لیکوال: محمد عاصم اسماعیل زهي
کپیټلېزم (برخه: ۳)
د کپیټلېزم یا پانګوالۍ پېژندنه
پانګوالي د یوه ټولنیز نظام په توګه پر اقتصاد تاکيد کوي؛ دا داسې اقتصادي نظام دی چې تولید، وېش او د اقتصادي وسایلو د تبادلې ټول اړخونه پکې په بشپړ ډول د شخصي مالکانو په لاس کې دي. په دې نظام کې د تولید وسایل، لکه بنسټیزې زېربناوې، ماشینونه، سرچینې او تجهیزات ټول د افرادو شخصي ملکیت ګڼل کېږي او د هغوی تر واک او کنترول لاندې وي.
په حقیقت کې پانګوالي له داسې اقتصادي جوړښت څخه برخمنه ده، چې اصلي تاکيد یې د تولیدي وسایلو د کارولو له لارې د ګټې ترلاسه کول او اقتصادي ارزښت رامنځته کول دي. په دې نظام کې خلک او شرکتونه د بازار تر اغېز او تعامل لاندې وي او پرېکړې د ګټې اخیستنې د موخو او د بازار د سیالۍ پر بنسټ ترسره کېږي. د پانګې د زیاتولو لېوالتیا، اقتصادي ودې ته پام او د پانګونې د فرصتونو لټون د دې اقتصادي نظام د خوځښت اصلي مرکزيت بلل کېږي.
په کپیټلېزم کې د شخصي ملکیت مفهوم د هغه ترتیب په معنا کارول کېږي چې له لارې یې په تولیدي وسیلو او اقتصادي سرچینو باندې ملکیت او کنترول ټاکل کېږي. دا مفهوم د سود د ترلاسه کولو په موخه د کارونې او پانګونې هڅول دي، چې د سیالۍ او اقتصادي انګېزو په رامنځته کولو سره د اقتصادي پرمختګ او ودې ملاتړ کوي.[1]
د کپیټلېزم تاریخچه (له پیل څخه تر اوسه)
که څه هم د پانګوالۍ دوامداره پرمختګ د یو سيستم په توګه یوازې په شپاړسمه پیړۍ کې پیل شو، خو د پانګوالۍ بنسټونه په لرغوني نړۍ کې هم موجود وو او د اروپا د منځنیو پېړیو په وروستیو کې یې ځینې برخې غوړېدلې وې. د پانګوالۍ پرمختګ د انګلیسي ټوکر د صنعت له ودې سره په شپاړسمه، اوولسمه او اتلسمه پېړۍ کې پیل شو. د دې پرمختګ هغه ځانګړتیا چې پانګوالي یې له پخوانیو سيستمونو څخه بېله کړه، د غیر مولدو اقتصادي شرکتونو، لکه اهرامونو او کلیساوو پر ځای د تولیدي ظرفیت د لوړولو لپاره د را ټولې شوې پانګې کارول وو. دا ځانګړنه د څو تاریخي پېښو له لارې لا پیاوړې شوه.
په هغو اخلاقو کې چې پروتستانو د شپاړسمې پېړۍ د اصلاحاتو له لارې وروزل، د شتمنۍ د ترلاسه کولو په هڅه دودیز سپکاوی کم شو، په داسې حال کې چې سخت کار او سپما لا پیاوړی مذهبي تایید وموند.
اقتصادي نابرابري د دې استدلال له مخې توجیه شوه چې شتمن له غریبانو څخه ډېر پرهیزګار دي.[2]
کپیټلېزم له لرغونو وختونو څخه په بېلابېلو ډولونو شتون درلود، خو رښتیني وده یې د رنسانس او صنعتي انقلاب له دور څخه پیل شوه. په تاریخ کې د کپیټلېزم د پراخوالي مرحلې په لاندې ډول دي:
(۱) لومړنی کپیټلېزم (منځنۍ پېړۍ ـ رنسانس): په (۱۵مه او ۱۶مه) پیړۍ کې په اروپا کې سمندري سوداګرۍ او لومړني ازاد بازارونه پراخ شول. په ایټالیا او هالنډ کې د ماډرن بانکدارۍ او سوداګریزو شرکتونو جوړول.
(۲) صنعتي کپیټلېزم (اتلسمه او نولسمه پېړۍ ـ صنعتي انقلاب): د فابریکو وده او د ماشینونو په مرسته ډلییز تولید. په انګلستان، امریکا او جرمني کې د لویو شرکتونو او فابریکو پراختیا.
(۳) ماډرن کپیټلېزم (شلمه او يوويشتمه پېړۍ ـ اقتصادي نړۍ): د اقتصاد او څو مليتي شرکتونو نړيوال کول. د مالي بازارونو، د ونډو بازارونو او ډیجیټل پانګونې وده. ډيجيټلي پانګونه له ډیجیټلي تکنالوژۍ سره یوځای شوې او په نوو بڼو، لکه پلیټ فارم اقتصاد او ډیجیټل اسعارو کې يې وده کړې.[3]
د کپیټلېزم مفهوم په عامه معنا کې یوازې د شلمې پېړۍ له پیل څخه شتون لري. تاریخ یې په تقريبي ډول (۱۹۰۲م) کال ګڼل کېدای شي، هغه وخت چې ورنر زمبارت خپل مشهور کتاب «ماډرنه پانګوالي» خپور کړ. برعکس مارکس دا کلمه په عملي ډول نه ده کارولې. د پانګوالۍ اقتصاد په انګلستان کې د شپاړسمې او نولسمې میلادي پېړۍ تر منځ په تدریجي ډول رسمي شو، که څه هم د دې قانون ځینې ځانګړتیاوې په ډېر پخواني وخت کې هم لیدل کېږي؛ د سوداګریزې پانګوالۍ (merchant capitalism) لومړنۍ بڼې د منځنیو پېړیو په وروستیو کې غوړېدلې وې.
پانګوالي د لوېدیځې نړۍ د فېوډالیزم له پای ته رسېدو څخه واکمن نظام پاتې شوی دی. دا قانون په تدریجي ډول له انګلستان څخه ټولې اروپا ته خپور شو او سیاسي او کلتوري پولې یې ونړولې. په نولسمه او شلمه میلادي پېړۍ کې پانګوالي د صنعتي کېدو غالبه وسيله وه چې په نړۍ کې یې د صنعت د ودې زمینه برابره کړه.[4]
د لوېدیځې اروپا شتمني په چټکۍ سره زیاته شوه، چې له جنوبي امریکا څخه سره او سپین زر راوړل کېدل چې بانکونه تغذیه کړي او غلامان اړین وو چې د لوېدیځې اروپا د کارخانو لپاره د مصرفي توکو او خامو موادو تولید وکړي. نړيوال تجارت د نوو مستعمرو د نیولو، د زړو مستعمرو د پراختیا، د غلامۍ، غلا او لوټمارۍ د خپرېدو له امله پر مخ وړل کېده. دا د هغو بازارونو څرګندې ځانګړتیاوې وې چې په دغو دوو پیړیو کې رامنځته شوې. د سوداګریزې پانګوالۍ یوه بنسټیزه ځانګړنه دا وه چې دې پړاو نه یوازې بازارونه برابرول، بلکې هغه شتمني یې هم رامنځته کوله چې د صنعتي انقلاب تغذیه یې کوله، هغه انقلاب چې د (۱۷) مې ميلادي پېړۍ په منځ کې پیل شو. [5]
پانګه په لومړي سر کې د پېړیو لپاره په کوچنۍ پیمانه موجوده وه، د سوداګریزو فعالیتونو، کرایې او پور ورکولو په بڼه او کله ناکله د کوچني صنعت په توګه له لږ مزدورۍ سره. د ساده توکو بازار او د ساده توکو تولید چې له سوداګرۍ څخه د پانګې د ودې لپاره لومړنی بنسټ دی ډېر اوږد تاریخ لري. د اسلام د زرین دور پر مهال مسلمانانو د پانګوالۍ اقتصادي تګلارې، لکه ازاد تجارت او بانکداري یې عملي کړې. دوی له هندي او عربي عددونو څخه کار اخیسته او دې کار د دوی حسابداري اسانه کوله. دا نوښتونه د سوداګریزو شریکانو له لارې د ونیز او پیزا په څېر ښارونو او اروپا ته انتقال شول. ایټالوي ریاضي پوهانو له عربي سوداګرو سره مدیترانې ته سفرونه وکړل او بېرته ستانه شول، چې د هندي او عربي عددونو کارونه په اروپا کې عامه کړي.[6]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
[1]. قدیری اصل، باقر؛ سیر اندیشۀ اقتصادی، رویارویی مکتبها از افلاطون تا بعد از کینز، ص45، سال چاپ: ۱۳۸۷هـ، انتشارات دانشگاه تهران.
[2]. آلوی، جیمز، تاریخچهای از علم اقتصاد در جایگاه علمی اخلاقی، ص56، مترجم: نعمتی، علی، پائیز ۱۳۸۴هـ، تهران.
[3]. همان، ص67.
[4]. فشارکی زاده، حسن، پایان سرمایهدار منطقی و فروپاشی نئولیبرالیسم، ص312، سال چاپ: ۱۳۸۸هـ، نشر قدیس.
[5]. همان.
[6]. هایلبرونر، رابرت، سرمایهداری در قرن بیست و یکم، ص67، مترجم: شهسا، احمد، ویرایش: عابدینی، آفاق، سال چاپ: ۱۳۷۷هـ، نشر شرکت انتشارات علمی و فرهنگی.


