شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: خدایرحم د افغانستان د سیاحت جاذبو تحلیل (اوومه برخه) منډیګک – د افغانستان له تاریخ څخه مخکې یو ښار منډیګک د افغانستان یو له مهمو او پخوانیو لرغونو اثارو څخه دی چې د کلتوري او تاریخي خزانې په توګه ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري. دغه لرغونی ښار، چې د افغانستان په زړه کې پروت دی، د لرغونو تمدنونو د ځلېدا ښکارندویي کوي. د منډیګک اهمیت نه یوازې د هغه په څو زره کلن تاریخ پورې محدود دی، بلکې د انسانانو د کلتوري او ټولنیز تکامل په بهیر کې د هغې ژورې اغیزې هم د پام وړ دي. په دې سیمه کې ترسره شوې څېړنې او کیندنې ښيي چې منډیګک د دې خاورې د کرنیز ژوند د لومړنیو مرکزونو په توګه، د لرغونو تمدنونو په پراختیا کې مهم رول لوبولی دی. دغه لرغونې غونډۍ، چې د “برونز” له دورې څخه پاتې ده، د ژوند د بېلابېلو پړاوونو او د کلتوري او اقتصادي بدلونونو له امله د بېلابېلو وختونو د ورځني ژوند او تکنالوژیک پرمختګونو روښانه انځور وړاندې کوي. د ارزښتناکه فرهنګي میراث په توګه د منډیګک پېژندل او معرفي کول د هېواد د څېړونکو، لیکوالانو او هنرمندانو لوی مسؤلیت دی. هغوی باید د دې اثارو په مطالعې او ښودنې سره د نړیوالې ټولنې پام دغو تاریخي اثارو ته راواړوي او د امکان تر حده یې د ښې ساتنې او معرفي کولو هڅه وکړي. دا کړنه نه یوازې د هېواد د تاریخ په پوهولو او ساتنې کې مرسته کوي، بلکې کولای شي کورني او بهرني سیلانیان راجلب کړي او د افغانستان فرهنګي او تاریخي بډاینه زیاته کړي. د لومړنیو ټولنو د تکامل په بهیر کې څېړنې او کتنې ښيي چې کله انسان د خپل فکر په مرسته د تولید وسایل جوړ کړل او خپله فکري ساحه یې پراخه کړه، کرنې د لومړي انسان په ژوند کې بنسټیز او مهم رول وموند. د لرغونپېژندنې علمي څېړنې ښيي چې لومړنۍ کرنیزې سیمې په بینالنهرین، د کاشان درې، د بلخ البرز لمنې، د نیل درې، د منځنۍ آسیا په سویلي برخه، د سند حوزه، د هلمند او ارغنداب او د امو سیندونو په څنډو کې څرګندې شوې. د مرحوم کهزاد له قوله، په افغانستان (خراسان او لرغونې آریانا) کې دوه لویې سیمې وې چې له مغارو اوسېدلو او ښکار وروسته د ژوند لپاره مناسبې وې: یوه یې په لویدیځ کې د امو سیند سیمه او بله یې د سیستان سیمه چې هماغه د هیرمند سیمه ده. د مرحوم کهزاد په وینا، د کندهار د مخکني تاریخ له څېړنو او مطالعې وروسته د منډیګک په نوم یوه مهمه غونډۍ کشف شوه، چې په څو پړاوونو کې کېندل شوې وه. دغه غونډۍ، چې د وروستۍ اوسېدنې له نېټې څخه درې زره کاله تېرېږي، په دې اوږده موده کې د باد او باران له امله یې مخروطي بڼه غوره کړې ده. دا غونډۍ د کندهار – هرات د سړک په شل کیلومترۍ کې د ارغنداب سیند په موازي دره کې د کندهار ښار په شمالختیځ کې، د سیند له کانال څخه څو سوه متره لرې پروت ده، چې له سېلابي موسمونو پرته، وچه پاتې ده. په هر حال، منډیګک د افغانستان د “برونز” دورې په تاریخ کې لومړی مقام لري او له همدې امله د زرګونو کلونو لپاره د هېواد په تمدن کې د روښانه ستوري په څېر ځلېږي. د منډیګک غونډۍ کیندنې او تاریخ د منډیګک په غونډۍ کې د ترسره شویو کیندنو په پایله کې، د استوګنې اووه پړاوونه په ګوته شوي دي. د زمانې په بهیر کې دغو پړاوونو شاوخوا درې زره کاله دوام وکړ، چې له میلاد څخه مخکې د څلورمې زریزې له پیل څخه یې پېل وکړ او تر میلاد مخکې دوهمې زریزې پورې یې دوام درلود. د دې دورې په اوږدو کې، منډیګک له یوې کوچنۍ کرنیزې ټولنې څخه په یوه مهم سوداګریز مرکز بدل شو. د منډیګک غونډۍ بیلابیل پوړونه لنډیز دا دی چې د منډیګک غونډۍ بیلابیل پوړونه د ځمکې له مخ څخه تر نهم پوړ پورې د تمدن د ودې بېلابېلې مرحلې بیانوي. په پیل کې د نیمه کوچیانو د ژوند نښې لیدل کېږي، چې ښیي دا سیمه د اوسپنې په دوره کې د مېشتو خلکو څخه خالي وه او دښته ګڼل کېده. د لومړیو وختونو اوسیدونکي نیمه کوچیان او په نسبي ډول شتمن خلک وو. د استوګنې لومړني کورونه ابتدايي بڼه لرله، او د لومړي ځل لپاره خامې خښتې په جوړولو کې وکارول شوې، چې تر درېیو پړاوونو دوام کوي. په لومړنیو پوړونو کې د خټو لوښي ساده او بنسټیز دي، خو د وخت په تېرېدو سره پرمختګ څرګندېږي. وروسته لوښي ښکلي او منقوش شول، چې د څارویو، مرغانو، او ګلانو نقشې یې لرلې. د مږ (پسه) د اوږدو ښکرونو، زرین زرک، او فیل مرغ نقشې په ځانګړې توګه د دې تمدن هنري وړتیاوې څرګندوي. د خټو منقوش لوښي د اتم پوړ څخه ډېرېږي او په نهم پوړ کې خپل اوج ته رسېږي. دا لوښي په بله کوټه کې کشف شویو لوښو ته ورته دي، چې ښيي د دې دورې کلتوري او تخنیکي پرمختګونه په منطقي تسلسل سره دوام لري. په دې توګه ویلای شو چې منډیګک غونډۍ د هغو لرغونو آثارو له ډلې ده چې د پنځه زره کلونو څخه تر دوه زره کاله مخکې له میلاد پورې د ارغنداب په سیمه کې د برونز دورې د ژوند نښې څرګندوي. د منډیګک تاریخي او کلتوري اهمیت منډیګک غونډۍ په افغانستان کې د یو مهم کلتوري او تاریخي میراث په توګه د لرغونو تمدنونو د ودې او د تاریخ په اوږدو کې د کلتوري او ټولنیزو بدلونونو استازیتوب کوي. څېړنې ښيي چې دغه لرغونی ځای نه یوازې د کرنیز ژوند او لومړنیو تخنیکي پرمختګونو نښې ښکاره کوي، بلکې د برونز په دوره کې د یو سوداګریز او کلتوري مرکز په توګه ځانګړی اهمیت لري. د دې جاذبې څېړنه او معرفي کول د افغانستان د تاریخي او کلتوري ارزښتونو په ساتنه او وده کې مهم رول لوبوي. د منډیګک د ارزښتناکه میراث په اړه نړیوال پوهاوی نه یوازې د دې اثارو د ساتنې زمینه برابروي، بلکې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د راجلبولو لپاره هم ګټور دی. دنده او مسؤلیت دا د څېړونکو، لیکوالو، او هنرمندانو مسؤلیت دی چې په خپلو هڅو سره د نړۍ پام دې ارزښتناکه میراث ته راواړوي. دوی باید د دې تاریخي آثارو د ښې ساتنې او معرفي کولو لپاره پلانونه جوړ کړي. داسې تدبیرونه کولای شي نه یوازې د سیاحت صنعت ته وده ورکړي، بلکې په نړیواله کچه د افغانستان د تاریخي او کلتوري حیثیت د پیاوړتیا لپاره هم ګټور وي. دوام لري…