ليکوال: ابوعائشه
شېنتو دين (څلورمه برخه)
د شېنتو بڼې
شېنتو دين درې بڼې لري: د کورنۍ د پلرونو عبادت، د نياکانو او قبيلې عبادت، او د امپراتورانو او جاپاني خدایانو عبادت. امپراتور يا د امپراتور استازو به هر کال اووه وارې د امپراتور د کورنۍ د آسماني نيا ياد تازه کاوه او کله به چې هېواد د کوم مقدس عمل لپاره چمتوالی نیوه نو د هغه په نوم به دعا کېدله. شېنتو دين پېچلي عقاید، مذهبي مراسم، اخلاقي قوانين او ځانګړي کاهنان نه درلودل. همدارنګه د جنت او ابديت خبرې هم پکې نه وې. يوازې له مؤمنانو [هغه کسان چې په دې دين باور لري] غوښتل کېدل چې وخت ناوخت د مبارکو ځايونو زيارت وکړي او د تقوا او زهد روحيې له مخې د تېرو وختونو او د امپراتور د نياکانو درناوی وکړي.[۱]
ځينې نور بيا باور لري چې شېنتو څلور بڼې لري. «د تاريخ په اوږدو کې شېنتو دين د ټولنې په بېلابېلو پوړونو کې خپل ځانګړي پيروان لرلي او په هره برخه کې يې د هماغه پوړ له ځانګړتياوو سره ځان عیار کړی دی. له همدې کبله په عمومي ډول د شېنتو دین له څلورو بڼو يادونه کېدای شي:
۱. د معبدونو شېنتو؛
۲. د امپراتور د دربار شېنتو؛
۳. فرقهيي شېنتو؛
۴. او د عامو خلکو شېنتو.
یاد څلور واړه ډولونه په پوهنپوهنیزو بحثونو کې د شېنتو د لرغوني تاريخ او اساطيرو په اړه د پابندۍ په برخه کې ورته نظر لري؛ خو د مذهبي مناسکو په برخه کې یې ترمنځ اختلافات شته او هر يو یې ځانته ځانګړې بڼې او نښې لري.[۲]
خو بايد وويل شي چې له دې نظر سره هم ټول همغږي نه لري؛ ځکه د «موسوعة تاریخ الأدیان» د کتاب ليکوال «فراس السواح» د شېنتو دين ګڼې بڼې مطرح کړې دي. نوموړي په خپل کتاب کې د شېنتو له پنځو بڼو يادونه کړې او هره بڼه يې په تفصيل سره تشريح کړې ده. دلته له هرې بڼې لنډه يادونه کوو:
۱. د امپراتور د دربار شېنتو
د شېنتو دا بڼه هغو مراسمو ته ويل کېږي چې د امپراتورانو د ارواحو او د تېرو نياکانو د ياد لپاره ترسره کېږي او دا مراسم په يوه رسمي او حکومتي اداره کې ځای پرځای کېږي. د شېنتو د دې بڼې ځانګړتيا دا ده چې په دې مراسمو کې خپله امپراتور ګډون کوي او مناسک او عبادات پر ځای کوي. له بلې خوا د شېنتو دا بڼه ځينې هغه لرغوني عبادتونه هم په ځان کې رانغاړي چې د زمانې له بدلون سره یې تر ډېره بدلون نه دی موندلی. خو له دومره اهمیت سره سره بيا هم عامو خلکو ته په دې مراسمو کې د ګډون او حضور حق نه ورکول کیږي.
۲. د دیني مقاماتو شېنتو
د شېنتو دا بڼه په دې ځانګړې ده چې ګڼ شمېر باورونه لري او د کامي د لمانځنې لپاره ځانګړي دودونه او مذهبي مراسم پکې ترسره کېږي. د ۱۹۵۴ کال په دسمبر کې دولتي شېنتو لغوه شو، او د ۱۹۴۶ کال په فبرورۍ کې کله چې د «د شېنتو د مقاماتو کمېټه» رامنځته شوه، نو د مذهبي مقاماتو شېنتو له دولتي شېنتو څخه جلا شو او خپله ځانګړې مذهبي پېژندګلوي یې ترلاسه کړه.
۳. د دولت شېنتو
دا يو سياسي نوښت و چې په ۱۸۶۸ ميلادي کال کې د ميجي کورنۍ په دوره کې پيل شو. د شېنتو دا بڼه د مذهبي مقاماتو د شېنتو او د امپراتور د شېنتو ګډه بڼه ده. د دولتي شېنتو د اصلي بڼې د ترلاسه کولو لپاره چې له نورو دينونو سره توپير ولري څو کاله وخت ونیو. دې ډول شېنتو د يوې حکومتي ادارې بڼه درلوده او کاهنان او عابدان يې هم د حکومتي کارکوونکو په څېر وو.
۴. د قبيلو شېنتو
د قبيلو شېنتو مفهوم د حکومتي وېش له مخې هغو ۱۳ مذهبي ادارو ته اشاره کوي چې په وروستيو کلونو کې د ايدو کورنۍ په دوره او د ميجي کورنۍ په لومړيو کلونو کې جوړې شوې وې. تر ۱۸۶۸ ميلادي کال پورې د ايدو د کورنۍ په دوره کې حکومت بودايي دين ته ځانګړې پاملرنه کوله، شېنتو دين يې له پامه غورځاوه او مسيحيت يې حرام ګاڼه. خو کله چې د ميجي حکومت واک ته ورسېد، نو د شېنتو مقام يې لوړ کړ او بودايي دين يې له پامه وغورځوه؛ البته دې حکومت وروسته د اروپايي حکومتونو په فشار د مسيحيت د ظهور اجازه هم ورکړه.
۵. د خلکو (ملي) شېنتو
د شېنتو دا بڼه د خرافاتي باورونو او د عمومي خلکو د مذهبي دودونو ترکیب دی. د بودايي او مسيحيت دینونو برعکس ملي شېنتو نه قوانين لري، نه اساس او نه هم رسمي غړيتوب. د شېنتو ملي بڼه په ورځني ژوند کې د شېنتو دودونو او لیدلورو له منلو څخه سرچينه اخلي.[۳]
په تاريخ کې د شېنتو اسطوره
د شېنتو اسطوره ډېره پیچلې او اوږده ده او په دقت سره بايد وڅیړل وشي، او هغه پيښې چې د شینتو اسطورې اصل او اساس جوړوي او د لویو پېښو لامل شوي باید په پام کې ونيول شي. دغه لرغونې افسانه د طبيعت د مظاهرو په اړه د خلکو له عواطفو او احساساتو څخه سرچينه اخلي او د ارواحپالنې (انيميزم) له لرغونو باورونو سره چندان توپیر نه لري. د بېلګې په توګه نارينه خدای (ایزاناگی) او ښځينه خدای (ایزانامي) د جاپاني وګړو د نړۍ د تصور دوه بڼې دي؛ لومړی یې د آسمان خدای او د ټولو پلار دی، او دويم یې د ځمکې خدایه او د ټولو مور ده. هغه جزئيات چې د دواړو ترمنځ پېښېږي د هغو پېښو کنایه يا تمثيل دی چې د کال په اوږدو کې د فصلونو په تېرېدو سره د نباتاتو او اوبو په نړۍ کې رامنځ ته کېږي.[۴]
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] کوجیکی کتاب مقدس آیین شینتو، با ترجمۀ دکتر احسان مقدس، چاپ اول زمستان ۱۳۸۰ هجری شمسی، ص ۱۶- ۱۷.
[۲] سایت د. مهدی رهبری، عنوان مقاله: دین شینتو، دین رسمی ژاپن، تاریخ نشر مقاله: ۱۳۹۲ هجری شمسی.
[۳] السواح، فراس، موسوعة تاریخ الأدیان، الکتاب الرابع، المترجون: سیف الدین القصیر، محمود منقذ الهاشمی، عبدالرزاق العلی، وفاء طقوز، ۲۰۱۷ م، از صفحۀ ۴۱۱ الی ۴۱۳ به طور اختصار و اقتباس.
[۴] جان ناس، تاریخ جامع أدیان، ترجمۀ علی اصغر حکمت، چاپ سوم، ۱۳۵۴ هـ. ش، با همکاری مؤسسۀ انتشارات فرانکلین، ص ۲۸۰.


