لیکوال: "ابوعائشه"
معتزله (څلور څلوېښتمه برخه)
د امت اجماع
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته انصار د «سقیفه بني ساعده» په نوم په یوه ځای کې سره راټول شول چې د خلافت لپاره یو کس وټاکي. دوی غوښتل چی یو خليفه له مهاجرینو څخه او بل له انصارو څخه وټاکي، خو د دوو خليفه ګانو ټاکل د تاوتريخوالي او تفرقې سبب کېدای شي او دا خبره له چا پټه نه ده.
کله چې انصارو وويل چې يو امير دې زموږ له ډلې څخه وي او بل امير دې له انصارو څخه، نو حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم دا حديث ووايه چې “امام له قريشو څخه دی” او ټولو په دې خبره اتفاق وکړ.
د شرح المواقف کتاب مؤلف په دې اړه لیکي: له دې وروسته صحابه کرامو د دې حدیث محتوا ومنله کوم چې حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه د صحابه کرامو په حضور کې ولوست، او په هغه باندې يې عمل وکړ. نو دا یو پرېکنده ثبوت دی چې امامان له قریشو څخه دي.
ابن حجر رحمه الله په فتح الباري کې د ذکر شوي حدیث له بیانولو وروسته لیکي: «مسلمانان له پیړیو راهیسې په هغه عمل کوي او د اختلاف مخکې يې په هغه اجماع کړې وه».
علامه نووي رحمه الله د «الناس تبعا لقريش» حدیث په تفسیر کې لیکی: «دا حدیث او د هغه په شان نور حدیثونه د دې ثبوت دی چی خلافت یوازې د قریشو لپاره دی او د بل چا لپاره نه منعقد کيږي. د صحابه کرامو او تابعینو په زمانه کې او له دوی وروسته په صحیح احادیثو په واسطه په هغه باندې اجماع شوې ده.»
د علماو اقوال
امام مالک رحمه الله وايي: «امام بايد قريشي وي او د بل چا حکم اعتبار نه لري، مګر دا چې هغه قریشي امام ته بلنه ورکړي.»
امام احمد بن حنبل رحمه الله وايي: خلافت د قریشو په منځ کې دی، او هيڅوک نشي کولی چې د دوی سره اختلاف وکړي تر څو چې دوه کسان پاتې وي، او نه به یې له اطاعت څخه ډډه کوئ او موږ د قیامت تر ورځې پورې بل چا معترف نه يو.”
قاضي عیاض رحمه الله وایي: «دا شرط چې امام له قریشو څخه وي د اکثرو علماوو نظر دی. حضرت ابوبکر او عمر رضي الله عنهما د سقیفې په ځای کې له دې خبرې سره انصارو ته شاهدي ورکړه او له دوی څخه هیچا هم دا حدیث رد نه کړ. علماوو دا مسله اجماع ګڼلې ده، او نه له مخکنيو او نه له وروستنيو څخه هيڅ قول او عمل نه دى راغلى، چې د دغه وينا سره په ټکر کې وي.»
« او بل دا چې امام بايد قریشي وي او له دوی پرته بل څوک نه وي. البته دا د بني هاشم او د حضرت علي په اولادونو کې محدود نه دی. دا شرط دی چې امام له قريشو څخه وي. ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: امامان له قریشو څخه دي. که څه هم دا حدیث خبر واحد دی؛ خو کله چې حضرت ابوبکر رضي الله عنه د انصارو د خبرو په مقابل کې استدلال وکړ هېچا هم انکار ونه کړ. نو اجماع وشوه او له خوارج او معتزله ډلې پرته بل چا د دې مخالفت ونه کړ.»
امام شاه ولی الله دهلوی رحمه الله د امام د قریشيت لامل په اړه داسې وايي:
«د دې لپاره مناسب دلیل دا دی چې هغه حق چې خدای د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژبه نازل کړ، د قریشو په ژبه او د دوی د عادتونو او ډیری ارزښتونو سره سم و. او کوم حدود چې تعيين شوي، د دوی سره يې شتون درلود او قريشو د نورو په پرتله پر هغه مسايلو ډېر متمسک وو. بله خبره دا چې قريش د رسول الله صلی الله عليه وسلم له قوم او حزب څخه دي او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د دين له ترويج پرته په هيڅ شي باندې فخر نه کوي. نو د دې امکان ډېر و چې دوی د شريعت چارې تر نورو ښه سرته ورسوي. بله خبره دا ده چې د خليفه لپاره لازمه ده چې له هغو کسانو څخه وي چې د نسب د عظمت له امله د هغه نافرماني و نه شي. ځکه څوک چې ښه نسب نه لري، خلک يې ذليل او سپک ګڼي، او هغه بايد له هغو کسانو څخه وي چې په رياست او شرافت پېژندل شوی وي او د اړتيا په وخت کې يې قوم راټول او جګړې ته تيار شي، او بله خبره دا چې د هغه قوم قوي خلک وي چې د هغه ملاتړ او مرسته وکړي او د هغه په دفاع کې یې خپل ژوند قرباني کړي او دا مسایل یوازې د قریشو په قبیله کې راټول شوي وو په ځانګړې توګه د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له بعثت وروسته چې د قريش مقام او عزت هم لوړ شو.
د “الامارة الاسلامیة ونظامها” په کتاب کې راغلي دي: د امام لپاره اووم شرط دا دی چې قریشي وي، نه هاشمي او نه علوي او نه هم معصوم. ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: امامان له قریشو څخه دي. او انصارو هم په دې حدیث سره قریشو ته خلافت سپارلی او په دې وینا سره د ضراريه خبره باطله ده چې وايي: يو غير قريش هم د امامت حق لري، همدارنګه د کعبيه قول چې وايي: فقط قريشي د دې مستحق دی.