لیکوال: عبدالحي لیان
شیطانپرستي (یوولسمه برخه)
شیطانپرستان او د خدای تعالی صفات
شیطانپرستان د خدای تعالی د صفاتو په اړه، لکه د خدای د ذات په اړه، دوه نظریې لري:
-
شرکي نظر
د شیطانپرستانو هغه ډله چې د الله تعالی په وجود ایمان لري او شرک کوي، د الله تعالی د صفاتو په اړه هم په شرک باور لري. دا موضوع په لاندې ډول بیانېږي:
-
دوی خدای تعالی ډېر مهربان ګڼي، البته نه د دې لپاره چې د خدای د عبادت لپاره هڅه وکړي، بلکې د دې صفت ثبوت د خدای په عبادت کولو یا په غفلت کې یو لامل ګڼي. دوی وايي: خدای ډېر مهربان او بخښونکی دی، نو ځکه د شیطان له شر څخه د خوندي پاتې کېدو لپاره، ټولې اندیښنې د شیطان عبادت ته اړوي.
-
دوی خدای تعالی یوازې په ځینو چارو کې متصرف ګڼي. د شیطانپرستانو په کتاب الجلوه کې راغلي: «که وخت او ځای برابر شي، خدای اخلي او ورکوي، شتمن یا نېستمن کوي، نېکمرغه یا بدمرغه کوي.» د دې عقیدې پر بنسټ، د خدای تصرف د هغه د موقعیت په برابرولو پورې مشروط دی. په بل عبارت، خدای یو مختار فاعل یا مطلق قادر نه دی چې هرکله او هرچېرې وغواړي، تصرف وکړي.
-
دوی خدای د مخلوقاتو سره ورته ګڼي او باور لري چې خدای جسم لري. د شیطانپرستانو په کتاب الجلوه کې راغلي: «زه په بېلابېلو بڼو جامې اغوندم او خپل ځان هغه کسانو ته ښیم چې امین دي.» دوی دا هم باور لري چې خدای د آسمان او ځمکې له پیدا کولو مخکې په سمندر کې ژوند کاوه.
د دې عقیدې پایله دا ده چې خدای د مخلوق سره ورته ګڼل کېږي او په دې نړۍ کې د خدای لیدل د ځینو خلکو لپاره ممکن ګڼي. بې له شکه، دا عقیده د صحیح عقیدې خلاف ده او شرک ګڼل کېږي.
-
د شیطانپرستانو دا عقیده د یهودیانو له عقیدې سره سمون لري. له همدې امله، ځینې څېړونکي پدې باور دي چې د دې عقیدې ریښه او اصل د یهودي عقیدې څخه اخیستل شوی دی.
-
دوی په شرک عقیده لري. د مصحف رش کتاب لیکوال وايي: «شیطان (طاووس مَلَک) د اوو خدایانو څخه دی.» دوی په دې باور دي چې اوو خدایانو په خپل منځ کې موافقه کړې چې د یو بل په چارو کې به مداخله نه کوي او هر یو د بل حق پېژني.
دا په داسې حال کې ده چې الله جل جلاله په قرآن کریم کې په ډېره واضحه توګه فرمايي:
-
وَقُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي لَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَمْ يَكُن لَّهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ وَلَمْ يَكُن لَّهُ وَلِيٌّ مِّنَ الذُّلِّ وَكَبِّرْهُ تَكْبِيرًا
«او ووایه: ثنا او صفت د هغه خدای لپاره چې نه یې زوی ټاکلی دی، نه یې په حکومت کې شریک شته او نه د ضعف او ذلت له امله د هغه لپاره مرسته کوونکی شته. او هغه ډېر لوی وګڼه.»
-
الحادي نظر