Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»قران تلپاتې معجزه (شپږوېشتمه برخه)
متفرقه دوشنبه _25 _اگست _2025AH 25-8-2025AD

قران تلپاتې معجزه (شپږوېشتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: دکتور نورمحمد محبي
قران تلپاتې معجزه (شپږوېشتمه برخه)
د انسان ګوتنښې (فنګرپرنټ)، ثبت، هویت او الهي لاسلیک
د ګوتو نښه (ګوتنښې) د خلقت له عجیبو نښو څخه ګڼل کېږي؛ ځکه نه یوازې د هر انسان ځانګړی هویت څرګندوي، بلکې د الهي حکمت او دقیق نظم ښکاره نښه هم ده. دا بې‌سارې نښه هم په معاصر علم او جنایي څېړنو کې ستر اهمیت لري او هم په دیني او فلسفي باورونو کې ځانګړی ځای لري. دلته د ګوتو نښې له علمي، ديني او فلسفي اړخه څېړل کېږي، د جوړېدو څرنګوالی، کارونې او د خلقت  او معاد په نظام کې یې رول بیانېږي.
د ګوتنښو ماهیت او جوړښت
د ګوتو نښې هغه ځانګړي او پېچلي بڼې دي چې د انسان د ګوتو پر سر د کرښو، قوسونو، کړیو او وړو څانګو په بڼه ښکاره کېږي. دا بڼې د پوستکي په یوه ځانګړې طبقه کې چې «اپیډرم» نومېږي، رامنځته کېږي.
مهم ځانګړتیاوې
د ګوتو د نښې کرښې کېدای شي تاوراتاو، منحني کرښو، ماتو کرښو او غوټو بڼه ولري، چې هره یوه یې خپله ځانګړې نښه لري.
د ګوتنښو رنګارنګي
هر انسان خپله ځانګړنه ګوتنښه او بڼه لري ان د غبرګونو چې له یوه مشترکې هګۍ (تخمې) څخه را پیدا شوې وي.
په رحم کې د ګوتنښو د جوړېدو جریان
ګوتنښې د میندوارۍ په شپږمه میاشت کې جوړیږي، په داسې وخت کې چې جنین د مور په خېټه کې د رشد په حال کې وي.  دا پروسه د جنتیکي او محیطي عواملو لکه؛ د امنیوټیک مایعو فشار، د پست د رشد د څرنګوالې او د جنین د حرکت ترکیب دی، چې هره ګوته یې ځانګړې نښه (پرنټ) لري.
اغېزمن عوامل؛ جنیتک، میکانیکي فشارونه او د پوست د رشد نامنظم جریان د ګوتنښو د تنوع یا رنګارنګی سبب ګرځي.
د ګوتنښو ثبات او دوام
دا نښه د عمر تر پایه ساتل کیږي، ان که پوست زخم شي، یا جراحي پرې وشي.
د ګوتو نښې فردیت؛ له علمي نظره
علمي څېړنې څرګندوي چې د هر انسان د ګوتو نښه سلګونه پېژندل کېدونکې ځانګړنې لري. ساینسپوهانو موندلې ده چې که د دوو کسانو د ګوتنښو له سلو ځانګړنو څخه یې یوازې ۱۲ ځانګړنې هم سره یو ډول وي، نو دا یې د ګوتنښو د ورته په حیث ګڼل کیږي.
د تصادفي ورته والي احتمال:  له ۶۴ میلیارد ځل یو ځل شونې ده، چې دوې ګوتنښې دې سره ورته وي.
عملي بېلګې:  د عدلي طب په قانوني مرکزونو کې سلګونه زرو د ګوتو نښې سره پرتله شوې دي، خو هېڅ بشپړ ورته والی تر اوسه نه دی موندل شوی.
په جنايي او قانوني طبی علومو کې د ګوتنښو رول
له منځنیو پېړیو تر اوسه ګوتنښې د مجرمینو او قربانیانو په تثبت کې مهم رول لري، دې چارې ثابته کړې چې کېدلای شي له لارې یې د افرادو هویت په دقیق ډول وپېژندل شي.
مخینه؛ د ۱۹ مې پېړۍ په وروستیو کې ګوتنښې د هویت د ثبت د الې په حیث معرفې شوې او د پخوانیو طریقه ځایناستې شوه.
استفاده؛ نن ورځ ګوتنښې په هوايي ډګرونو، بانکونو او امنیتي سیستمونو کې د افرادو د پېژندنې لپاره استفاده کیږي.
ګوتنښې؛ په قرانکریم کې د الهي لاسلیک په حیث
په قرانکریم کې راځي؛ [أَيَحسَبُ ٱلإِنسَٰنُ أَلَّن نَّجمَعَ عِظَامَهُۥ 3 بَلَىٰ قَٰدِرِينَ عَلَىٰٓ أَن نُّسَوِّيَ بَنَانَهُۥ 4] [قیامت: ۳-۴] ژباړه: ايا انسان دا انګېري چې موږ به د هغه هډوكي بیا راټول نشو کړاي؟ – ولې نه! موږ خو آن د هغه د ګوتو د بند بند په سم جوړولو باندي قادر يوو.
دا ایتونه دېته اشاره کوي، چې خدای تعالی د قیامت په ورځ ان تر ټولو ډېر جزیات هم بیا جوړوي، لکه ګوتنښې، دا د خدای تعالی په بې پایه ځواک یوه ستره ګواهي ده.
لکه څنګه چې دا ګوتنښې د مور په رحم کې جوړې شوې، خدای تعالی یې د قیامت په ورځ بېرته په هماغه بڼه بیا ځلې خلق کوي.
په ګوتنښو کې د خلقت حکمت او توازون
د دقیق نظم بېلګه:  ګوتنښې د خلقت د منظم او متوازن جوړښت یوه ښکاره نښه ده. هره بڼه یې د زرګونو وړو څانګو له یو ځای کېدو جوړه شوې ده، چې له نظم پرته شونې نه ده.
ځانګړې امضا: هېڅ دوه ګوتې په نړۍ کې یو ډول نښه نه لري او دا د انسان د فردیت او یوازې والې څرګندونه کوي.
د خلقت نظم : لکه څنګه چې په ټوله هستۍ کې هر څه د نظم او توازن پر بنسټ ولاړ دي، د ګوتې نښه هم د همدې لوی نظم یوه وړوکې بېلګه ده.
د معاصر ساینس څېړنې
په دې برخه کې پراخې علمي څېړنې شوې دي چې پکې د پرمختللې ټکنالوژي لرونکو کامرو او د بڼو د تطبیق ځانګړي سافټویرونه کارول کېږي. دې ټکنالوژۍ د پېژندنې دقت تر ډېر لوړې کچې رسولی دي.
بیومتریک سیستمونه: د ګوتنښې پر بنسټ د پېژندنې سیستمونه نن سبا په ډیجیټلي امنیت کې په پراخه توګه کارول کېږي.
طبي څېړنې: په جنیتیک او پوست‌پوهنې کې نوې څېړنې ښيي چې د ګوتې د نښې د جوړېدو بهیر د جنین د ودې پر مهال ځانګړی علمي بهیر لري.
له جراحي وروسته د ګوتې نښې بیا رامنځته کېدل
عملي تجربو ښودلې ده چې که د جراحي یا کومې بلې پېښې له امله د انسان د ګوتې نښه که ان بشپړه له منځه ولاړه هم شي، نو نوی وده کوونکی پوست بیا هم د هماغه پخواني بڼې سره راڅرګندېږي.
حقیقي نمونې؛ ځینو مجرمانو د ځان پټولو لپاره خپلې ګوتې جراحي کې، خو له څه مودې وروسته یې بېرته هماغه ډول ګوتنښې را څرګندې شوې.
الهي پیغام؛
دا مسأله د دې څرګندونه کوي، چې ګوتنښې الهي لاسلیک دی او په اسانۍ سره د حذف وړ نه دي.
په پای کې باید ووایو چې د انسان د ګوتې نښه، له پیدایښت څخه د ژوند تر پایه او آن تر هغې وروسته، د هویت له تر ټولو کلکو نښو او د الهي امضا له ښکاره بېلګو څخه ده. دا نښه د خدای تعالی د نظم، دقت او حکمت څرګندونه کوي او موږ ته دا را یادوي، چې هر انسان بې‌ساری دی او خپل خالق یې د ژوند په ټولو پړاوونو کې ورسره ملګری دی.
دوام لري…

مخکنئ برخه/ راتلونکې برخه

Previous Articleد شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (پنځه پنځوسمه برخه)
Next Article سیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (اوولسمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

قران تل پاتې معجزه (دوه ‌څلوېښتمه برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

قران تل پاتې معجزه (یوڅلوېښتمه برخه)

پنجشنبه _23 _اکتوبر _2025AH 23-10-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD4 Views

لیکوال: ابوعائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو…

نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دویمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD9 Views

لیکوال: ابو عائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د…

نور یی ولوله
متفرقه

د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD22 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD6 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دویمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.