د دې څېړنې په مخکنۍ برخه کې د سید جمال الدین افعان د سیاسي دریځ او له استعمار او استبداد سره په مواجه کېدو کې د هغه رول بیان شو. اوس د هغو په دوام د ویښتیا او عدالت د بیرغ لرونکي په توګه د نوموړي مقام ارزوو. سید جمالالدین افغان د ژور فکر او انقلابي روحیې په لرلو په نولسمه پېړۍ کې د اسلامي ویښتیا یوه ځلانده څېره وه، چې د عدالت غوښتنې او روښانتیا بیرغ یې په داسې وخت کې پورته کړ، چې اسلامي نړۍ د خارجي استعمار او داخلي استبداد په بند کې ښکېل شوې وه. هغه نه یوازې یو وتلی متفکر، بلکې مخکښ رهبر او عمل پالونکی مصلح و، چې هم یې د فکر په ډګر او هم یې د سیاست په صحنه کې بېبدیله رول ترسره کړ. په هغه وخت کې چې مسلمانان په ټوله اسلامي نړۍ کې له علمي زوال، فکري رکود او سیاسي وروستهوالي سره مخ وو، هغه په خپل بېساري نبوغ سره مسلمانان ویښتیا، خپلواکۍ او یووالي ته راوبلل. سید جمالالدین نه یوازې یو نظریه ورکوونکی، بلکې یو عمل کوونکی هم وو. هغه په خپلو ګڼو سفرونو، اغېزناکو ویناوو او خپلو لیکنو سره د اسلامي ملتونو ترمنځ د پوهاوي تخم وکاره او له ظلم او بېعدالتۍ سره یې د مبارزې اور په لمبو کړ.
د سید جمالالدین افکار پر څو اساسي اصولو ولاړ وو: لومړی: د غرب د فرهنګي او فکري یرغل پر وړاندې د اسلامي هویت رامنځته کول؛ دویم: د پردیو له استعمار او ولکې څخه خلاصون؛ درېیم: له داخلي استبداد او نااهله واکمنو سره مبارزه؛ څلورم: د مسلمانانو د عقلانیت، د علم د زده کړې او یووالي پیاوړتیا. هغه په دې باور و چې مسلمانان د اسلام د ښوونو له امله نه، بلکې د دین له اصیلو بنسټونو څخه د هغوی د انحراف له امله کمزوري کېږي. له دې مخې هغه مسلمانان اصیل اسلام ته ورستننېدو، د اسلامي تمدن بیارغونې او د معاصرې نړۍ له علمي او فکري پرمختګونو څخه ګټې اخیستنې ته وربلل.
هغه د خپل فعالیت په دورو کې له زیاترو مخکښو، متفکرانو او سیاستوالو سره په اړیکه کې و او هڅه یې کوله چې د هغوی او د خلکو د ټولنو ترمنځ فکري او عملي پیوند رامنځته کړي. له هند او ایران نیولې تر عثمانیانو او مصر پورې سید جمالالدین پرلپسې په لټه کې و، چې مسلمانان د غفلت له خوبه راویښ کړي او هغوی د غرب د استعمار له خطر او د خپلسرو حاکمانو له خیانت څخه خبر کړي. د هغه پرلپسې سفرونه که څه هم له جلاوطنۍ او تبعید سره مله وو؛ خو د اسلامي ویښتیا پر جریان یې بېساری اغېز وکړ. هغه په هند کې مسلمانان د انګلستان د استعمار پر وړاندې مقاومت ته راوبلل. په ایران کې یې د قاجار شاهانو استبداد وننګاوه؛ په مصر کې یې د اصلاح غوښتنې څپه راپورته کړه او په عثمانيانو کې د بهرنیو تهدیدونو پر وړاندې د اسلامي نړۍ د یووالي غوښتونکی شو.
خو د سید جمالالدین لاره هواره نه وه. استعمارګرو هغه خپل دښمن باله؛ ځکه نوموړي د هغوی د نقشو په افشا کولو مسلمانان د ولکې له منلو او تسلیمېدو څخه باسل. داخلي استبدادیانو هم هغه خطرناک مزاحم باله؛ ځکه هغه په کم سارې زړورتیا د هغوی فساد او خیانت په ډاګه کاوه. دا ګډ دښمنان د دې لامل شول، چې هغه په ځلونو ځلونو تر تعقیب لاندې ونیول شي، له یوې سیمې بلې سیمې ته تبعید شو او په پای کې د استعمار او استبداد د دسیسو په وسیله په غمجن برخلیک اخته شو.
پر دې سربېره د هغه فکر او لاره هیڅکله خاموشه نه شوه. په اسلامي نړۍ کې پر اصلاحي جریانونو او د خپلواکۍ غوښتنې پر نهضتونو د سیدجمال الدین اغېز بېساری و. د هغه شاګردان او پیروان په مصر کې له محمد عبده نیولې په هند کې تر اقبال لاهوري پورې د هغې ویښتیا څراغ روښانه وساته، چې نوموړي لګولی و. د هغه افکارو فکري او سیاسي انقلاب ته زمینه برابره کړه او ډېر د استعمار ضد خوځښتونه یې تغذیه کړل. حتا په معاصره دوره کې هم د هغه فکري میراث همغسې مبارزانو ته الهام ورکوي، چې د عدالت، آزادۍ او خپلواکۍ لپاره جنګېږي.
دا څېړنه به په علمي او مستند میکانیزم هڅه کوړي، چې د سیدجمال الدین افغان د شخصیت، افکارو او مبارزو بېلابېل لوري وارزوي. په دې لاره کې لومړی د هغه د ژوند د دورو تاریخې برخې بیانېږي. ورپسې د سیاست، دین او ټولنې په برخه کې د هغه افکار او لیدلوي څېړل کېږي. په پای کې په اسلامي نړۍ کې پر اصلاحي او خپلواکۍ غوښتونکو نهضتونو د هغه اغېزې ارزول کېږي. د دې څېړنې موخه نه یوازې د دې لوی متفکر د افکارو بیا لوستنه، بلکې د دې مهم ټکي ارزونه ده، چې څه ډول په معاصره نړۍ کې د هغه له ښوونو کار اخیستلی شو او له هغو څخه د نننیو ننګونو په تېرېدو کې ګټه واخلو.
سریزه
اسلامي تاریخ تل د داسې شخصیتونو د راڅرګندېدو شاهد دی، چې په حساسو پړاوونو کې یې د فکري او سیاسي تحولاتو تګلوری بدل کړی دی. د دې ځلانده څېرو ترمنځ سید جمالالدین افغان په سر کې ځای لري. هغه نه یوازې یو متفکر او نظریه ورکوونکی و، بلکې یو انقلابي عمل کوونکی او ټولنیز مصلح و، چې د بهرني استعمار د حاکمیت او داخلي استبداد په دوره کې یې د اسلامي ویښتیا او عدالت غوښتنې بیرغ ورپاوه. د هغه افکار او مبارزې نه یوازې د هغه په پخپله دوره کې، بلکې په وروستیو لسیزو کې اصلاحي او خپلواکۍ غوښتونکو غورځنګونو ته الهام ور په برخه کړ. د سید جمالالدین اهمیت یوازې د هغه په نظریو کې نه خلاصه کېږي، بلکې هغه د داسې شخصیتونو له ډلې و، چې په نظري برخه کې د محدود پاتې کېدو پرځای د عمل ډګر ته ور داخل شو او د اسلامي نړۍ په پراخه جغرافیه کې، له هند او ایران نیولې تر مصر او عثمانیانو پورې اغېزناک رول ترسره کړ.
په نولسمه پېړۍ کې اسلامي نړۍ له ګڼو بحرانونو سره مخ وه. له یوې خوا غربي استعمار د اسلامي سیمو پراخې برخې تر خپلې ولکې لاندې راوستې وې او د هغوی اقتصادي، فرهنګي او سیاسي سرچینې یې چور کولې. له بلې خوا د مسلمانانو داخلي حکومتونه، چې تر ډېره استبدادي او بېګټې وو، نه یوازې یې له استعمار سره د مقابلې وړتیا نه لرله، بلکې په ځینو مواردو کې به یې له هغه سره همکاري کوله. پردې سربېره علمي او فکري زوال اسلامي ټولنه د ضعف او تړاو په حالت کې واقع کړې وه. په داسې شرایطو کې سید جمال الدین افغان د حالاتو په دقیق تحلیل سره په دې باور و، چې له دې وضعیت څخه خلاصون یوازې د فکري ویښتیا، سیاسي یووالي او د اسلام عقلاني اصولو ته د ورګرځېدو له لارې شونی دی. هغه پر دې ټکي ټینګار کاوه، چې مسلمانان باید له پوهې او علمي پرمختګونو څخه په ګټې اخیستنې د خپل تمدن برم بېرته ورغوي او د استعمار او استبداد پر وړاندې ودرېږي.
د سید جمالالدین څرګنده ځانګړنه د قدرت او سیاست له میکانیزمونو څخه د هغه ژور درک و. د هغه د زیاترو همعصرو مصلحانو برعکس، چې اصلاح یې یوازې په فرهنګي او اخلاقي برخو کې لټوله، هغه دې پایلې ته رسېدلی و، چې فکري اصلاح به د سیاسي او ټولنیزو جوړښتونو له اصلاح پرته ګټوره نه وي. هغه په واقعیت پالونکي لیدلوري سره هم استعمارګران نقد کړل او هم داخلي مستبد واکمانو تر خپلې حملې لاندې راوستل. له داخلي استبدادونو او خارجي استعمار سره د هغه دوه اړخیزه مبارزه د دې لامل شوه، چې هم ورڅخه استعماري دولتونه وېره ولري او داخلي مستبد حکومتونه هغه یوه خطرناکه ننګونه وګڼي. له دې مخې د خپل ژوند په اوږدو کې په ځلونو تعقیب، تبعید او وځپل شو.
خو د سید جمالالدین اهمیت یوازې د هغه په سیاسي مبارزو کې نه خلاصه کېږي. نوموړی د هغو متفکرانو له ډلې و، چې د دین، سیاست او عقلانیت ترمنځ په پیوند یې باور درلود. د ثابتو دودپالو جریانونو برعکس، چې له معاصرې نړۍ سره یې له هر ډول تعامل څخه انکار کاوه، همداراز افراطي غرب پالونکي جریانونه چې یوازې د غرب تقلید ته یې خلک وربلل، سید جمالالدین منځنۍ لاره وړاندیز کړه. هغه په دې باور و، چې مسلمانان د خپل هویت په ساتلو سره کولی شي چې د غرب له علمي او تخنیکي لاسته راوړنو څخه ګټه واخلي او په ورته وخت کې د پردیو له فکري او فرهنګي ولکې خلاص شي. په همدې دلیل د هغه یو مهم فکري محور د دین او سیاست په پوهاوي کې د عقلانیت پر لور ټینګار و. هغه دین نه یوازې د ولکې او تحمیلولو وسیله، بلکې د قدرت، پوهاوي او پرمختګ یوه وسیله بلله.
په دې څېړنه کې به هڅه وشي چې د سید جمال الدین افغان د شخصیت، فکر او مبارزو بېلابېلو اړخونه وارزول شي. لومړی د هغه د ژوند د دورو تاریخي برخې او هغه شرایط تحلیلېږي، چې په هغو کې یې فعالیت پیل کړ. ورپسې په بېلابېلو برخو لکه سیاست، دین او ټولنیزو اصلاحاتو کې د هغه افکار او لیدلوري څېړل کېږي. په پای کې د اسلامي ویښتیا او خپلواکۍ غوښتنې پر غورځنګونو د نوموړي اغېزې ارزول کېږي، تر څو روښانه شي چې څه ډول د هغه افکار په اسلامي نړۍ کې اصلاحي حرکتونو ته الهام ورکوي.
دا مقاله په دې اړه ده، چې نه یوازې سید جمالالدین د تاریخي شخصیت په توګه وارزوي، بلکې دې پوښتنې ته ځواب ووایي، چې څه ډول کولی شو په معاصره نړۍ کې د هغه له ښوونو ګټه واخلو. کومه لاره چې هغه راښوده، آیا د اسلامي نړۍ د نننیو ننګونو د حل لپاره لاره جوړولی شي؟ آیا د هغه د افکارو او د نننیو سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي مسایلو ترمنځ پیوند رامنځته کولی شي؟ دا څېړنه په علمي او مستند میکانیزم سره د دې پوښتنو لپاره د ځوابونو د موندلو په لټه کې ده، چې د سید جمالالدین افغان مقام نه یوازې په تېر، بلکې د اسلامي ویښتیا په راتلونکې کې هم روښانه کړي.