Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د امت مشران»د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (لسمه برخه)
د امت مشران یکشنبه _1 _دسمبر _2024AH 1-12-2024AD

د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (لسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبیدالله نیمروزی

د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (لسمه برخه)

د سولې تړون او د سلطان د کار پای 
بلاخره له پنځو کلونو پرله‌پسې خونړیو جګړو وروسته، په ۱۱۹۲م کال کې د «رمله» په سیمه کې، کله چې دواړه اړخونه ډېر ستړي شوي وو، د سولې تړون لاسلیک شو. بیت‌المقدس او نور ښارونه او کلاګانې د پخوا په شان د مسلمانانو په واک کې پاتې شوې. یوازې د «عکه» په مشهور بندر کې یوه کوچنۍ سیمه د عیسویانو په واک کې پاتې شوه، او نور ټول هېواد د سلطان صلاح‌الدین په واک کې وو. هغه خدمت چې صلاح‌الدین په خپله غاړه اخیستی و، بلکې په بل عبارت هغه کار چې خدای تعالی د هغه د ترسره کولو مسئولیت پر اوږو ایښی و، پای ته ورسید.
یو عیسوي مورخ د سلطان د بریا او د صلیبیانو د ناکامۍ په اړه داسې لیکي: «سپېڅلې جګړه پای ته ورسېده، او د مسیحیانو پرله‌پسې جګړې هم پای ته ورسېدې. د ۱۱۸۷ میلادي کال د جولای په میاشت کې، د اردن د بحیرې په لویدیځ کې د (حطین) له فتحې مخکې، یوه لوېشت ځمکه هم د مسلمانانو په واک کې نه وه. خو کله چې د ۱۱۹۲ میلادي کال د سپتمبر په میاشت کې د سولې تړون لاسلیک شو، له «صور» څخه نیولې تر «یافا» پورې، د ساحل په اوږدو کې پرته له یوې کوچنۍ سیمې ټول هېواد د مسلمانانو تر واک لاندې و.»
د روم پاپ په بلنه، ټوله عیسوي نړۍ وسله واله شوې وه. قیصر فریډریک، د انګلستان او فرانسې پاچاهان، او د اروپا ډېری مشران او ځواکونه هڅول شوي وو چې د بیت‌المقدس سلطنت بیا راژوندی کړي. مګر پایله څه شوه؟ د روم امپراتور فریډریک مړ شو، او د انګلستان او فرانسې پاچاهان خپلو هېوادونو ته ستانه شول. په همدې حال کې، بیت‌المقدس د سلطان صلاح‌الدین ایوبي په لاس فتح شو، او یوازې د «عکه» ساحل کې یوه کوچنۍ سیمه د عیسویانو په واک کې پاتې شوه.
په درېیمه صلیبي جګړه کې ټول مسیحي ځواکونه د مسلمانانو پر وړاندې راپورته شوي وو. خو سلطان صلاح‌الدین، چې د اوسپنې دېوال په څېر استقامت یې درلود، هېچا ونشو کړای چې له خپل ځای څخه یې وخوځوي. د هغه سپاهیان، که څه هم د اوږدو جګړو له امله ستړي وو، د شکایت یا خپګان څرک یې نه ښود. هغوی د خپلو قوماندانانو له امرونو څخه هېڅ کله سرغړونه ونه کړه.
وروستۍ جګړه چې د “ارسوف” په سیمه کې وشوه، د موصل سرتیرو مېړانه او سرښندنې ښودلې. د سلطان باور او اعتماد په عراق او مصر د پوځونو مېړانې باندې و. دا پوځونه د ترکمنانو، عربانو، او نورو قومونو څخه جوړ شوي وو. که څه هم دوی له بېلابېلو نژادونو وو، د سلطان مهارت او مشرتابه دوی داسې سره یوځای کړي وو چې ټول پوځ د یوه واحد بدن په څېر ښکاره کېده.
که څه هم د پوځ په یووالي کې یوه یا دوه ستونزې وې او حتی په نازکو پړاوونو کې د سرتېرو ترمنځ اختلاف رامنځته کېده، خو د دغو ټولو ستونزو او سرغړونو سره سره، د یافا په سیمه کې دا ټول بېلابېل توکمونه د ۱۱۹۲ میلادي کال تر مني پورې د سلطان د حکم تابع وو. له ۱۱۸۷ میلادي کال راهیسې سلطان له دوی څخه د خدای په لاره کې د جهاد غوښتنه کوله، او تر وروستۍ شېبې پورې یې د هغه حکم منلی و. نه د ولایت والي د هغه له امر څخه سرغړونه وکړه او نه د قومونو مشرانو د مالیاتو او جزیې په ورکولو کې نافرماني یا بغاوت وکړ.
که څه هم خلکو هغه تمې چې د سلطان له خواخوږۍ څخه یې درلودې، په دې وروستیو کې د رامنځته شویو ستونزو له امله د باور د له لاسه ورکولو او د شکونو د زیاتېدو احتمال موجود و، خو په عراق کې د سلطان د خپلوانو له‌خوا یوازې لږه سرغړونه شوې وه، چې هغه هم سمدستي بښنه وغوښته.
د سلطان دا ټول کنټرول په دولتي چارو کې د هغه د ماهرانه مشرتابه څرګندونه کوي. د پنځه کلونو جګړو له پای ته رسېدو وروسته، سلطان صلاح‌الدین ایوبي یوازینی واکمن و چې د کردستان له غرونو څخه د سوریې تر دښتې پورې یې واکمني وکړه. له دې محدودې څخه بهر، د کردستان پاچا، د ارمنستان واکمن، د قونیې سلطان او د قسطنطنیې امپراتور ټول لېوالتیا درلوده چې سلطان صلاح‌الدین د ملګري او همکار په توګه غوره کړي.
خو سلطان له دوی څخه د هیڅ یو د منت بار لاندې نه و؛ ځکه چې د جګړې په وخت کې یې له ده سره مرسته نه وه کړې. یوازې د فتحې وروسته د مبارکۍ لپاره د سلطان خدمت ته ورغلل. سلطان دا ټول کار په یوازیتوب ترسره کړی و، او یوازې په دې وروستیو کې د هغه ورور “العادل” هم ورسره ملګری و.
هیڅ چا دا ونه شو ثابتولی چې هغه والیان او قوماندانان چې له سلطان سره یې همکاري کړې وه او د هغه ملاتړ یې کړی و، له دې لارې پر سلطان مسلط شوي وو.
سلطان د «جګړې غونډې» په نوم یوه شورا جوړه کړې وه، چې په مهمو پوځي او نظامي چارو کې به یې پرېکړې کولې. کله ناکله به داسې پېښېده چې د سلطان پر سم نظر د نورو ناسم نظرونه غالب شول؛ لکه څنګه چې په صور او عکه کې وشول. خو دا ثابته نه شي کېدای چې د شورا د کوم غړي نظر به د سلطان د رایې پر اغېزه برلاسی و.
وروڼه، تره ګان، زاړه ملګري، ماتحت والیان، هوښیار او محافظه کار قاضیان، دیندار وزیران، متعصب مبلغین، او د سیمې ملايان ټول په دې خبره متفق وو چې جهاد باید وشي. هغوی ټولو په پوره ایماندارۍ او شفقت سره د خپلې وسې او وړتیا په اندازه له خپل مسلمان مشر سره مرسته کوله.
خو هیچا دا نه و هېره کړې چې مشر څوک دی؟ دا مانا لري چې هیڅوک د مشر کېدو په فکر کې نه و. په دې نازکو پړاوونو، د فداکارۍ پر وخت او د ستونزو د غلبې پر مهال یوازې یو ځیرک او تکړه تصمیم نیونکی و، چې ټول کارونه یې په اغېزمن ډول تنظیمول، او هغه سړی سلطان صلاح‌الدین و.

 

ادامه لري…
Previous Articleد عبدالله بن زبیر رضي الله عنه ژوند لیک (لسمه برخه)
Next Article د افغانستان د سیاحت جاذبو تحلیل (اوومه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یو دیرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلور ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (ډېرشمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه ډېرشمه برخه راځو د دې…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یو دیرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD2 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله یو دیرشمه برخه …

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اوومه برخه د…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله دېرشمه برخه پایله نولسمه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (ډېرشمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یو دیرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.