لیکوال: ابوعایشه
نشنلیزم
اته دېرشمه برخه
۲. سیاسي نشنلیزم
له سیاسي نشنلیزم موخه دا ده چې هر هېواد د خپلواکۍ او آزادۍ حق لري، څو وکولای شي په خپل ټاکلي سرحد کې هر ډول نظام، قانون او مقررات چې وغواړي غوره کړي.[۱]
د هر قالب له مخې چې وي سیاسي نشنلیزم پر دې محور ولاړ دی چې د حاکمیت حق له ملتونو سره دی او حکومت هغه مهال ملي بلل کېږي چې یا د ملت له لوري ټاکل شوی وي او یا د ملت ملاتړ او رضایت له ځان سره ولري. هغه حکومت چې د ملت آزادي په رسمیت نه پېژني او د ملت له سیاسي مشارکت څخه انکار کوي نو ملي حکومت نشي بلل کېدای.[۲]
سیاسي نشنلیزم له هغه دولت او حکومت سره تړاو لري چې د ټاکلو سرحدونو پر بنسټ ولاړ وي او د یوې ځانګړې ډلې یا قوم اړتیاوو او امتیازاتو ته د نورو انسانانو پر اړتیاوو او امتیازاتو لومړیتوب ورکوي.[۳]
پوښتنه دا ده چې آیا نن هم سیاسي نشنلیزم د پخوا په څېر قوت او ملاتړي لري او که نه خپل مقام او اعتبار یې له لاسه ورکړی دی؟ د دې پوښتنې ځواب «نه» دی، ځکه د نشنلیزم سیاسي، اقتصادي او نورو ډولونو هغه پخوانی مقام او اعتبار له لاسه ورکړی دی.
سیاسي نېشنلېزم هم د نولسمې پېړۍ په پرتله ډېر کمزوری شوی دی او د دې کمزورۍ یو ښکاره دلیل د ملګرو ملتونو د نړیوالې ټولنې شتون، څانګې او پراخې ادارې، او همدارنګه د جنوبي امریکا د ملتونو اتحادیه، د عربو اتحادیه، د سوېل ختیځې آسیا اتحادیه، د شمالي اتلانتیک تړون، او تازه د منځني ختیځ هېوادونو د اتحادیوو په څېر د سیمهییزو اتحادیو شتون دی. سربېره پر دې د کوچنیو ملتونو دا تمایل چې د متحدو ایالاتو او پخواني شوروي اتحاد په څېر لویو هېوادونو ته ورته، د ځان ساتنې او دفاع لپاره له ملي دولتونو څخه لوی سیاسي واحدونه جوړ کړي. یاد ټول موارد د نولسمې پېړۍ د نشنلیزم د کمزورۍ او زوال لوی او ښکاره دلایل ګڼل کېږي.
هغه لار چې ملتونو غوره کړې او د انټرناسیونالیزم [دا چې انټرناسیونالیزم څه شی دی او ولې رامنځته شو؟ ان شاءالله په راتلونکي برخه کې به یې تشریح کړو] پر لور روان دي؛ که جګړه بېرته رامنځته شي او که نه، ملتونه له شک پرته که دوی وغواړي یا نه د پخواني ایډیال هدف؛ یعنې د یوه واحد نړیوال حکومت د رامنځته کیدو خوا ته روان دي. [۴]
۳. فرهنګي ناسیونالېزم
فرهنګي ناسیونالېزم د تعریف له مخې د یوه ملت پر ګډو کلتوري او تاریخي ځانګړنو ټینګار کوي. فرهنګي ناسیونالیستان د یوه ځانګړي قومي یا مذهبي تاریخ په مرسته د ملت او دولت لپاره ځانګړی تعریف وړاندې کوي. له همدې امله په دودیزو ارزښتونو ولاړو نظامونو کې لرغوني رسوم، دودونه، او د پخواني فرهنګ شتمنۍ د ځانګړو تفسیرونو او مبالغو له لارې خورا لوړ مقام ته پورته کېږي او له نوو کلتوري او ارزشي بدلونونو سره مخالفت د فرهنګي ناسیونالیستانو د توجه محور وي.[۵]
فرهنګي نشنلیزم د نشنلیزم هغه بڼه ده چې له مخې یې د یوه ملت وګړي هڅه کوي د خپلو نیکونو دودونه، عنعنات او تاریخ ته بېرته وده ورکړي او د خپل تېر فرهنګي میراث ساتنه وکړي.
د «نشنلیزم د اسلام له نظره» کتاب لیکوال د ایران د فرهنګي نشنلیزم په اړه لیکي: «فرهنګي نشنلیزم پر ایراني ملت، ددوی پر دودونو، فارسي ژبې، او له اسلام څخه وړاندې د ایران پر تاریخ ویاړ او تفاخر، او په افراطي ډول د سنتونو او مظاهرو د بیا راژوندي کولو او ساتلو هڅو ته ویل کیږي.»[۶]
هغه څه چې لیکوال په خپل کتاب کې ذکر کړي یوازې یوه بېلګه ده او دا ډول نشنلیزم د نورو ملتونو په منځ کې هم په پراخه کچه موندل کېږي. په ځانګړي ډول ډېری عربان هم هڅه کوي چې له اسلام څخه وړاندې تمدن او مظاهر بېرته را ژوندي کړي: «د مليپالانو هدف دا دی چې عربان له اسلامي تفکر او د اسلام د پراختیا له دايرې څخه لیرې کړي او یو جاهلي عرب نظام رامنځته کړي، څو عربان بېرته له هغه حالت څخه را وروګرځوي چې له څوارلسو پېړیو راهیسې د اسلامي تفکر پر دې پراخې نړۍ واکمن و او د دې نړۍ په ژورو کې یې ټول سم افکار او مناسب نظریات راونغاړل خو نن ورځ غواړي چې عربان بېرته کنعان، عدنان او ارم ته وروګرځوي او زوړ میراث له سره راژوندی کړي.»[۷]
له «زاړه میراث» او «تېر وخت» څخه موخه هماغه د جاهلي زمانې حالتونه دي چې انسانان به د خورا کوچنیو مسئلو له امله کلونه کلونه له یو بل سره جنګېدل، یو بل به یې وژل، او پر خپل قوم، قبیله او نژاد به یې ویاړ کاوه.
باید پوه شو چې د دا ډول نشنلیزم بنسټ او رېښه له غربي فرهنګ څخه اخیستل شوې ده او غربیانو په بېلابېلو برخو کې هڅه کړې چې خلک، په ځانګړې توګه مسلمانان په دا ډول مسایلو بوخت وساتي. د نشنلیزم پدیده کولای شو هغه «ډالۍ» وګڼو چې غربيانو مسلمانانو ته د دې لپاره ورکړې ده چې په مرسته یې هغوی تخریب کړي، سره یې وویشي او د یوه او بل په مقابل کې یې ودروي.
«د مليپالنې رېښه غیردیني یا د غربي دین ضد فرهنګ ته رسیږي. د «آرنولډ ټوینبي» په وینا د لوېدیځ تمدن ډالۍ مستي او مليپالنه ده. په غرب کې د مليپالنې او نژادپالنې نظریو پر اخلاقي ارزښتونو سیوری غوړولی او د ځانمحورۍ، تعصب، تکبر او غرور په څېر د انسان د ټیټو صفاتو ګډوله ده. مليپالنه له دې امله د بشري حقونو ضد ده چې د ملتمحورۍ احساسات تل د نورو ملتونو پر وړاندې له پټو یا ښکاره دښمنیو سره مل وي.»[۸]
نو په پایله کې ویلی شو چې: که څه هم د یادو پروګرامونو او پلانونو نومونه بدلېږي رابدلیږي او مسلمانانو ته یې مثبت انځور وړاندې کېږي خو موخه یې هماغه یوه ده او هغه دا چې مسلمانان د یو او بل پر وړاندې راوپاروي، له یوه او بله یې بېل او کمزوري کړي. ځکه هره ډله، قوم یا ملت چې له اسلام پرته کوم بل مسیر غوره کړي، نو لارې یې سره بېلېږي، او بالاخره د هغه دښمن ښکار ګرځي چې له اوږدې مودې راهیسې په کمین کې ورته ناست دی!
یادونه: ډاکټر داریوش آشوري د ځینو لیکوالانو له قوله د نشنلیزم یو بل وېش هم وړاندې کوي. نوموړی په خپل کتاب «فرهنگ سیاسی» کې لیکي: «ځینې لیکوالان ناسیونالیزم په لیبرال ناسیونالیزم او د لیبرال ضد ناسیونالیزم ویشي. لیبرال ناسیونالیزم هغه ناسیونالیزم ته ویل کېږي چې د ملي دولت په چوکاټ کې پر بشري ارزښتونو، بشري حقونو او فردي ازادیو ټینګار کوي. خو د لیبرال ضد ناسیونالیزم بیا هغه ډول ناسیونالیزم دی چې فرد یوازې د دولت یوه وسیله ګڼي او دولت ته له خدمت کولو پرته نور حقوق یا مسؤلیتونه نه ورکوي. دا ډول ناسیونالیزم (چې اصلاً هماغه فاشیزم دی) سیاسي دموکراسي ردوي، خارجي تهاجم او د نورو ملتونو پر وړاندې د ملي تسلط ملاتړ کوي او ستایي یې.»[۹]
ځینې لیکوالان د نشنلیزم نور ډولونه هم یادوي، لکه «مدني نشنلیزم، مذهبي نشنلیزم» او نور. خو زموږ د څېړنو له مخې او د هغو منابعو پر بنسټ چې زموږ په واک کې دي، یاد ډولونه چندان مشهور او معروف نه دي؛ له همدې امله مو پرېکړه وکړه چې په خپله څیړنه کې د یادو ډولونو له یادولو څخه ډډه وکړو.
ادامه لري…
مخکنۍ برخه | برخه وروستۍ
سرچینې:
[۱]. پازارگاد، ډاکټر بهاءالدین، مکتبهای سیاسی، بېتا، ص ۱۹۷.
[۲]. میرزایی، سید آیتالله، ناسیونالیسم و مدرنیتۀ سیاسی در مشروطۀ ایرانی، ۱۳۹۵ هـ.ش، ص ۱۷۷.
[۳]. میرزایی، صدیقه، هردر و ناسیونالیسم فرهنگی، دوفصلنامۀ علمی-پژوهشی، نهم کال، دویمه ګڼه، ۱۳۹۷ هـ.ش، ص ۱۲۵.
[۴]. پازارگاد، ډاکټر بهاءالدین، مکتبهای سیاسی، بېتا، ص ۱۹۸.
[۵]. میرزایی، سید آیتالله، ناسیونالیسم و مدرنیتۀ سیاسی در مشروطۀ ایرانی، ۱۳۹۵ هـ.ش، ص ۱۸۵.
[۶]. شعاعی، محمدعلي شیخ، ناسیونالیسم از دیدگاه اسلام، ۱۳۸۴ هـ.ش، ص ۱۰۳.
[۷]. الجندي، خالد عبدالقاعد، أبحاث في تاریخ الدولة العثمانیة، جلد ۲، ۲۰۲۰م، ص ۱۰.
[۸]. باقرزاده، محمدرضا، راهکارهای دستیابی به امنیت بینالمللی از منظر اسلام، ۱۳۹۴ هـ.ش، ص ۴۵.
[۹]. آشوري، داریوش، فرهنگ سیاسی، انتشارات مروارید، بېتا، ص ۱۶۷.