Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د حج حکمت، فلسفه او اسرار (دولسمه برخه)
اسلام چهارشنبه _11 _جون _2025AH 11-6-2025AD

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (دولسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

ليکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زهي

د حج حکمت، فلسفه او اسرار 

دولسمه برخه

حجة الوداع او د هغې روزنیز او بلاغي ارزښت
حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په لسم هجري کال کې د فریضې حج ادا کړ، او په دغه حج کې له هغه سره شاوخوا سل زره کسان ملګري وو. دا حج، د وروستي حج په توګه وو او د امت سره د مخه ښه کولو حج و.
ټولې نښې او شواهد پر دې دلالت کوي چې له دې حج موخه د الله تعالی له لوري د ټولو تفصیلاتو وړاندې کول وو او یوه تصادفي پېښه نه وه؛ بلکې دا حج په خپل مناسب وخت ترسره شو.
“وَكُلُّ شَيْءٍ عِندَهُ بِمِقْدَارِ” «او هر څه د الله تعالی په نزد ټاکلې انداز لري».[۱]
تر دې وخته د یاد حج ځنډول ډېرې حکیمانه موخې او لوړ مصالح درلودل؛ ځکه چې اسلام په ټوله جزیرة العرب کې خپور شوی و، د مسلمانانو شمېر زیات شوی و، ایمان پیاوړی شوی و، مینې او محبت وده کړې وه او خلک د دین د زده‌کړې او له دین څخه د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شوي وو، زړونه او سترګې د لیدو او مراقبې تږي او ارمانجن وو. د فراق شېبه رانېږدې شوې وه او حتمي وه چې له امت سره خدای‌پاماني شوې وای. په همدې اساس رسول اکرم صلی‌الله‌علیه‌وسلم د حج د ادا کولو په موخه له مدینې منورې څخه ووت، ترڅو له مسلمانانو سره وویني، دیني مناسک یې ور وښيي، خپله نبوي ګواهي ورکړي، الهي امانت ورسوي، وروستني وصیتونه او سپارښتنې وکړي، له مسلمانانو څخه قوي ژمنه واخلي، د جاهلیت پاتې شوني له منځه یوسي او نښې یې له خاورو سره خاورې کړي.
دا حج له دومره برکت څخه ډک او پُرمحتوا و چې له زرو ویناوو او زرو درسي غونډو څخه زیات ارزښت یې درلود. دا حج یوه ګرځنده مدرسه، جومات او قرارګاه وه، دلته ناپوه خلک روزل کېدل، غافل انسانان بیداره کیدل، کم‌همته او سستې شوې ارادې بیرته تازه کېدې او ناتوانه کسان ځواکمن کېدل. د الله د رحمت ورېځو ټول انسانان که د سفر په حالت کې وو او که په خپلو ځایونو مېشت وو تر سیوري لاندې راوستل. دا ورېځې د رسول اکرم صلی‌الله‌علیه‌وسلم د ملګرتیا، دوستۍ، تربیې او سرپرستۍ ورېځې وه.
د مسلمانانو د عقلي پخوالي، ژورې مینې او له دې محبوب شخصیت سره د زړۀ د تړاو له نښو نښانو څخه دا وه چې هره لحظه او هره لویه او واړه پېښه چې ظاهراً مهمه نه ښکارېده ثبت کیده. داسې پېښې چې د نورو مشهورو مشرانو، پاچاهانو، حاکمانو، علماوو او نوابغو په سفرونو کې تردې حده ارزښت نه ورکول کېږي.
دا هغه حالت او ځانګړنه ده چې یواځې له ریښتیني محبوب سره لېواله انسان یې لري: هر هغه څه چې له محبوب سره تړاو لري خوښوي؛ له یادونو څخه یې خوند اخلي؛ خبرې ورسره اوږدوي، هیڅ لوی او واړه موارد نه پرېږدې او حساب پرې کوي. هیڅ نادر امر له څیړنې څخه نه پرېږدي.
 رسول اکرم صلی‌الله‌علیه‌وسلم د احرام د تړلو پر مهال له خوشبویۍ څخه استفاده وکړه، او راویان له هغو کسانو څخه یادونه کوي چې د هغه مبارک لپاره یې دا کار ترسره کړی و. دوی د خوشبویۍ نوم هم یادوي، او وایي: «عن عائشة رضی‌الله‌عنها قالت: طیبتُ رسولَ الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم بیدی بذریرةٍ في حجة الوداع للحل والإحرام» ( وروسته حضرت عایشې رضی‌الله‌عنها په خپل لاس د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم بدن د ذریره (یو ډول عطرو) په واسطه معطر کړ،.[۲]
په داسې ډول چې د مشک ځلا د هغه مبارک پر سر او ږیره ښکاریده، او هغه وخت تر ټوله غوره خوشبو مشک و.
ورپسې رسول اکرم صلی‌الله‌علیه‌وسلم د قربانۍ په حیوان نښه کوي، او راویان د دې قربانۍ ټول جزئیات بیانوي: دا چې دا نښه په ښي اړخ وه او که په چپ؟ او څه ډول وینه ترې وبهېده؟
همدارنګه دوی د هغه مبارک د حجامت روایت هم کوي، سره له دې چې حجامت یو طبي عمل دی، چې د حج له مناسکو سره هېڅ تړاو نه لري؛ خو بیا هم دوی پر بدن د حجامت ځای او هغه ځای یادوي کوم ځای کې چې دا عمل ترسره شوی و.
او هغه کس چې د دې مبارک سفر پر مهال د رسول اکرم صلی‌الله‌علیه‌وسلم تر شا سپور و، او همداراز هغه کس چې د هغه مبارک وېښتان یې خریلي، له دواړو راویانو  یادونه کوي. دوی دا هم بیانوي چې د سر وېښتان څه ډول وویشل شول، د ښي اړخ وېښتان چا ته ورسېدل؟ او د چپ اړخ چا ته؟
د دې ټولو جزئیاتو تر شا له ژورې مینې پرته بله هېڅ انګېزه نشته. که د قوماندانانو یا مشهورو قومونو د سفرونو په اړه دا ډول جزئیات راټول شي نو دا کار به بې‌ګټې او د وخت ضیاع وي.
په داسې حال کې چې ډېریو امتونو د خپلو پیغمبرانو د ژوند، سیرت، خبرونو او د ژوند د پړاوونو په ثبتولو کې کوتاهي کړې ده، او ډېری مهم اړخونه یې له لاسه ورکړي؛ هغه اړخونه چې پرته له هغوی د دوی ژوند او تاریخ نیمګړی دی. هغوی یواځې یو څو محدود معلومات ساتلي دي. هغه څه چې موږ د حضرت عیسی علیه‌السلام په ژوند په اړه را پاتې دي یوازې د هغه مبارک د ژوند د وروستيو دریو کالونو په اړه دي. همداراز په نورو متمدنو هېوادونو کې هم دیني شخصیتونه تېر شوي دي خو له نوم او څو محدودو معلوماتو پرته یې په اړه کوم بل څه نه دي راپاتې؛ نه یې کومه اړتیا پوره کړې، نه تنده خړوبوي، نه نسلونه رهبري کولای شي، او نه لارې رڼې کولای شي.
دوام لري…

سرچینې:

[۱]. سورت رعد، آیت ۸.

[۲] البخاري، محمد بن إسماعيل، صحیح البخاری، ج۴، ص۱۰، کتاب الحج، باب: الطیب للمحرم عند الإحرام، حدیث شمېره:

۲۸۸۵، دار طوق النجاة، چاپ: ۱۴۲۲هـ.

Previous Articleد حج حکمت، فلسفه او اسرار (یولسمه برخه)
Next Article د حج حکمت، فلسفه او اسرار (دیارلسمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (اووه وېشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د «خلق عظیم» مظهر (شپږمه او وروستۍ برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د «خُلق عظیم» مظهر (پنځمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (یوویشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD0 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزی د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک یوویشتمه برخه په عبادتونو کې…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (اووه وېشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD2 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه اووه وېشتمه برخه ج: د…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (دوهمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD10 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه دوهمه برخه د…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شلمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک شلمه برخه په عمومي ژوند…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (یوویشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (اووه وېشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.