لیکوال: ابو رائف
فراماسونري (برخه: ۵)
د فراماسونرۍ مشهور لیکوالان او د هغوی ملاتړي
په دې برخه کې د دې خوځښت پر ملاتړو او هغو کسانو بحث کوو چې د خپل قلم او هڅو له لارې یې د دې خوځښت د ودې او عامېدو لپاره زمینه برابره کړې ده. په حقیقت کې دا لیکوالان د فراماسونرۍ پیاوړې مټې وې او د دوی لیکنو د دې خوځښت د فعالیتونو او پټو موخو په تفسیر او تشریح کې خورا مهم او د پام وړ رول لوبولی دی. د دې خوځښت تر ټولو مهم لیکوالان او بلونکي په لاندې ډول دي:
(۱) شاهین مکاریوس ( ۱۹۱۰ز)
نوموړی لبنانی لیکوال او ژورنالېست و او په مصر کې د ماسوني خوځښت له ښکاره او نامتو څېرو څخه شمېرل کېده. هغه د «اللطائف» ماسوني محفل بنسټ اېښودونکی او ريیس و او د ماسونۍ تر ټولو لوړې درجې (۳۳ درجې) ته ورسېد، چې د «ريیس شرف اعظم» لقب ورسره مل و، لکه څنګه چې يې په خپلو کتابونو کې هم دې ټکي ته اشاره کړې ده. نوموړی د «المقطم»، «المقتطف» او «اللطائف» ورځپاڼو له بنسټ اېښودونکو څخه هم و.
شاهین مکاریوس د عربي لیکوالانو له منځه تر بل هر چا زیات د قلم له لارې د ماسوني مکتب خدمتګار بلل کېدای شي؛ ځکه چې په دې برخه کې یې نږدې لس کتابونه لیکلي دي، چې د هغوی له جملې څخه یې لاندې کتابونه د بېلګې په ډول يادولی شو: «الآداب الماسونیة»، «الأسرار الخفیة فی الجمعیة الماسونیة»، «الحقائق الأصلیة فی تاریخ الماسونیة العملیة»، «الجوهر المصون فی مشاهیر الماسون» او «الدرّ المکنون فی غرائب الماسون».[۱]
نوموړي د خپل کتاب «الآداب الماسونیة» په سریزه کې په ویاړ سره د مصر د ستر ماسوني محفل ستاینه را نقل کړې ده او پکې راغلي دي: «د مصر د لوی ملي محفل ګران مشر او د اللطائف محفل ريیس شاهین مکاریوس ته د ورورولۍ له سلام وروسته: په ډېرې خوښۍ سره مو د ماسوني ادابو په اړه ستاسو کتاب ولوست او د دې ګټور اثر د چاپ په برخه کې ستاسې د هڅو ستاینه کوو. د روان کال د جون په (۲۲مه) د دارالماسونۍ په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې ستاسو د خدمتونو په بدل کې د مصر د لوی ملي محفل له لوري تاسو ته نړیوال ماسوني نښان درکړل شي…
لاسلیک: د لوی محفل پټ کاتب.»[۲]
(۲) جرجي زیدان (۱۹۱۴ز)
نوموړی یو نامتو لبنانی لیکوال، ژباړن، تاریخپوه او ادیب و. دی په خپل کتاب «تاریخ الماسونیة العام» کې اعتراف کوي چې د دې اثر د لیکلو پر مهال یې د فراماسونرۍ نامتو پیروانو پر شهادتونو تکیه کړې ده؛ هغو کسانو چې نوموړي له هغوی سره په مستقیم ډول اړیکه درلوده او همدارنګه یې د ختیځ او لوېدیځ د ماسوني محفلونو پر رسمي اسنادو، خپرونو او دایرة المعارفونو هم باور کړی دی.
نوموړی لیکي: «که څه هم د دې کار تکلیف راته مالوم و، خو دا کار مې پر ځان لازم وګاڼه… په ختیځو سیمو کې د ماسونرۍ خبرونو د راټولولو لپاره مې هلته ډېرو باخبره وروڼو ته لیکونه ولېږل، د هغوی راپورونه مې تر لاسه کړل او د هماغو پر بنسټ مې د ختیځ پېښې ولیکلې… د مصر د ماسونرۍ په تاریخ کې مې هم د ډېرو مطالبو سرچینه د مصر د محفلونو پخوانی لوی ريیس ښاغلی «زولا» و.»[۳]
جرجي زیدان زیاتوي چې د اروپا د ماسونرۍ تاریخ د تدوین لپاره یې له انګلیسي او فرانسوي سرچینو ګټه اخیستې ده؛ دی په دې اړه د ځینو اثارو نومونه یادوي، لکه:
د فرانسوي ریبولد د «تاریخ الماسونیة» اثر.
د انګلیسي فندل «تاریخ الماسونیة» اثر.
د انګلیسي باتون «الرموز الماسونیة» اثر.
د کلکهون «درجة الهایكلیین» اثر (انګلیسي).
د هوغ«الماسونیة» اثر (انګلیسي).
د یوحنا فیلوس «أسرار الماسونیة» اثر (انګلیسي).[۴]
یاد کتاب د ماسونرۍ په اړه لومړنۍ عربي مرجع ګڼل کېږي، چې په (۱۸۸۹ز) کال کې خپور شو.
د کتاب په سریزه کې د ماسونرۍ په اړه د هغه د ستاینو له ډکو عبارتونو څرګندېږي چې دی په خپله هم د دې خوځښت غړی و؛ دی لیکي: «د ماسونرۍ په اعمالو کې هېڅ داسې څه نشته چې د ویاړ وړ نه وي او هېڅ داسې اصولو پکې نشته چې له شرافت څه خالي وي… تر ټولو شریف بنسټونه لري او موخې یې تر ټولو شریفې موخې دي.»[۵]
د «دائرة المعارف الماسونیة المصوّرة» لیکوال هم د هغه په اړه ویلي دي: «نوموړی په مصر کې د ماسونرۍ له مطرحو کسانو څخه و.»[۶]
په همدې ډول ګڼو نورو لیکوالو او څېړونکو هم فراماسونرۍ ته منسوب کړی دی او نوموړی یې د دې خوځښت له غړو څخه ګڼلی دی.[۷]
(۳) عوض الخوري (۱۹۲۹ز)
نوموړی یو لبنانی سیاسي لیکوال او ژباړن و چې د ماسونرۍ له غړو څخه شمېرل کېده او د دې خوځښت لوړو درجو ته رسېدلی و.[۸] الخوري وروسته له هغې چې د برازیل ولسمشر «بردونت دي مورایس» له لوري یې یو پټ تاریخي سند ته لاسرسی وموند، چې پکې ښودل کېدل د ماسونرۍ ریښه د لومړۍ زېږديزې پېړۍ یهودي «جمعیة القوّة الخفیة»[۹] ته رسېږي او دا خوځښت په (۱۷۱۷ز) کال کې د ماسونرۍ تر نوم لاندې بیا را ژوندی شوی دی، دغه سند یې له عبري او فرانسوي ژبو څخه عربي ته وژباړه او لومړی ځل یې په (۱۹۲۶ز) کال خپور کړ، وروسته یې په (۱۹۲۹ز) کال د تکميل کوونکو معلوماتو له زیاتولو سره بیا ځل چاپ کړ. نوموړي دا اثر د «لوئیس شیخو الیسوعي» پلار ته وړاندې کړ چې نوموړي ومانه او د «تبديد الظلام» یا «أصل الماسونیة» تر عنوان لاندې خپور شو.[۱۰]
دا اقدام د ماسونیانو د غوسې سبب شو او پر الخوري د «نفاق او دروغ جوړونې» تور ولګېده، حال دا چې د هغه لیکنه د ماسونرۍ له دننه د یوه شاهد ګواهي بلل کېږي.
د ده متن وروسته د ګڼو سیاسي او تاریخي شهادتونو له خوا تایید شو چې د هغوی له جملې د لاندې اثارو یادونه کېدای شي:
د ارثر شریب اسپریدویچ «د نړۍ پټ حکومت» اثر، د ویلیام ګای کار «احجار على رقعة الشطرنج» اثر او «الشيطان أمير العالم» چې په نړیوالو فتنو کې د یهودي ماسوني ځواک رول تشریح کوي.[۱۱]
(۴) حنا ابو راشد (۱۹۷۴ز)
نوموړی یو لبنانی ادیب او ژورنالېست و او د ماسونرۍ له ښکاره ملاتړو څخه شمېرل کېده. ابو راشد د دې ایین په خدمت کې «دائرة المعارف الماسونیة المصوّرة» تالیف کړ او ځان یې «عمید الماسونیة المثالیة العالمیة» وباله؛ همدارنګه یې څرګنده کړې وه چې د فرانسې د ستر ماسوني محفل له لوري د ماسوني محفلونو د تاسیس ماموریت ورسپارل شوی دی او دا د ماسونیانو تر منځ د هغه د لوړې مرتبې یو روښانه دلیل دی.[۱۲]
(۵) ډاکتر محمد علي الزعبي
لبنانی څېړونکی محمد علي الزعبي د خپل کتاب «الماسونیة في العراء» په سریزه کې په ښکاره ډول وایي چې له ماسونیانو سره یې ناسته ولاړه درلوده، هغوی یې له نږدې پېژندلي دي، د هغوی خبرې یې اورېدلي او ثبت کړې دي او دا اثر یې د تاریخونو او ماسونرۍ د ملاتړو او مخالفانو د نومونو په یادولو سره تنظیم کړی دی.[۱۳] ان تر دې چې داسې پایلو ته رسېدلی دی چې د دې خوځښت مثبتوالی او خیر ښیګڼه ثابتوي.[۱۴]
پورته ذکر شوي کسان د فراماسونرۍ له نامتو او مشهورو څېرو څخه دي چې د پټې او له رازه ډکې فراماسونرۍ په اړه یې لیکنې کړې دي؛ ستاینه یې کړې او د هغوی هڅې د دې لپاره وې چې یاد خوځښت سم او مثبت وښيي. دغو کسانو په خپلو لیکنو کې هڅه کړې چې فراماسونري یو خیر غوښتونکی حرکت، د بېوزلو او مسکینانو ملاتړی، پر الله تعالی ایمان لرونکی، د روښانه تاریخ لرونکی او منظم او منسجم نظام وښيي او پر وړاندې یې مطرح شوي شکونه او نيوکې ځواب کړي. له دې ډلې څخه يې ځینو په دې خوځښت کې ډېرې لويې دندې او مسوؤلیتونه هم درلودل، تر دې چې د مرکزي غونډو د مشرتابه او ریاست تر کچې پورې رسېدلي وو.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[۱]. الماسونیة بین أنصارها وخصومها، مخ: ۲۳۵.
[۲]. الآداب الماسونیة، سریزه.
[۳]. تاریخ الماسونیة العام، مخ: ۸.
[۴]. هماغه منبع.
[۵]. هماغه منبع، مخ: ۷.
[۶]. الماسونیة بین أنصارها وخصومها، مخ: ۲۳۷.
[۷]. شلش، ډاکتر علي، الیهود والماسون فی مصر، الزهراء للإعلام العربي، لومړی چاپ، ۱۴۰۷هـ.ق، بېځایه.
[۸]. الخوري، عوض، تبدید الظلام أو أصل الماسونیة، مخ: ۲۱، بېنېټې، بېځایه.
[۹]. دا جمعیت یوه یهودي ډله ده چې د یهودانو والي د فلسطین په هیردوس اکریبا کې په (۴۳ز) کال کې تأسیس کړه. د دې ډلې موخه هغه وخت د مسیحیت له منځه وړل او په اوسني وخت کې اسلام ته ضربه رسول دي. دا خوځښت ډېر پټ او له رازه ډک و، تر دې چې ډېری یهودیان هم ترې خبر نه وو، خو ډېر ژر له اختلاف سره مخ شو او ړنګ شو؛ تر دې چې په وروسته پېړیو کې د فراماسونرۍ په چوکاټ کې بیا تأسیس او را ژوندی شو.
[۱۰]. تبدید الظلام أو أصل الماسونیة، مخ: ۲۲.
[۱۱]. الماسونیة بین أنصارها وخصومها، مخ: ۲۳۹.
[۱۲]. هماغه منبع، مخ: ۲۴۰.
[۱۳]. الماسونیة فی العراء، مخ: ۱۴.
[۱۴]. هماغه منبع.


