ليکوال: ابوعايشه
د قدريه فرقه
درېيمه برخه
د قدريه فرقې بنسټګران
د دې لپاره چې يوه فرقه ښه وپېژنو او پوه شو چې دوی څه ډول افکار، نظريات او باورونه لري او خلکو څنګه دغو افکارو ته مخه کړې، نو لازمه ده چې د دې ډلې د بنسټګرو ژوندليکونه او حالات بيان کړو. همدې اړتیا ته په کتو غواړو، چې د قدريه فرقې مؤسسان معرفي کړو. د دې فرقې تر ټولو مشهور بنسټګر دوه کسان دي:
۱. معبد جهني
د معبد د پلار د نوم په اړه روایتونه مختلف دي: ابو روعه معبد بن خالد جهني بصري. ځينو ويلي دي: معبد بن عبدالله بن عويمر، او نورو ويلي دي: معبد بن عبدالله بن عليم، او ځينو بيا د عليم پر ځای د ده د نيکه نوم «عکيم» ثبت کړی دی. هماغسې چې د ده په نسب کې اختلاف دی، په مرګ او د مرګ د څرنګوالي په اړه یې هم اختلاف دی.[۱]
معبد جهني د حجّاج بن يوسف له خوا وژل شوی. معبد جهني د ابن اشعث په فتنه کې، چې د هجرت په ۸۳ کال کې د حجّاج بن يوسف پر ضد راولاړه شوې وه، ګډون کړی و. کله چې په دې جګړه کې زخمي شو، نو دا زخم د ده د مرګ سبب شو. مالک بن دينار رحمهالله (وفات: ۱۳۱هـ) وايي: ما د ابن اشعث له فتنې وروسته معبد جهني په مکه کې وليد، چې زخمي و، هغه د حجّاج پر ضد په ډېرو جګړو کې برخه اخيستې وه. دی به ويل: ما له ډېرو فقهاوو او خلکو سره ملاقات کړی دی؛ خو د حسن په څېر مې څوک نه دي موندلي. کاشکې موږ د هغه اطاعت کړی وای. ګواکې لکه معبد چې په دې وينا له حجّاج سره پر جګړو پښېمانه څرګندوله. سعيد بن غفیر (وفات: ۲۲۶هـ) وايي: په اتيايم هجري کال کې عبدالملک معبد جهني په دمشق کې په دار وځړاوه.[۲]
عمرو بن دینار رحمهالله وايي: «يوه ورځ امام طاووس رحمهالله د کعبې طواف کاوه، چې معبد ورسره مخ شو. امام طاووس ترې وپوښتل: ته معبد يې؟ معبد وويل: هو. طاووس خلکو ته مخ ور واړاوه او ویې ويل: دا معبد دی، سپک يې کړئ.»[۳]
۲. غیلان دمشقي
غیلان دمشقي د علم کلام له سترو بنسټګرو څخه شمېرل کېږي. دی د قدريه فرقې له مهمو کسانو څخه و، چې د دوی مشران د اسلامي تاريخ په يوې لويې فکري او سياسي شخړه کې ځانونه ښکیل کړل.
غیلان بن ابي غیلان، چې اصلي نوم یې غیلان بن یونس دی او د ابو مسلم او ابومروان قدري په نومونو هم يادېږي. په اصل کې د مصر له قبطیانو څخه و. پلار يې د حضرت عثمان رضی الله عنه په زمانه کې مسلمان شوی و او د ده له آزادو شوو غلامانو څخه ګڼل کېده. غیلان په دمشق ښار کې زېږېدلی او هلته لوی شوی دی، نو ځکه دمشق ته هم منسوب دی. دی د علم د تر لاسه کولو په موخه په ډېرو ښارونو وګرځید، له ډېرو عالمانو څخه يې زده کړې وکړې او د عقيدې په برخه کې يې د معبد جهني پيروي کوله.[۴]
د غیلان دمشقي په اوصافو کې راغلي، چې دی په خپلو ګاونډيانو او معاصرو خلکو کې په فصاحت او ليکوالۍ مشهور و. البته ځينې نور بيا بل نظر لري، دوی وايي: معبد جهني او غیلان دمشقي دواړه جاهلان او ناپوهه خلک وو، نه يې علم درلود او نه پوهه. دوی خپل باورونه يا له يهودو څخه اخيستل، يا له نصاراوو څخه.[۵]
د لومړۍ هجري پېړۍ په دوهمه نیمایي کې کله چې قدريه فرقه را پيدا شوه، نو د صحابه کرامو یو شمېر وروستني مشران لکه عبدالله بن عمر، عبدالله بن عباس، جابر بن عبدالله او واثله بن اسقع رضی الله عنهم اجمعین د دغې فرقې پر وړاندې ودرېدل. تر ټولو سخت مخالفت به عبدالله بن عمر رضی الله عنهما ورسره کاوه، خلک يې د دې فرقې له شره خبردارول او د دوی عيبونه يې څرګندول. ده خلک د قدريه فرقې له مشر او د ده له ملګرو څخه لرې کول او له هغوی سره د ناستې، یوځای کیدو او ملاقات څخه يې منع کول. ابن عباس رضی الله عنهما هم د دې ډلې پر وړاندې همدا ډول دريځ درلود.
کله چې د قدريه فرقې مشر غیلان دمشقي د «قدر» په اړه خپل بدعت څرګند کړ، نو تابعينو کرامو، چې په سر کې يې مجاهد، عمر بن عبدالعزيز او د شام ریحان امام اوزاعي رحمهمالله شامل وو، د ده پر وړاندې ودرېدل. خو غیلان پر خپل بدعت ټينګ پاتې شو، تر دې چې په همدې وجه ونیول شو او ووژل شو.[۶]
غیلان دمشقي قدري د حضرت عمر بن عبدالعزيز رحمهالله د خلافت په زمانه کې ژوند کاوه. نوموړي له ډېرو خلکو سره مباحثې کړې وې، چې تر ټولو مهم يې د عمر بن عبدالعزيز او امام اوزاعي رحمهمالله سره مناظره وه.
په يو روایت کې راغلي دي چې يوه ورځ عمر بن عبدالعزيز رحمهالله غیلان راوغوښت او ورته ويې ويل: «اې غیلانه! ماته خبر رارسېدلی چې ته د تقدير په اړه خبرې کوې.»
غیلان وویل: «اې امیر المؤمنینه! خلک په ما پسې دروغ جوړوي.»
عمر بن عبدالعزيز رحمهالله ورته وويل: «د «يس» سورت له پيله څخه تلاوت کړه.» غیلان تلاوت پيل کړ: «یس و القرآن الحکیم …» تر دې چې دې آيت ته ورسېد:
«إنا جعلنا في أعناقهم أغلالا فهي إلی الأذقان فهم مقمحون وجعلنا من بین أیدیهم سدا ومن خلفهم سدا فأغشیناهم فهم لا یبصرون وسواء علیهم أأنذرتهم أم لم تنذرهم لا یؤمنون».
غیلان وويل: «اې د مؤمنانو اميره! پر خداى قسم، داسې ښکاري لکه چې ما دغه آيتونه تر نن مخکې نه دي لوستي. اې اميره! زه ته شاهد نيسم چې زه له خپلو پخوانیو خبرو څخه توبه کوم.»
عمر بن عبدالعزيز رحمهالله دعا وکړه:
«خدايه! که غیلان په خپلو خبرو کې رښتينی وي، نو ټينګ يې وساته او که دروغجن وي، نو د مؤمنانو لپاره يې عبرت وګرځوه.»[۸]
په روایتونو کې راغلي چې تر هغو پورې، چې عمر بن عبدالعزيز رحمهالله ژوندی و، غیلان بيا د بدعتي افکارو لور ته ورمات نه شو؛ خو کله چې عمر بن عبدالعزيز وفات شو، نو غیلان بيا خپلو پخوانیو انکارکوونکو اقوالو ته ستون شو او خلک يې د تقدير له منلو انکار ته رابلل. تر دې چې هشام بن عبدالملک غیلان ونيوه او و يې واژه.[۹] روايت دی چې غیلان د مرګ پر مهال ويل: «زما د دې حالت سبب د هغه صالح انسان (يعنې عمر بن عبدالعزيز رحمهالله) دعا ده».
دوام لري…
مخکینې برخه| وروستۍ برخه
[1]. الخطاف، حسن: القدریة الأوائل فکرهم العقدی وتوجههم السیاسی، بیتا، ص ۱۹۰.
[2]. موقع شبکة الألوکة الثقافیة، عنوان المقال: ترجمة معبد الجهنی وغیلان الدمشقی، الکاتب: محمد طاهر عبدالظاهر الأفغانی، تاریخ نشر المقال: ۱۴۳۸هـ.
[3]. حنبلی، عبدالله عبیدالله بن محمد، الإبانة عن شریعة الفرقة الناجیة ومجانبة الفرق المذمومة، تحقیق: د. عثمان عبدالله آدم الأثیوبی، ۱۴۱۸ هـ. ق، الباب الثانی، ج ۲، ص ۳۰۱.
[4]. موقع شبکة الألوکة الثقافیة، عنوان المقال: ترجمة معبد الجهنی وغیلان الدمشقی، الکاتب: محمد طاهر عبدالظاهر الأفغانی، تاریخ نشر المقال: ۱۴۳۸هـ.
[5]. موقع إسلام ویب، کاتب المقال: الشیخ عبدالرحیم السلمی.
[6]. العقل، ناصر بن عبدالکریم، حراسة العقیدة، ۱۴۲۱ هـ. ق، ص ۶۶.
[7]. سورۀ یس، از آیۀ ۱ الی ۱۰.
[8]. موقع شبکة الألوکة الثقافیة، عنوان المقال: ترجمة معبد الجهنی وغیلان الدمشقی، الکاتب: محمد طاهر عبدالظاهر الأفغانی، تاریخ نشر المقال: ۱۴۳۸هـ.
[9]. موقع إسلام ویب، کاتب المقال: الشیخ عبدالرحیم السلمی.