د افغانستان فیلسوف؛ علامه سید جمال الدین افغان رحمه الله (دیارلسمه برخه)
پایله
سید جمال الدین افغان رحمه الله، چې د “ختیځ حکیم” او “د آزادۍ شهید” په لقب یادیږي، بې له شکه د اسلام او ختیځ په تاریخ کې یو له سترو شخصیتونو څخه دی. هغه د نولسمې پیړۍ په دویمه نیمایي کې د یو ټولنیز او سیاسي اصلاح کوونکي په توګه راڅرګند شو، په داسې وخت کې چې اسلامي او ختیځ هیوادونه د اروپایي استعمارګرو تر ولکې لاندې وو او همدارنګه له کورني فساد او سیاسي ظلم سره مخ وو. په هغه وخت کې، د ختیځ ډیری ملتونه له جدي ننګونو سره مخ وو او د بهرني او کورني تسلط لاندې اسیران وو. له همدې امله، د سید جمال الدین افغان رحمه الله په څیر د یو شخصیت راڅرګندیدل چې له دې حالت څخه د مسلمانانو د خلاصون او د هغوی د تېر برم او عظمت بیا را ژوندي کولو په لټه کې وو او د ختیځ د ملتونو لپاره د ویښتیا او پوهاوي د سمبول په څیر وو.
سید جمال الدین افغان رحمه الله په دې ښه پوهیده چې د استعمارګرو او استبدادي قدرتونو څخه خلاصون یوازې د پوهاوي او علم له لارې ممکن دی. هغه په دې باور وو چې آزادي او خپلواکي یوازې د کورنیو اصلاحاتو له لارې ترلاسه کیدی شي، یعنې د خلکو د تعلیم او د هغوی د پوهاوي د پیاوړتیا له لارې. که څه هم د هغه وخت ډیری سیاسي مشرانو د شخصي ګټو او د لویو بدلونونو د ویرې له امله دا اصلاحات له پامه غورځولي وو، سید جمال الدین هیڅکله هم له دې لید څخه لاس وانخیست او د ختیځ خلکو د پوهاوي په لاره کې هوډمن و. هغه علم او پوهه د استعمار او ظلم پر وړاندې د یوې پیاوړې وسلې په توګه ګڼل، او باور یې درلود چې دا علم دی چې کولی شي خلک له خوبه راویښ کړي او دوی ته د کورني او بهرني ظلم سره د مقابلې ځواک ورکړي. له همدې امله، د هغه اصلي شعار “علم او پوهاوی د آزادۍ وسلې دي” وو.
سید جمال الدین افغان رحمه الله د دې په هڅه کې و چې د ختیځ خلک نه یوازې له استعمارګرو څخه آزاد شي، بلکې اصلاح غوښتونکي او مبارز ځواکونه هم د دوی له دننه څخه را پورته شي. هغه تل ټینګار کاوه چې استعمارګران او لویدیځ قدرتونه په دې ښه پوهېدل چې په اسلامي او ختیځو ټولنو کې علمي او کلتوري پرمختګ به د دوی د ولکې بنسټونه ولړزوي. هغه په دې باور وو چې استعمارګران تر خپلې ولکې او استعمار لاندې هیوادونو کې د نالوستۍ او ناپوهۍ په خپرولو سره د هغوی د ارادو، کورني ظرفیتونو او وړتیاوو د کمزوري کولو په لټه کې دي. په ځانګړې توګه د لویدیځو هیوادونو په پرتله چې په علمي، تخنیکي او اقتصادي برخو کې یې د پام وړ پرمختګونه کړي و، سید جمال الدین افغان په دې باور وو چې ختیځ هیوادونه باید د دې ګواښونو په وړاندې مقاومت وکړي او د خپلو خلکو په منځ کې د زده کړې او پوهې د کچې په ښه کولو سره استعماري قدرتونو ته ماتې ورکړي. د سید جمال الدین افغان دا عقیده په حقیقت کې د اسلامي او کلتوري ارزښتونو د بیا راژوندي کولو او همدارنګه علمي پرمختګونو ته د پاملرنې غوښتنه وه، چې په اسلامي او ختیځو ټولنو کې د بیا راژوندي کیدو معنی لري.
خو د سید جمال الدین افغان رحمه الله افکار او نظریات یوازې علم او پوهې مسلې پورې محدود نه وو. هغه په خپل زړورتیا او ژور بصیرت سره په اسلامي او ختیځو هیوادونو کې په کورني ظلم او فساد نیوکه وکړه او د دې ټولنو د سیاسي او ټولنیزو جوړښتونو د اصلاح لپاره یې کار وکړ. سید جمال الدین افغان ښه پوهیده چې له سیاسي او ټولنیزو اصلاحاتو پرته، په اسلامي او ختیځو ټولنو کې هیڅ بنسټیز بدلون نشي راتلای.
له همدې امله، هغه د اصلاحاتو د ترسره کولو لپاره له سیاست او سیاسي فعالیتونو څخه د یوې اصلي وسیلې په توګه کار اخیست. هغه هڅه وکړه چې د اسلامي هېوادونو واکمنان د ظلم او فساد له حالت څخه د اړینو اصلاحاتو او بدلونونو لارې ته لارښوونه وکړي، او په دې لاره کې یې د اسلامي هېوادونو په یووالي او د ختیځ د ملتونو ترمنځ پر پیوستون ټینګار وکړ. سید جمال الدین افغان په دې باور وو چې که دا ملتونه سره متحد شي او د اختلاف او ویش مخه ونیسي، نو دوی کولی شي آزادي او خپلواکي ترلاسه کړي او د استعمار او بهرنیو ګواښونو په وړاندې مقاومت وکړي.
که څه هم سید جمال الدین افغان تل د کورنیو او ټولنیزو اصلاحاتو په لټه کې و، خو د هغه مبارزې د اسلامي هیوادونو او ختیځو پولو پورې محدودې نه وې. د خپل سیاسي ژوند له پیل څخه تر پایه پورې، هغه د یو نړیوال شخصیت په توګه پیژندل کیده چې د نړیوالو اصلاحاتو غوښتونکی و. هغه د اسلامي نړۍ او ختیځ مختلفو هیوادونو ته سفر وکړ او هرچیرې چې به وو، د پوهې د کچې لوړول او د علم او پوهې پراختیا به یې خپله ورځنۍ اجنډا ګرځوله. دغو سفرونو او هڅو د سید جمال الدین د نړۍ لید ژوروالی او په ټوله نړۍ کې د انسانانو د وضعیت په اړه د هغه اندیښنې وښودلې. سید جمال الدین افغان د لویدیځو استعمارګرو او استعماري نظامونو، په ځانګړې توګه د برتانوي استعمار په غندلو او نیوکې سره، د ظلم او استثمار په وړاندې د نړیوالې بیدارۍ د رامنځته کولو هڅه کوله.
سربېره پر دې، سید جمال الدین افغان رحمه الله هیڅکله د اصلاحاتو په لاره کې د پرتو ستونزو او محدودیتونو سره سره، د خپلو موخو له تعقیبولو څخه لاس وانخیست. هغه د ایران، عثماني امپراتورۍ او مصر په څیر هیوادونو کې له جلاوطنۍ او سیاسي محدودیتونو سره مخ شو او د هغه وخت د واکمنانو لخوا سخت تر فشار لاندې و. خو، دا فشارونه او تبعیدونه هغه له خپلې لارې څخه ونه ګرځاوه. هغه په ټولو شرایطو کې، که په جلاوطنۍ کې و یا له سختو مخالفتونو سره مخ و، په دوامداره توګه یې د ختیځ د خلکو په اصلاحاتو او آزادۍ ټینګار کاوه او د خپلو اصلاح غوښتونکو نظریاتو د خپرولو لپاره یې له هر فرصت څخه کار اخیست. په حقیقت کې، هغه په اسلامي او ختیځو ټولنو کې د بنسټیزو بدلونونو لپاره د همت ملا تړلې وه او هیڅکله د خپلو لوړو اهدافو له ترلاسه کولو څخه په شا نه شو.
په پای کې، سید جمال الدین افغان رحمه الله نه یوازې د یو ټولنیز او کلتوري اصلاح کوونکي په توګه پیژندل کیږي، بلکې د یو سیاستوال او سیاسي فعال په توګه هم پیژندل کیږي چې د ټولنیزو، کلتوري او سیاسي اصلاحاتو په لاره کې یې هیڅ راز هڅې و نه سپمولې. د هغه نظریات، په ځانګړې توګه د تعلیم او پوهاوي، اسلامي یووالي او پیوستون، او د استعمار او ظلم د غندنې په برخو کې، معتبر او اغیزمن پاتې دي. د خپلې زړورتیا او صداقت سره، هغه وکولای شول چې د اسلام او ختیځ په معاصر تاریخ ژوره اغیزه پرېږدي او د آزادۍ، خپلواکۍ او عدالت لپاره د مبارزې د سمبول په توګه وپیژندل شي. د سید جمال الدین افغان رحمه الله شخصیت به د نړۍ په تاریخ کې د یو نړیوال شخصیت په توګه په زرینو کرښو ولیکل شي چې په ملي او نړیواله کچه یې د لویو پرمختګونو او بدلونونو د رامنځته کولو هڅه کړې وه.
د سید جمال الدین افغان رحمه الله نظریات او کړنې په ټوله نړۍ کې د اصلاح غوښتونکو او د آزادۍ د لارې مبارزینو لپاره د یوې بېلګې او الهام بخښوونکې نمونې په توګه کارول کېدی. هغه په څرګنده توګه وښودله چې له ناپوهۍ، تفرقې او اختلاف څخه پرته، نورې بدې پدیدې نشته، او د اوږدمهاله اهدافو او بنسټیزو بدلونونو د رامنځته کولو لپاره باید د علم او پوهې په وسیله د ستونزو او ننګونو په وړاندې ودرېږو. د سید جمال الدین افغان رحمه الله نظریات زموږ لپاره د لارې مشال دی او کولی شي د نن ورځې له ستونزو او ننګونو سره په مخ کیدو کې مهم رول ولوبوي.