر، فأما من قال: مطرنا بفضل الله ورحمته، فذلك مؤمن بی وكافر بالكوكب، وأما من قال: بنوء كذا وكذا، فذلك كافر بی ومؤمن بالكوكب.”[2] ژباړه: «خدای جل جلاله وفرمایل: «زما ځینې بندګان چې سهار له خوبه راویښ شول، ځینې پر ما مؤمنان شول او ځينې کافران؛ خو هغه چا چې وویل: د الله په فضل او رحمت پر موږ باران وشو، هغه پر ما مؤمنان شول او پر ستورو کافران؛ خو هغه چا چې وویل: هغه باران چې پر موږ ورېدلی د فلاني ستوري د راختو او لوېدو له امله و، هغه پر ما کافران شول او پر ستورو یې ایمان راوړ.»
له همدې امله د باران ورېدل یا کمېدل هېڅکله د کمزورۍ نښه نه ده، بلکې «الهي روزنه او اصلاح» ده، لکه څنګه چې قرآن کريم وایي: “وَلَو بَسَطَ ٱللَّهُ ٱلرِّزقَ لِعِبَادِهِۦ لَبَغَوا فِی ٱلأَرضِ وَلَٰكِن یُنَزِّلُ بِقَدَرٍ مَّا یَشَاءُۚ إِنَّهُۥ بِعِبَادِهِۦ خَبِیرُ بَصِیرٌ.”[3] ژباړه: «او که چېرې الله خپلو (ټولو) بندګانو ته روزي پراخه کړې وای، نو پر ځمکه کې به يې خامخا فساد (ظلم) کړی وای، خو هغه يې په يوه داسې کچه نازلوي چې خوښه يې شي، بېشکه هغه پر خپلو بندګانو خبر لرونکی ليدونکی دی.»
په بل ځای کې فرمايي: “وَأَلَّوِ ٱستَقَٰمُوا عَلَى ٱلطَّرِیقَةِ لَأَسقَینَٰهُم مَّاءً غَدَقاً.”[4] ژباړه: «او دا چې (الله ويلي) که هغوی پر سمه لار برابر شوي وای، نو موږ به پر ډېرو اوبو خړوب کړي وو.»
ان نوو ستور پوهنیزو موندنو په فضا کې د اوبو د بخار د لویو ورېځو شتون څرګند کړی دی، داسې چې د بخار له دې ډلې څخه یوه ډله کولی شي په یوه ورځ کې «د ځمکې ټول سمندرونه شپږ ځله» له تازه اوبو څخه ډک کړي، چې دا د خدای جل جلاله د خزانو د بې حده پراخوالي شاهدي ده.
نو باید وویل شي چې اوبه په خپلو ټولو اړخونو کې، له مالیکولي جوړښت څخه تر باراني دورې او له فزیکي ځانګړنو څخه په رزق او بقا کې تر حیاتي رول پورې« په خلقت کې د الهي معجزو» روښانه څرګندونه ده. په هر څاڅکي اوبو کې د الله تعالی د حکمت، رحمت او قدرت نښې پټې دي.
فوا عجباً كیف یعصى الإلهُ أو كیف یجحدهُ الجاحدُ
وفی كلّ شیءٍ له آیةٌ تدلّ على أنّه واحدُ
څومره حیرانونکې ده چې د خدای نافرماني څنګه کېږي او څنګه منکر له هغه څخه انکار کوي! په هرڅه کې د هغه نښې شتون لري چې شاهدي ورکوي، هغه یو دی.
په دې توګه اوبه نه یوازې د فزیکي ژوند سرچینه ده، بلکې د ایمان او الهي پوهې د ژوند یوه ښکاره نښه هم ده.[5]
د اوبو پر سر د پورته کېدو قانون او په اوبو او سمندرونو کې د الهي معجزې څرګندونه
اوبه يو حیرانوونکی، حیاتي عنصر او د الهي قدرت او رحمت له سترو نښو څخه دی. په قرآن کریم کې خدای جل جلاله په دومدار ډول موږ ته بلنه راکوي چې د اسمانونو او ځمکې د پیدایښت او طبیعي پیښو په اړه فکر وکړو: “قُلِ ٱنظُرُوا مَاذَا فِی ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلأَرضِ.”[6] ژباړه: «ورته ووايه: تاسو ګورئ چې په اسمانونو او ځمکه کې څه دي؟»
د الهي قدرت له نښو څخه د باران نازلول او د سمندرونو او بحرونونو پیدایښت دی. دلته یوه بنسټیزه پوښتنه دا ده چې دا لویه انداره اوبه له کوم ځای څخه راغلي دي او کوم قوانین پرې واکمن دي؟ دا پوښتنه د هغه حیرانوونکي قانون د درک لور ته لار پرانیزي چې قرآن کریم ورته اشاره کړې ده:” قانونِ الدفع نحو الأعلى” يا همغه «د اوبو پر سر د پورته کېدو قانون» چې د نوي علم په ژبه يې د ( د ارشمیدس قانون) بولي.
د اوبو سرچینې او د سمندرونو پراخوالی
د ځمکې سطحه له اوویا سلنه څخه ډېره اوبو پوښلې ده، په داسې حال کې چې یوازې نهه ویشت سلنه وچه ځمکه ده. په ځینو ځایونو کې د سمندرونو ژوروالی له دولس کیلومترو څخه ډېر دی. د اوبو دا بېساری پراخوالی نه یوازې د بارانونو سرچینه او د ځمکني ژوند منبع ده، بلکې په خپل وجود کې يې معدنونه، خوراکي سرچینې او د خلقت حیرانوونکي قوانین هم ځای پر ځای کړي دي.
د دې نړۍ له ستر رازونو څخه یو دا دی چې څنګه دومره ډېرې اوبه په ځمکه کې پیدا او له کومې لارې مالګینې او له مالګې څخه ډکې شوې. سره له ډېرو هڅو تراوسه په ننني علم کې د سمندرونو د مالګینوالي د سرچینې په اړه کومه پرېکنده او قانع کوونکې نظریه نه ده موندل شوې، خو قرآن کریم له پیله دغه حقیقت په ساده او ژوره وینا روښانه کړی دی، لکه چې وايي: “وَهُوَ ٱلَّذِی مَرَجَ ٱلبَحرَینِ هَٰذَا عَذبٌ فُرَاتٌ وَهَٰذَا مِلحٌ أُجَاجٌ وَجَعَلَ بَینَهُمَا بَرزَخاً وَحِجراً مَّحجُوراً”[7] ژباړه: «او همغه ذات دی چې دوه سمندرونه يې خوشې کړي، چې دا يو ډېر خوږ خوندور دی او دا بل مالګين تريخ او د دواړو تر منځ يې يوه پرده واچوله او يو بند چې منع کړی شوی دی.»
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. الحجر: 21.
[2]. صحيح البخاري، كتاب صفة الصلاة، باب يستقبل الإمام الناس إذا سلم، رقم الحدیث: 810، ج 1، ص 290.
[3]. الشورى: 27.
[4]. الجن: 16.
[5]. فشردۀ مطلب از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 2، ص 83-90.
[6]. یونس: 101.
[7]. الفرقان: 53.


