Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»دینونه»شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)
دینونه شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابوعائشه
شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)
سریزه
لکه څنګه مو چې په تېرو برخو کې یادونه وکړه، شېن ‌تو دین له ګڼو پړاوونو څخه را تېر شوی دی، چې ځينې پړاوونه يې تر ميلاد د مخه دورې او ځينې پړاونه يې تر ميلاد را وروسته دورو پورې اړه لري. تر ميلاد د مخه پړاوونه د شېن تو دين د پيل او بېلا بېلو مراسمو پړاوونه دي او تر ميلاد را وروسته دور يې د نظم او رسمي بڼې پړاو دی. شینتو دین په را وروسته وختونو کې په خپلې اصلي بڼې نه دی پاتې‌ شوی، د وخت په تېرېدو سره یې پیروان کم او ورو ورو پر یوې فرقې بدل شو.
په تېره برخه کې مو د «بوشیدو» په نوم د هغه مشهورو مراسمو په اړه خبرې وکړې چې شېن‌ تو دین کې ډېر شهرت لري او همدارنګه مو هغو کتابونو ته اشاره وکړه چې د دې دین د بدلونونو، لوړو ژورو او د دې هېواد د امپراتورانو د ژوند کیسې پکې راغلې دي. په دې برخه کې غواړو د شېن تو دین بېلا بېل پړاوونه وڅېړو.
(الف) بدلونونه څه ډول او له کوم وخت څخه را پیل شوي دي؟
شېن تو دین د تاریخ په اوږدو کې ګڼ پړاوونه وهلي دي. یو مهال له نورو دینونو، لکه بودیزم، کنفوسیوس ‌پالنې، داویزم او مسیحیت سره ګډ و، خو دا یوځایوالی له (۱۳مې) میلادي پېړۍ وروسته ورو ورو کمزوری شو او د (۱۸مې) میلادي پېړۍ په پای کې له نورو دینونو جلا او خپلواک شو.[۱]
د دې لپاره چې پوه شو د شېن تو دین له پیل څخه تر نن ورځې پورې په څو پېړیو کې له کومو حالاتو څخه تېر شوی دی، په لنډ ډول يې د (جان ناس) له مشهور کتاب«تاریخ جامع ادیان» څخه راخلو. دا کتاب د نړۍ له خورا معتبرو او پېژندل شوو اثارو څخه دی، چې د شېن تو دین په اړه ډېری لیکوالان د لیکلو پر مهال ترې ګټه اخلي.
(ب) په اوولسمه پېړۍ کې د شېن‌ تو دین نوی ژوند
سره له دې چې له بودایي دین سره د شېن‌ تو دين له یوځای کېدو او د وخت په تېرېدو د کشیشانو ځینې طبقې راپیدا شوې وې چې ټولو یې هڅه کوله چې شېن‌ تو بېرته خپلې اصلي، پاکې او لومړنۍ بڼې ته ور وګرځوي؛ د دوی په باور د جاپانیانو په عقیده کې د «کامي Kami» عبادت یو باطني او ذاتی باور دی، خو د بودایي خدایانو عبادت یوازې ظاهري او صوري دی، په همدې اساس یې د «اصلي نژاد» په توګه امپراتور اساس وګرځاوه او امپراتور یې د لمر د الاهې «اماتراسو» اولاد وګاڼه. په همدې موده کې په جاپان کې ځینې مهمې سیاسي پېښې هم رامنځته شوې. د بېلګې په توګه، کله چې قدیس «فرانسس زاویه St. Francis Xavier» په (۱۵۴۹م) کال کې جاپان ته سفر وکړ، د جاپاني مسیحیانو شمېر په دوامداره توګه ډېر شو او تر اوولسمې پېړۍ پورې د هغوی شمېر نږدې (۳۰۰) زرو کسانو ته ورسېده، خو هغوی له سختو فشارونو، ځورونو او خونړیو ځپنو سره مخ شول؛ ځکه چې زورورو «شاوګون» سردارانو د امپراتورۍ واک ترې واخیست او په خپله یې واکمنۍ ته دوام ورکړ. د دوی په حکم د دوو پېړیو په اوږدو کې د جاپان دروازې د بهرنیو کيښتيو پرمخ وتړل شوې.
سربېره په دې د شېن ‌تو په معبدونو کې ځیني داسې عالمان راڅرګند شول چې د وطن ‌پرستۍ تر اغېز لاندې یې هڅه کوله چې د شېن ‌تو دین برتري ثابته کړي او بېرته يې خپلو لرغونو اصولو ته ور وګرځوي، دوی خپلو کړنو ته د «حق پخوانۍ لار» نوم ورکړ. د یادو عالمانو له ډلې یو یې «موتوري Motoori» و چې د جاپاني ملت له لویو پوهانو څخه شمېرل کېږي. د دین او تاریخ په برخه کې د ده لیکنې او اثار تر ننه ډېر معتبر ګڼل کېږي.
موتوري په شدت سره د جاپان د لرغونو عقایدو ملاتړ کاوه او ویل یې هېڅ ملت د جاپانیانو په څېر ارزښت نه شي خپلولای. د ده په باور د جاپان امپراتور د نړۍ یوازینی پاچا دی چې د خدایانو له مستقیم نسل څخه زېږېدلی دی، نو له جاپان پرته بل هېڅ ملت د برابرۍ حق نه لري، بلکې د ټولو ملتونو مقام تر جاپان ټیټ دی. له همدې امله یې د بودا او کنفوسیوس ټولې ښوونې رد کړې؛ ځکه چې له پردیو او غیر بومي سرچینو څخه یې ګڼلې. ده به ویل: جاپان د هغه الهي نژاد له برکته، پرته له دې چې له نورو ملتونو څخه تقلید وکړي، د دې وړتیا لري چې په خپله د لوړو اخلاقو او انساني فضیلتونو اصول رامنځته کړي، نور ټول باید د شېن‌ تو ساده او اجدادي لار تعقیب کړي. د ده په خبره چې همدا د حق دین لار ده.[۲]
(ج) د نولسمې پېړۍ بحران (۱۸۶۸م)
سره له دې چې په جاپان کې ګڼ سیاسي بدلونونه او فلسفي ـ کلامي بحثونه رامنځته شوي و، خو خلکو په اسانۍ سره خپلې دودیزې لارې او عادتونه نه پرېښودل. تر هغه وخته هم په جاپان کې د بودا او کنفوسیوس پر عقیدې ولاړ پیروان موجود وو، چې د نولسمې پېړۍ په نیمایي کې داسې نوي حرکتونه او پېښې وزېږېدې چې یو ځل بیا یې جاپان ته نوې بڼه ورکړه. دا ناڅاپي بحران او لوی بدلون د یوې سختې اړتیا له مخې رامنځته شو. جاپانیانو پرېکړه وکړه چې د پردیو پر مخ د خپل هېواد دروازې وتړي او د تل لپاره په انزوا کې پاتې شي، خو د امریکایي «نهنګ نیولو کښتۍ Whaling Ships» چې کله له توفانونو سره مخ شوې یا یې اوبه او توکي خلاص شول، نو اړ شول چې د جاپان ساحلونو ته پناه وېسي.
په لومړیو کې جاپانیانو د دې کښتيو سپاره «پردي شیطانان» بلل او د وژلو حکم به یې ورکاوه، خو لږه موده وروسته یې چلند بدل کړ او دا اسیران به یې د هالنډیانو په مرسته، چې یوازې هغوی ته د جاپان خاورې د ننوتلو اجازه وه، خپلو هېوادونو ته لېږل. وروسته همدا موضوع د دې سبب شوه چې د امریکا ولسمشر «فلمور Fillmore» (۱۸۵۰–۱۸۵۳م) د جاپان امپراتور ته د امیر البحر په لاس یو لیک ولېږي. په دې لیک کې د جاپان له امپراتور غوښتل شوي وو چې بهرنیو کښتيو ته دې اجازه ورکړل شي چې د جاپان په ځینو بندرونو کې لنگر واچوي.
امیرالبحر چې د جګړې له مجهزو کښتيو سره راغلی و، دا لیک د وخت واکمن «شوګون» ته وسپاره. شوګون دا لیک د هېواد پر فيودالي حاکمانو ووېشه. ځینو یې بشپړ ملاتړ وکړ، ځینو عادي وګاڼه او ځینو یې په کلکه مخالفت وکړ. په (۱۸۵۴م) کال کې د امریکا امیرالبحر «پېري Perry» له لسو جنګي کښتيو او دوه زرو عسکرو سره د جاپان ساحل ته راغی او د رسمي ځواب غوښتنه یې وکړه، بالاخره شوګون تسلیم شو او هوکړه یې ورسره وکړه. د دې هوکړې له مخې د امریکایي کښتيو د ماتېدو په صورت کې به له ملاحانو(کښتۍ سپرو) سره له مهربانۍ ډګ چلند کېږي، بهرنیو کښتيو ته به د اوبو او توکو د اخیستو او انبار جوړولو اجازه وي او د سوداګرۍ لپاره به درې کوچني بندرونه پرانېستل کېږي.
خو دا هوکړه د امپراتور له لوري ونه منل شوه چې په پایله کې د شوګون او امپراتور ترمنځ سخت اختلاف رامنځته شو. په پای کې شوګون له واکه لرې شو او د هېواد ټولې چارې د امپراتور لاس ته ولوېدې. دا لویه پېښه په (۱۸۶۸م) کال کې رامنځته شوه. په دې سره هغه اړیکې چې شوګون له لوېدیځو هېوادونو سره ټینګې کړې وې، پای ته و نه رسېدې. د جاپان زړو دفاعي وسلو د امریکا، انګلستان، فرانسې او هالند د جنګي کښتيو د نوو توپونو پر وړاندې مقاومت ونه شو کولای او ټولې له منځه ولاړې. مخالف امیران او حاکمان مجبور شول چې دا حقیقت ومني چې د جاپان پوځي ځواک باید پیاوړی، عصري او د بهرنیو دښمنانو د مقابلې وړ شي. له همدې امله له موافقو (لیبرال) ډلو سره یو ځای شول او په ګډه یې د جاپان د صنعتي او اقتصادي بیا را ژوندي کولو لپاره عملي کار پیل کړ؛ که څه هم دا کار ډېر ستونزمن و، خو په حیرانوونکي ډول په چټکتیا او منظم ډول ترسره شو. د دې ناڅاپي او پراخ بدلون په نتیجه کې د جاپان فرهنګ او تمدن په اجباري توګه نوې بڼه خپله کړه. سره له دې چې جاپانیانو د خپلو لرغونو دودونو، رواجونو او پخوانیو جنګي دودونو ډېره برخه په بشپړې وفادارۍ سره وساتله، خو نوې طریقې او نوې نړۍ یې هم ورسره ومنله.
په (۱۸۸۹م) کال کې د جاپان لومړنۍ اساسي قانون وضع شو. د دې قانون منځته راتګ د دې لامل شو چې د هېواد د بحري او بیاباني پوځ د بیا تنظیم په لور یو مهم ګام پورته شي او د «امپراتور» تر واحد مفهوم لاندې راټول شي. په همدې قانون کې د شېن‌ تو لرغونې عقیدې (د امپراتور د الهي نسل افسانه)  یو ځل بیا د جاپان د ټولنیز او سیاسي ژوند بنسټ شوه. د دې قانون له مخې امپراتور ته د ابدي وراثت حق ورکړل شو، مقدس، پاک او له هر ډول حملې څخه پورته وګڼل شو. دې کار په طبیعي توګه د دې اړتیا رامنځته کړه چې یو «دولتي مذهب» رامنځته شي او همدا فکر په بشپړ ډول له بودایي اساساتو څخه جلا شو.
کله چې امپراتور «میجي Meiji» واک ته ورسېد، د ده له لومړنیو اقدامونو څخه يو دا و چې شېن‌ تو یې د دولت رسمي مذهب اعلان کړ او امر یې وکړ چې د شېن ‌تو له زیارتونو څخه دې د بودایي مذهب ټولې پاتې شوې نښې او اثار پاک او لرې شي. دا کار په لومړیو کې په زور او سختۍ ترسره شو او څرګنده یې کړه چې بېرته د شېن ‌تو ساده او لرغوني دین لوري ته ستنېدل او د بودیزم بشپړه پرېښودنه ناممکنه ده؛ ځکه خلکو لا هم له دواړو دینونو سره علاقه درلوده. په پایله کې د (۱۸۸۹م) کال اساسي قانون د ټولو جاپاني وګړو دیني او عقیدوي ازادي ومنله، خو دولت په زړه کې شېن ‌تو دين ته ډېر نږدې و؛ ځکه د همدې قانون له مخې د شېن‌ تو لپاره یوه خپلواکه او رسمي اداره رامنځته شوه، چې دنده یې د شېن‌ تو ساتنه او ملاتړ و. دې ادارې په دوو وزارتونو چې کورنیو چارو او معارف و، رسمي څانګې درلودې چې د دولتي شېن ‌تو او عمومي ملي شېن‌ تو ترمنځ توپیر شتون ولري.[۳]
د میجي د دورې له پیل او د توکوګاوا د سپه سالارۍ له سقوط وروسته هغه ځوانان چې په لوېديځ کې یې زده کړې کړې وې، حکومتي صحنې ته داخل شول. دغو نويو نخبګانو غوښتل داسې يو عصري سیاسي نظام رامنځته کړي چې د جاپان د نوسازۍ پروژه پر مخ یوسي. دوی د اروپایي هېوادونو سیاسي نظامونه وڅېړل او د جاپان لپاره یې د المان او پروس ماډل غوره وباله. په ساده اصطلاح ټاکل شوې وه چې نوی دولت به د اساسي قانون پر بنسټ یو مطلق سلطنت وي.
د نظام طرحه کوونکو قصدا له ديموکراسۍ ډډه وکړه؛ ځکه دوی باور درلود چې د نوي جوړولو لپاره قوي دولت ضرور دی. دغې ډلې د «مطالعات ملي» له ښوونځي الهام واخیست او شېن‌ تو یې د نوي نظام د مشروعیت ورکوونکې ایډيالوژۍ په توګه وړاندې کړ.
کله چې په د (۱۸۶۸م) کال په جنورۍ کې امپراتور بېرته سیاسي واک ته را وګرځېد، «کامې کورمي» ـ د لوېدیځ جاپان د «تسووانو» سیمې واکمن ـ د الهیاتو مشر شو او په ټول جاپان کې یې د شېن ‌تو د رغولو سیاست پر مخ وېوړ. په لومړي ګام کې د ده دفتر اعلان وکړ چې د شېن‌ تو له ټولو زیارتونو باید بودایي نښې په بشپړ ډول پاکې شي، چې بېرته خپل اصلي پاک حالت ته ور وګرځي.[۴]
که څه هم د شېن‌ تو د بیا رغولو په برخه کې پراخې هڅې وشوې، خو ستونزه دا وه چې دا دین د اسماني وحې پر بنسټ نه و او که ډېر پراخ شوی وای، نو حکومتي واک یې له محدودیتونو سره مخ کاوه. له همدې امله چارواکو فکر کاوه چې څنګه دغه محدودیتونه را کم کړي.
کله چې شېن ‌تو د امپراتور له خوا د دولت رسمي دین اعلان شو او د شېن ‌تو عبادت‌ځایونه له بودایي نښو څخه پاک شول، د دې دین په ټولو برخو کې پراخ بدلونونه رامنځته شول. شېن‌ تو د خلکو ترمنځ دومره پراخ شو چې د یو عادي دین له چوکاټ څخه را ووت او د ټولنې او سیاست د تعریف کوونکي مرجع په توګه مطرح شو.
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچینې:

[۱] د ډاکټر مهدي رهبري وېبپاڼه، د مقالې عنوان: د شېن‌تو دین، د جاپان رسمي دین، د خپرېدو نیټه: ۱۳۹۲ هـ ش.

[۲] جان ناس، تاریخ جامع ادیان، ژباړه: علي اصغر حکمت، درېیم چاپ، ۱۳۵۴ هـ ش، د فرانکلین خپرندویې ادارې په مرسته، مخ ۲۸۴.

[۳] جان ناس، تاریخ جامع ادیان، ژباړه: علي اصغر حکمت، ۱۳۵۴ هـ ش، مخ ۲۸۶.

[۴] د «جامعه او فرهنگ ملل» تخصصي پایګاه، مقاله: شېن‌تو د سیاسي ایدئولوژۍ په توګه، ۱۴۰۲ هـ ق.

Previous Articleد یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴)
Next Article قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

اړوند منځپانګې

دینونه

شېن‌ تو دین (برخه: ۱۵)

سه شنبه _16 _دسمبر _2025AH 16-12-2025AD
نور یی ولوله
دینونه

شېن‌تو دین  (څوارلسمه برخه)

شنبه _13 _دسمبر _2025AH 13-12-2025AD
نور یی ولوله
دینونه

شېن‌ تو دین (برخه: ۱۳)

پنجشنبه _11 _دسمبر _2025AH 11-12-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD4 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶) د «یحرم من الرضاعة ما…

نور یی ولوله
دینونه

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD5 Views

لیکوال: ابوعائشه شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶) سریزه لکه څنګه مو چې په تېرو برخو…

نور یی ولوله
اسلام

د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD3 Views

لیکوال: خالد یاغي ‌زهي د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴) د یلدا…

نور یی ولوله
اومانیزم

هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD6 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶) له انسان سره د دین…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.