Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (پنځوسمه برخه)
اسلام چهارشنبه _13 _اگست _2025AH 13-8-2025AD

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (پنځوسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: شکران احمدي
د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (پنځوسمه برخه)
شپږم بحث؛ تکمیلي ارزښتونه (مقاصد)
اسلامي شریعت په تېرو بحثونو کې د یادو شوو درې ګونو مقاصدو د مصؤنیت او پراختیا په موخه تکمیلي ارزښتونه تشریع کړي دي، چې له دوو نوعو وروسته په نظر کې نیول کیږي.
  • تعریف او د مکملاتو ډولونه
مکملات هغه موخې دي چې اسلامي شریعت د ضروري، حاجتي او تحسیني مقاصدو د رامنځته کېدو، ودې او ساتنې لپاره یوازې په هغو یادو شوو احکامو بسنه نه ده کړې، بلکې په هره برخه کې یې نور احکام هم د یادو احکامو د پوره کولو په توګه مشروع کړي دي، تر څو په دې توګه مطلوب مقاصد په تر ټولو مناسب او غوره ډول تحقق ومومي.
دې مقاصدو ته “تتمات” او “توابع” هم ویل کېږي. ویلای شو چې د ضروري، حاجتي او تحسیني مقاصدو اصلي حکمت او موخه په تر ټولو بشپړ او غوره ډول د تکمیلي احکامو له لارې ترلاسه کېږي.
لکه څنګه چې؛ د جماعت لمونځ، اذان او اقامت د لمانځه د وجوب تکمیل دی؛ د لږې اندازې شرابو حرامول د عقل د ساتنې مکمل دی؛ او د نکاح په عقد کې د هم‌کفو (سیال والې) شرط ایښوول د نکاح بشپړونکی دی او د هغې د دوام سبب ګرځي. [1]
د مکملاتو بنې
مکملات په دریو بڼو وېشل شوې دي؛
الف: اړین مکملات
اړین یا ضروري مکملات هغه دی، چې نشتون یې ضروري مقاصد(ارزښتونه) نه زیانمنوي، خو شتون یې د یادو ارزښتونو د تکمیل سبب ګرځي.
لکه؛ د لمانځه لپاره د اذان او اقامت مشروع کول او د جماعت د لمانځته لپاره اقامت ویل او د ترسره کولو لپاره یې د مساجدو پر جوړولو امر کول، تر څو دا فریضه په لا ښه ډول ادا شي، چې دا خپله بیا د دین د ښه اقامې لپاره مشروع شوی.
همداشان د عقیدې په برخه کې د مبتدع کس مجازات کول، ځکه د دین ساتنه د بدعت په مخنیوي سره کامل تحقق مومي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي؛ « وإياكم ومُحْدَثاتِ الأمور، فإن كُلَّ مُحدثة بدعة، وكل بدعة ضلالة»[2] ژباړه: په دین کې د نوي شیانو (امور) له ایجاد څخه ځان وساتئ، ځکه هر نوی شی بدعت او هر بدعت لارورکي ده.
عایشه رضی الله عنها وايي، چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل؛ « وإياكم ومُحْدَثاتِ الأمور، فإن كُلَّ مُحدثة بدعة، وكل بدعة ضلالة»[3] ژباړه: څوک چې زموږ په دین کې نوي څه جوړ کړي، داسې چې د دین برخه نه وي او بیا یې خلکو ته د دین په نوم معرفي کړي، نو دا کار باطل دی.
د مکملاتو له ډلې؛ په مدني معاملو لکه بیعې، رهن او ورته نورو کې د دوو شاهدانو ټاکل؛ د لږ اندازې د شرابو حرمت چې مسکر نه وي، د پردۍ ښځې لیدلو ممنوعیت او همدارنګه د قصاص د پلي کولو پر مهال د بشپړ مماثلت یا مساوات مراعتول، چې د قصاص د مجازات د بشپړتیا لپاره مشروع شوي دي.
په داسې حال کې چې خپله قصاص د شریعت له هغو ضروري احکامو څخه دی چې د انسان د ژوند او نفس د بقا د تضمین لپاره، چې د ضروري مقاصدو او مصالحو برخه ده، مشروع شوی دی. خو که په قصاص کې تماثل رعایت نه شي، نو د کینې، دښمنۍ او اوږدمهاله عداوتونو سبب ګرځي.
ب) د حاجیاتو تکمیلونکي (مکمل)
هغه ارزښتونه دي، چې پرته له دې حاجیات مقاصد نه تکمیلیږي، لکه؛ د واده په برخه کې د دواړو اړخونو سیال والی، د واده لپاره د مرکې لېږلو او نورو پوره کوونکي مسایلو مشروعیت، تر څو غوره کورنۍ ایجاد شي، دا په داسې حال کې چې واده په خپله د داسې ارزښتونو له ډلې څخه دی، چې د بشریت تداوم ورپورې تړلی او د بشر نسل له نابودۍ او منقرض کېدو څخه ساتي.
ج) د ښکلایزو ارزښتونو (تحسینیاتو) مکمل
دا هماغه مقاصد دي چې د تحسیني چارو بشپړونه کوي، لکه د اوداسه سنتونه، د خوړو آداب، د قربانۍ او عقیقې لپاره د غوره حیوان ټاکل او ورته نور امور. په دې توګه څرګندیږي چې اسلامي شریعت د درې‌ګونو مقاصدو او مصالحو (ضروري، حاجتي او تحسیني) د ودې، پیاوړتیا او ساتنې لپاره، د اصلي احکامو تر څنګ ، نور تکمیلي احکام هم په هر  باب کې د دې لپاره مشروع کړي چې اصلي احکام په لا ښه ډول پلي شي.
د یادونې وړ ده چې هر یو شرعي حکم، که ضروري وي، که حاجتي او که تحسیني، د خپل وروسته درجې په پرتله اصلي او د خپل مخکې درجې په پرتله تکمیلي ګڼل کېږي.
لکه څنګه چې ټول هغه شرعي احکام چې د حاجتي نوعیت لري او د حاجتي ارزښتونو د ودې او پیاوړتیا په موخه مشروع شوي، په حقیقت کې د ضروري احکامو لپاره تکمیلي دي، ځکه ضروري احکام د ضروري مقاصدو د ساتنې او پیاوړتیا په هدف مشروع شوي دي. په همدې ډول، تحسیني احکام د حاجتي احکامو لپاره د تکمیلي حیثیت لري. [4]
  • د شرعي ارزښتونو (مقاصدو) ترتیب او ورسره د احکامو تړاو
ضروریات د ټولو شرعي مقاصدو اصل او بنسټ دی او که څوک پکې خلل وارد کړي، نو په ټولو مقاصدو کې یې خلل وارد کړی دی.
ضروریات د فرضو حیثت لري او په همدې ډول حاجیات د سنتو او ښکلایز (تحسینیات) بیا تر نوافلو ټیټ حیثیت لري.
نو په همدې اساس د ضروریاتو د ساتنې لپاره مشروع شوې احکام تر ټولو مهم او اړین دي، چې رعایت یې لومړیتوب لري او ترې وروسته حاجیات راځي، چې د ضروریات تکمیل کوونکي بلل کیږي او بیا په درېیمه درجه کې ښکلایز ارزښتونه یا مقاصد قرار لري، چې د حاجیاتو پوره کوونکي دي او تل اصل تر تکمیل کوونکي مقدم وي.
ضروریات په هر دین کې رعایت شوي او هېڅ دین پکې اختلاف نه لري. که یو تحسیني حکم د حاجتي یا ضروري حکم د باطلېدو سبب شي، نو رعایت یې نه کیږي. د بېلګې په توګه، د ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره د عورت ښکاره کول مباح دي، ځکه که څه هم د عورت پټول له تحسینیاتو څخه دی، خو د نفس د ساتنې لپاره په دې ځای کې ورته پام نه کېږي. همدارنګه، د لوږې په حالت کې د مردارې غوښې خوړل د نفس د ساتنې لپاره واجب ګرځي.
د حاجتي حکم په صورت کې هم که د ضروري حکم د زیانمنېدو سبب ګرځي، رعایت یې نه کیږي. لکه د قبله د لوري د نه پېژندلو په حالت کې لمونځ نه ساقطېږي، ځکه د فرضو عبادتونو پلي کول د نفس د ساتنې په څېر د ضروري مقاصدو له جملې څخه دي.
د ضروریاتو په برخه کې هم ډېر مهم له مهم څخه مقدم بلل کیږي؛ د بېلګې په توګه، د دین ساتنه د نفس له ساتنې مهمه ده، نو جهاد واجب دی که څه هم د نفس د تلف کېدو لامل شي. همدارنګه، د نفس ساتنه د عقل له ساتنې مهمه ده، نو د ضرورت یا جبر په وخت کې د شرابو څښل مباح ګرځي. همداشان د نفس ساتنه د مال له ساتنې لومړیتوب لري، نو د جبر او د مرګ د ګواښ په حالت کې د نورو مال اخېستل او یا تلف کول جایز دي. [5]
مهم نکتې
  • حاجیات مقاصد له ضروریاتو وروسته درجه کې قرار لري او حقیقت کې د ضروریاتو پوره کوونکي دي او ارزښت یې هم تر ضروریاتو ورسته دی.
  • ښکلایز یا تحسیني ارزښتونه په درېیمه درجه کې دي، چې د حاجیاتو تکمیل کوونکي بلل کیږي.
  • حاجیات او تحسینیات د ضروریاتو تکمیل کوونکي بلل کیږي.
  • له دې مقاصدو څخه هر یو یې د ساتنې لپاره ایجابي او سلبي وسایل او لارې لري.
  • د دې ټولو مقاصدو مجموعه د احکامو د تشریع څرګندونه کوي او همدارنګه د اسلامي شریعت په منظومه کې د حکم د اهمیت او مقام ټاکوونکې ده.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[1]. الیوبی، مقاصد الشريعة الاسلامية وعلاقتها بالأدلة الشرعية: ٣٣٨-٣٣٩.

[2]. سنن أبي داود: ۱۷/۷.

[3]. سنن أبي داود: ۱۷/۷.

[4] . الیوبی، مقاصد الشريعة الاسلامية وعلاقتها بالأدلة: ۳۳۸، وما بعد آن.

[5] . پخوانی ، ۳۳۹ – ۳۴۰.

Previous Articleقران تلپاتې معجزه (شلمه برخه) 
Next Article کرامیه ډله «فرقه» (اوومه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دویمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (اوله برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD4 Views

لیکوال: ابوعائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو…

نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دویمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD9 Views

لیکوال: ابو عائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د…

نور یی ولوله
متفرقه

د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD18 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD4 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دویمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.