Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نشنلیزم»نشنلیزم (شپاړسمه برخه)
نشنلیزم شنبه _22 _فبروري _2025AH 22-2-2025AD

نشنلیزم (شپاړسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو عایشه

نشنلیزم (شپاړسمه برخه)

د پان-ترکیزم مشران
معلومات ښيي چې ډېرو کسانو د پان-ترکیزم په خپرېدو کې رول لوبولی او د هغې د عملي کولو لپاره یې هلې ځلې کړې دي. نن ورځ هم، د ډېرو کلونو له تېرېدو سره، دا پدیده په ترکانو کې په څرګنده توګه لیدل کېږي. په دې مقاله کې موږ هڅه کوو چې د دې ډلې تر ټولو مشهور شخصیتونه در وپېژنو.
ضیاء ګوک آلپ
یو له هغو کسانو څخه چې د ترکي او توراني ملتپالنې د بیا راژوندي کولو هڅه یې کړې، ضیاء ګوک آلپ و. هغه د دې پدیدې د خپرولو لپاره ډېرې هڅې وکړې، کتابونه یې ولیکل او په پراخه کچه یې خپاره کړل. ضیاء ګوک آلپ غوښتل چې یوه نوې ترکیه جوړه کړي، چې د عثماني ترکانو او د تېرو تورانیانو ترمنځ د اړیکې وسیله شي.
ضیاء ګوک آلپ (۱۸۷۴-۱۹۲۴) د جنوب ختیځ اناتولیا په کرُد مېشتي ښار، دیاربکر کې زیږېدلی و. هغه په اصل کې یو ځانښوونکی شخصیت و، چې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د پان-ترکیزم غورځنګ له مشهورو څېرو څخه شو. په حقیقت کې، هېڅوک نشي کولی په ترکیه کې د ملتپالنې ودې او د پان-ترکیزم د رامنځته کېدو یادونه وکړي، پرته له دې چې د دې بنسټ ایښودونکي او نوښتګر، ضیاء ګوک آلپ، نوم وانخلي.
نوموړی د عصري ترکي ملتپالنې پلار او د هېواد یو له خورا مشهورو مفکرینو څخه ګڼل کېږي. هغه نږدې ۳۰۰ مقالې ولیکلې، چې د ۱۹۰۸ څخه تر ۱۹۲۱ زېږدیز کال پورې د ناکراره کلونو په جریان کې په بېلابېلو خپرونو کې چاپ شوې.
ضیاء ګوک آلپ د ۱۹مې او ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې د عثماني امپراتورۍ د وروستیو کلونو یو روڼ اندی و.
ضیاء ګوک آلپ (۱۲۹۱-۱۳۴۳ هـ ق / ۱۸۷۴-۱۹۲۴ ز) د خپلې دورې تر ټولو لوی لویدیځ‌پلوه ترکي مفکر او نظریه ورکوونکی ګڼل کېږي. د “پان-اسلامیزم” پر خلاف، هغه د ترکي ملتپالنې، د لویدیځ تمدن بشپړ تطبیق او تقلید، د ترکي ملت د ظلم او ناپوهۍ د زنځیرونو د ماتولو لپاره ضروري بلل.
ضیاء ګوک آلپ، د طه حسین په څېر، ادعا کوله چې ملت یې له اروپا سره تړلی دی، نه له اسلامي نړۍ سره. له همدې امله، ترکیه باید له ختیځ سره خپلې ټولې کلتوري، فکري او ټولنیزې اړیکې پرې کړي او له لویدیځ سره ونښلي.
ګوک آلپ ټینګار کاوه، چې نه یوازې ټیکنالوژي او صنعتي محصولات، بلکې د لویدیځ روح، نظام او ارزښتونه هم باید په بشپړه توګه ومنل شي. هغه په دې باور و، چې زاړه او دودیز ارزښتونه باید پرېښودل شي او په ورته وخت کې، د ترکیې “ملیت”، “پان-ترکیزم”، او د ترکانو لرغوني کیسې او افسانې باید بیا راژوندۍ شي.
علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله په خپل کتاب “د مسلمانانو په زوال کې نړۍ څه له لاسه ورکړل؟“ کې د شکیب ارسلان له قوله لیکي:
“په ترکیه کې دویمه ډله شتون لري، چې د لومړۍ ډلې برعکس، د عثماني ترکانو پر ځای پر توراني قومیت ټینګار کوي.”
په دې ډله کې تر ټولو مشهورې څېرې او شخصیتونه ضیاء ګوک آلپ، احمد آغایوف او یوسف آقشورا دي. وروستي دوه کسان له روسیې څخه ترکیې ته راغلي دي.
د دوی سربېره، جلال ساهر، یحیی کمال، حمدالله صبحي او محمد امین بیګ (یو مشهور شاعر) او همدارنګه ډېر لیکوالان، مفکرین، زده کوونکي او د نوي نسل استازي هم د دې ډلې ملاتړ کوي.
دوی ادعا کوي، چې ترکان د تمدن له پلوه تر ټولو لرغوني، اصلي او پرمختللي خلک دي او په اصل کې د مغولانو پر قوم ور ګډېږي.
دوی په دې باور دي، چې ترکان باید خپل اصل ته ور وګرځي، کوم چې دوی یې “توراني ټولنه” بولي. د پخوانیو خلکو د نظرونو پر خلاف، دا ډله باور لري:
“ترکان، لومړی ترکان دي او بیا مسلمانان.”
د دې ډلې شعار بې دیني، ګډوډي او د اسلامي ټولنې تر پښو لاندې کول دي، خو یوازینۍ استثنا یې دا ده، چې که اسلامي ټولنه د توراني ملتپالنې د خپرولو وسیله وګرځي.
په داسې حالت کې، اسلام یوازې یوه وسیله ګڼل کېږي، نه وروستۍ موخه.
مصطفی کمال اتاترک
د لومړۍ نړیوالې جګړې تر پای ته رسېدو او د ملتپالو او حکومت ترمنځ د شخړو له پیلېدو سره، د ترکیې په تاریخ کې یو نوی فصل پرانیستل شو.
مصطفی کمال د هغو ملتپالو مشري پر غاړه واخیسته، چې د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي خپلواکۍ د ساتلو لپاره یې هڅې کولې. د خپلواکۍ جګړې او د لوزان د سولې تړون له لاسلیک وروسته، هغه د ترکیې د ملي مقاومت سمبول شو.
اتاترک د اسلام د دښمنانو په لاس کې یوه وسیله شو او د اسلام پر وړاندې یې سخته مبارزه پیل کړه. د لویدیځو پلانونو د پلي کولو لپاره، اتاترک په ۱۹۳۲ زېږدیز کال کې قرآن کریم ترکي ژبې ته وژباړه او ژباړل شوی قرآن یې خلکو ته ووېشه.
همدارنګه، اذان یې ترکي ژبې ته واړاوه.
د جګړې تر پای ته رسېدو او د اتحاد او پرمختګ کمیټې د پاشاګانو له تیښتې وروسته، چې د ځوانو ترکانو د غورځنګ پای یې په نښه کړ، د واک ډګر ته د یوې نوې څېرې د راڅرګندېدو فرصت برابر شو.
هغه شخصیت، چې د عثماني امپراتورۍ د پای ته رسېدو، د ترکیې د جمهوریت د رامنځته کېدو او د خلافت د له منځه وړلو اعلان یې وکړ، مصطفی کمال و، چې وروسته په “اتاترک” مشهور شو.
اتاترک او لویدیځوال باداران
خو لویدیځوالو بادارانو، چې هغه یې واک ته رسولی و، د هغه کړنې بسنه ونه کړه.
دوی غوښتل، چې په دې خاوره کې اسلام په بشپړ ډول له منځه یوسي او اتاترک ته یې ډېر امرونه وکړل، چې هر یو یې د ملتپالنې پیاوړتیا ته لاره هواره کړه او د اسلام سره په ټکر کې و.
د “اسلام له نظره ملتپالنه“ کتاب لیکوال، د مصطفی کمال اتاترک او د اسلامي خلافت له منځه وړلو سره د ترکیې د کړکېچونو او ننګونو په اړه لیکي:
“هغه څه چې پېښ شول، د هغه چا د کړنو پایله وه، چې ظاهراً مسلمان و، مګر په باطن کې د شیطان پیرو، د امریکا او لویدیځ بې‌پوښتنې اطاعت کوونکی او غلام و.”
هغه یو ملتپال و، چې د مذهبي عقایدو پر ځای یې ملي احساساتو ته ترجیح ورکوله.
د ملتپالو له نظره، اتاترک یو اتل و، ځکه چې هغه وکولای شول، اسلام په بشپړه توګه له ترکي مليت څخه جلا کړي.
هغه واک ته تر رسېدو وروسته، د برتانوي او فرانسوي استعمارګرو سره یې د “لوزان“ په نوم یو تړون لاسلیک کړ.
برتانیا شرط ایښی و، چې یوازې هغه وخت به له ترکیې څخه خپل ځواکونه وباسي، که لاندې شرایط پوره شي:
  • د اسلامي خلافت ړنګول، له ترکیې څخه د خلیفه شړل او د هغه د ملکیتونو او شتمنیو مصادره؛
  • د اسلامي خلافت د ملاتړو خوځښتونو او تحرکاتو ځپل او له منځه وړل، چې ترکیه به یې عملي کولو ته ژمنه وي؛
  • له اسلام سره د ترکیې د اړیکو بشپړ پرېکون؛
  • د اسلامي قوانینو پر ځای د نوي مدني قانون جوړول.
د دې شرایطو په منلو سره، اتاترک د اسلامي خلافت د له منځه وړلو او د سیکولر ملتپالنې واکمنۍ ته لاره هواره کړه. [9]
هغه، چې په حقیقت کې د لویدیځ د قوانینو او پروګرامونو لپاره لېواله و، په همدې بسنه ونه کړه، بلکې لا نور هم وړاندې ولاړ او په ترکیه کې یې ډېر دیني ارزښتونه او قوانین منع کړل.
د هغه ځینې اقدامات په لاندې ډول دي:
  • د لوی او کوچني اخترونو او د جمعې د ورځې د رخصتۍ لغوه کول (پر ځای یې، د یکشنبې ورځ رسمي رخصتي کول)؛
  • د څو کلونو لپاره د حج مراسمو ته د تګ منع کول؛
  • د حجاب بندیز؛
  • په عربي ژبه د اذان منع کول او د هغه په ترکي ژبه خپرېدل؛
  • د ایا صوفیا جومات موزیم ته بدلول او د الفاتح جومات تمځای کول؛
  • د اسلامي کتابتونونو، مذهبي مرکزونو او مدرسو تړل؛
  • له اسلامي هېوادونو سره د اړیکو پرې کول؛
  • د عربي تورو پر ځای د لاتیني تورو رواجول؛
  • د هجري کلیزې پر ځای د عیسوي کلیزې رسمي کول.
دې سخت دریځي ترکي ملتپال تر دې حده زیاتی وکړ، چې حتی د برتانیا له سفیر څخه یې د خپل ځای ناستي کېدو غوښتنه وکړه؛ خو د برتانیا سفیر دا غوښتنه نامناسبه وګڼله او رد یې کړه. [10]
دوام لري…

  1. سامان، بختیار، د پان‌ ترکیزم اصل او په منځني ختیځ باندې د هغې اغېز، خپور شوی په ۱۳۹۷ هجري لمریز کال، مخ ۱۰.
  2. توکل، محمد او تراپنژاد، نسیم: د ترکیې د عصري جمهوریت د تیوریکي بنسټونو په جوړښت کې د “ضیاء ګوک آلپ” د ټولنپوهنې نظریاتو اغېز، د ملتونو د څېړنې علمي-ځانګړې مجله، ټوک ۱، ګڼه ۶، ۲۰۱۶، مخ ۴.
  3. درازي، علي، آذربایجان او ملي هویت، خپور شوی په د ملي مطالعاتو درې میاشتنۍ مجله، ۵۷م ټوک، ۱۵م کال، لومړۍ ګڼه، ۱۳۹۳ هجري لمریز کال، مخ ۱۴۱.
  4. ندوي، علي، د نړۍ وضعیت او د مسلمانانو زوال ته ژوره کتنه، ژباړونکی: عبدالحکیم عثماني، ۱۳۸۸ هجري لمریز کال، مخ ۱۵۷.
  5. قادري، عباس، مصطفی کمال اتاترک او د خلافت ړنګېدل، خپور شوی په د ایران او اسلام په اړه د تاریخي څېړنو مجله، ګڼه ۱۳، ۲۰۱۳، مخ ۸۵.
  6. کاظمي، احمد، پان-ترکیزم او پان-آذریزم، ۲۰۰۶، مخ ۲۱۲.
  7. قادري، عباس، مصطفی کمال اتاترک او د خلافت ړنګېدل، خپور شوی په د ایران او اسلام په اړه د تاریخي څېړنو مجله، ګڼه ۱۳، ۲۰۱۳، مخ ۷۶.
  8. شعاعي، محمد علي، د اسلامي لیدلوري څخه ملتپالنه، ۲۰۰۵، مخ ۹۹.
  9. کاظمي، احمد، پان-ترکیزم او پان-آذریزم، ۲۰۰۶، مخ ۲۱۲.
  10. شعاعي، محمد علي، د اسلام له نظره ملتپالنه، ۲۰۰۵ هجري لمریز کال، مخ ۹۹.
Previous Articleد افغانستان فیلسوف؛ علامه سید جمال الدین افغان رحمه الله (دیارلسمه برخه)
Next Article د اسلام خپرېدل او له غیر مسلمانانو سره یې تعامل د مستشرقینو له نظره (لومړۍ برخه)

اړوند منځپانګې

فرانکفورت مکتب

د فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (دوهمه برخه)

سه شنبه _2 _سپتمبر _2025AH 2-9-2025AD
نور یی ولوله
لیبرالیزم

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (اتلسمه برخه)

یکشنبه _31 _اگست _2025AH 31-8-2025AD
نور یی ولوله
فرانکفورت مکتب

فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (لومړۍ برخه)

شنبه _30 _اگست _2025AH 30-8-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

قرآن تلپاتې معجزه (نهه ویشتمه برخه)

پنجشنبه _4 _سپتمبر _2025AH 4-9-2025AD1 Views

لیکوال: ډاکټر نور محمد محبي قرآن تلپاتې معجزه (نهه ویشتمه برخه) په هستۍ کې جوړه…

نور یی ولوله
متفرقه

د دُرُوزي فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (پنځمه برخه)

پنجشنبه _4 _سپتمبر _2025AH 4-9-2025AD6 Views

ليکوال: غياث الدين غوري د دُرُوزي فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (پنځمه برخه)…

نور یی ولوله
متفرقه

د قصاص حکمت، فلسفه او اغېزې (نهمه برخه)

چهارشنبه _3 _سپتمبر _2025AH 3-9-2025AD4 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زهي د قصاص حکمت، فلسفه او اغېزې (نهمه برخه) ۲ ـ شبهه…

نور یی ولوله
دینونه

سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه یې (در وېشتمه او وروستۍ برخه)

چهارشنبه _3 _سپتمبر _2025AH 3-9-2025AD4 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه یې (در وېشتمه او وروستۍ برخه) پایله…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قرآن تلپاتې معجزه (نهه ویشتمه برخه)

پنجشنبه _4 _سپتمبر _2025AH 4-9-2025AD

د دُرُوزي فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (پنځمه برخه)

پنجشنبه _4 _سپتمبر _2025AH 4-9-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.