لیکوال: مولانا عبدالرحمن معتصمي
الحــــــــــــــاد او په وړاندې یې د مبارزې لارې (اتلسمه برخه)
مسلمانانو او د اسلامي ټولنو د مشرانو د اعمالو سمون ( سیاستوال، علماء، مسلمان پوهان او روښانفکران)
د هغو کسانو اصلاح اړینه ده، چې په یوه ډول د اسلامي ټولنې مشري کوي؛ هغه که د دعوت، تعلیم او تربیې، سیاست او حکومت او یا هم نورو برخو کې ده.
د مشرانو له دینداري، رېښتنولي، انصاف، عدالت، ښو اخلاقو، نرمي او د شریعت احکامو ته له پابندي څخه عام خلک اغېزمن کیږي او د دین او شریعت په اړه لا زیات باور پیدا کوي او په دینداري کې یې پر قدم پل ږدي او د فتنو په ایمان ځپونکو لومو کې له بندېدو ژغورل کیږي. ( الناس علی دین ملوکهم)
خو که چېرته عام خلک په مشرانو په ځانګړي ډول په علماؤ او داعیانو کې تقوی او دیانت و نه ویني، په خبرو او عمل کې یې تناقض پیدا کړي او په فساد او کمزوریو یې خبر شي، نو د دین په اصل باندې بې باوره کیږي او د الحاد په ډنډ کې لويږي، لکه څنګه چې په غرب کې د الحاد د خپرېدو یو لامل همدا د کلیسا د پادریانو او راهبانو بدې کړنې ګڼل شوی دی.
د تعلیمي او تربیتي نظام سمون
تعلیم او تربیه په یوې ټولنې کې د بدولون او تغیر اغېزمن لامل دی او تل د ملتونو، هېوادونو او دولتونو برخلیک بدلوي، که د جګړې له لارې د لښکرو په زور د ځمکو او هېوادونو تسخیر او اشغال وشي، ممکن موقتي وي، خو د تعلیم او تربیې له لارې افکار، زوړنه او ماغزه اشغالوي، چې بنسټیز او ډېر وخت دوام کوي.
له همدې امله غربي استعمارګرو په اسلامي هېوادونو تر ولکې وروسته؛ لومړی تعلیمي نظام تر نظر لاندې کړ او د چل او دوکې له لارې یې وکولای شوای، چې اسلامي تعلیمي نظام له منځه یوسي او پر ځای یې داسې تعلیمي نظام رامنځته کړ، چې د دوی پاېښت تضمین کړي او داسې نسل پکې و روزل شي چې له خپل دین، عقیدې او ملت څخه پردی شي او له فکري او کلتور اړخه له استعمارګرو سره یو شان وي.
د اسلامي نړۍ او امت نننۍ اکثریت ستونزې او ننګونې د همدې فکري او کلتوري جګړې له امله دي، چې غربي استعمارګرو د تعلیمي نظام له لارې بریا ته ورسولې.
که چېرته په یوه هېواد کې سم او مطلوب تعلیمي او تربیتي نظام تدوین او د تکړه ښوونکو له لوري پلی شي، نو د دین، اخلاقو، ابادۍ او پرمختیا په برخه کې هر اړخیز او اساسي مثبت بدلونونه راتلای شي.
په دې کې شک نشته، چې انسان دوه بعدي موجود دی، چې له روح او جسد څخه جوړې شوی او مادي او معنوي اړتیاوې لري. که چېرته داسې یو تعلیمي نظام تدوین شي، چې د انسان د ټولو معنوي او مادي اړتیاوو پوره کول پکې په نظر کې نیول شوې وي، نو د داسې تعلیمي نظام پایله له پوهې او اخلاقو څخه مالامال شاګردان او یوه سالمه، پرمختللې او هوسا ټولنه ده.
او بیا داسې یوه ټولنه د ټولو شرعي احکامو د پلي کېدو لپاره چمتوالی لري او مسلمان دعوتګر له هېڅ ډول ننګونې سره پکې نه مخ کیږي او همدا شان د الحاد د پراختیا او خپراوي لپاره اوسنیز دیوال ګرځي[1].
ادامه لري…
[1] حقیر بنده په دې اړه د ( په نوي او زاړه تعلیمي نظام د وېش مخینه او منفي پایلې یې) تر عنوان لاندې مقاله لیکلې، چې پکې د اسلام لپاره د یوه مؤثر تعلیمي نظام په اړه پکې بحث شوی.