لیکوال: ابو رائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۷۷)
صلیبي جګړې
بل مهم عامل چې اروپایي هېوادونو ته د اسلامي تمدن او فرهنګ د لېږد لامل شو، د صلیبي جګړو لړۍ وه. دا جګړې که څه هم د اسلامي هېوادونو د یرغل او تاړاک په نیت پیل شوې وې، خو د مسلمانانو د تمدن او فرهنګ لوړ مقام داسې اغېز پرې وکړ چې همدغه یرغلګر د اسلامي تمدن تر اغېز لاندې راغلل او د څېړلو او پوهېدلو لپاره یې هڅې پیل کړې.
صلیبي جګړو نږدې دوه پېړۍ دوام وکړ. یادې جګړې د پنځمې هجري/یوولسمې میلادي پېړۍ په پای (۴۹۰هـ ق / ۱۰۹۷م) کال کې پیل شوې، د صلیبیانو د وروستي مرکز له سقوط سره سم د ممالیکو په لاس، په (۶۹۰هـ ق/ ۱۲۹۱م) کال پای ته ورسېدې. دا پړاو د تماس، تاثر، انتقال او اقتباس له خورا مهمو مرحلو څخه شمېرل کېږي؛ ځکه سره له دې چې صلیبیان د علم د زدهکړې لپاره نه، بلکې د جګړو لپاره اسلامي ختیځ ته راغلي و، خو بیا هم د مسلمانانو له تمدن څخه اغېزمن شول او تر خپل وس یې د هغوی لاسته راوړنې اروپا ته وېوړې. هغه مهال اروپا د شاتګ او زوال په گرداب کې ډوبه وه.[۱]
«ګوستاو لیبون» وايي: «د لوېدیځ او ختیځ دوه سوه کلن تماس د اروپا د تمدن د ودې تر ټولو پیاوړی سبب و او که څوک وغواړي چې پر لوېدیځ د ختیځ اغېز تصور کړي، نو باید د هغو دوو ملتونو د تمدن حالت په پام کې ونیسي چې یو بل ته مخامخ ولاړ و؛ ځکه ختیځ د خپلې غوړېدا په لوړو څوکو ولاړ و او لوېدیځ د وحشت او بربریت په ژورو کې ډوب و.»[۲]
«المقریزي» په دې تړاو لیکي: کله چې امپراتور «فریدریک الثاني» په (۶۲۶هـ ق / ۱۲۲۸م) کال کې له «بیتالمقدس» څخه «عکا» ته روان و، چې خپل هېواد ته ستون شي، هغه پوښتنې چې د هندسې او ریاضیاتو په برخه کې ورته پیدا شوې وې، «الکامل الايوبي» ته ولېږلې. «الکامل» چې د علم مینهوال و، عالمان به یې له ځان سره ساتل، ازمویل به یې او انعامونه به یې ورکول، دغه پوښتنې یې د خپل دولت نامتو عالم «شيخ علمالدین قیصر» ته چې ریاضي پوه او انجنیر و، وړاندې کړې او بیا یې د هغه ځواب فریدریک ته ور ولېږه. د امپراتور دوه پوښتنې په لاندې ډول وې:
(۱) نېزې ولې هغه مهال چې یوه برخه یې په اوبو کې وي، کږې او بې ثباته ښکاري؟
(۲) ولې کم لید لرونکي کسان هغه تارونه لیدلی شي چې د مچ یا ماشي په څېر د سترګو مخې ته را څرګندېږي؟[۳]
هغه اروپایان چې ډلې ډلې به اسلامي خاورې ته راتلل له هر ډول شفقت او ترحم پرته په وینو کې ډوب شول او د بېګناه خلکو وینې یې توی کړې، خو کله چې د مسلمانانو له لښکرو سره مخ شول، داسې تورې یې ولیدلې چې د حق په لاره کې پخې شوې وې. داسې زړونه یې ولیدل چې روزل شوي و او داسې نفسونه یې ولیدل چې له رحم څخه ډک و، د هغوی رسالت نه بندګي وه او نه ظلم.
کله چې صلیبیانو د مسلمانانو په ټولنه کې برابري، عدالت او ورورګلوي ولیده، نو په خپله فيوډالي ټولنه کې یې د انسان د سپکاوي، د کلیسا پر مطلق واک او زور او هغه لوټ چې شاهي شهزادهګان او د دربار منځګړي پرې واکمن وو، اعتراض او بغاوت پیل کړ. د مسلمانانو د علم، هنر او تمدن پر عظمت یې اعتراف وکړ او ګڼې صنایع، بوټي، درمل، رنګونه، د معمارۍ او انجینرۍ هنر، د کورونو د جوړولو تخنیکونه او همدارنګه د جامو، خوراک او کورني ژوند ګڼ اسلامي رواجونه اروپا ته ولېږدول شول. صلیبیان بېرته خپلې خاورې ته ستانه شول، په داسې حال کې چې د تندر په شان یې د خپل ضعف، فکري جهالت او د خپلې ټولنې بدبختۍ درک کړې وې، د علم او معرفت په لټه کې شول او د ټولنیزې اصلاح او فکري، صنعتي او اخلاقي پرمختګ لپاره یې هڅې پیل کړې.[۴]
«ګوستاو لیبون» وايي: «د صلیبي جګړو له لارې د تمدن په جوړولو کې په لوېدیځ د ختیځ اغېز خورا زیات و او دا اغېز د علومو او ادب په پرتله د هنرونو، صنايعو او سوداګرۍ په برخه لا زیات را څرګند شو. کله چې د ختیځ او لوېدیځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د هنرونو او صنايعو ودې ته وګورو چې د صلیبیانو او ختیځوالو د ګډ ژوند له امله رامنځته شوې وه، نو پوهېږو چې همدا ختیځوال وو چې لوېدیځ یې له وحشت څخه را وویست او د دوی زړونه یې د پرمختګ لپاره چمتو کړل او دا ټول د هغو عربي علومو او ادابو له برکته و چې اروپايي پوهنتونونو پرې تکيه وکړه او له برکته یې په اروپا کې د «رنسانس» دورې سر را پورته کړ.»[۵]
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ مخ: 702.
[۲] حضارة العرب، مخ: 334.
[۳] الرُبیعي، عبدالله بن عبدالرحمن، اثر الشرق الإسلامی فی الفکر الأوربی خلال الحروب الصلیبیة، مخ: 98–99، الریاض، سعودي عربستان.
[۴] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ مخ: 703.
[۵] حضارة العرب، مخ: 339.


