Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»قران تلپاتې معجزه (شلمه برخه) 
متفرقه چهارشنبه _13 _اگست _2025AH 13-8-2025AD

قران تلپاتې معجزه (شلمه برخه) 

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: دکتور نورمحمد محبي 
قران تلپاتې معجزه (شلمه برخه) 
د فضاء تیارې او د قران علمي اعجاز 
قرانکریم د لارښوونې، اخلاقو او هدایت ترڅنګ داسې نښانې هم په ځان کې را نغاړلي، چې بشریت د وخت په تېرېدو او د علم په پرمختګ سره یاد حقایق مومي او دا نښې یو په بل پسې څرګندیږي. 
یوه عجیبه اشاره په دې مورد کې له فضاء د بهر خلا مطلقه تیاره ده، داسې یوه پدېده چې د شلمې پېړۍ له فضايي سفرونو مخکې یې په اړه معلومات نه و. دلته یې په اړه علمي او تحلیلي بحث کوو، چې د فضاء نوردانو تجربې او د قران د ایتونو د انطباق شرحه پکې کیږي. 
فضايي تجربه او د انسان حیرت 
په یوه فضايي ماموریت کې یوه هوايي بېړۍ د ورځې پر مهال له ځمکې څخه وتوغول شوه، لږ وروسته چې له فضاء څخه تېره شوه، نو یوه فضانورد د خپل کنټرول له مرکز سره اړیکه ونیوله او ویې ویل، چې ” موږ څه نه وینو، موږ رانډه شوې یو.“ 
دا په داسې حال کې وه، چې لمر لا هم ځلېده، خو هلته هېڅ نور نه و او په مطلقې تیارې کې ډوب حالت و، چې انسان په لومړي ځل وروسره مخ شو. 
د فضا د تیارو فزیکي تحلیل
د ورځې پر مهال د آسمان د روښانتیا لامل هغه پدیده ده چې په فزیک کې ورته د «رڼا خپرېدل» یا Scattering ویل کېږي. کله چې د لمر وړانګې د ځمکې فضا ته ننوځي، د هوا له ذرّاتو، د اوبو له بخار او له دوړو سره ټکر کوي او پایله یې دا وي چې رڼا په بېلابېلو لورو خپرېږي. دا پدیده چې د فزیک په ژبه کې «رایلي خپرېدل» (Rayleigh Scattering) نومېږي، د دې لامل کېږي چې موږ رڼا له هرې خوا ووینو، حتی په هغو ځایونو کې چې د لمر مستقیمه وړانګه نه رسېږي، لکه د جومات دننه یا د کورونو منځ کې. 
خو په فضا چې له اتمسفر څخه بهر ده، نه هوا شته او نه معلق ذرّات. هلته د لمر وړانګې، که څه هم په حرکت کې وي، خو ځکه چې د خپرېدو لپاره کوم ذره نشته، فضا تیاره پاتې کېږي. دا حقیقت یوازې هغه وخت په عملي توګه ثابت شو چې  فضايي بېړۍ وتوغول شوې او له د ځمکې له اتومسفر څخه تېرې شوې. 
د قرانکریم اعجاز امیزه بیان  
قرانکریم څوارلس سوه کاله مخکې دا علمي واقعیت په ډېر ظرافت او هنریت سره بیان کړی دي او وايي:  ” وَلَوۡ فَتَحۡنَا عَلَيۡهِم بَابٗا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ فَظَلُّواْ فِيهِ يَعۡرُجُونَ – لَقَالُوٓاْ إِنَّمَا سُكِّرَتۡ أَبۡصَٰرُنَا بَلۡ نَحۡنُ قَوۡمٞ مَّسۡحُورُونَ “ الحجر ۱۴ – ۱۵  
 ژباړه: كه موږ پر هغو د اسمان كومه دروازه پرانستې واى او هغوى په رڼا ورځ په کې ختلي هم  واى، بيا به یې هم همدا ويل چي زموږ سترګي غولول کیږي، بلکي پر موږ کوډي شوې دي. 
په دې ایت کې د داسې انسانانو وضعیت را اخېستل شوی، چې د اسمان لور ته لوړ ځي، خو له داسې پدېدې سره مخ کیږي، چې د سترګو په ړندېدو یې تعبیروي ( سُكِّرَتۡ أَبصَٰرُنَا) دا په دقیق ډول هماغه تجربه ده، کله چې فضانوردانو په خلا کې مطلقه تیاره احساس کړه. 
په افاقو کې د نښانو د کشف وعده 
قرانکریم په یوه بل ایت کې وعده کړې، چې د وخت په تېرېدو سره به الهي نښې په هستۍ او د انسان دننه را څرګندې شي؛  ” سَنُرِيهِمۡ ءَايَٰتِنَا فِي ٱلۡأٓفَاقِ وَفِيٓ أَنفُسِهِمۡ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَهُمۡ أَنَّهُ ٱلۡحَقُّۗ أَوَلَمۡ يَكۡفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُۥ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ شَهِيدٌ ” فصلت 53 
ژباړه: ډېر ژر به موږ دوى ته خپلې نښانې په افاقو (هیوادونو) کې هم وښيو او د دوى پخپلو نفسونو کې هم؛ تر دې پوري چې دوى ته دا خبره څرګنده شۍ، چې دغه قُرآن په رښتيا سره پر حق دى. ايا دا خبره كافي نه ده چي ستا رب پر هر څه شاهد دى؟ 
په دې آیت کې، د «سَـ» توری چې د «سَنُرِیهِم» فعل په پیل کې راغلی، د دې وعدې د راتلونکي وخت څرګندونه کوي. خدای تعالی د دې اعلان کوي چې د قرآن د حقانیت نښې به د وخت په تېرېدو او د علم په پرمختګ سره ورو ورو څرګندې شي. د فضا د تیارو پدیده د همدې څرګندو «آفاقي» نښو یوه بېلګه ده چې نن ورځ ټولو ته روښانه شوې ده.
په پای کې د خلاصې په ډول وايو؛ د قرآن د مطلقو تیارو یادونه په فضایي تشه کې، په داسې یو وخت کې چې نه د «اتمسفر» مفهوم پېژندل شوی و او نه د فضا سفر ممکن و، د دې کتاب د آسماني والي او د هغه د تلپاتې معجزې یوه قاطعه نښه ده. 
داسې آیتونه او نښې موږ ته د الهي کلام په اړه د  ژور تدبّر او فکر بلنه راکوي، څو زموږ ایمان ټینګ شي او زموږ د ژوند لاره لا ډېره د الهي هدایت سره وتړل شي. بې‌شکه، د قرآن علمي پوهه د هغې د اخلاقي او فقهي پوهې ترڅنګ، د دې د رڼا او حکمت د کتاب د هر اړخیز معرفت لپاره یو اړین بشپړونکی دی. 
دوام لري… 

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

 
Previous Articleد قصاص حکمت، فلسفه او اغېزې (دريمه برخه) 
Next Article د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (پنځوسمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

قران تل پاتې معجزه (دوه ‌څلوېښتمه برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

قران تل پاتې معجزه (یوڅلوېښتمه برخه)

پنجشنبه _23 _اکتوبر _2025AH 23-10-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شپاړسمه برخه)

یکشنبه _2 _نوومبر _2025AH 2-11-2025AD13 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شپاړسمه برخه)…

نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD4 Views

لیکوال: ابوعائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو…

نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دویمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD10 Views

لیکوال: ابو عائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د…

نور یی ولوله
متفرقه

د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD22 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شپاړسمه برخه)

یکشنبه _2 _نوومبر _2025AH 2-11-2025AD

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.