Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د ورځنې تحلیل»د افغانستان د سیاحت جاذبو تحلیل (شپږمه برخه)
د ورځنې تحلیل شنبه _30 _نوومبر _2024AH 30-11-2024AD

د افغانستان د سیاحت جاذبو تحلیل (شپږمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: خدایرحم

د افغانستان د سیاحت جاذبو تحلیل (شپږمه برخه)

 
د هرات شین ګنبد
د هرات شین ګنبد، چې په افغانستان کې د تیموریانو د دورې د معمارۍ یو له غوره بېلګو څخه ګڼل کېږي، د کلتوري، تاریخي او سیاحتي جاذبې په توګه پېژندل کېږي. د دې تاریخي ودانۍ ارزښت او بې ساري ښکلا د ډېرو سیلانیانو او څېړونکو پام ځان ته اړولی دی. دغه ګنبد د شاه رخ میرزا د مېرمنې او د تیموریانو د دورې د مشهوري څېرې، ملکې ګوهرشاد بیګم، په امر جوړ شوی او د تاریخ په اوږدو کې یې ګڼ بدلونونه تجربه کړي دي.
شین ګنبد، چې د تیموریانو د دورې د هنر او معمارۍ یو غوره سمبول ګڼل کېږي، د خپل ځانګړي ډیزاین او ښکلي سینګار له امله پېژندل شوی دی. اوس مهال دا ودانۍ د ګرځندوی او سیاحت یوه مهمه ځایګاه ګڼل کېږي.
په دې وروستیو کلونو کې د شین ګنبد شاوخوا سیمه د شنه ځای او ښکلي پارک په جوړولو سره لا زیاته ښکلې شوې ده. په پخوا زمانو کې دغه ګنبد د تیموریانو د دورې د خښتو له دیوالونو سره احاطه شوی و او کله د بهزاد پارک او کله د ښځو باغ په نوم یادېده.
د شین ګنبد دننه د ګوهرشاد بیګم د جامع جومات یو منار پاتې دی. دغه ودانۍ په هرات ښار کې د خپل ځانګړي شین رنګ له امله مشهوره ده او په همدې نوم پېژندل کېږي. ګوهرشاد بیګم، چې یوه مشهوره کلتوري څېره وه، د خپلې مدرسې (ګوهرشاد مدرسه) په شمال کې دغه ګنبد د ځان او خپلو اولادونو د ښخولو لپاره جوړ کړ. د دې ګنبد د جوړېدو نېټه په ۸۳۵ هجري قمري کال کې د ګوهرشاد د مدرسې د ودانۍ د بشپړېدو سره سمون خوري.
د ګنبد په جوړولو او تزئین کې ډبرې، پخې خښتې، پلستر، ټایلونه (کاشي) او رنګ کارول شوي دي. د ودانۍ بنسټ په مربع‌شکل ډیزاین شوی او د مکعبي ستنو پر بنسټ ولاړ دی. د دې په سر درې ګنبدونه په ځانګړي ترتیب سره یو پر بل اېښودل شوي دي. د دې ودانۍ بهرنۍ برخه په اووه‌رنګه ټایلونو سینګار شوې، خو له بده مرغه نن یې ځینې برخې زیانمنې شوې دي.
د پورتني ګنبد پوښ د ملنګۍ خولۍ په شکل ډیزاین شوی دی چې په کوفي رسم‌الخط کې د الهي نومونو کلمې پرې لیکل شوې وې، خو د ویجاړتیا له امله ډېری لیکنې ورکې شوې دي. د ګنبد په منځ کې د واقعه مبارکه سوره د جعفر بایسنقري په ښکلي خطاطۍ لیکل شوې وه، خو اوس یې ډېره برخه خرابه شوې ده.
د ګنبد دننه د تور مرمر ډبرو شپږ قبرونه دي چې له لویدیځ څخه ختیځ ته د ګوهرشاد بیګم، بایسنقر میرزا او نورو اولادونو جسدونه ښخ دي. د دې ودانۍ انګړ مربع‌شکل لري او شاوخوا یې څلور برنډونه جوړ شوي چې د ګنبد وزن ځمکې ته لېږدوي.
د ګنبد چت د دقیقې مقرنس کارۍ او اووه‌رنګه نقاشیو سره یو هنري شاهکار ګڼل کېږي، چې د تیموریانو د دورې د معمارۍ غوره بېلګه ده.
شین ګنبد د تیموریانو د دورې له نورو اثارو سره د خپلو ځانګړتیاوو، لکه درې پوښونو او د داخلي سینګار لپاره د اووه رنګونو کارونې له امله توپیر لري. د دې ودانۍ معمار استاد عمادالدین هروي و، چې د سادات مصرخ په مقبره کې ښخ دی. هغه د ګوهرشاد مدرسې معمار هم و.
نن ورځ شین ګنبد ګڼ لیدونکي لري او د کلتور پوهانو، لرغونپوهانو او سیلانیانو پام ځان ته اړوي. که دغه تاریخي اثر ته ډېره پاملرنه وشي، نو دا به د اقتصادي ودې سره مرسته وکړي او د تاریخي او فرهنګي میراثونو په اړه د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړي.

 

ادامه لري…
Previous Articleد سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (نهمه برخه)
Next Article د کعبې شریفې تاریخ (لومړۍ برخه)

اړوند منځپانګې

د ورځنې تحلیل

اسلام په اروپا کې (شپاړسمه برخه)

شنبه _17 _مې _2025AH 17-5-2025AD
نور یی ولوله
د ورځنې تحلیل

اسلام په اروپا کې (پنځلسمه برخه)

چهارشنبه _9 _اپریل _2025AH 9-4-2025AD
نور یی ولوله
د ورځنې تحلیل

اسلام په اروپا کې (څوارلسمه برخه)

پنجشنبه _13 _مارچ _2025AH 13-3-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۵)

سه شنبه _17 _فبروري _2026AH 17-2-2026AD1 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۵) له معاد (قیامت) څخه د انکار…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۱)

سه شنبه _17 _فبروري _2026AH 17-2-2026AD5 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۱) حضرت…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۶۵)

سه شنبه _17 _فبروري _2026AH 17-2-2026AD1 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۶۵) د الهي پوهې او لارښوونو…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۰)

دوشنبه _16 _فبروري _2026AH 16-2-2026AD10 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۰) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۵)

سه شنبه _17 _فبروري _2026AH 17-2-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۱)

سه شنبه _17 _فبروري _2026AH 17-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.