لیکوال: ابو عائشه
له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰)
د الهي حکمت دليل
د الله تعالی حکمت غوښتنه وکړه چې انسان د هغه د لوړې موخې او لوی پیغام له امله، چې په دې نړۍ کې یې باید ترسره کړي، د نورو مخلوقاتو په پرتله يې په پیدایښت، اخلاقو او جوړښت کې بېل او متفاوت خلق کړ. له همدې امله د دې نړۍ له پیدا کولو د الله تعالی موخه دا ده چې دا نړۍ د انسان لپاره د عمل او ازموينې کور وي، چې وروسته په بشپړه توګه د خپلو هغو کړنو بدله ترلاسه کړي چې په الجزاء کې یې ترسره کړې دي.[۱]
موږ ټول په دې خبره ښه پوهېږو چې الله تعالی حکيم ذات دی او د هغه ټول کارونه د حکمت او مصلحت پر بنسټ دي. که په دې نړۍ کې د هغو سرکشه ظالمانو د مجازات شاهدان نه یوو چې په غرور او تکبر سره ژوند کوي، نو دا ګومان بايد ونه کړو چې هر څه همدا دنيا ده او بس، بلکې يوه ورځ به راځي چې همدا سرکشه کسان به د خپلو ټولو کړنو او چلندونو حساب ورکوي او سزا به ويني.
د موضوع اصلي قضیې ته د رسېدو په موخه یو څو مهمې پوښتنې په لاندې ډول مطرح کوو:
(۱) که چېرې بل عالم او معاد شتون ونه لري، نو څنګه کېدای شي چې هغو ظالمانو ته ځواب ورکړل شي چې د خلکو وينې څښي او د وينو له تويولو څخه خوند اخلي، خو په دې نړۍ کې له هېڅ ډول ستونزې او سختۍ سره نه مخ کېږي؟
(۲) که له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل او معاد شتون ونه لري، نو هغه مظلومان چې حقونه یې تر پښو لاندې شوي دي او کلونه یې د مستبدو او ظالمو واکمنانو له لاسه کړاوونه او ظلمونه زغملي دي، په څه شي به خپل زړونه تشوي او خپل درد به چا ته وايي؟
(۳) که د ظالمانو او مظلومانو بدله نه په دې نړۍ کې ورکړل شي او نه په بله نړۍ کې، نو ايا ويل کېدای شي چې حکمت او عدالت شتون لري؟ حال دا چې موږ په يقين سره پوهېږو چې زموږ رب عادل او حکيم ذات دی.
د الهي حکمت ايتونه
الله تعالی فرمايي: ﴿الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللَّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَىٰ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذَا بَاطِلًا سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ.﴾[۲] ژباړه: «هماغه كسان چې په ولاړه، ناسته او اړخونو پراته الله يادوي او د اسمانو او ځمكې په پيدايښت كې سوچونه كوي چې ای زموږ ربه دا خو دې چټي نه دي پيدا كړي، تا لره له (عبثياتو څخه) پاكي ده، نو د اور له عذابه مو وساتې.»
له دې ايت څخه څرګندېږي چې د پيدايښت په اړه تفکر کول او دې حقيقت ته رسېدل چې هستي عبث او بې هدفه نه ده پیدا شوې په طبيعي ډول د معاد، ثواب او سزا پر عقيده دلالت کوي؛ ځکه د ياد ايت له مفهوم سره سم رښتيني مومنان دې پايلې ته رسېږي چې دا هستي لوبه او بېګټې نه ده، بلکې د ځانګړي الهي حکمت پر بنسټ ولاړه ده، نو سمدستي لاس په دعا کېږي او د قيامت د ورځې له عذاب څخه د خلاصون لپاره د الله تعالی له دربار څخه مرسته غواړي.[۳]
رب العالمين فرمايي: ﴿اللَّهُ الَّذِي رَفَعَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ثُمَّ اسْتَوَىٰ عَلَى الْعَرْشِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُسَمًّى يُدَبِّرُ الْأَمْرَ يُفَصِّلُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ بِلِقَاءِ رَبِّكُمْ تُوقِنُونَ.﴾[۴] ژباړه: «الله هماغه ذات دى چې اسمانونه يې بې ستنو پورته كړي، چې تاسو يې (خپله) وینئ، بيا پر (خپل) عرش پورته شو او لمر او سپوږمۍ يې تابع كړي دي، دا ټول تر يوې ټاكلې مودې پورې چلېږي او هماغه دا كارونه سمبالوي، هغه په تفصيل سره خپل دلايل بيانوي د دې لپاره چې تاسو له خپل رب سره په مخامخ کېدلو يقين وكړئ.»
د اسمانونو او ځمکې په خلقت کې فکر کول او د دې نړۍ د موجوداتو د ټاکلي وخت او پای ته رسېدو په اړه تامل کول، موږ د معاد اړتيا ته رهنمايي کوي؛ ځکه که معاد شتون ونه لري، نو د خلقت په عالم کې به هر څه لغوه، بې هدفه او بېګټې وي.
الله تعالی فرمايي: ﴿وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاءَ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لَاعِبِينَ لَوْ أَرَدْنَا أَنْ نَتَّخِذَ لَهْوًا لَاتَّخَذْنَاهُ مِنْ لَدُنَّا إِنْ كُنَّا فَاعِلِينَ بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهُ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ وَلَكُمُ الْوَيْلُ مِمَّا تَصِفُونَ.﴾[۵] ژباړه: «او موږ دا اسمان، ځمكه او څه يې چې ترمنځ دي، داسې نه دي پيدا كړي چې لوبې کوونکي وو، كه چېرې موږ غوښتي وى چې یوه مشغله جوړه كړو، نو له خپله لوري به مو جوړه کړې وه، كه موږ د دې كار كوونكي وى، خو موږ په باطل باندې د حق ګوزار كوو چې د هغه سر ماتوي (په دماغو یې وهي) او يو دم هغه له منځه تلونكى شي او تاسو لره د هغو خبرو له كبله تباهي ده چې خپله يې جوړوئ.»
الله تعالی فرمايي: ﴿أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ.﴾[۶] ژباړه: «نو ایا تاسو دا ګومان كړی و چې موږ عبث (چټي) پيدا كړي ياست او تاسو به موږ ته نه راګرځئ.»
په پورته ايت کې د پيدايښت بې هدفه او عبث کېدو موضوع د استفهامي انکار په بڼه مطرح شوې ده او موخه یې دا ده چې د خلقت بې هدف والی او د معاد نشتوالی یوازې یو باطل او وهمي ګومان دی او د الله پاک ذات له دې خبرې څخه پاک او مبرا دی. الله تعالی د کافرانو او مشرکانو د ګومان په اړه فرمایي: ﴿إِنْ هِيَ إِلَّا مَوْتَتُنَا الْأُولَى وَمَا نَحْنُ بِمُنْشَرِينَ.﴾[۷] ژباړه: «چې بل څه نشته همدا زموږ لومړی مرګ دى او موږ بيا را پورته كېدونكي نه يوو.»
الله تعالی فرمايي: ﴿وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لَاعِبِينَ مَا خَلَقْنَاهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّ يَوْمَ الْفَصْلِ مِيقَاتُهُمْ أَجْمَعِينَ.﴾[۸] ژباړه: «او موږ اسمانونه، ځمكه او د هغو ترمنځ شيان څه د لوبو په ډول نه دي پيدا كړي، هغه مو له يو رښتيني مقصد پرته هسې نه دي پيدا كړي، خو د هغوى زياتره نه پوهېږي بېشكه د پرېكړې ورځ د هغوى ټولو (لپاره) ټاكلى وخت دى.»
د پورته ټولو ايتونو مفهوم په يو عقلاني او منطقي استدلال بدلېدلی شي، د معاد اړتیا تاثبولی شي او د فکر خاوندانو او پوهانو لپاره لوی درس کېدلی شي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[۱] رمضان، منظور بن محمد بن محمد، منهج القرآن الکریم فی إثبات عقیدة البعث بعد الموت، بیتا، مخ 131-132.
[۲]. د آل عمران سورت، آيت: ۱۹۱.
[۳]. مکي، ډاکټر مجد، د اهل سنتو د عقایدو بشپړه مجموعه، ژباړن: فيض محمد بلوچ، ۱۳۹۴ هـ.ش، ج ۲، مخ ۶۵۴.
[۴]. د رعد سورت، آيت: ۲.
[۵]. د انبياء سورت، آيت: ۱۶-۱۸
[۶]. د مؤمنون سورت، آيت: ۱۱۵
[۷]. د دخان سورت، آيت: ۳۵
[۸]. د دخان سورت، آيت: ۳۸-۴۰


