Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي تمدن»د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۲)
اسلامي تمدن دوشنبه _12 _جنوري _2026AH 12-1-2026AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۲)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو رائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۲)
د علومو په برخه کې د نظر د خاوندانو شاهدي
په تېره برخه کې څرګنده شوه چې د اسلامي تمدن د لوړوالي او غوړېدا له تر ټولو مهمو شواهدو څخه یو دا دی چې ګڼو لوېدیځو پوهانو او څېړونکو د دې بډایه تمدن په اړه بې پرې شاهدي ورکړې ده. دا شاهدي د اسلامي تمدن په بېلابېلو ډګرونو او برخو کې ورکړل شوې ده، چې په دې برخه کې د علومو ډګر ته ځانګړې پاملرنه کوو.
د علومو برخه له هغو ډګرونو څخه ده چې لوېدیځو منصفانو په کې تر نورو ټولو برخو ډېرې څرګندونې کړې دي او نظرونه یې ورکړې دي، چې دا موضوع په اصل کې د  دې لاندې دوو مهمو علتونو پر اساس ده:
لومړی دا چې په دې ډګر کې د مسلمانانو او اسلامي تمدن رول ډېر د پام وړ و.
دويم دا چې هغو تعصب کوونکو او تنګ نظره خلکو ته ځواب ورکړل شي چې د مسلمانانو د عقل له هر ډول نوښت، ابتکار او تخلیق څخه انکار کوي. دا حقیقت په ځانګړي ډول په تجربوي علومو، لکه میخانیک، انجینري (مهندسي)، نجوم او ورته نورو برخو کې په روښانه ډول څرګند شوی دی.
په دې اړه د لوېدیځو بې طرفه پوهانو شاهدي او نظريات په لاند ډول را اخلو:
امریکايی مورخ «بریفولت» وایي: «د اروپايي تمدن هېڅ داسې برخه نشته چې په قاطع او څرګند ډول د مسلمانانو رول پکې نه وي.»[۱]
«زیګرید هونکه» چې له اسلامي تمدن څخه په ژوره توګه اغېزمنه شوې ده، وایي: «عرب(مسلمانانو) د خپلو عملي تجربو او څېړنو له لارې هغه څه چې له یونانیانو څخه د خامو موادو په بڼه اخیستي وو، وروزل او نوې بڼه یې ورکړه. په حقیقت کې همدا عربان وو چې د تجربې پر بنسټ یې د علمي څېړنې رښتینې لارې چارې رامنځته کړې. عرب (مسلمانانو) نه یوازې دا چې یوناني تمدن يې له نابودۍ څخه وژغوره، بلکې منظم یې کړ او وروسته یې لوېدیځ ته ډالۍ کړ؛ سربېره پر دې دوی په کیمیا، فزیک، حساب، الجبر، ځمکپوهنه، مثلثات او ټولنپوهنه کې د تجربوي مېتودونو بنسټ‌ ايښودونکي هم دي. له دې پرته مسلمانانو د علومو په بېلابېلو څانګو کې ګڼ شمېر فردي کشفیات او اختراعات هم ترسره کړل (چې ډېری یې وروسته د نورو کسانو په نوم ثبت شول) او له دې ټولو سره سره یې تر ټولو ارزښتناکه ډالۍ وړاندې کړه، هغه دا چې د طبیعت د رازونو د پېژندلو په برخه کې یې د علمي څېړنې سمه طریقه رامنځته کړه، چې د لوېدیځ د ننني تسلط لپاره یې لار هواره کړه.»[۲]
هونکه زیاتوي: «په حقیقت کې نه راجر بیکن، یا باکون فون فارولام او نه هم لئوناردو داوینچي او ګالیله د علمي څېړنو بنسټ‌ ايښودونکي وو، بلکې د دې لارې مخکښان له عربو څخه را پاڅېدل. هغه څه چې ابن‌ الهیثم ترسره کړل، چې اروپایان یې الخازن بولي، له نوي فزیک پرته بل څه نه و، داسې فزیک چې پر نظري تفکر او دقیقې تجربې ولاړ و.»[۳] همدارنګه نوموړې زياتوي: «حسن بن‌ الهیثم د لوېدیځو سیمو لپاره د عربو له تر ټولو اغېزناکو ښوونکو څخه و. پر لوېدیځې نړۍ د دې عربي نابغه اغېز خورا زیات او ژور و، تر دې چې د فزیک او اپتیک په برخه کې یې نظریات تر نن ورځې پورې پر اروپايي علومو واکمن دي. د ابن‌ الهیثم د المناظر کتاب پر بنسټ په لوېدیځ کې د رڼا پوهنې (اپتیک) ټول علم رامنځته شول، له انګلیسي (راجر بیکن) څخه نیولې تر الماني (فېتلو) پورې.
ایټالوی لئوناردو داوینچي چې د ثقب‌ دارې کمرې (تیاره جعبه/کمره اوبسکورا)، پمپ، تراش‌ شيان او ان د لومړنۍ الوتکې د طرحې اختراع کوونکی ګڼل کېږي، په مستقیم ډول د عربو (مسلمانانو) له اثارو څخه اغېزمن شوی و او د ابن‌الهیثم لیکنې د هغه لپاره د ګڼو افکارو د الهام سرچینې وې.»
کله چې «کېپلر» په شپاړسمه پېړۍ کې په المان کې هغه نجومي قوانین وڅېړل چې «ګالیله» یې په مرسته د تلسکوپ په وسیله نا اشنا ستوري ویني، د ابن ‌الهیثم لوی سیوری یې تر شا ولاړ و. تر نن ورځې پورې هم هغه سخته فزیکي ـ ریاضيکي مسأله چې ابن ‌الهیثم د څلورمې درجې په معادله حل کړې وه (او په الجبر کې د هغه د بې ‌ساري مهارت څرګندونه کوي)، د المسألة الهیثمیة (هیثمي مسأله) په نوم پېژندل کېږي، یعنې په خپله د ابن ‌الهیثم په نوم مشهوره ده.»[۴]
«فلورین کاجوري» په خپل کتاب «د فزیک تاریخ» کې وایي: «عربي او مسلمانو عالمانو تر ټولو وړاندې پر تجربوي مېتود پیل وکړ او دفاع یې ترې وکړه. دا مېتود د هغوی له ویاړونو څخه دی؛ ځکه همدوی لومړني کسان وو چې د طبیعي علومو په برخه کې یې د دې طریقې ګټه او اهمیت درک کړ، چې په سر کې یې ابن ‌الهیثم دی.»[۵]
«ماکس فانتیګو» وایي: «ټولې نښې ښيي چې لوېدیځ علم د عربي ـ اسلامي تمدن پوروړی دی او هغه نوی علمي مېتود چې د څېړنې، مشاهدې او تجربې پر بنسټ ولاړ دی او اروپايي عالمانو ګټه ترې اخیستې، له اسلامي نړۍ سره د هغوی د اړیکو پایله وه، هغه اړیکې چې د اندلس د مسلمانانو د دولت له لارې رامنځته شوې وې.»[۶]
«ډانیل بریفولت» وایي: «له (۷۰۰ ز) کال راهیسې د عربي ـ اسلامي تمدن رڼا په ختیځ کې له ختیځې مدیترانې نیولې تر ایران پورې او په لوېدیځ کې تر هسپانیې پورې خپره شوه، چې په پایله کې یې د پخوانیو علومو ستره برخه بیا راژوندۍ شوه او په ریاضیاتو، کیمیا، فزیک او نورو علومو کې نوې موندنې ثبت شوې. د نورو برخو په څېر په دې ډګر کې هم عرب د اروپا ښوونکي وو او د دې وچې د علومو په غوړېدا کې یې بنسټیزه ونډه درلوده.»[۷]
دوام لري…

مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱]. ماذا قدم المسلمون للعالم؟، ص: ۷۲۵، د «بناء الإنسانیة» له کتاب څخه د رولت بریفولت په نقل.

[۲]. شمس العرب تسطع علی الغرب، ص: ۴۰۱–۴۰۲.

[۳]. هماغه سرچینه، ص: ۱۴۹–۱۵۰.

[۴]. شمس العرب تسطع علی الغرب، ص: ۱۵۰.

[۵]. ماذا قدم المسلمون للعالم؟، ص: ۷۲۶، د «العلوم البحتة فی الحضارة العربیة الإسلامیة» له کتاب څخه، علي عبدالله الدفاع، ص: ۳۰۳.

[۶]. ابو خلیل، شوقي؛ المبارک، هاني، دور الحضارة العربیة الإسلامیة فی النهضة الأوروبیة، ص: ۱۲۵، دارالفکر، دمشق، سوریه.

[۷]. ماذا قدم المسلمون للعالم؟، ص: ۷۲۷، د «نشأة الإنسانیة» له کتاب څخه د ډانیل بریفولت، ص: ۸۴.

اسلامي تمدن د علومو په برخه کې د نظر د خاوندانو شاهدي د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول
Previous Articleله مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۴)
Next Article نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۲)

اړوند منځپانګې

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)

چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې مسلمانانو رول (برخه: ۸۳)

سه شنبه _13 _جنوري _2026AH 13-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۵)

سه شنبه _13 _جنوري _2026AH 13-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD8 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶) سریزه د قران…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD7 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲) د مغز په ژور ځای…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۵)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD7 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۵) د فراماسونرۍ مشهور لیکوالان او د هغوی ملاتړي په…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)

چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD18 Views

لیکوال: ابو‌ رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.