Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د قصاص حکمت، فلسفه او اغېزې (نهمه برخه)
متفرقه چهارشنبه _3 _سپتمبر _2025AH 3-9-2025AD

د قصاص حکمت، فلسفه او اغېزې (نهمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زهي
د قصاص حکمت، فلسفه او اغېزې (نهمه برخه)
۲ ـ شبهه
اسلام له یوې خوا د اولیای دم د قصاص په حق ټینګار کوي، او له بلې خوا هغوی ته سپارښتنه کوي چې قاتل وبخښي؛ ایا دا ډول متفاوت لیدلوری یو ډول تناقض نه دی؟
ځواب
«قصاص» د اسلامي جزایي حقوقو له اصلي او خورا مهمو مجازاتو څخه شمېرل کېږي. په قرآن کریم کې راغلي دي: “يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى، الْحُرُّ بِالْحُرِّ، وَالْعَبْدُ بِالْعَبْدِ، وَالْأُنثَى بِالْأُنثَى، فَمَنْ عُفِيَ لَهُ مِنْ أَخِيهِ شَيْءٌ فَاتِّبَاعٌ بِالْمَعْرُوفِ وَأَدَاءٌ إِلَيْهِ بِإِحْسَانٍ”. ژباړه: «اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! پر تاسي (په قصد سره) وژل شویو (قتل شویو کسانو) کې قصاص فرض کړل شوی دی. اصیل (آزاد) په اصیل باندې (قصاصېږي) او مریی په مریي (قصاصېږي) او ښځه په ښځه باندې (قصاصېږي). نو که چا ته (مصلحتاً) د ده د (مسلمان) ورور له طرفه څه بخښنه وشوه، نو لازمه ده (په دې عفوه کوونکي) مطالبه د دېت (له قاتله) په ښې طریقې سره او ورکول (د دېت دی) هغه ته په غوره طریقې سره.»[۱]
د اسلامي اصولو له مخې د قصاص مجازات د ټولنې د دوام او بقا په برخه کې  بې‌مثاله رول لري: “وَ لَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ”. ژباړه: «او تاسې لپاره په قصاص کې (لوی) ژوند دی اې د عقل څښتنانو! په کار ده چې تاسي ځان وساتئ (له ناحقو وینو څخه).» [۲]
د اسلام د جزایي حقوقي مجازاتو له مخې قصاص د انسان د فطري او طبیعي اړتیا ځواب دی. د قصاص د تشریع سرچینه په دې عقیده ده چې کله د کوم انسان د کورنۍ غړۍ ووژل شي نو د قهر او غوسې قوه یې فعالیږي، په دا ډول حالت کې د قهري قوې فعالېدل یو فطري او طبیعي حالت دی، او یوازې قاطع عدالت کولی شي د نفس د شر مخه ونیسي او د ولي دَم غصه راکمه کړي.
که حکومت ولي دَم ته خپل حق ورنه‌کړي، نو طبیعي ده چې د خپل حق د اخیستلو لپاره به پخپله اقدام وکړي. په داسې حالت کې له ولي دَم څخه د حوصلې او د اعصابو د کنټرول تمه لرل معقول کار نه دی؛ ځکه دا ډول کړاو د درک وړ نه دی.
ايا له هغه چا چې پلار، زوی يا نژدې خپلوان يې په ناحقه وژل شوی وي او له عاطفي اړخه تر سخت فشار لاندې وي، دا غوښتنه مناسبه ده چې ارام واوسي، قاتل ته دې هیڅ و نه وایي، همداسې یې پرېږدي چې د ژوند له نعمتونو او خوښيو څخه برخمن شي، يوازې د کمې مودې لپاره بندي شي او وروسته د عفوې په نامه له زندان څخه آزاد شي؟
اسلام د انسان د قتل په وړاندې د غبرګون په برخه اعتدال او منځلاریتوب غوره کړی دی.
عربانو د قصاص د آيت له نازلېدو وړاندې قصاص مانه، مګر په هېڅ حد او اندازه ورته قایل نه و. يهودانو پر قصاص باور درلود، او نصارا عفوې او ديې ته قائل وو. خو اسلام د قصاص د حذف او اثبات ترمنځ منځنی لاره غوره کړه؛ اسلام قصاص ومنلو، يعنې قاتل د وژلو سزا لري. خو اسلام دا حکم لازمي (جبري) ونه ګرځاوه، بلکې داسې يې وکړل چې ولي دَم (د وژل شوي وارثانو) ته یې دوه انتخابه ورکړل، یو دا چې قصاص وکړي (قاتل هم ووژني). دوهم دا چې عفو وکړي او يا ديه واخلي. په دې معنا چې قصاص په اسلام کې اصل دی، خو حتمي نه دی؛ د انتخاب واک د مقتول کورنۍ ته سپارل شوی دی. سربېره پر دې اسلام په قصاص کې عدالت او مساوات شرط ورګرځاوه.
د قصاص په برخه کې د عفوې اولويت
اسلام نه يوازې ولي دَم ته د قصاص او عفوې حق ورکړی دی، بلکې د عفوې سپارښتنه یې هم ورته کړې ده.
د قرآن کريم آيتونه د قصاص د حق څښتن (ولي دَم) بښنې ته هڅوي او د دې بښنې په بدل کې يې د ښې بدلې ژمنه کړې ده.
په همدې اساس اسلام نه د زيان‌من شوي کس او يا د مجني‌عليه احساسات له پامه غورځولي دي (ځکه چې د قصاص حق يې ورکړی دی)، او نه يې د انتقام او کينې خپرېدو ته لمن وهلې ده (ځکه چې د عفوې سپارښتنه يې کړې او په بدل کې يې د الهي اجر وعده ورکړې ده).
اسلام ددې لپاره چې د مجني‌عليه يا ولي دَم سخت روحي حالت تسکین شي او د طبيعي حقونو درناوی یې وشي د قصاص واک یې ورکړی دی. اسلام هڅه کوي چې د جنايتکار په وړاندې د هغه زړه د بښنې او رحمت لور ته راواړوي، او د رضایت په صورت کې مجرم ته عفو وکړي. دا بښنه هغه وخت معنا لري کله چې د قصاص ځواک او اختيار موجود وي، يعنې عفوه د کمزورۍ نه، بلکې د ځواک او لويې روحي مرتبې ښکارندوی ده.
په بل عبارت ولي دَم يا مجني‌عليه سره له دې چې د بالمثل عمل توان لري، خو د روح د عظمت او ديني روزنې له امله مجرم ته بښنه کوي. دا بښنه د مجرم پر روح اغېز کوي او اصلاح ته یې چمتو کوي.[۳]
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱] سورۀ بقره، آیتونه: ۱۷۸.

[۲] سورۀ بقره، آیتونه: ۱۷۹.

[۳] محمد أبو زهرة، فلسفة العقوبة في الفقه الإسلامی، ص ۲۹۹، ناشر: معهد الدراسات العربیة العالیة، ۱۹۶۶م.

قدرت الله خسروشاهى، فلسفۀ قصاص از ديدگاه اسلام، ص ۲۱۵، ناشر: مؤسسۀ بوستان کتاب، ۱۳۸۰هـ، تهران ـ ایران.

Previous Articleسیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه یې (در وېشتمه او وروستۍ برخه)
Next Article د دُرُوزي فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (پنځمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۰)

سه شنبه _17 _مارچ _2026AH 17-3-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

 د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۹)

یکشنبه _15 _مارچ _2026AH 15-3-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي رزونې بېلګې (برخه: ۳۸)

جمعه _13 _مارچ _2026AH 13-3-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۰)

سه شنبه _17 _مارچ _2026AH 17-3-2026AD8 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۰) د…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۲۸)

دوشنبه _16 _مارچ _2026AH 16-3-2026AD13 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۲۸) د شمعدان او شاهي امساوو نښې او دلالتونه …

نور یی ولوله
Blog

فراماسونري (برخه: ۲۷)

یکشنبه _15 _مارچ _2026AH 15-3-2026AD12 Views

ليکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۲۷) حيواني نښې (سمبولونه) او ماسوني دلالتونه (دوام) په تېرو…

نور یی ولوله
متفرقه

 د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۹)

یکشنبه _15 _مارچ _2026AH 15-3-2026AD10 Views

لیکوال: عبدالحی لیان  د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۹) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۰)

سه شنبه _17 _مارچ _2026AH 17-3-2026AD

فراماسونري (برخه: ۲۸)

دوشنبه _16 _مارچ _2026AH 16-3-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.