Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د روژې پیغامونه»شيبې له روژې سره (شپږمه برخه)
د روژې پیغامونه پنجشنبه _6 _مارچ _2025AH 6-3-2025AD

شيبې له روژې سره (شپږمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: مهاجر عزيزي

شيبې له روژې سره (شپږمه برخه)

د رمضان مياشت، د برکتونو او فرصتونو مياشت
د رمضان د روژې حکمت او فلسفه
ج: روژه د نعمتونو د شکر ادا کولو وسيله:
د روژ د فرضیت له نورو حکمتونو او موخو څخه يوه دا ده چې روژه د نعمتونو د شکر ادا کولو او د پروردګار د بېلابېلو نعمتونو په وړاندې د شکراېستلو وسيله ده؛ ځکه چې له خوړلو، څښلو او نورو مفطراتو څخه ځان ساتل د سترو او لوړو نعمتونو څخه دي او په يوه ټاکلي وخت کې له دې نعمتونو څخه ډډه کول د هغوی ارزښت څرګندوي، ځکه چې نعمتونه اکثراً ناپېژندل شوي وي؛ خو کله چې له لاسه ووځي، نو پېژندل کېږي او دا د الله تعالی د شکر ادا کولو لامل کېږي. له همدې امله روژه‌دار د افطار پر مهال د تندې په وخت کې د يخو اوبو له څښلو او د خوړو له خوړلو څخه ډېره خوند اخلي او دا هرڅه هغه د الله تعالی د شکر ادا کولو ته هڅوي. الله تعالی په همدې اړه په قرآن کریم فرمايي: “وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُون” «او کېدای شي تاسو شکر ادا کړئ.»
بديع‌الزمان نورسي وايي: د رمضان د مبارکې میاشې روژه ډېر حکمتونه لري چې موږ د الله تعالی د بې شمېره نعمتونو د شکر اداکولو له په لور رهنمایي کوي. د رمضان مياشتې روژه په رښتينې، خالصانه او ټولییز ډول د الله تعالی د شکر د ادا کولو کلي/ کلید ده. ځکه چې ډېری خلک کله چې په عادي ډول او له سختۍ پرته ژوند کوي، د ډېرو نعمتونو ارزښت نه درک کوي؛ ځکه چې د لوږه او سختي یې نه ده تجربه کړې. د بېلګې په توګه، هغه کسان چې تل په خېټه ماړه وي، په ځانګړې توګه شتمن خلک، نو هېڅکله نه پوهېږي چې يوه ټوټه وچه ډوډۍ څومره ارزښت لري؛ خو روژه‌دار د افطار پر مهال پوهېږي چې دا خواړه د الله تعالی ستر الهی نعمتونه دي او د هغه د خوند حس دا حقيقت تائيدوي.
له دې امله روژه‌داران، له پاچا نیولې د ټولنې تر ټولو غريب وګړي پورې، د دې نعمتونو د ارزښت په اړه معنوي پوهه ترلاسه کوي او د الله تعالی د شکر ادا کولو ته یې هڅوي؛ همدارنګه، کله چې روژه‌دار د ورځې په اوږدو کې له خوړلو او څښلو څخه ډډه کوي، دې حقيقت ته رسېږي چې دا نعمتونه د هغه په ملکيت کې نه دي او هغه په بشپړه توګه د هغوی په کارولو کې اختيار نه لري؛ بلکې دا د بل چا دي او د هغه د فضل او کرم له امله بندګانو ته ورکړل شوي دي. هغه له ځان سره وايي: «دا نعمتونه زما نه دي، زه آزاد نه يم چې هر کله يې وغواړم وکاروم، دا نعمتونه په حقيقت کې د بل چا دي او زه بايد د هغه امر ته انتظار شم.» له دې درک سره، هغه د دې نعمتونو په وړاندې يو ډول معنوي شکر ترلاسه کوي.
د: روژه، د ذکر او تفکر لپاره د زړه د نرم کیدو لامل
 روژه د زړه د نرم کیدو او ذکر او تفکر ته د چمتو کیدو لامل کېږي، ځکه چې نفساني لذتونو ته مخه کول غفلت رامنځته کوي او کيدای شي چې زړه سخت کړي، له حق څخه يې ليرې کړي او د بنده او ذکر او تفکر ترمنځ خنډ جوړ شي. ددې په مقابل کې له خوړو او آوبو څخه خالي معده، زړه روښانه کوي، قساوت له منځه وړي او د ذکر او تفکر لپاره يې چمتو کوي.
د دين مشرانو او د تصوف مشايخو تل په کم‌خوراک ټينګار کړی او دا کار يې د معنوي سلوک له ارکانو څخه شمېرلی دی. هغوی پوهېدل چې خالي معده پر زړه او انساني روحانيت باندې خاص اغېز لري او د زړه د روښانتيا لامل کېږي. له دې امله، روژه چې د معدې د خالي کېدو لامل کېږي، د زړه د صفايی او پر ذکر او تفکر د تمرکز لپاره زمينه برابروي او روژه‌دار له ډېر د عبادت او د الهی نعمتونو په اړه فکر کولو ته چمتو کوي. دا هم د روژې له مهمو حکمتونو او موخو څخه دي.
خالي معده، د زړه د روښانتيا ترڅنګ، ډېرې روحي او جسمي ګټې هم لري چې ځينې يې په لاندې ډول دي:
 1 د شهواتو او نفس کنټرول: د خالي معدې له مهمو اغېزو څخه يوه د نفس مهارول او له ګناهونو څخه لرې والی دی. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: “الصِّيَامُ جُنَّةٌ” (روژه د ګناهونو په وړاندې سپر ده.)
 2 پر زړه د فشار کموالی: د خوړو کم استعمال د هضمي سيستم فعاليت کموي او په نتيجه کې یې زړه اړ نه دی چې معدې ته ډېره وينه پمپ کړي، دا د زړه فشار کموي او له روغتيا سره یې مرسته کوي.
 3 د بدن د معافيتي سيستم پياوړتيا: علمي څېړنو ثابته کړې چې روژه‌نیول او خالي معده بدن له زيانمنو حجرو څخه پاکوي او عمومي روغتيا، په ځانګړې توګه د زړه روغتيا، ته ګټه رسوي.
4. د زيان‌رسوونکو غوړو کموالی: روژه نيول په بدن کې د (HDL)د زياتوالي او د کټورو کلسټرولو (LDL) د کموالي لامل کېږي چې د زړه او رګونو د روغتيا لپاره ګټور دي.
خالي معده، په ځانګړې توګه د روژې له لارې، پر زړه، جسم او انساني معنويت باندې ډېر اغېز لري. خالي معده د زړه نرمښت او روښانتيا، د معافيتي سيستم پياوړتيا او د زيان‌رسوونکو غوړو کموالی رامنځته کوي. کله چې زړه نرم او بدن روغ وي، د الله تعالی د ياد، ذکر او تفکر لپاره زمينه برابره کېږي او دا په غوره توګه د روژې له لارې ترلاسه کېږي.
ادامه لري…
Previous Articleالحــــــــــــــاد او په وړاندې یې د مبارزې لارې (اتلسمه برخه)
Next Article شيبې له روژې سره (اوومه برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د تشریق ورځې او تکبیرونه

پنجشنبه _5 _جون _2025AH 5-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یوویشتمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD2 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یوویشتمه برخه) د سید…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (اوولسمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD4 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زهي د حج حکمت، فلسفه او اسرار اوولسمه برخه دویمه شبهه: حج…

نور یی ولوله
د قدریه فتنې

قدریه فرقه (اتمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD3 Views

لیکوال: ابوعایشه قدریه فرقه (اتمه برخه) د پیل خبرې د اسلام دین له ښېګڼو یوه…

نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (شپږویشتمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD4 Views

لیکوال: ابوعایشه نشنلیزم شپږویشتمه برخه وطن کله چې دلته د وطن خبره کېږي نو موخه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یوویشتمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (اوولسمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.