Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي تمدن»د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دوه دېرشمه برخه)
اسلامي تمدن یکشنبه _13 _جولای _2025AH 13-7-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دوه دېرشمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابورائف

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول

دوه دېرشمه برخه

ابوبکر کرخي
یو بل هوښیار مفکر او تکړه عالم چې په ریاضیاتو او تجربي علومو کې یې غوره مهارت او ستره ونډه درلوده امام ابوبکر کرخي و. نوموړي د حساب او الجبر په علومو کې چې د ریاضیاتو له مهمو څانګو څخه ګڼل کیږي بنسټیز او لوړ رول درلود.
د ابوبکر کرخي پېژندنه
اصلي نوم یې «ابوبکر محمد بن الحاسب الکرخي» و او د بغداد په «کرخ» نومې سیمه کې زېږېدلی و. د ده د زېږېدنې کره نېټه نه‌ ده معلومه، خو په بغداد کې یې په ۴۲۱ هجري کال (۱۰۲۰ عیسوي) کې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي. د هغه زیات شمېر علمي تولیدات په بغداد کې هغه مهال ترسره شول کله چې دا ښار د څلورمې هجري پېړۍ په وروستیو او د پنځمې هجري پېړۍ په لومړیو کې د یوه پیاوړي علمي مرکز په توګه پېژندل کېده.
الکرخي د حساب او الجبر علومو ته ځانګړې پاملرنه درلوده او د حساب په اړه یې یو کتاب ولیکه، نوموړي په دې کتاب کې له عددونو څخه استفاده نه ده کړې، بلکې د «جُمل حساب» (د الفبا له تورو څخه د عددونو د څرګندولو لپاره) کار اخیستی دی. دې طریقې د اوږدې مودې لپاره د عرب او مسلمان علماوو تر منځ رواج درلود، ځکه دوی د الفبا هر حرف ته یو ځانګړی عدد ټاکلی و. د الکرخي «الفخری في الجبر والمقابله» کتاب د محمد بن موسی خوارزمي (۱۶۴–۲۳۵ هجري) د «الجبر والمقابله» کتاب او د ابو کامل مصري (۲۳۶–۳۱۸ هجري) د «الکامل في الجبر» کتاب پر بنسټ لیکل شوی دی. الکرخي په علمي ډول د الجبر او مقابلې تحلیلي لار له خپلو مشرانو «الخوارزمي» او «ابو کامل مصري» څخه تعقیب کړه. له همدې امله د «الفخری في الجبر والمقابله» کتاب په خپل ځان کې نوې نظریې رانغاړي او له ده وړاندې یې هېڅ عالم په اړه څه نه دي ویلي، چې دا د الکرخي د تفکر د اصالت څرګندونه کوي. [۱]
ابوبکر الکرخي غوښتل چې د خپل یوه نږدې دوست وزیر «ابو غالب محمد بن خلف» چې په فخر الملک مشهور و، د احسان او مهربانۍ یوه برخه جبران کړي. فخر الملک د «سلطان بهاءالدوله بن عضدالدوله بویهي» وزیر و. له همدې امله الکرخي خپل کتاب ته د «الفخری في الجبر والمقابله» نوم ورکړ او دا اثر یې خپل عزیز دوست ابو غالب ته منسوب کړ.
یاد کتاب په رښتینې توګه د عربي او اسلامي امت لپاره د ویاړ وړ ګڼل کېدای شي ځکه چې د الجبر په علم کې د اصالت، ژورتیا او نوښت یوه بیلګه ده. له همدې امله د ابوبکر الکرخي «الفخری في الجبر والمقابله» کتاب کیدلی شي د عربي او اسلامي فرهنګ په چوکاټ کې د الجبر علم په برخه کې د علمي پرمختګ او ذهني خلاقیتونو یو ریښتینی معیار وبلل شي.
الکرخي د خپل ژوند ډېره برخه په غرنیو سیمو کې تېره کړې وه، له همدې امله یې په هندسه کې ډېر مهارت درلود. دا خبره د هغه له مشهور کتاب «حول حفر الآبار» څخه هم څرګندیږي چې تر نن ورځې د کارېدونکې (تطبیقي) هندسې له مهمو مراجعو او منابعو څخه شمېرل کېږي.[۲]
له هغو ریاضيکي مفکورو څخه چې الکرخي یا نوې رامنځته کړي او یا یې پخپلو آثارو کې استفاده ترې کړې دا مهم ټکي یادولای شو:
۱. داسې یو عدد چې که مربع ورزیاته شي نو نتیجه یې مربع کیږي، او که مربع ترې کمه شي، بیا به یې هم نتیجه یو مربع وي.
۲. دوه داسې عددونه چې د هغوی د مکعبونو مجموعه د دریم عدد له مربع سره برابره ده.
۳. د دوهمې درجې معادلو د حل لپاره د یوه عمومي قانون پراختیا.
۴. د هغو عددونو د تقریبي ریښو د موندلو قانون اصلاح چې ریښه یې په دقیق ډول نه‌ محاسبه کېږي.
۵. د مربع ریښې د موندلو لپاره د یو نوي قانون استنباط.
۶. د ګنګ عددونو د جمع او تفریق لپاره د نوو طریقو اختراع.
۷. د هیرون (۱۵۰ میلادي) په قانون کې بدلون راوستل، تر څو د مثلث مساحت د درې واړو ضلعو له مخې محاسبه شي.
۸. د مختلفو اساساتو له مخې د جبري مقادرو منظمه مطالعه.
۹. د عددي، هندسي او تطبیقي لړیو (دنباله‌ها)‌ مفصله مطالعه.[۳]
له بده مرغه د الکرخي ډېری علمي آثار له منځه تللي او یوازې لږ شمېر یې تر موږه را رسېدلي دي. هغه څه چې دا وضعیت یې لا بدتر کړی دا دي چې ګڼو معاصرو لویدیځو پوهانو د دې مسلمان عالم ځینې اختراعات په خپل نوم ثبت کړي دي.
د بېلګې په توګه هغه نظریه چې وايي: ددوومکعبعددونومجموعههېڅکلهیومکعبعددنه‌ شيکېدای. لویدیځوال ادعا کوي چې د دې نظریې مخترع فرانسوی عالم «پیر فرما» (۱۶۰۱–۱۷۶۶ میلادي) دی؛ خو دا ادعا ناسمه ده، ځکه چې دا نظریه د الکرخي په آثارو کې شتون لري. البته نسبتا ویلای شو چې فرما په دې نظریه کې د اثبات له پلوه یو څه بدلونونه راوړي دي.
الکرخي یو له هغو عربي او مسلمان عالمانو څخه و چې د نورو له متنونو د کاپي کولو او ژباړې څخه یې کرکه درلوده او پر ځای یې له تألیف، تحلیل او د نورو آثارو له شرح کولو سره ډېره علاقه درلوده. ده هېڅ موضوع داسې نه پرېښوده چې ژوره مطالعه یې په اړه نه وي کړې او وده یې نه وي ورکړې.
نوموړی یو تجربه‌لرونکی عالم او منظم دائرة‌المعارف و. له همدې امله که به یې په کومه موضوع لیکل کول نو په واضحو او ساده ټکو به یې د لوستونکي لپاره تشریح کوله. [۴]
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

 

سرچینې:

[۱]. سمیر عرابي، علومالفلکوالریاضیاتوالجغرافیاعندعلماءالعربوالمسلمین، ص ۵۳، دارالکتب الحدیث، لومړی چاپ، ۱۴۱۹هـ.ق، قاهره – مصر.

[۲]. روائعالحضارةالعربیةوالإسلامیةفیالعلوم، ص ۱۲۴.

[۳]. هماغه ماخذ، ص ۱۲۵.

[۴]. علومالفلکوالریاضیاتوالجغرافیاعندعلماءالعربوالمسلمین، ص ۵۳.

Previous Articleقرآن؛ تلپاتې معجزه (اوومه برخه)
Next Article د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (دوه‌دېرشمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته دېرشمه برخه)

شنبه _19 _جولای _2025AH 19-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اووه‌ دېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپږدېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته دېرشمه برخه)

شنبه _19 _جولای _2025AH 19-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول اته دېرشمه برخه…

نور یی ولوله
Blog

قرآن؛ تلپاتې معجزه (نهمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD0 Views

لیکوال: دکتور نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه نهمه برخه په بیاني اړخ کې د قرانکریم…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (پنځه دېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD0 Views

لیکوال شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه پنځه دېرشمه برخه د دین…

نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (اته دېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD1 Views

لیکوال: ابوعایشه نشنلیزم اته دېرشمه برخه ۲. سیاسي نشنلیزم له سیاسي نشنلیزم موخه دا ده…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته دېرشمه برخه)

شنبه _19 _جولای _2025AH 19-7-2025AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه (نهمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.