لیکوال: ابو عائشه
له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۵)
معاد د قران کریم له نظره (دوام)
الله تعالی د مړې (وچې) ځمکې را ژوندۍ کولو په اړه فرمایي: «وَاللهُ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَسُقْنَاهُ إِلَىٰ بَلَدٍ مَّيِّتٍ فَأَحْيَيْنَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا كَذَٰلِكَ النُّشُورُ.»[۱] ژباړه: «او الله هغه ذات دى چې بادونه رالېږي، هغه (بادونه) ورېځې راپورته كوي بيا يې موږ يوې مړې (وچې) ځمكې ته بيايوو چې په دې سره هغه ځمكه له مرګ څخه وروسته بېرته را ژوندۍ كوو، په همدې ډول به بيا را ژوندي كېدل وي.»
الله تعالی فرمایي: «كَمَا بَدَأَكُمْ تَعُودُونَ.»[۲] ژباړه: «څنګه چې يې لومړی ځل پيدا كړئ، هماغه شان به بيا پيدا كېږئ.»
الله جل جلاله فرمایي: «قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِلِقَاءِ اللهِ وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ.»[۳] ژباړه: «په حقيقت كې هغه خلک (ډېر) زيانمن شول چې الله سره ملاقات يې دروغ ګاڼه او په نېغه لار سم نه و.»
د مرګ او ژوند څښتن فرمایي: «كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ثُمَّ إِلَيْنَا تُرْجَعُونَ.»[۴] ژباړه: «هر ساه كښ د مرګ څكونكى دى، بيا به (ټول) زموږ خواته را ګرځول كېږئ.»
په قران کریم کې راغلي دي: «إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ.»[۵] ژباړه: «بېشکه موږ (مملوک) د الله یو او بېشکه موږ هم ده (الله ته) بیا ورتلونکي یو (په اخرت کې).»
د الله تعالی لور ته بېرته ورتګ دی، الله تعالی فرمایي: «إِلَى اللهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا وَعْدَ اللهِ حَقًّا.»[۶] ژباړه: «د هماغه لوري ته ستاسو ټولو ورستنېدل دي، د الله وعده رښتينې ده.»
څوک د ځمکې بدلوونکی دی؟ الله تعالی فرمایي: «يَوْمَ تُبَدَّلُ الْأَرْضُ غَيْرَ الْأَرْضِ وَالسَّمَاوَاتُ وَبَرَزُوا لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ.»[۷] ژباړه: «هغه ورځ چې ځمكه او اسمانونه به بدل كړاى شي او ټول خلک به يو غالب الله ته ورڅرګند حاضر شي.»
الله تعالی فرمایي: «يَوْمَ يَسْمَعُونَ الصَّيْحَةَ بِالْحَقِّ ذَٰلِكَ يَوْمُ الْخُرُوجِ.»[۸] ژباړه: «كومه ورځ چې هغوى په رښتيا سره هغه چيغه واوري، همغه د وتلو ورځ ده.»
د جهانونو پروردگار فرمایي: «يَسْأَلُهُ أَيَّانَ يَوْمُ الْقِيَامَةِ فَإِذَا بَرِقَ الْبَصَرُ.»[۹] ژباړه: «پوښتنه كوي چې د قيامت ورځ به كله وي؟ نو كله چې سترګې خړې شي.»
خدای تعالی د انسانانو له اعمالو څخه خبر دی، رب العالمین فرمایي: «وَقُلِ اعْمَلُوا فَسَيَرَى اللَّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُ وَالْمُؤْمِنُونَ وَسَتُرَدُّونَ إِلَىٰ عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ.»[۱۰] ژباړه: «او ووايه: تاسو (چې څه غواړئ) كوئ، ژر به الله د هغه رسول او مومنان ستاسو كړه وړه وګوري او بيا به د پټو او ښكاروو پوهېدونكي (الله) ته ور وګرځول شئ، نو په هغه څه به مو خبر كړي چې تاسو به كول.»
پورته ذکر شوي ټول ایتونه د قیامت ورځې د اهمیت او انسانانو د بیا را ژوندی کېدو څرګند ثبوتونه دي. معاد له مړینې وروسته د انسان د ژوندي کېدو او خپلو اعمالو د ځوابولو ټولې مرحلې په ځان کې رانغاړي چې روښانه نښې لري او په اړه یې هېڅ شک یا شبهه نشته. په معاد ایمان د اهل سنت او جماعت د عقیدې له مهمو مسایلو څخه دي.
د اخرت پر ورځ او له مړینې وروسته پر ژوند ایمان، د ایمان له اصولو څخه دي او هغه څوک چې د بیا را ژوندي کېدو او بعث څخه انکار وکړي، نو په حقیقت کې یې له الله تعالی او قران کریم څخه انکار کړی دی.
الله جل جلاله په یوه قدسي حدیث کې فرمایي: د ادم اولاد زه تکذیب کړم او دا مناسب کار نه و. د ادم اولاد زما سپکاوی وکړ، حال دا چې دا کار مناسب نه و. د ادم اولاد وایي چې زه یې بیا نه شم را ژوندی کولای، په داسې حال کې چې د هغه لومړنی پیدایښت له بیا را ژوندي کولو څخه اسانه نه دی [یعنې کله چې الله جل جلاله د لومړي ځل لپاره هغه بې پلانه او پرته له ستونزې پیدا کړ، نو ایا له مرګ وروسته یې بیا نشي را ژوندی کولای او برخې یې نشي راګرځولای؟] او سپکاوی یې داسې دی چې وايي: «الله تعالی زوی ټاکلی دی» حال دا چې زه بې نیازه یم، نه مې څوک زېږولي دي او نه له چا زېږېدلی یم او زما شریک نشته.»[۱۱]
د بعث په اړه ایمان دا معنا لري چې الله تعالی له مرګ وروسته انسانان بېرته را ژوندي کوي او په دې کې پر حساب، جزا، جنت او دوزخ ایمان هم شامل دی. الله جل جلاله د شپلۍ له غږولو او د مړو له را ژوندي کولو وروسته د ځمکې ټولو برخو ته امر کوي چې په یوه ځای کې راټول شي.
د عقلي او نقلي دلایلو پراخه لړۍ له مرګ وروسته د ژوند ثبوت ورکوي چې په راتلونکو برخو کې به یې (ان شاءالله) په اړه نور وضاحت هم ورکړو، نو له دې امله د هغو کسانو لپاره چې له مرګ وروسته له ژوند او معاد څخه انکار کوي، دلیلونه نه دي بشپړ شوي.[۱۲]
ادامه لري…
مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱]. د فاطر سورت، ۹ آیت.
[۲]. د اعراف سورت، ۲۹ آیت.
[۳]. د یونس سورت، ۴۵ آیت.
[۴]. د عنکبوت سورت، ۵۷ آیت.
[۵]. د بقره سورت، ۱۵۶ آیت.
[۶]. د یونس سورت، ۴ آیت.
[۷]. د ابراهیم سورت، ۴۸ آیت.
[۸]. د ق سورت، ۴۲ آیت.
[۹] سورۀ قیامت، آیتونه: ۶-۷
[۱۰] سورۀ توبه، آیت: ۱۰۵
[۱۱]. بخاري، محمد بن اسماعیل، صحیح بخاري، تحقیق: محمد زهیر بن ناصر، باب قوله: «وأمراته حمالة الحطب»، جلد ۶، ص ۱۸۰، ۱۴۲۲ هـ ق.
[۱۲]. العریفي، ډاکټر محمد، جهان آخرت، ژباړن: حسین زائی محمد حنیف، ۱۳۹۴ ش، ۱۴۳۷ هـق، ص: ۱۳۷-۱۳۸.


