په ډېرو رواياتو کې د وېښتانو مسئلې ته ډېره پاملرنه شوې ده، ځکه د انسان ښايست او بدرنګوالی هغه پورې اړه لري:
الف: رسول الله صلی الله علیه وسلم به کله کله وېښتان په روغنو وهل او کله به یې ژمنځول او هغه ته به یې امر کول.
ب: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «هر څوک چې وېښتان لري باید يې ساتنه وکړي. یعني: هغه بايد له چټليو څخه وساتي.»
ج: يو سړى چې لوڅ سر او ببره ږېره يې درلوده رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغى، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: «ايا تېل دې نه دي موندلي چې ويښتان له دې ناوړه حالت څخه وباسې؟» بیا یې وفرمايل: «له تاسو څخه یو له داسې حالت سره راځي، ته وايې چې شيطان دی.»
امام غزالي رحمه الله لیکي: «د سر په وېښتانو کې چې چټلي او موذي حيوانات(شپږې) راټولیږي، په اوبو سره یې پاکول، غوړول، ږمنځول او د اضافه وېښتانو اصلاح کول مستحب دي. په یوه مشهور حديث کې راغلي دي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم د سفر او حَضَر په وخت کې به هېڅکله پرته له ږمنځې، سپرخيځ(د سر د لارې ستن) او هندارې څخه نه وو.
هو، رسول الله صلى الله عليه وسلم ته د خداى له لوري دنده سپارل شوې وه چې خلک خداى ته راوبلي، او د هغه يوه دنده دا وه چې د خپل ځان او ظاهري بڼه ساتنه وکړي، ترڅو خلک يې سپک ونه ګڼي، او خلک بايد له هغه څخه نفرت ونه کړي؛ نو د هر دعوتګر لپاره لازمه ده چې خپل ظاهر په داسې ډول جوړ کړي چې د ده او د آسماني لارښوونو په وړاندې د نورو د کرکې او نفرت لامل نه شي.
د بغل وېښتان: د هغه ځای پاکوالی او نظافت، د وېښتانو په کنلو سره، د هغو کسانو لپاره چې له پیل څخه یې په کنلو عادت وي، یا د وېښتانو خرَيَل، چې حداقل باید په هرو څلوېښتو ورځو کې ترسره شي.
د ناف لاندې ویښتان: کوم چې د وېښتانو په تراشلو سره پاک کېدی شي. چې تر څلوېښتو ورځو پورې ونه ځنډېږي.
د نُو او د هلکانو د تناسلي پوستکي اضافه باید پرې کړل شي ترڅو د ځورونې او میکروبونو راټولېدو لامل نشي. د نوکانو نيول د اوږدېدو په صورت کې هم مستحب دي.
د لاسونو او ګوتو بندونو او شاوخوا او د نوکانو لاندې د چټليو څخه پاکول د اسلام له نظره دومره مهم دي چې ورته پام نه کول د وحيي د ملايکې د نه نازلېدو سبب شو، لاندې روایت ته پام وکړئ: «رسول الله صلی الله علیه وسلم په وحیي کې له ځنډ سره مخ شو، کله چې جبرائیل علیه السلام پر هغه نازل شو، جبرائیل علیه السلام ورته وویل: زه څنګه کولای شم چې په تا باندې نازل شم، کله چې تاسو د ګوتو د بندونه، د ګوتو سرونه، د نوکانو شاوخوا او د غاښونه ژېړوالی نه پاک کوی؟ خپل امت ته امر وکړه چې دا کارونه وکړي او نوکان پاک کړي؛ او هغه چټلي چې د خولې او د دوړو له امله په بدن کې پیدا کیږي په غسل کولو سره بايد پاک شي.