Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»دینونه»سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (درېیمه برخه)
دینونه پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (درېیمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهاجر عزیزي

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه

درېیمه برخه

د سیک مذهب بنسټ‌ايښودونکي (گورو نانک) ژوند ته کتنه
د سیک مذهب بنسټ‌ايښودونکی گورو نانک و، چې په ۱۴۶۹ میلادي کال کې د پنجاب ایالت اړوند د «تلوندی» په کلي کې زېږېدلی و. هغه په یوه نسبتاً بې‌وزله کورنۍ کې را لوی شو. د هغه پلار د کلي د یوه مسلمان زمیندار د مالي چارو مباشر و. دغه زمیندار، د نانک د پلار د وفادارۍ او د کورنۍ د بې‌وزلۍ له امله، له هغوی ملاتړ کاوه. کله چې یې د نانک هوښیارتیا او تیزهوشي ولیدله، نو ځانګړې پاملرنه یې ورته وکړه.
نانک له ماشومتوبه له زده‌کړو سره مینه درلوده او خپلې لومړنۍ زده‌کړې یې پیل کړې. هغه فارسي، سنسکریت او پنجابي ژبې زده کړې وې. نوموړي شاعرانه طبیعت درلود، کله‌ناکله به یې شعرونه ویل. سربېره پر دې، هغه د وینا په برخه کې هم ځانګړی توان درلود او د روښانه او اغېزمنې ژبې خاوند و.
سره له دې استعدادونو، نانک یو ګوشه‌نشین شخصیت درلود او له ټولنیزو اړیکو سره یې خاصه لېوالتیا نه درلوده. دا ځانګړنه یې د کورنۍ، په ځانګړې توګه د پلار د اندېښنې سبب شوې وه. پلار یې هڅه وکړه چې نانک کوم کار ته وهڅوي او له یوازیتوبه یې را وباسي. لومړی یې د یو څه مودې لپاره د شپانه دنده ور وسپارله، بیا یې د ګدام مسؤل کړ، خو نانک له دې کارونو سره علاقه و نه ښودله.
نانک شاوخوا د شل کلنۍ په عمر واده وکړ او له دغه واده څخه دوه اولادونه وزېږېدل. د نانک د خور مېړه، د سلطان‌پور ښار د واکمن په دربار کې لوړ مقام درلود. هغه نانک ته بلنه ورکړه چې په دغه ښار کې کار وکړي، او وړاندیز یې وکړ چې د خزانې د مسؤل په توګه وګمارل شي. دا وړاندیز د واکمن له‌خوا ومنل شو.
هلته، نانک له یوه «مردانا» نومي مسلمان سره آشنا شو، چې د هماغه واکمن په دربار کې به یې خدمت کاوه. نانک د دیني سرودونو ویلو ته مخه کړه او داسې یو ځای یې جوړ کړ چې مسلمانان او هندوان به کولای شول په ګډه پکې ډوډۍ وخوري (موسوعة الملل والأدیان، ټوک ۲، مخ ۱۳۵).
سره له دې، نانک هلته هم آرام و نه موند. ډېر ژر له خپل کار څخه ستړی شو او پرې‌ یېښود.
د ۱۵۰۰ میلادي کال په وروستیو کې، نانک سلطان‌پور پرېښود، څو یو صوفیانه او زاهدانه ژوند غوره کړي او د هغه دین تبلیغ پیل کړي، چې له یوې ځانګړې روحاني تجربې وروسته یې ترلاسه کړی و. دا روحاني تجربه هغه مهال ورته رامنځته شوه، چې په یوه ځنګل کې یې د سیند پر غاړه غسل کاوه؛ ناڅاپه ورک شو او یوه بلې نړۍ ته لاړ، هلته د خدای حضور ته وړاندې شو. په دې لیدنه کې، خدای نانک ته د اوبو یو جام ورکړ او ورته ویې فرمایل:«زه له تا سره یم. ته مې خوشبخته پیدا کړی یې. هر څوک چې ستا پیروي وکړي، هغوی به هم خوشبخته کړم. ولاړ شه، زما په نوم تبلیغ وکړه او خلک د خپلې لارې پیروي ته راوبوله. ځان له چټلو اوبو وساته، لمونځ، نیکي او تفکر ته ملا وتړه. دا جام مې له مینې او مهربانۍ درکړی دی.»
په هماغه شېبه کې، نانک یوه دعا وکړه، چې وروسته د سیک مذهب د سهار دعا (صبح‌گاهی) وګرځېده. هغه په دې دعا کې وویل:«خدای یو دی، نوم یې حق دی، پیدا کوونکی دی، له ازله دی، زېږېدلی نه دی، په خپل ذات قائم دی، ستر، مهربان او تلپاتې دی.» (الأدیان الوضعیة، مخ ۳۱۲)
نانک له درې ورځو غیبته وروسته له ځنګله راووت او د خپل پیغام تبلیغ یې پیل کړ. په دې لار کې، د هغه ملګری «مردانا» چې د نانک بلنه یې منلې وه، هم ملګری و. دوی دواړو د هند ګوټ ګوټ ته سفرونه وکړل، خو یوازې د پنجاب په سیمه کې یې دعوت بریالی شو، او ډېر کسان د «سیک» په نوم د دوی پیروان شول.
د سیک لیکنو له موجودو قراینو ښکاري چې نانک د مغولي امپراتور «بابر» د یرغلونو شاهد پاتې شوی و، او د دغو جګړو پر مهال یې تبلیغي فعالیتونه بند شوي وو. داسې هم ویل کېږي چې یو چا نانک ته د «راوي» سیند پر غاړه یوه ټوټه ځمکه ورکړه، او هلته یې د «کارتارپور» په نوم یو کلی جوړ کړ. د سیک مذهب بنسټ‌ايښودونکی او ښوونکی گورو نانک د خپل عمر وروستۍ برخه همدلته تېره کړه او په ۱۵۳۸ میلادي کال کې همدلته وفات شو.
له وفات مخکې، یې د «أنفادا» په نوم یو شاگرد خپل ځایناستی وټاکه او هغه یې د سیک مذهب دویم گورو اعلان کړ (هماغه، مخ ۳۱۲).
نانک له اسلام سره د مینې ادعا درلوده، خو له بلې خوا یې له خپلو هندويي روزنو او ریښو سره هم ژور تړاو درلود. له همدې امله یې هڅه وکړه چې د دغو دوو دینونو ترمنځ د یووالي یو پل جوړ کړي او د هند په لویه وچه کې د یوه نوي دین بنسټ کېږدي. ځینې څېړونکي باور لري چې نانک اصلاً یو مسلمان و، خو وروسته یې د یوه نوي مذهب بنسټ کېښود.
هغه د سیک مذهب لومړنی عبادت‌ځای (معبد) په کارتارپور (اوسني پاکستان کې) جوړ کړ. تر وفات وړاندې یې په ۱۵۳۹ میلادي کال کې، خپل یو پیرو د ځایناستي په توګه وټاکه. نانک د هند د پنجاب ایالت په «دیره بابا نانک» ښار کې خاورو ته وسپارل شو. په دغه ځای کې یوه ردا (جامه) ساتل کېږي، چې ویل کېږي نانک پورې اړه لري. پر هغې د سورۀ فاتحه او د قرآن کریم څو نورې لنډې سورې لیکل شوې دي.
له نانک وروسته، لس نور گوروګان د دې دین مشري ته ورسېدل، چې وروستی یې «گوبیند سینگ» (۱۶۷۵–۱۷۰۸) و. هغه د گوروګانو د لړۍ پای اعلان کړ. له دې وروسته، د سیک دیني مشران د «مهاراجه» په لقب پېژندل کېدل، چې تر ټولو مشهور یې «مهاراجه رانجیت سینگ» و، چې په ۱۸۳۹ میلادي کال کې وفات شو (الموسوعة الميسرة في الأديان والمذاهب والأحزاب المعاصرة، ټوک ۲، مخ ۷۶۵).
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Previous Articleد ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (درویشتمه برخه)
Next Article د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه (اته ویشمه برخه)

اړوند منځپانګې

دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۷)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD
نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۶)

پنجشنبه _29 _جنوري _2026AH 29-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD3 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰) د الهي حکمت…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD3 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱) د هرې ناروغۍ لپاره درملنه…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD6 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰) سریزه موږ په تېره برخه کې…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD7 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹) سریزه د دې لپاره…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.