لیکوال: م. فراهي توجګي
د رسنیو رول او د مسلمانانو په هویت د هغې اغېزې (یو څلوېښتمه برخه)
د دین او رسنیو تاریخي تعامل
له رسنیو څخه د دین کار اخیستل، اوږد او ژور تاریخ لري. مختلف مذهبونه د مختلفو رسنیو سره د اړیکو پر بنسټ طبقه بندي کیږي. کولی شو د لویدیځ مذهبونو پراختیا په پام کې ونیسو، چې د چاپ صنعت له مختلفو لارو پر هغه اغېزه کړې ده. او په شلمه پیړۍ کې یو شمېر مذهبونو له ډله ایزو رسنیو سره ځانګړې اړیکې موندلې دي.
مسیحیت د لویدیځ په معاصره دوره او د هغه وروسته کې د ډله ایزو رسنیو سره تړلی ؤ، د همدې حقیقت په رڼا کې، غربي مسیحي رسنیو پر ټولو رسنیو تسلط درلودلی، دا اړیکه برخلیک ټاکونکې ؤ، که څه هم وضعیت د بدلېدلو په حالت کې دی. او همدارنګه عیسوي ډلې د اروپا او شمالي امریکا لومړني خپرونکي او ناشران شمېرل کېږي.
په اروپا او شمالي امریکا کې ټولې مسیحي ډلې او غیر مسیحي ستري ډلې او نور مذهبي خوځښتونه په تاریخي لحاظ لیکل شوي اثار خپاره کړي دي؛ لکه: چپترونه، بروشورونه ، مجلې او کتابونه، او همدارنګه په تبلیغاتي پروګرامونو، د هغه جملې څخه د انجیل په تبلیغ کې هم خورا ګټور او فعال پاتې شوي دي.
د یادونې وړ ده
په عین حال کې غیر چاپي رسنۍ د ډیری مذهبونو لپاره اغیزمنې نه دي. په شلمه پیړۍ کې چې کله د اروپا او شمالي امریکا مذهبونو استقرار، د ډله ایزو رسنیو له ظهور سره مخ شو، مسیحي ډلو د کلتور د تجدید او استیلاء لپاره پراخې هڅې، چې تل یې دوام درلود؛ ترسره کړې.
د یادولو وړ ده چې رسنيو تل زموږ په ديني ژوند کې مهم رول لوبولی دی؛ په داسې حال کې چې کله تاسو د رسنۍ نوم واورئ، ممکن ذهن مو د تلویزیون خوا ته واوړي، مګر داسې نه ده؛ انسانان له پیړیو راهیسې لیکل او لوستل کوي. مذهبي متنونه چې له ډلې یې: سوترا (بودایي مقدس متن)، انجیل (عیسوي مقدس متن)، ویدا (د هندویزم متن)، قرآن او حدیث (اسلامي متنونه)، تاناچ، میشنا تلمود، میدراش (یهودي مقدس متنونه)؛ ټول د دې ژوند او وروستنې ژوند د تفکر د څرنګوالې په اړه، زموږ د پوهاوي په موخه لیکل شوي دي.
له همدې امله، رسنۍ له پخوانیو وختونو راهیسې له مذهبونو سره پخ اړېکه کې دي. ځکه د دوی د پیغام د رسولو یوه تر ټولو اغېزمنه لار د رسنیو لار ده، چې د هغو له مثالونو څخه یو هم لیکنه ده. له همدې امله د دین او رسنیو تر منځ د اغېزې او تأثیر په ځای د هغو اړېکې په تعامل بدل شوي دي. د اړیکو پراختیا په لومړي سر کې د یو بل د نفوذ پر ځای د دواړو ترمنځ د تعامل په بڼه ده. د دین او رسنیو کارپوهان د دې متقابل تعامل او د خلکو او رسنیزو ډلو لخوا د هغه جذب کولو په اړه ډیرې خبرې کوي.
دین باید د خلکو په ژوند کې د ننوتلو او د هغه سره د خلکو اشنا کولو لپاره خپور شي. دین له رسنیو څخه د ځان د خپرولو لپاره کار اخیستی دی. اوس د عصري رسنیو په شتون سره د دین او دیني تبلیغاتو په وړاندې یو نوی دریځ را منځته شوی چې بېلا بېلې پوښتنې یې را ولاړې کړي دي. د نویو رسنیو په راڅرګندېدو او خپرېدو سره، چې د غربي تمدن محصول ګڼل کېږي، له ډېرو کلونو راهیسې د دیني علومو څېړونکو، متخصصینو او د ټولنیزو علومو مفکرینو ذهنونه، دې ټکي ته راګرځېدلي دي، چې کومه اړیکه د دین او رسنیو ترمنځ شته؟ ایا د دغه دواړو په مینځ کې همغږي او مطابقت شته؟ او یا هر یو له بل سره په ټکر کې دی؟
البته، د دې پوښتنو ریښه د دود او عصري اړیکو په اړه یو اصلي پوښتنې ته ورګرځي، چې په دې لنډه مقاله کې د هغه د ځواب ورکولو فرصت نشته.