شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: "ابوعائشه" د جهميې فرقه (دوهمه برخه) د جهميه فرقې نشأت او د خپرېدو اصلي ځای د دې ډلې د پیدایښت، منشاء او ودې ځای “ترمذ” ښار دی چې د وخت په تېریدو سره نورو سیمو لکه خراسان او عراق ته ورسېد او د دې لامل شو چې ډېر خلک له دغې ډلې سره یو ځای شي او د هغو عقیدې ومني. علماء وايي: «د دې ډلې د ظهور پیل د دوهمې هجري پېړۍ په پیل او د امویانو د دورې په پای او د تابعينو د عصر په پای کې و. دا ډله په ختیځ کې راڅرګنده شوه، چې خراسان او ترمذ پکې شامل دي.» د دې ډلې د خپرېدو نقطه د ترمذ سیمه ده چې جهم بن صفوان هغه ځای ته منسوب دی. له دې وروسته د خراسان په نورو برخو کې هم خپره شوه او ورځ په ورځ يې وده وکړه تر دې چې د عوامو او خواصو خلکو په منځ کې يې ځای پيدا کړ او ډېر پلويان او مينه وال يې وموندل، او هغو د کتابونو په ليکلو او دفاع يې لاس پورې کړ. او دا باورونه د مختلفو طبقو خلکو ذهنونو ته ننوتل. د جهميه فرقې پېژندنه د جهميه فرقه یوه له هغو اسلامي فرقو او ډلو څخه ده چې د جهم بن صفوان مذهب یې غوره کړی وي. دا مذهب وروسته د نورو مذهبونو او ډلو په څېر خپور شو او پلويان يې زيات شول او لارې يې زياتې شوې او په اړه يې ډېر اثار وليکل شول چې تر هغه دمه يې دومره رونق نه و موندلی. ځینې خلک فکر کوي چې دا فرقه له منځه تللې ده، سره له دې چې معتزله د دې ډلې له څانګو څخه ده. جهميه د هغې فرقې نوم دی چې د لومړۍ هجري پېړۍ په پای او د دويمې هجري پېړۍ په پیل کې د هغې بنسټ د جهم بن صفوان ترمذي له خوا چې د جعد بن درهم شاګرد وو، کښېښودل شو. جعد دا عقائد له ابان بن سمعان څخه زده کړل. “جهم” د الله تعالی د ټولو صفاتو په نفی کې مشهور شو او په دې توګه د جهم فرقه، جهم بن صفوان ترمذي ته منسوبه شوه. علامه شهرستاني د “الملل والنحل” د کتاب لیکوال لیکي: «جهميه د جهم بن صفوان اصحاب او پیروان دي، هغه د خالص جبريهو څخه دی. د هغه بدعت په ترمذ کې څرګند شو او د اموي خلافت د دورې په پای کې د سلم بن احوز مازني په لاس ووژل شو.» راجح قول دا دی چې د دې مذهب بنسټ ایښودونکی جهم بن صفوان دی او دا ډله هم هغه ته منسوبه ده. خو له هغه ځايه چې جهم بن صفوان دا ټول نظریات او عقايد له خپل استاد جعد بن درهم څخه زده کړل؛ نو موږ به لومړی جعد بن درهم معرفی کړو او بیا به جهم وپېژنو. ادامه لري…