د مولانا جلال الدین محمد بلخي رومي رحمهالله ژوندلیک (درېیمه برخه)
په عرفاني شعرونو کې د مثنوي مقام
د مثنوي معنوي شعرونه د مولانا رحمهالله تر ټولو ستر اثر دی، چې غالباً د ۶۵۷-۶۶۰ هجري کلونو ترمنځ ترتیب شوی دی. د مثنوي لومړۍ څپرکۍ ۳۰۰۳ بیتونه لري. مثنوي په اسلامي نړۍ کې د خپل بیان، د معناوو د لوړوالي، د موخو د اهمیت، د فکر د پراخوالي، او د ښکلي انداز او عرفاني پخوالي له مخې ځانګړی مقام لري.
ویلای شو چې عارفانه او صوفیانه شعرونه د سنایي او شیخ عطار لخوا د معنویت او لطافت په جامه سینګار شول، او د مولانا لخوا پخوالي او کمال ته ورسېدل.
د مولانا تصنیفونه او آثار
د دې ستر عرفاني اثر تر څنګ، مولانا د دیوان کبیر یا کلیات شمس په نوم یو بل لوی دیوان هم لري، چې ۴۰۲۳۶ بیتونه لري. دا دیوان مولانا د خپل روحاني مرشد «شمس تبریزي» په نوم لیکلی دی.
بل اثر د فیه ما فیه په نوم کتاب دی، چې ځینې فصلونه یې په عربي او پاتې نور یې په فارسي ژبه دي. د رومي څلورم اثر د هغه مکتوبونه دي، چې د هغه د لیکونو ټولګه ده. دا لیکونه د مشرانو لپاره د شخصي سپارښتنو او د انساني دردونو د درملنې په موخه لیکل شوي دي.
د مولانا رومي رحمهالله لیدلوری
د حقایقو په اړه د رومي لیدلوری خورا پراخ دی. هغه د ټولو اسلامي تعلیماتو او عرفاني مکتبونو په شرح باندې ولاړ دی. په جذبې او مینې سره د انساني روح د بشپړتیا او کمال لپاره د وصال او دعا په وسیله لوړ انساني مقام ته د رسېدو لار بیانوي.
هغه د مینې په دې سفر کې له خپل معشوق پرته د بل څه په اړه فکر نه کوي. حافظ شیرازي د رومي په وجود کې د دې حالت په اړه وايي: چو عاشق میشدم، گفتم بردم گوهر مقصود ندانستم که این دریا چه موجی خونفشان دارد
پخپله مولانا د شمس په دیوان کې د دې بهیر په اړه په لېوالتیا وايي: زه خوش دلی و طرب در جهان نمیگنجم ولی ز چشم جهان همچو روح پنهانم
د مولانا د فکري مکتب پراخه لمنه
د مولانا تعلیمات د معرفت او حقیقت په اړه د هغه له لیدلوري سره نه بېلېدونکې اړیکه لري. د هغه د ژوند د مختلفو اړخونو، حالاتو، آثارو، او عرفاني افکارو په اړه د پوهانو او څېړونکو څېړنې نه یوازې په فارسي/دري ژبو او نورو اسلامي هېوادونو کې، بلکې په لوېدیځو هېوادونو کې هم روانې دي. دا څېړنې د هغه ستر شخصیت، عرفان، او معنویت د پراخو اړخونو د پېژندلو او عملي کولو لپاره زمینه برابروي.
د مولانا د ژوند پړاوونه
د فرهنګپالو د شننې له مخې د ستر مولانا ژوند او شخصیت درې پړاوونه لري:
۱. د زوکړې له کال څخه تر ۲۵ کلنۍ پورې
په دې پړاو کې مولانا د روزګار ټول عقلي او نقلي علوم له خپل ګران پلار، سید برهانالدین محقق ترمذي، څخه زده کړل. هغه د دې پړاو په بشپړولو سره د فقاهت، حکمت، او فکري مقام لوړ ځای ته ورسېد.
۲. له ۲۵ کلنۍ څخه تر ۳۹ کلنۍ پورې
په دې موده کې مولانا ریاضت او تصوف ته مخه کړه. هغه د حلب او دمشق ښارونو ته سفر وکړ او د حقیقت لټونه یې وکړه. په دې پړاو کې هغه د طریقت د سالکانو مشر شو.
۳. له ۳۹ کلنۍ څخه تر پایه
دا پړاو په ۶۴۲ هجري کې د شمس تبریزي له لیدنې وروسته پیل شو او د ژوند تر پایه دوام لري. په دې موده کې مولانا د خپل روحاني بهیر په اړه په شمسدیوان کې وايي: حاصل عمرم سه سخن بیش نیست خام بودم، پخته شدم، سوختم