لیکوال: محمد عاصم اسماعیلزهی
د حج حکمت، فلسفه او اسرار
اوومه برخه
هغه کلنۍ ننداره چې د امت صفاوالی، اصالت او دین له تحریف او فساد څخه ساتي
حج یوه کلنۍ ننداره ده، چې د امت صفاوالی او اصالت ژوندی ساتي، او دین له تحریف، پټوالي، ګډوډۍ، او د خپلې اصلي سرچینې او بنسټ له جدا کېدو څخه ژغوري. حج، اسلامي امت له هغو دسیسو او خطاګانو څخه ژغوري، چې ډېری پخواني امتونه یې ښکار شوي دي. اسلامي امت د دې پرتمین او حکیمانه سازمان په مرسته، خپل مهربان، سوځنده، جذاب، نوراني، یوطرفه او ساده ابراهیمي طبیعت ژوندی ساتي، او له یو نسل څخه بل نسل ته یې انتقالوي. حج د هغه ژوندي، قوي او متحرک مکتب په څېر دی، چې د ناروغ بدن وریدونو او شریانونو ته وینه پمپ کوي، او له همدې لارې د اسلامي امت بېلابېل قشرونه په یوه واحد میدان او سطحه کې تر ارزونې لاندې نیسي. د امت عالمان او مشران د افراطیانو تېري، د بېځایه جعل کوونکو دروغ، د ناپوهانو ناسم تعبیرونه، او د بدعتګرانو خرافات ترې پاکوي، او بېرته یې له ابراهیمي ریښې، شفاف او خالص محمدي شریعت او اسلامي دین سره تړي.
همداراز، د حج له لارې اسلامي امت توانېدلی، چې خپل ديني، عقلي او فرهنګي یووالی وساتي، او له هغو سیمهییزو او محلي اغېزو څخه خوندي پاتې شي، کوم چې د امت یووالی، یوطرفهوالی، ابراهیمي توب، او اسلامي ـ محمدي رنګ له منځه وړي. ډېری پخواني ادیان او امتونه په دې مصیبت اخته شوي دي.
الله تعالی د اسلامي امت لپاره دا مقدر کړې ده، چې د مختلفو سیمو او هېوادونو په چاپېریال کې ژوند وکړي، او له بېلابېلو او ګڼو پړاوونو تېر شي؛ لکه: ګرمي او یخني، قوت او شاتګ، سختي او فشار، جګړه او مقاومت، د غولوونکو مادي او سیاسي هڅو انګیزه، د تمدن او مدنیت پرمختګ، مادي او مالي پراختیا، د رزق تنګي او کمبرخېتوب، هوسا ژوند او راحت، سختي او اسانتیا، فشار او آرامتیا، او د ظالمو دښمنانو او ظالمو پادشاهانو واکمني.اسلامي امت تل اړتیا لري، چې د ایمان لمبه بله وساتي، په خپلو غړو کې عاطفه، مینه، مهرباني، وفاداري او ورورولي راژوندۍ او تکرار کړي.په همدې اساس، الله تعالی حج د همدې جاوېدانه ونې لپاره یو پسرلی ګرځولی، څو هر کال د دې ونې ښاخونه شنه شي، پاڼې ورکړي، د الله په حکم مېوه ونیسي، او د همدې برکت له مخې، دا نړیواله ونه نوی او ښکلی لباس واغوندي.
شیخ الاسلام احمد بن عبد الرحیم دهلوي رحمهالله، چې الله تعالی د شریعت د اسرارو او مقاصدو د درک کولو باریکبین علم او ژور فهم ورکړی و، له نورو مخکې په خپل کتاب »حجة الله البالغة« کې دې ټکي ته اشاره کړې، او فرمایلي یې دي:»لکه څرنګه چې حکومت وخت ناوخت یوې داسې نندارې ته اړتیا لري، چې په ترڅ کې یې نیک انسان له فریبکاره، او مطیع انسان له سرغړونکي بېل شي، د حکومت غږ او شعار پورته شي، او د هېواد وګړي له یوه او بل سره لا ډېر اشنا شي؛ همدارنګه، اسلامي امت هم اړتیا لري، چې ریښتوني انسانان له منافقینو بېل شي، د خلکو له لوري په ډلهییزه توګه د الهي دین قبولول ښکاره شي، مسلمانان یو بل وویني، او هغه څه چې پرې نه پوهېږي، له یوه او بله یې زده کړي؛ ځکه نېک، مطلوب او ارزښتناک کارونه د یووالي، لیدو او مستقیمو اړیکو له لارې رامنځته کېږي. «
دهلوي رحمهالله زیاتوي:حج د ښکاره او مشهور دیني دود په توګه ټاکل شوی. په همدې اساس، دا د ټولنیزو ستونزو او ناسمو رواجونو د لهمنځه وړلو په برخه کې ډېره اغېزمنه وسیله ده. له حجه پرته بله هېڅ لاره د امت د مخکښانو د حالاتو د بیانولو او د هغوی لارې ته د نورو د تشویقولو په اندازه مؤثره نه ده.
د حج د مهمو ګټو له ډلې یوه دا ده، چې د ‘عرضه کولو’ او ‘نمایش ورکولو’ مفهوم پکې عملي کېږي؛ ځکه هر دولت او ملت یوه ځانګړې غونډه لري، چې پکې نږدې او لرې خلک سره راټولیږي، تر څو یو بل ښه وپېژني، او د خپلو دیني احکامو او شعائرو درناوی وکړي. حج هم د مسلمانانو لپاره همداسې یوه ستره ننداره او ټولیزه غونډه ده؛ مسلمانان پکې نورو ته د اسلامي امت عظمت، د اسلام د پیروانو په یوه واحد مکان کې راټولېدل، او پر خپل دین ټینګ پاتې کېدل څرګندوي.او همدا د الله تعالی د دې خبرې معنا ده چې فرمایي:“وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِّلنَّاسِ وَأَمْنًا”(او موږ بیتالله د خلکو لپاره د راټولېدو او امن ځای وګرځاوه.)(الدهلوي، احمد بن عبدالرحيم، حجةالله البالغة، جلد ۱، مخونه ۵۹ – ۶۰، ژباړه: شیخ الحدیث مولانا سید محمد یوسف حسینپور، خپرندویه: انتشارات شیخالاسلام احمد جام، ۱۳۸۱هـ، مشهد فردوسي)