Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د حج حکمت، فلسفه او اسرار (یولسمه برخه)
اسلام سه شنبه _10 _جون _2025AH 10-6-2025AD

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (یولسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زهي

د حج حکمت، فلسفه او اسرار

یولسمه برخه

د حج د ګټو د زیاتوالي او پر ژوند او نفس د هغوی د اغېزو د پیاوړتیا حکیمانه احکام
د دغو احکامو له ډلې یو بل حکم هم تلبیه «لبیک ویل» دي، چې شریعت یې په تکرار سره خلک ویلو ته هڅولې دي. رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم هم د غږ لوړولو او د تلبیې تکرار ته ارزښت ورکړی دی. له رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم څخه روایت شوی چې ویې فرمایل: «قال رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم: جاءني جبرائيل، فقال: يا محمد! مُر أصحابك فليرفعوا أصواتهم بالتلبية، فإنها من شعار الحج»؛ ژباړه: «جبرائیل علیه‌السلام زما حضور ته راغی او ویې فرمایل: ای محمده! خپلو ملګرو ته امر وکړه چې د تلبیې پر مهال دې خپل غږونه لوړ کړي، ځکه چې په لوړ غږ سره تلبیه ویل د حج له شعارونو څخه دی» (صحیح مسلم، ج ۴، ص ۱۰۷، د حج باب).
په لوړ غږ سره تلبیه ویل د انسان په بیداره کولو، د حج پر اهدافو د پوهېدو او د هغوی د درک کولو په برخه کې خورا ژور اغېز لري. تلبیه ویل د ایمان، مینې او د الله تعالی په حضور کې د عاجزۍ له لارې نفس ته قوت وربخښي. کله چې حاجي تلبیه وایي نو د هغه روح او روان ته د ایمان، روحانیت او توحید یو بهیر انتقالېږي، هاغسې لکه څه ډول چې د سیمونو او کیبلونو له لارې برېښنا انتقالېږي. دا روحي جریان حاجي دې چمتو کوي چې له دې ستر رکن څخه بشپړه ګټه واخلي. کله چې حاجي لبیک «لبیک اللهم لبیک، لبیک لاشریک لک لبیک، إن الحمد والنعمة والملك لاشریک لک». ووایي نو زړه یې د حج مقاصدو ته متوجه کیږي، مینه او ولوله یې راپاریږي  د محبت جام ترې جاري کیږي، او په رګونو کې یې د توحید لمبه بلېږي.
په دې توګه حاجي له ابراهیم خلیل‌الله
سره چې د توحید ستر پېغمبر و، روحاني اړیکه پیدا کوي، او له رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم او هغو دعوت‌ګرانو سره چې د ده نبوي لاره یې تعقیب کړې، فکري او روحي تړاو پیدا کوي، او د هغوی په حزب کې شاملېږي.
الله تعالی د حج لپاره دوه حرمتونه ټاکلي دي: یو د زمان حرمت او بل د مکان حرمت، تر څو د دې ستر رکن احترام، عظمت، حیرانتیا او  پر وړاندې یې د مسؤلیت احساس نور هم پیاوړی شي، او حاجي د خپلو ټولو حرکتونو، تګ راتګ او هوساینې پر مهال بیدار، محتاط او په فکري لحاظ متوجه پاتې واوسي، او آن یوه شېبه هم له دې روحاني فضا څخه غافل پاتې نشي. الله تعالی فرمایي: [إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ذَٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ فَلَا تَظْلِمُوا فِيهِنَّ أَنفُسَكُمْ]. ژباړه: “بېشكه د الله په نیز د میاشتو (معتبر) شمېر دولس میاشتې دى، د الله په كتاب كې، په هغه ورځ چې هغه پیدا كړل اسمانونه او ځمكه، له هغو نه څلور (میاشتی) د حرمت والا دي، همدغه سم (نېغ) دین دى، نو تاسو په دغو كې په خپلو ځانونو ظلم مه كوئ او تاسو ټول له دغو مشركانو سره جنګ كوئ، لكه څنګه چې دوى له تاسو سره جنګ كوي ټول او پوه شئ چې یقینًا الله د پرهېزګارانو مل دى.” (سوره توبه، آیت ۳۶)
او فرمایي: [يَسْأَلُونَكَ عَنِ الشَّهْرِ الْحَرَامِ قِتَالٍ فِيهِ قُلْ قِتَالٌ فِيهِ كَبِيرٌ]. ژباړه: “دوى له تا نه د حرامو میاشتو په باره كې تپوس كوي، په هغې كې د جنګ كولو ( په باره كې)، ته (ورته) ووایه: په هغې كې جنګ كول لویه ګناه ده.” (سوره بقره، آیت ۲۱۷)
او امام مسلم روایت کړی دی چې رسول اکرم صلی‌الله‌علیه‌وسلم وفرمایل: «إن الزمان قد استدار كهيئته يوم خلق الله السموات والأرض، السنة اثنا عشر شهراً، منها أربعة حرم: ثلاثة متواليات: ذو القعدة، ذو الحجة، المحرم، ورجب مضر الذي بين جمادى وشعبان». ژباړه “بېشکه زمان (تقویمي نظم) بېرته د هغه ورځې په څېر شوی دی چې الله تعالی ځمکه او آسمانونه پیدا کړل. کال دولس میاشتې لري، چې د هغوی له جملې څلور میاشتې حرامې دي: درې پرله‌پسې میاشتې: ذو القعده، ذو الحجه، محرم، او همدارنګه د مضر رجب میاشت چې د جمادي او شعبان ترمنځ ده.” (صحیح مسلم، ج ۵، ص ۱۰۷، د حرمتونو باب، حدیث: ۴۴۷۷).
او د مکان د حرمت په اړه په قرآن کریم کې راغلي دي: [إِنَّمَا أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ رَبَّ هَذِهِ الْبَلْدَةِ الَّذِي حَرَّمَهَا وَلَهُ كُلُّ شَيْءٍ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُسْلِمِينَ]. ژباړه: “بېشكه ما ته حكم شوى دى چې يواځې د دې ښار د رب عبادت وكړم، هغه (الله) چې ده ته يې حرمت (عزت) وركړى دى او هر شى خاص د هغه لپاره دى او ما ته حكم راكړى شوى دى چې زه له مسلمانانو څخه شم. (سوره نمل، آيت ۹۱).
او د مکې د فتحې په ورځ، رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم وفرمايل: «عن ابن عباس، عن رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم أنه قال يوم الفتح (فتح مكة): «لا هجرة، ولكن جهاد ونية، فإذا استنفرتم فانفروا». وقال رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم يوم الفتح: «إن هذا البلد حرمه الله يوم خلق السماوات والأرض، فهو حرام بحرمة الله إلى يوم القيامة، لا يُختلى خلاها، ولا يُعضد شوكها، ولا يُنفّر صيدها، ولا تُلتقط لقطتها إلا من عرّفها». فقال العباس رضی‌الله‌عنه: يا رسول الله، إلا الإذخر، فإنه لقينهم ولبيوتهم. فقال رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم: «إلا الإذخر»». ژباړه: ابن عباس رضي‌الله‌عنه روایت کوي چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د مکې د فتحې په ورځ وفرمایل: “له دې وروسته هجرت نشته، مګر جهاد او نیت (شته)، نو که تاسو ته د جهاد امر وشي، نو راووزئ.”
او رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم وفرمايل:
“بېشکه دا ښار الله تعالی هغه ورځ حرام ګرځولی دی چې آسمانونه او ځمکه یې پیدا کړل. دا ښار به د الله تعالی د حرمت له مخې د قیامت تر ورځې پورې حرام وي. دلته به نه شنه بوټي پرې کیږي، نه به اغزي وهل کېږي، نه به ښکار ترسره کیږي، او نه به یې ورک شوی شی را اخیستل کېږي، ورک شی به هغه وخت را پورته کیږي چې لومړی وپېژندل شي او وروسته یې خپل مالک ته وسپاري.”
عباس رضي‌الله‌عنه عرض وکړ: “ای د الله رسوله! د اذخر بوټی مستثنا کړه، ځکه چې دا زموږ د طهارت ځایونو او کورونو لپاره اړین دی.” رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم وفرمایل: “مګر اذخر (چې اخیستل یې روا دي).” (سنن نسائي الکبری، ج ۵، ص ۱۹۵، کتاب الحج، حدیث: ۱۰۲۳۳).
او د حرم په حدودو کې د ګناه مرتکب کیدل سخت او ستر جرم دی، تر دې حده چې ځينو علماوو فتوا ورکړې ده چې د نورو ځایونو برعکس په دې مبارکه سيمه کې د ګناه نيت هم د ګناه په مانا ده، ځکه چې الله تعالی فرمايي: [وَمَنْ يُرِدْ فِيهِ بِالْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ]. ژباړه: “او څوك چې په ده كې په ظلم سره د الحاد (او بې لار توب) اراده وكړي (،نو) مونږ به په هغه له ډېر دردوونكي عذاب څخه (عذاب) وڅَكوو” (سورۀ حج، آيت ۲۵).
ابن کثير رحمه‌الله وایي: “دا د مکې د حرم ځانګړنه ده چې هر څوک پکې د ګناه اراده ولري، نو د همدغې ارادې له امله مجازات کېږي؛ که څه هم چې ګناه یې نه وي عملي کړې.” (تفسير ابن کثير، ج ۱، ص ۴۲۱).
همداراز، الله تعالی د یادو دوو حرمتونو سربېره، د احرام حرمت هم ور زيات کړی، او د احرام لپاره یې ځانګړي آداب او احکام ټاکلي دي.د دې احکامو له جملې یو یې دا دی چې د احرام په حالت کې ښکار کول حرام دي. الله تعالی فرمايي: [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَقْتُلُوا الصَّيْدَ وَأَنتُمْ حُرُمٌ]. ژباړه “اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو ښكار مه وژنئ (ښكار مه كوئ)، په دې حال كې چې تاسو په احرام كې یئ.” (سورۀ مائده، آيت ۹۵).
او فرمايي: [أُحِلَّ لَكُمْ صَيْدُ الْبَحْرِ وَطَعَامُهُ مَتَاعًا لَكُمْ وَلِلسَّيَّارَةِ وَحُرِّمَ عَلَيْكُمْ صَيْدُ الْبَرِّ مَا دُمْتُمْ حُرُمًا وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ]. ژباړه: “ستاسو لپاره د سمندر ښكار او د هغه طعام حلال كړى شوى دى، ستاسو او د (نورو) مسافرو د فايدې لپاره، او پر تاسو باندې د وچې ښكار حرام كړى شوى دى، څو پورې چې تاسو په احرام كې یئ او تاسو له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو به خاص هغه ته ورجمع كولى شئ.” (سورۀ مائده، آيت ۹۶.
شيخ الاسلام دهلوي رحمه‌الله وایي: “په حج کې دا مشروع شوې ده چې حاجي دې د احرام په حالت کې له ځينو شيانو ځان وساتي؛ تر څو د عاجزۍ، د زينت د پرېښودو، او د پرېشانی حالت یې ښکاره شي، او د الله تعالی د وېرې، د هغه د تعظيم، او د نفس د محاسبې احساس پکې را ژوندی شي، ځکه چې ښکار کول د تفريح او ساتیرۍ له جملې څخه شمېرل کېږي (” الدهلوی، احمد بن عبدالرحیم، حجة الله البالغة، ج ۲، ص ۴۴، ژباړه: شيخ الحديث مولانا سيد محمد يوسف حسين‌پور رحمه‌الله، انتشارات شيخ الاسلام احمد جام، ۱۳۸۱هـ، فردوسي مشهد..”).
او لکه څرنګه چې حج اکثره وخت يو اوږد سفر وي، الله تعالی فرمايي: [وَأَذِّنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَىٰ كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ] ژباړه: «او ته په خلقو كې د حج اعلان وكړه دوى به تا ته پیدل راشي او په هر خوار ډنګر اوښ باندې چې دغه (اوښان) به راځي له هرې لرې ژورې لارې نه» (حج، ۲۶).
د حج سفر له يوه وضعیت څخه بل وضعیت ته د لېږد سفر وي، نېږدېوالی او تعامل پکې ډېر وي، ملګرتياوې او دوستۍ پکې اوږدېږي، او بېلابېلې کړنې پکې ترسره کیږي، نو دا هر څه انسان ته د ډېرو منع شويو کارونو، دوکو، او شخړو د ارتکاب زمينه برابروي.
ځکه کېدای شي د انسان نفس راپاریږي، سينه یې تنګه شي، صبر یې تمام شي، او حاجي داسې کارونو ته مخه کړي چې په خپل وطن، استوګنځي، او د ژوند په عادي حالاتو کې به یې ځان ترې ساته، داسې ګناهونه، بد عملونه، او کړنې ترسره کړي چې د حج له روحيې او موخو سره ټکر لري.
نو له همدې امله، شريعت په ځانګړي ډول په حج کې له دې چارو څخه منعه کړې ده، ځکه چې حج د داسې چارو لپاره مناسبه فضا برابروي.
الله تعالی فرمايي: [الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَعْلُومَاتٌ فَمَنْ فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوقَ وَلَا جِدَالَ فِي الْحَجِّ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ يَعْلَمْهُ اللَّهُ وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَى وَاتَّقُونِ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ] «د حج (وخت) معلومې میاشتې دي، نو چا چې په دې میاشتو کې پر خپل ځان حج فرض کړ (د حج نیت یې وکړ)، نو نه دې هغه جماع (شهواني عمل) کوي، نه ګناهونه او نه جګړې د حج (په ورځو) کې او تاسې چې څه ښېګڼې (نېکۍ) کوئ الله تعالی پرې پوهېږئ او (له ځانونو سره) توښه واخلئ، بېشکه (تر هرڅه) غوره توښه تقوا (پرهېزګاري) ده او له ما نه ووېرېږئ اې د عقل خاوندانو» (بقره، ۱۹۷).
دې قوانینو او احکامو چې له زړه، اندامونو، نیت، عمل، ځای او زمان سره تړاو لري، د حج عبادت ته د تقدس، پاکۍ، تقوا، زهد، الهي مراقبت، د نفس نظارت او جهاد جامه ور اغوستې ده؛ داسې ځانګړتیاوې چې په نورو ادیانو او مذهبونو کې یې ساری نه لیدل کېږي. دغه روحیه د انسان په اخلاقو او ټولنیز ژوند ژور اغېز لري، چې په پایله کې یې د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم دا حدیث تحقق مومي: «هر څوک چې د الله تعالی لپاره حج ادا کړي، او جماع او ګناه و نه کړي، نو داسې پاک به بېرته راګرځي لکه تازه چې له خپلې مور نه زېږېدلی و» (الجزري، جامع الأصول، ج۹، ص۴۶۱، حدیث: ۷۱۵۴).
ادامه لري…
Previous Articleد حج حکمت، فلسفه او اسرار (لسمه برخه)
Next Article د حج حکمت، فلسفه او اسرار (دولسمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (اووه وېشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د «خلق عظیم» مظهر (شپږمه او وروستۍ برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د «خُلق عظیم» مظهر (پنځمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (یوویشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD0 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزی د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک یوویشتمه برخه په عبادتونو کې…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (اووه وېشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD2 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه اووه وېشتمه برخه ج: د…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (دوهمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD10 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه دوهمه برخه د…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شلمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک شلمه برخه په عمومي ژوند…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (یوویشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (اووه وېشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.