Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د مطالعې ماهیت او څرنګوالی (پنځمه برخه)
متفرقه سه شنبه _2 _دسمبر _2025AH 2-12-2025AD

د مطالعې ماهیت او څرنګوالی (پنځمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبدالحی لیان
د مطالعې ماهیت او څرنګوالی (پنځمه برخه)
مطالعه بېلابېل فنون او لارې چارې لري. دلته یې یو شمېر مهم فنون او لارې چارې بیانېږي.
الف: له لیکلو پرته لوستل
د دې طریقې له مخې لوستونکی تر هغه وخت کتاب لولي چې یا ستړی شوی نه وي، او یا یې د مطالعې وخت پای ته نه وي رسېدلی. متن په پرله‌پسې ډول لولي او هېڅ وقفه پکې نه اخلي. ډېری کسان د مطالعې پر مهال له همدې طریقې ګټه اخلي. خو دا د مطالعې تر ټولو بده طریقه ده؛ ځکه په دې حالت کې د انسان تمرکز کمېږي او ډېر احتمال لري چې سترګې له خوبه ډکې شي. له همدې امله، د دې طریقې د ګټورتیا احتمال ډېر لږ وي.
ب: انتخابي مطالعه
په دې طریقه کې لوستونکی د کتاب مهمو معلوماتو ته توجه کوي او د خپلې خوښې له مخې د کتاب پیل، پای، یا یوازې وروستۍ برخه او د هغې نتیجه لولي. دا طریقه چندان مناسبه نه ده؛ ځکه د کتاب مطالب یو له بل سره تړاو لري او لوستونکی نشي کولای د ټول کتاب پر محتوا بشپړ تسلط پیدا کړي. له همدې امله د کتاب ډېر مهم مطالب له پامه غورځول کېږي.
البته یوازینی ګټور اړخ یې دا دی چې لوستونکي یا محقق ته زمینه برابروي چې په ډېر چټک ډول هغه ځانګړي معلومات ترلاسه کړي چې ورته اړتیا لري، پرته له دې چې خپل وخت په غیر مهمو او غیر مربوطو مطالبو ضایع کړي. [۱]
ج: په نښه کول (هایلایټ کول)
په دې طریقه کې لوستونکی د متن د لوستلو پر مهال د مهمو ټکو لاندې کرښه باسي یا یې په مارکر رنګوي. ځینې کسان لومړی مطلب لولي او ځان پرې پوهوي، وروسته د مهمو ټکو لاندې کرښه باسي. خو داسې کسان هم شته چې د لوستلو او پوهېدلو پر ځای ټول تمرکز یې یوازې په کرښه ایستلو او هایلایټ کولو وي. په دې توګه، هغه څه چې په پایله کې یې ترلاسه کوي د کتاب خط‌خطي کول وي.
له همدې امله غوره ده چې د مطلب له درک کولو وروسته هایلایټ وشي، ترڅو په راتلونکو مراجعاتو کې همدا مهم ټکي نور اړوند مطالب هم ذهن ته را وګرځوي.
د: حاشیه‌نویسي (په څنډو کې لیکل)
په دې طریقه کې لوستونکی لومړی متن لولي او پرې ځان پوهوي، وروسته د کتاب په حاشیه کې مهم ټکي یادداشت کوي. دا طریقه د پخوانیو دوو طریقو په پرتله ښه ده، خو بیا هم د ژور فهم لپاره کافي او بشپړه لاره نه ده.
هـ: د لنډیز برابرول
د لنډیز برابرول یا خلاصه‌نویسي په حقیقت کې په خپله ژبه د اصلي نکاتو بیا بیانول دي. [۲]
په دې طریقه کې لوستونکی مطالب لولي او هر هغه څه چې پرې پوهېږي، په لنډه توګه یې لیکي. دا طریقه د پخوانیو طریقو په پرتله مناسبه ده؛ ځکه لوستونکی لومړی مطلب درک کوي او وروسته یې لنډه بڼه لیکي. خو سره له دې، دا هم د مطالعې تر ټولو غوره طریقه نه ده.
و: د اړینو کلمو نوټ کول(Keywords  اخیستل)
د اړینو کلمو نوټ کول د لوستلو، مطالعې او د مهمو ټکو د یادداشت لپاره ډېره مناسبه طریقه ده. په دې طریقه کې لوستونکی د مطلب له درک کولو وروسته مهم ټکي لیکي.
اړین کلمات هغه لنډ، اسانه، غوره او معنا لرونکي ټکي دي چې په لیدلو سره یې د جملې مفهوم ژر ذهن ته راځي.
په دې طریقه کې یوازې مهم ټکي (نه ټول مطالب) چې یا لیکوال په نښه کړي وي، یا لوستونکی یې اهمیت درک کړي وي، په جلا پاڼو لیکل کېږي او په مناسبو وختونو لکه د امتحان پر مهال ترې ګټه اخیستل کېږي.
ز: د مطالعې د اغېز لوړول
په دې طریقه کې لوستونکی مطالب لولي، او له حقیقي درک کولو وروسته د خپل فهم مطابق مهم ټکي د اړینو کلمو په بڼه یادداشت کوي. وروسته همدې اړینو کلمو ته مراجعه کوي او حافظې ته یې سپاري. په حقیقت کې لوستونکی خپلې یادښتونه په ښه توګه تنظیموي، اصلي او فرعي ټکي سره بېلوي او په راتلونکي کې د کتاب د بیا لوستلو پر ځای یوازې یادښتونو ته ګوري او د اړینو کلمو په لیدو سره ټول مطلب ذهن ته راګرځي.
مثلاً: که تاسو د «متواترو حدیثونو» په اړه مطالعه کوئ، نو اصلي برخې یې دا دي: تواتر څه شی دی؟ او متواتر حدیث کوم ډول احادیث دي؟ او فرعي برخې یې کېدای شي «شرایط، ډولونه او بېلګې» وي.
دا طریقه ستاسې د درسي بریا کچه لوړوي، درس لوستل اسانه کوي او د مطالعې اغېز څو برابره زیاتوي.
د مطالعې پر مهال د روغتیا ساتنه
اسلام مبارک دین روغتیا د الله تعالی له سترو نعمتونو ګڼي او ساتنه یې پر ټولو فرض ګرځوي. رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایي: «نِعمتانِ مغبونٌ فِیهِما کثیرٌ مِنَ النّاسِ: الصِّحّةُ وَالفَراغُ»[۳] ژباړه: «ډېری خلک له دوو نعمتونو ښه ګټه نه اخلي: له روغتیا او له فارغ وخت.»
نو مخکې له دې چې د ناروغۍ پر بستر پرېوزو، یا د دنیاوي فکرونو او بوختیاوو تر فشار لاندې راشو، باید د خپلې روغتیا ساتنې او د وخت د سم مدیریت په اړه جدي فکر وکړو. له همدې امله، د اسلام د ټینګار او د عقل د تایید له مخې پوهېږو چې د مطالعې صحي اصول د مطالعې له مهمو موضوعاتو او د زده‌کړې له اساسي شرطونو څخه دي؛ ځکه که صحي اصول رعایت نه شي، زده‌کړه کمزورې کېږي، روحيه کمزورې کېږي، په ځان باور کمیږي، ستړیا زیاتیږي او د مطالعې پر وړاندې د انسان زړه توریږي.
له همدې کبله د لاندې ټکو په مراعت کولو سره کولای شئ د مطالعې کیفیت او د زده‌کړې کچه لوړه کړئ.[۴]
الف: هوا (ټاکلې او پاکه فضا)
د تنفسي هوا کیفیت هم د خوښۍ او تمرکز لپاره مهم دی او هم د ستړیا د مخنیوي لپاره. په تړلي ځای کې چې پاکه او نوې هوا نه وي، مطالعه مناسبه نه ده.
ب: د مطالعې د چاپېریال حرارت
د مطالعې د خونې مناسب حرارت شاوخوا ۲۰ سانتي‌ګریده دی. د مطالعې د چاپېریال هوا معتدله وساتئ، څو د لوست پر مهال نه د ګرمۍ احساس وشي او نه د یخنۍ.
ج: رڼا
د مطالعې لپاره تر ټولو مناسبه رڼا د خونې عادي او غیر مستقیمه رڼا ده. د مطالعې څراغ هم ګټور دی، خو ستونزه یې دا ده چې تمرکز یوازې پر کتاب وي او شاوخوا ځای تیاره پاتې شي، چې دا د سترګو د ژر ستړیا سبب ګرځي.
د: له کتاب سره د سترګو مناسب واټن
سالمې سترګې له ۳۰ سانتي‌مترو واټن څخه لرې د کتاب حروف واضح لولي. که له دې واټن لرې لوستل ستونزمن وي، نو اړینه ده چې د سترګو طبي معاینه وشي.
هـ: د خط رنګ
تر ټولو مناسب رنګونه آبي او تور دي؛ ځکه په لیدلو کم فشار راولي او د سترګو د ستړیا مخه نیسي. خو سره، شنه او نور تېز رنګونه د لید ستونزې رامنځته کوي.
و: د سترګو نوبتي استراحت
له هر یو ساعت مطالعې وروسته ۱۵–۲۰ دقیقې استراحت ضرور دی. دا استراحت نه یوازې سترګو ته، بلکې مغز ته هم ګټور دی، څو زده شوي مطالب تنظیم او تثبیت کړي. استراحت کې ښه ده لرې واټن ته په بې‌تمرکزه ډول وکتل شي، ځکه دا د اعصابو د آرام سبب کېږي.
ز: د حرکت پر مهال مطالعه
د تګ او حرکت پر مهال مطالعه د سترګو او کتاب تر منځ د واټن پرله‌پسې بدلون له امله د سترګو ستړیا او کمزوري رامنځته کوي.
ح: له اجباري مطالعې ډډه کول
پر حافظه فشار مه راوړئ او غیر ضروري مطالعوي وختونه مه زیاتوی. په ذهني فعالیتونو کې د هر ۳۰–۴۰ دقیقو وروسته لږ تر لږه ۵ دقیقې استراحت او ژور تنفس ضروري دی.
ط: د مطالعې پر مهال د ناستې طریقه
د مطالعې پر مهال باید د ملا ستوني فقرات سم او مستقیم وي. په اوږده مطالعه کې کله ناکله د ناستې حالت بدل کړئ او لږ حرکت وکړئ، څو په پښو کې د وینې بندېدو مخه ونیول شي. د تکیې په بڼه ناستی مناسب نه دی؛ ځکه غاړه، ملا او څنګل زیانمنوي او ستړیا زیاتوي.
ی: د خوراک او مطالعې اړیکه
که سهار وختي مطالعه کوئ، لومړی ناشته وکړئ؛ ځکه لوږه د زده‌کړې په کیفیت شدید اغېز لري. همدارنګه، د خواړو له خوړلو وروسته په سمدستي ډول مطالعه مه کوئ؛ ځکه د هاضمې سیستم ډېر فعال وي، وینه معدې ته ځي او د مغز د وینې جریان کمیږي، چې په پایله کې د مطالعې توان راټیټېږي.
ک: د مطالعې پر مهال تنفس
منظم او مناسب تنفس په مطالعه کې خورا مهم دی. که تنفس ګډوډ وي، د وینې اکسیجن کمیږي، سترګې له خوبه ډکیږي او ذهني چمتووالی کمېږي.
ل: فکري سکون
پر مطالعه باید د ذهني بوختیاوو او عصبانیت اغېز کم وساتل شي. اضطراب او خپګان د تمرکز او د زده‌کړې د کیفیت د کمېدو سبب کېږي.
م: ورزش او مطالعه
سپک ورزش، نرمش، او ان د مطالعې مخکې حمام کول هم پر زده‌کړه مثبت اغېز لري. د اوږدمهاله مطالعې یوه ستونزه د وینې د جریان ګډوډي ده؛ ځکه د پرله‌پسې لوستلو پر مهال وینه زیاتره د مغز او د سر په ساحه کې جریان لري، چې د بدن په نورو برخو کې د جریان ستونزې رامنځته کوي.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[1] هماغه، ص ۱۰۹.

[۲] هماغه، ص ۱۴۷.

[۳] صحیح بخاری، ج ۲، حدیث ۶۴۱۲.

[۴] عبادي، مسعود (۱۳۹۹). موفقیت تحصیلی؛ بایدها و نبایدها، پایگاه هدی.

Previous Articleد اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (درویشتمه برخه)
Next Article د اسلام په رڼا کې د زلزلې څېړنه او د معترضینو د شکونو رد (څلورمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۲)

چهارشنبه _21 _جنوري _2026AH 21-1-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۱)

دوشنبه _19 _جنوري _2026AH 19-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD7 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶) د انسان تنفسي سيستم (د…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD7 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۳) په دې…

نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD10 Views

لیکوال: م. فراهی توجګي د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۵)

چهارشنبه _21 _جنوري _2026AH 21-1-2026AD10 Views

لیکوال: دوکتور نور محمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۵) د انسان په هاضمې…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.