لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"
علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (څلور څلوېښتمه برخه)
اسلامي ویښتیا او علامه ندوي رحمه الله
خدای تعالی حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم ته خطاب کې وفرمایل: «وما ارسلناک الی کافة لناس بشیرا و نذیرا»؛ (او موږ ته د ټولو خلکو لپاره زیری ورکوونکی او ویروونکی لیږلی یې.)
څرنګه چې اسلامي دعوت د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سپېڅلي ذات څخه سرچینه اخلي، نو دا دعوت په وخت او ځای پورې محدوده نه دې او یوازې په یوه امت یا یوې ډلې پورې اړه نه لري؛ بلکي دا يو عمومي او ټولګډونه دعوت دی چي ټوله نړۍ يې تر پوښښ لاندې راوستې ده او خدای جل جلاله هم دغه ډول درنه دنده رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وسپارله.
اسلامي ویښتیا یا بیدارۍ چې په اسلامي دعوت او د محمد علیه الصلواة والسلام په پیغام کې ریښه لري، باید په ټوله اسلامي نړۍ کې خپره شي، تر څو واقعي معنې یې تحقق ومومي. خو په داسې زمانه کې د اسلام مرستندويانو يا خو يې په بشپړ ډول پريښودلې ده، يا يې د جوماتونو او مدرسو په چوکاټ کې محدوده کړه ده، يا يې د اسلام په نوم بسنه کړې او د اسلامي بيدارۍ روحيه يې له پامه غورځولې ده، نو د اسلامي نړۍ د ټولو طبقو او اړخونو په منځ کې د بیدارۍ بیرغ پورته کولو لپاره هلې ځلې کول به په یقیني توګه خورا لوی، د ستاینې وړ او د قدر وړ کار وي، د همدې لپاره په دې وروستیو وختونو کې د اسلامي تاریخ په څیړلو سره لیدل کیږي هغه شخصيتونه چې د اسلامي او دیني ژوند د بيا احيا مرحلې ته په داسې جامع دعوت او نړيوال او عام فكر سره داخل شوي دي، هغوى ډېر لږ دي. بې له شکه علامه ندوي د اسلامي بیدارۍ او د مسلمانانو په ستړي بدن کې د ایمان او ډاډ د نوي روح په ورکولو کې خورا ارزښتناکه رول لوبولی او په دې ډګر کې یې ستر ویاړونه پریښي دي. علامه ندوي په لوړ فکر او پراخ نظر او پاک او دردمن او باخبره باطن سره د مسلمانانو د کمزورتیا او سستۍ ټکي یې لیدل او په ګوته کول او له همدې د اوبو نه بهر د کب په شان به په اندېښنې او اضطراب کې و او له زړه به یې وینې روانې وې. هغه د خپل ژوند له لومړۍ دورې او د فکري کوچنیوالي له مرحلې څخه د اسلامي امت له دیني وروسته پاتې والي څخه کړېده او ځورېده او تل به په فکر کې ډوب و.
بلال عبدالحی حسني ندوي لیکي:«د هغه په څوارلس یا پنځلس کلنۍ کې یې ملګري وایي چې د هغه په زړه کې د بې ځایه خبرو او چارو په اړه کرکه وه . که په کومه غونډه کې به دا ډول وينا پيل شوه، مولانا به له هغه ځايه په خاموشۍ وتلو. د قرانکريم له تلاوت سره يې ډېره مينه وه او تر ناوخته به يې په جومات کې د قرآنکریم تلاوت کاوه. همدارنګه د هغه په وجود کې فنا، انکسار او تواضع غالبه وه او له هماغه وخته د سمې د خلکو د اصلاح په فکر کې و او په همدې موخه يې د لوى اختر په ورځ په عيدګاه کې وينا وکړه؛ چې د ده لومړۍ وينا وه، خو دومره اغېزناکه وه چې د اورېدونکو له سترګو يې اوښکې وبهولې.
دا باطني درد او زړه سوی د وخت په تیریدو سره ډیر شو او د مسلمانانو او اسلامي نړۍ د وضعیت په اړه د نوموړي د معلوماتو او پوهاوي په زیاتېدو سره نور هم شدید او ژور شو. له معنویت، فکر، هڅو او خواخوږۍ څخه ډک درد؛ او همدا انګیزه د دې لامل شوه چې په دې برخه کې لا زیاته او پراخه توجه وکړي.
په دې اړوند د خلکو مشهوره خبره ده چې څومره چې سړی ویښ وي، هومره دردمن وي او څومره چې انسان هوښیار او پوه وي، هومره یې مخ ژیړ وي.
ادامه لري…