۱- دارالعلوم دیوبند د هند په تاریخ کې لومړی داخلي اسلامي پوهنتون ګڼل کېږي، چې د خلکو په مرسته جوړ شوی دی او إن شاء الله په راتلونکي کې به هم په همدې طریقه خپل مزل غځوي.
۲- د مذهب په پیروۍ کې اعتدال او منځلاریتوب غوره کول؛ د اهل سنت والجماعت ټولو مشهورو فقهی مذاهبو ته درناوی کول او د اسلامي نړۍ د بېلابېلو فکري نهضتونو د حرمت ساتنه او فروعي اختلافاتو ته لمن نه وهل.
۳- د هغې سمې عقیدې خپرول، چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه منقوله ده او د امت د مخکښو کسانو، یعنې صحابهوو، تابعینو او د هغوی د نېکو پیروانو له لوري را نقل شوې ده.
۴- د بدعتونو او خرافاتو سره مبارزه کول او همداراز د انبیاوو، اولیاوو او صالحینو په اړه د هغو عقاید و ختمول، چې د شرعي اصولو خلاف وي.
۵- پر خدای تعالی توکل او باور، ساده او بېتکلفه ژوند، د حق په لار کې جهاد، د اسلامي شریعت د آدابو پابندي، او د علماوو او صالحینو بڼه او اخلاق غوره کول.
۶- اسلامي احکامو او فرایضو ته همیشنۍ او دقیقه پاملرنه، په تېره بیا پر خپل وخت او په جماعت سره د لمنځونو کول. په دې پوهنتون کې تر بل هر څه وړاندې خپل زده کوونکي او کارکوونکي د دې فریضې په ادا کولو مکلفوي.
۷- دارالعلوم دیوبند، ظاهري بڼې ته دومره اهمیت نه ورکوي لکه څومره چې د باطني حقیقتونو ارزښت ته متوجه دي؛ له همدې امله له تشو تبلیغاتو ځان ساتي او خپلې چارې له هر ډول شور او ماشور پرته پرمخ وړي.
۸- د اخلاص او احتساب روحیه، د دې ټولو فعالیتونو اساس دی.
د دارالعلوم دیوبند د استثنايي او بېساري ولسي ملاتړ راز
د اسلامي نړۍ د وخت وتلي شخصیت او د «المنار» تفسیر لیکوال شیخ رشید رضا مصري، چې کله دارالعلوم دیوبند ته ورغلی و، نو دا موضوع یې په بشپړه توګه درک کړې وه او خپل تأثرات یې داسې بیان کړي دي: «په هند کې هېڅ شي زما سترګې دومره رڼې نه کړې لکه د دارالعلوم دیوبند لیدو چې رڼې کړې. دارالعلوم دیوبند یا د «هند په الأزهر» کې مې د یوه نوي دیني او علمي نهضت نښې ولیدې، چې هیله لرم ډېره ګټوره به تمامه شي.»
په دارالعلوم دیوبند کې د اخلاص روحیه هر لیدونکی حیرانوي، هغه که ستر علمي شخصیت وي او که یو عادي مسلمان؛ ځکه چې په هر ګوټ کې یې عجیبه دیني احساسات، زړهراښکونکي علمي څېړنې او د شریعت د احکامو د عملي کولو معنوي فضا لیدل کیږي او دا د دارالعلوم دیوبند د هر استاد، زده کوونکي او کارکوونکي ځانګړنه ده.
استاد ابراهیم محمد سرسیق، چې د سعودي عربستان د «المدینه» ورځپاڼې استازی و، هم په دې حقیقت اعتراف کړی. هغه د دارالعلوم دیوبند د تاسیس د سلمې کلیزې د سترې غونډې د مفصل راپور په ترڅ کې، چې د شنبې په ورځ د ۱۹ جمادی الاول ۱۴۰۰ ق خپور شو، خپل تأثرات داسې بیان کړي دي: «له دې پوهنتون سره د خلکو مینه او علاقه رښتیا هم زما د حیرانتیا او خوښۍ سبب شوه؛ ځکه ډېر کم داسې لیدل کېږي چې د خلکو او د خپلو علمي مؤسسو ترمنځ دې دومره پراخه مینه، علاقه، مرسته او قلبي تړاو موجود وي. د محبت او احسان کومې صحنې مې چې هلته ولیدې، د هغوی مثال مې یوازې د حج په مراسمو او د عرفات په میدان کې لیدلی و».
مسلمانه ټولنه په دیني چارو کې پر دارالعلوم دیوبند دومره اعتماد لري چې په هند کې بله یوه مدرسه او پوهنتون هم له دمره حیثیت څخه نه ده برخمنه. هغوی دارالعلوم دیوبند د دین، عقیدې او اسلامي احکامو پر ضد د ټولو یرغلونو پر وړاندې د کلکې دفاع یو ستر روحاني او معنوي پناهځای ګڼي.
«په مومنانو كې ځينې داسې سړي هم شته چې په كوم شي يې [له] الله سره لوظ كړى و هغه يې ریښتيا كړ».
هغه سړي، چې د وحدت او یووالي لپاره یې ډېرې هڅې کړي او د امت د فقیه عبدالله بن مسعود رضی الله عنه له هغه مقیاس سره برابر خلک وو، چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د صحابهوو په اړه یې ویلي دي:
«زړونه یې تر ټولو پاک، علم یې تر ټولو ژور او تکلّف یې تر ټولو کم و.» هغه سړي چې په خپل چلند، علم او عمل یې د اخلاص د څلو بنسټونه کېښودل او ظاهر او باطن یې په ایمان ښکلي شوي وو.
له دنیا او د هغې له مظاهرو یې مخ واړاوه او له مادیاتو او مادي بوختیاوو تېر شول او هغو څیزونو ته یې شا کړه، چې طمعه کوونکي پرې حرص او سیالان په کې سیالۍ کوي. هڅه به یې دا وه، چې خلک د دوی له هغو کارونو بېخبره پاتې شي، چې په اخلاص به یې یواځې د الله تعالی د رضا لپاره ترسره کول.
ډېریو یې په خوراک او لباس کې سادګي غوره کړه او هغو خلکو ته به یې د قناعت درس ورکاوه، چې د دنیا د رنګینو غوښتونکي وو او خوندونو ته رسېدل یې ځانونو ته وروستۍ موخه ګرځولې وه. کله به چې چا لیدل، نو په دې به پوهېدل چې دنیا یو تېرېدونکی سیوری او زوال موندونکی نعمت دی او د دنیا ژوند د آخرت د تلپاتې ژوند لپاره د چمتوالي فرصت دی.
په داسې یو دور کې چې خلکو د مقام، شتمنۍ او ظاهري وجاهت د لهلاس ورکولو له امله د حسرت اوښکې تویولې، د دارالعلوم دیوبند عاقلانو یواځې د اسلام لپاره اوښکې تویولې.
د دارالعلوم دیوبند د لوړ تاریخ په اوږدو کې به تل داسې مخلص بندګان وو، چې په زړونو کې به یې د عشق مشعلونه بلول او په وجودونو کې یې د ژوند روح پو کاوه. کله چې انسان هغوی ته ګوري، نو خدای وریادیږي او کله چې ورسره کېني، نو زړونه یې د الهي مغفرت په لټه کېږي او کله چې معاشرت ورسره کوي، نو له دنیا سره یې مینه ختمیږي او له آخرت سره یې پیدا کېږي.
ولسي مرسته: یوازینۍ مالي سرچینه
د مسلمانانو د واکمنۍ په دوران کې د هند له اسلامي او غیر اسلامي مدرسو سره د حکومت له لوري مالي مرسته کېده. حکومت به د دغو مدرسو د لګښتونو د ورکولو په موخه موقوفات او مستغلات ځانګړي کول، خو کله چې د مسلمانانو حکومت نسکور او پر هند انګریزي استعمار واکمن شو، نو دا وضعیت په بشپړ ډول بدل شو. د پخواینو مالي مرستو چینلونه بند شول او د هیڅ رسمي ملاتړ هیله نه وه پاتې. همدې وضعیت ته په کتو د دارالعلوم دیوبند بنسټګرانو پریکړه وکړه چې دیني تعلیمي مرکزونه به د مسلمان ملت د مالي مرستو پر بنسټ جوړوي او پر مخ به یې وړي.
دا هغه ژور او دقیق فکر و، چې وروستیو تحولاتو یې سموالی تائید کړ. د استعمارګرو تر ویستلو وروسته، د هند نیمه وچه په دوو هېوادونو (هند او پاکستان) وویشل شوه او په هند کې سیکولر نظام بنسټ کېښودل شو؛ داسې نظام چې د اساسي قانون له مخې له خاص دین څخه ملاتړ نه کوي، بلکې له ټولو دینونو سره یو ډول چلند کوي.
په دې حالت کې، د هر دین پیروان مکلف شول چې په خپله د خپلو مذهبي باورونو ساتنه وکړي، د دیني تعلیم لپاره تدابیر ونیسي او د خپل دین د ترویج لپاره هڅې وکړي.
د هند مسلمانانو هم د اسلام د ساتنې لپاره د دیني مدرسو او پوهنتونو د بنسټونو له پیاوړې کولو پرته بله لاره نه درلوده. په همدې لړ کې ستر دیني خوځښت وزېږېد، چې لومړۍ تیږه یې د دارالعلوم دیوبند بنسټګرانو کېښوده. د دغو دیني مرکزونو بقا او دوام د مسلمان ملت له مالي مرستو سره تړلې پاتې شوه.
د هند د مسلمانانو بېساري وفاداري او له اسلام سره د دوی ژور تړاو له دیني مدرسو او پوهنتونونو سره د دوی له مالي همکاری څخه څرګندیږي: د هند په هر ښار، کلي او قصبې کې د دیني مدارسو یوه پراخه شبکه شته، چې د دیني مسایلو او شرعي علومو په تدریس بوختې دي، نوي نسل ته دیني پوهه ورکوي او د خلکو د مرستو له لارې خپل فعالیت ته دوام ورکوي.