لیکوال: خالد یاغي زهي
د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۱۱)
د یلدا جشن د حرموالي دلیل
د یلدا جشن د حراموالي درېیم اساسي دلیل او علت د لاندې حرامو کړنو او لویو ګناهونو شتون دی:
(۱) د نامحرمو ښځو او سړيوو ترمنځ اختلاط
د یلدا جشن د څرګندو محرماتو او لویو ګناهونو له جملې څخه د یلدا په شپه د خپلوانو په کور کې د نامحرمو ښځو او سړيو ترمنځ يوځای راټولېدل دي، چې دا کار دیاثت بلل کېږي. امام ماوردي رحمهالله وايي:«دیوث هغه څوک دی چې نامحرمو ښځو او سړيو ته اجازه ورکړي چې سره یو ځای شي.»[۱]
الله تعالی په قران کریم کې د محرم او نامحرم حدود داسې بیانوي: ﴿حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ أُمَّهَاتُكُمْ وَبَنَاتُكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ وَعَمَّاتُكُمْ وَخَالَاتُكُمْ وَبَنَاتُ الْأَخِ وَبَنَاتُ الْأُخْتِ وَأُمَّهَاتُكُمُ اللَّاتِي أَرْضَعْنَكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ مِنَ الرَّضَاعَةِ وَأُمَّهَاتُ نِسَائِكُمْ وَرَبَائِبُكُمُ اللَّاتِي فِي حُجُورِكُمْ مِنْ نِسَائِكُمُ اللَّاتِي دَخَلْتُمْ بِهِنَّ فَإِنْ لَمْ تَكُونُوا دَخَلْتُمْ بِهِنَّ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ وَحَلَائِلُ أَبْنَائِكُمُ الَّذِينَ مِنْ أَصْلَابِكُمْ وَأَنْ تَجْمَعُوا بَيْنَ الْأُخْتَيْنِ إِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَحِيمًا.﴾ ژباړه: «حرامې شوې دي پر تاسو مېندې مو، لوڼې مو، خويندې مو، عمه ګانې مو، خاله ګانې مو، ورېرې مو، خورزې مو، هغه ميندې مو چې تى يې دركړى، رضاعي خويندې مو، خواښې ګانې مو او په خپل كور كې ستاسو د هغو مېرمنو پركټۍ چې ورسره نږدې شوي ياست، خو كه ورنږدې شوي نه ياست، نو بيا څه ګناه درباندې نشته او د خپلو اصلي زامنو مېرمنې مو او دا چې دوه خويندې يو ځاى سره په نكاح كړئ، مګر څه چې مخكې تېر شوي، بېشكه الله مهربان بخښونكى دى.»[۲]
همدارنګه بيا فرمایي: ﴿قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ * وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُولِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاءِ وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِنْ زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ﴾ ژباړه: «نارينه مومنانو ته ووايه چې خپل خپل نظرونه ښكته وساتي او د خپلو عورتونو ساتنه دې كوي. دا كار د هغوى لپاره ډېر پاک دى، په رښتيا الله ښه خبر دى په هغو كارو چې هغوى يې كوي او مومنو ښځو ته هم ووايه چې خپل نظرونه ښكته ساتي، د خپلو عورتونو ساتنه دې كوي او د ښکلا ځایونه دې نه ښكاره کوي، پرته له هغه چې په ښکاره وي او پر خپلو سينو دې خپل پړوني واچوي او خپل سينګار دې نه ښكاره كوي، مګر خپلو مېړونو ته، پلرونو ته، د مېړونو پلرونو ته، زامنو ته، د مېړونو زامنو ته، ورونو ته، د ورونو زامنو ته، د خويندو زامنو ته، خپلو (مؤمنو) ښځو ته، خپلو مريانو ته، خپلو هغو لاس لاندې نارينه وو ته چې شهوت والا نه وي او يا هغو ماشومانو ته چې لا د ښځو پر پټو خبرو نه وي خبر شوي او خپلې پښې دې دومره په زوره نه وهي چې د هغوى پټ كړى سينګار څرګند كړاى شي او ای مؤمنانو تاسو ټول الله ته توبه وباسئ، د دې لپاره چې برى در په برخه شي.»[۳]
اوس وګورئ چې په دغو مېلمستیاوو کې د جشن او اختر په پلمه څومره نامحرمو ته کتل کېږي! په دا ډول میلمستیاوو کې نامحرمو ته کتل حتمي چاره ده؛ ځکه چې د نامحرمو ښځو او نامحرمو سړيو ترمنځ اختلاط په یقیني ډول او له شک پرته، نامحرمو ته کتل هم لازم ګرځوي. حال دا چې رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «كُتِبَ على ابنِ آدمَ نصيبُهُ منَ الزِّنا، مُدركٌ ذلك لا محالة، فالعينانِ زِناهُما النظر، والأذُنانِ زِناهُما الاستماع، واللسانُ زِناهُ الكلام، … والقلبُ يهوى ويتمنّى، ويُصدِّقُ ذلك الفرجُ أو يُكذِّبُه» ژباړه: «د ادم اولادې لپاره د زنا یوه برخه ټاکل شوې ده، چې خامخا به یې تر سره کوي. د سترګو زنا (نامحرمو ته) کتل دي، د غوږونو زنا (حرامو ته) غوږ نیول دي، د ژبې زنا (ناروا خبرې کول) دي، د لاس زنا (د حرام مال اخیستل دي…) او زړه هوس کوي او هیلې پالې، بیا یې شرمګاه تصدیق کوي (یعنې عملي کېږي) او یا یې ردوي (نه عملي کېږي).» [۴]
سبحانالله! په دغو مراسمو کې څومره لاسونه، غوږونه، سترګې او زړونه د زنا او حرامو ښکار ګرځي، خو بیا هم یو شمېر کسان وايي: دا ډول مراسم ښه او د منلو وړ دي!
لویه فاجعه دا ده چې ښځې د دې لپاره چې دا ورځې د جشن او اختر ورځې دي، په مېلمستیاوو کې د ګډون لپاره عطر لګوي، سینګار کوي، نامحرمو نارينوو ته خپل ښايست ښکاره کوي او دې حرام اختلاط ته له خوشبویۍ سره ورځي، حال دا چې رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «كُلُّ عينٍ زانية، والمرأةُ إذا استعطرت فمرّت بالمجلس فهي كذا وكذا، يعني زانية» ژباړه: «هره سترګه زنا کوي او هغه ښځه چې ځان خوشبویه کړي او د خلکو له یوې ډلې (لکه بازار، جشن او د نامحرمو د اختلاط او دېته له ورته ځایونو) څخه تېرېږي، نو هغه هم همداسې (زناکاره) ده.»[۵]
اوس دې هغه کسان چې په دغو مجلسونو کې ګډون کوي، خپل حال ته ځیر شي، له ځان سره دې حساب وکړي او دې پوښتنې ته دې ځواب ووایي: ایا پروردگار په دې کړنو راضي دی؟
ایا دا ډول جشنونه د الله تعالی د رضا سبب کېدای شي او ما هغه ته نږدې کولی شي؟
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱]. ماوردي، علي بن محمد حبیب، أدب الدنيا والدين، ج۱، ص۳۳۱، دار ومکتبة الهلال – ریاض.
[۲]. د نساء سورت، آیت: ۲۳.
[۳]. د نور سورت، آیتونه: ۳۰–۳۱.
[۴]. مسلم بن الحجاج النیشابوري، صحیح مسلم، ج۴، ص۲۰۴۶، کتاب القدر، باب قدر على ابن آدم حظه من الزنى وغيره، حدیث ۲۶۵۷، دار إحیاء التراث العربي – بیروت.
[۵]. ترمذي، محمد بن عیسی، سنن الترمذي، ج۵، ص۱۰۶، کتاب الأدب، باب ما جاء في كراهية خروج المرأة متعطرة، حدیث ۲۷۸۶، دار إحیاء التراث العربي – بیروت.


