Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»فراماسونري»فراماسونري (برخه: ۶)
فراماسونري یکشنبه _18 _جنوري _2026AH 18-1-2026AD

فراماسونري (برخه: ۶)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو ‌رائف
فراماسونري (برخه: ۶)
د ماسونيت پيدايښت او تاريخي پړاوونه
په دې بحث کې د فراماسونرۍ پيدايښت او تاريخي پړاوونه تر څېړنې او ارزونې لاندې نيسو. د ماسوني ټولنې د پيدايښت کره تاريخ په څرګنده توګه معلوم نه دی او لامل يې (لکه څنګه چې مخکې يادونه وشوه) د دې ټولنې له ابهام سره تړاو لري؛ ان تر دې چې خپله د ماسونيت دعوت کوونکي هم پر دې موضوع اعتراف کوي، د دې تر څنګ په دې اړه د دوی تر منځ د نظر اختلاف هم موجود دی، چې همدا چاره د دوی د ناپوهۍ او سرګردانۍ کچه ښيي. دا د دې غورځنګ د پلويانو له ليکنو او څېړنو څخه جوتېږي او په دې برخه کې د دوی ليکنې او ويناوې له يو بل سره په ټکر کې، ګډې وډې او بې‌ ثباته دي او هر یو يې بېلا بېلې او متضادې ادعاوې کړې دي. په دې بحث کې همدا ويناوې څېړو ، د دې پټ او له رازه ډک غورځنګ د رامنځته کېدو او ودې دقيق تاريخ او هغه وخت چې پرې اتفاق شوی دی په ډاګه کوو، چې وکولای شو هغه زماني چوکاټ او پېړۍ په سمه توګه وپېژنو چې ماسوني غورځنګ پکې را ټوکېدلی دی.
«جرجي زيدان» چې يو نامتو ماسوني ليکوال او د دې غورځنګ له پلويانو او مشرانو څخه دی، د دې غورځنګ د پيروانو د ادعاوو ترمنځ د اختلاف يادونه کوي، چې د دې غورځنګ د پيدايښت، پيل او ودې د دقيق وخت په اړه د دوی تر منځ شتون لري او همدارنګه په دې اړه ځينې عجيبې او ارماني خبرې کوي، نوموړی وايي: «تاريخ ليکونکو د دې ټولنې د منشا په اړه متضادې خبرې کړې دي؛ ځينو ويلي دي چې دا ټولنه نوې ده او د دوی د وينا له مخې يې تاريخ اتلسمې ميلادي پېړۍ ته رسېږي. ځينې نور یې تر دې مخکې دورې ته رسوي او وايي چې دا د “صليبِ رُز” (Rosicrucianism) له ټولنې څخه راټوکېدلې ده، چې په (۱۶۱۶ز) کال کې تاسيس شوې وه. يوې ډلې د صليبي جګړو زمانې ته رسولې ده او بلې ډلې بیا له ميلاد څخه مخکې اتمه پېړۍ کې د يونانيانو زمانې ته. ځينو ويلي چې دا ټولنه د سليمان عليه‌ السلام په معبد کې رامنځته شوې ده. يوې بلې ډلې ادعا کړې چې د دې منشا تر دې هم ډېره پخوانۍ ده او مصري، هندي او نورو کاهنانو ته یې منسوبه کړې ده. ځينو نورو د مبالغې لار خپله کړې او د دې بنسټګر يې حضرت ادم عليه ‌السلام ګڼلی دی او تر دې هم عجيبه دا چې يوې ډلې ويلي دي: الله سبحانه وتعالی په “عدن” جنت کې د دې ټولنې بنسټ ايښی دی؛ جنت لومړنی ماسوني محفل و او د فرښتو مشر ميکاييل یې لومړنی لوی استاد و او نورې داسې خبرې چې يوازې پر وهم ولاړې دي. د دغو اختلافونو او تضادونو لامل د تېرو پېړيو په اوږدو کې د ماسونيت د تاريخ توره تياره او ابهام دی؛ ځکه ماسونيت لکه څنګه چې ښکاري يوه پټه ټولنه ده.»[۱]
یادې ادعاوې دواړو ماسوني ليکوالانو «شاهين مکاريوس» او «حنا ابو راشد» هم تاييد کړې دي، خو دويم ليکوال تر دې اعتراف وروسته شاته شوی او ويلي يې دي: «په دې موضوع کې له راجحو اقوالو (لکه څنګه چې ډېرو تاريخ پوهانو پرې ټينګار کړی دی) دا دی چې ماسونيت د “سليمان حکيم” په زمانه کې يعنې په (۱۰۱۵) ق م کال کې رامنځته شوی دی؛ ځکه د هغه دوره له يوې ځانګړې مدني ودې سره مل وه، چې تر ټولو څرګنده ځانګړنه يې عمران او معماري وه او دې چارې د دې غوښتنه کوله چې د “ازادو بنايانو” يوه ډله په خپله د سليمان عليه‌ السلام په معبد کې د دې طريقې بنسټ کېږدي. دا هغه قول دی چې ښايي د ماسونيت د پيدايښت موضوع په څېړنه او د بحث په کره والي کې تر نورو اقوالو حقیقت ته نږدې وي.»[۲]
د دغو اقوالو ترمنځ اختلاف هغه وخت روښانېږي چې په ډېر حيرت او تعجب سره هماغه وينا چې حنا ابو راشد يې «له راجحو اقوالو» څخه بولي، مکاريوس يې «د يوې سترې تېروتنې پايله» ګڼي؛ ځکه که دا خبره رښتيا وای، نو بايد «د سليمان معبد» د فراماسوني ټولنې يو حقيقي اشاره وای، حال دا چې په حقيقت کې په ماسونيت کې معبد يوازې «يوه سمبوليکه اشاره» ده، نه حقيقي او د همدې دودونو او نښو (سمبولونو) له امله دا لويه تېروتنه رامنځته شوې ده، چې تاريخ پوهانو خيال او وهم حقيقت ګڼلی او د خپلو خبرو اساس یې ګرځولی دی.[۳]
ځينو څېړونکو او محققينو هم دې نظر ته هوا ورکړې او ويلي يې دي: «پخوانی بنايي ماسونيت له حضرت سليمان عليه ‌السلام او يا د هغه له ادعا شوي معبد سره هېڅ تړاو نه لري، بلکې یاد معبد د نورو ماسوني معنوي سمبولونو په څېر يوازې يو سمبول دی، چې ډېره برخه يې د ځينو يهودي اغېزو له لارې دې ټولنې ته لېږدول شوې ده.»[۴]
د ماسونيت تاريخي پړاوونه
د ماسونيت د پيدايښت او تاريخ په اړه له شته ګډوډۍ او تضاد سره سره هغه څه چې د عربي نړۍ د سترو ماسوني تاريخ پوهانو (شاهين مکاريوس، جرجي زيدان او حنا ابو راشد) ترمنځ پرې اتفاق شوی دی، دا دي چې ماسونيت دوه پړاوونه لري:
(۱) پخوانی عملي يا حقيقي پړاو
(۲) نوی رمزي يا معنوي پړاو[۵]
یو شمېر هغو څېړونکو چې د ماسونيت تاريخ له محدودیت سره موافق نه دي، هم پورته وېش منلی دی؛ که څه هم د لومړي پړاو د پيل په ټاکلو کې يو له بل سره اختلاف لري. دوه لومړني ماسونيان (مکاريوس او زيدان) د دې پړاو د پيل کال (۷۱۵ ق م) ګڼلی او نورو بیا (۹۲۶ز)، (۱۲۵۸ز)، (۱۳۳۰ز) کالونه ياد کړي يا یې په بشپړه توګه هېڅ تاريخ نه دی ټاکلی؛ خو حنا ابو راشد ټينګار کړی چې پخوانی ماسونيت د حضرت سليمان عليه ‌السلام په زمانه، يعنې (۱۰۱۵ق م) کال کې پيل شوی دی.[۶]
له پخواني پړاوو څخه انکار کوونکي
يوه بله ډله څېړونکي دغه پخوانی پړاو په بشپړه توګه ردوي او باور لري چې ماسونيت له (۱۷۱۷ز) کال څخه مخکې هېڅ شتون نه درلود او يوازې هماغه نوی پړاو شتون لري.[۷]
خو یوه خبره چې يادونه یې ضروري ده او بايد په پام کې ونيول شي دا ده چې یاده نظريه د ځينو تاريخي پېښو له مخې ردېدای شي، چې همدغه منکران يې هم مني؛ هغه پېښې ښيي چې له (۱۷۱۷ز) کال مخکې د بنايانو يا «ماسونانو» ټولنې شتون درلود. هغه څه چې په (۱۷۱۷ز) کال کې پېښ شول، د ماسوني طريقې په جوړښت کې بنسټيز بدلون و، يعنې دغې ټولنې د يوه فکري سازمان، د قانون ‌نامې او پټو سياسي اهدافو بڼه خپله کړې او له بنايي حرفې څخه لرې شوې ده.[۸]
له پورته بحثونو څخه جوتېږي چې د دې غورځنګ د پرمختګ، تنظيم او ترتيب دوره له اتلسمې پېړۍ وروسته پيل شوې او مخکې یې هم شتون درلود، خو ځانګړی نظم او نظام یې نه درلود.
د ضمني يا څرګند اتفاق له مخې د دې ټولو بحثونو له پایلې څخه څرګندېږي چې ماسونيت دوه پړاوونه لري:
(۱) پخوانی پړاو: له (۱۷۱۷ز) کال څخه مخکې
(۲) نوی پړاو: له (۱۷۱۷ز) څخه وروسته
موږ هم په دې وېش باور لرو او د پخواني پړاو د پيل په موضوع کې له مکاريوس او زيدان سره يوځای کېږو چې (۷۱۵ ق م) کال یې ګڼلی دی، د دوی د ادعا منل موږ ته هېڅ تاوان نه رسوي؛ ځکه چې په دې دوره او د ماسونيت د پيل له لومړي وخت څخه يوې کاري ډله شتون درلود چې د ودانيو جوړولو او ورته چارو لپاره ځانګړې وه او يوازې هغه کسان پکې شاملېدل چې په عملي توګه بنايي کوي.[۹]
په همدې اساس د دې غورځنګ بنسټيزه او خطرناکه دوره له اتلسمې پېړۍ وروسته پيل شوې ده او د مخکېني تاريخ موجوديت يوازې د بنايي او ازادو کارونو پر بنسټ و.
دوام لري…

مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه

سرچینې:

۱]. تاریخ الماسونیة العام، ص: ۱۳

[۲]. الآداب الماسونیة، ص: ۱، و مکاریوس، شاهین، الحقائق الأصلیة فی تاریخ الماسونیة العملیة، ص: ۳۵، موسسة هنداوی

[۳]. الحقائق الأصلیة فی تاریخ الماسونیة العملیة، ص: ۳۶

[۴]. الماسونیة بین أنصارها وخصومها، ص: ۲۶۲

[۵]. الحقایق الأصلیة فی تاریخ الماسونیة العملیة، ص: ۷۳ و ۱۶۵ هم‌چنین الآداب الماسونیة، ص: ۳، ۴، ۵

[۶]. الماسونیة بین أنصارها وخصومها، ص: ۲۶۳

[۷]. تبدید الظلام أو أصل الماسونیة، ص: ۳۱

[۸]. هماغه منبع، ص: ۴۸-۴۹

[۹]. الماسونیة بین أنصارها وخصومها، ص: ۲۶۴

د انسانیت او فراماسونرۍ تر منځ ډېر لږ توپیر دی د فراماسونرۍ تعریف او د دې خوځښت د ماهیت څېړنه د فراماسونرۍ حقیقت د ماسونيت تاريخي پړاوونه شاهين مکاريوس فراماسوناران فراماسونري
Previous Articleقران؛ تل‌پاتې معجزه (برخه: ۵۳)
Next Article د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۵)

اړوند منځپانګې

نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD
نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۷)

چهارشنبه _21 _جنوري _2026AH 21-1-2026AD
نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _20 _جنوري _2026AH 20-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD2 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶) د انسان تنفسي سيستم (د…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD3 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۳) په دې…

نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD7 Views

لیکوال: م. فراهی توجګي د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۵)

چهارشنبه _21 _جنوري _2026AH 21-1-2026AD10 Views

لیکوال: دوکتور نور محمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۵) د انسان په هاضمې…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.