Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اصحاب کرام»د الله تعالی توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (یو شپېتمه برخه)
اصحاب کرام چهارشنبه _21 _اگست _2024AH 21-8-2024AD

د الله تعالی توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (یو شپېتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: زید


د الله تعالی توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (یو شپېتمه برخه)

 خالد رضی الله عنه له جګړه ییزو مهارتونو بیا تر مړینې
 لکه څنګه چې په تېرو برخو کې هم بحث وشو، حضرت خالد رضي الله عنه په خپل الهي استعداد، ځیرکتیا او وړتیاوو سره په بېلابېلو ځایونو او مختلفو ډګرونو کې د دښمن پر وړاندې ودرېد او د اسلام سپېڅلی او ویاړلی بېرغ يې د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې رپاند کړ او د اسلام ستر نوم یې په هر ځای کې خپور کړ.
 اوس په دې برخه کې غواړو د حضرت خالد رضی الله عنه جنګي مهارتونو ته لنډه کتنه وکړو او بیا د هغه د وفات په یادولو سره بحث پای ته ورسوو.
 د حضرت خالد رضي الله عنه جنګي مهارتونه او الهي استعدادونه له هیچا څخه پټ نه دي؛ خو د هغه ټول استعدادونه او وړتیاوې په لنډه توګه د اسلام د لښکرو د تنظیم او سمبالولو په بڼه بیان شول؛ نو ښايي ځينې خلک په دې نه وي پوه شوي چې د حضرت خالد رضي الله عنه شخصيت تر دې ډېر لوړ دې.
حضرت خالد رضی الله عنه په مختلفو ځایونو کې د جګړې په ډګر کې
 د حضرت خالد د جنګي مهارت لومړۍ نښه له اسلام څخه مخکې د احد په جګړه کې راڅرګنده شوه؛ لکه څنګه چې هغه د مسلمانانو د کمزورتیا ټکي ته پام وکړ او کله چې دوی د غنیمت راټولولو په لټه کې وو، نو له شا څخه یې برید پرې وکړ او ټول یې مات کړل؛ په داسې توګه چې د مشرکانو ټول غمونه او خپګان یې په خوښۍ او خوشحالۍ بدل کړل.
 د موته په غزوه کې، کله چې د ټول لښکر مورال کمزوری کیږي او هر څوک مایوسه او ناهیلي او له جګړې څخه کرکه کوي، نو حضرت خالد رضی الله عنه بیا خپلو پوځیانو ته مورال ورکوي او د دښمن پر وړاندې یې مقاومت ته هڅوي او جګړه د خپلو ګټو او بریا په مسیر کې رهبري کوي؛ او د کفارو د ډارنو قوماندانانو په څېر، د جګړې ډګر نه پرېږدي او تېښته نه کوي.
کله چې د يمامه په جګړه کې د حضرت خالد موقعیت ته پام وکړو، نو و به وينو چې هغه د يو داسې لښکر په وړاندي درېږي، چې د اسلام د لښکر په پرتله څو چنده زیات دي. په دې وخت کې جګړه ډېره سخته شوه، مسلمانانو یو په بل پسې د شهادت جامونه نوشول او د مجاهدینو مورال کمزوری شوی ؤ. په دې وخت کې خالد د الله تعالی په مرسته له خپلې الهي وړتیا او هوښیارۍ څخه کار واخیست او ټول مجاهدین یې داسې وننګول چې هیچا د تیښتې جرأت ونه کړ؛ لکه څنګه چې هغه د اسلامي لښکرو په منځ کې غږ وکړ چې هر قوم باید له نورو قومونو څخه جلا شي ترڅو پوه شو چې زموږ د کمزورتیا ټکی په کوم اړخ کې دی او کوم کسان زموږ صفونه ګډوډوي. په دې طریقې سره به هر یوه هڅه کوله چې ښه جګړه وکړي او له میدان څخه و نه تښتي، تر څو د کمزورۍ نښه د ده لوري ته ښکاره نشي. نو په دې توګه نوموړي وکولای شول چې د اسلام د دښمن، درواغجن مسیلمه پر وړاندې بریا ترلاسه کړي.
 که موږ له ایران سره د حضرت خالد جګړې ته ځېر شو، واقعاً دا ډېره سخته او ستونزمنه وه چې خالد دي ځان د نړۍ له یوه زبرځواک امپراتورۍ سره مخامخ کړي. لکه څنګه چې د مسلمانانو لومړي خليفه ورته امر وکړ چې د عراق خاورې د فتحې لپاره هغې سیمې ته ولاړ شي او د ايرانيانو له منګولو يې خلاصه کړي. حضرت خالد رضي الله عنه سمدلاسه هلته ولاړ او په عراق کې د هرمز په نوم د ایران لوی قومندان ته یو لیک لیکي او هغه ته  ګواښ کوي او هیڅ وېره او ډار نه ترې لري او پوره توکل یې پر الله تعالی باندي دی.
 هرمز په دې ډول لیکونو سره ملنډې وهلې او نه پوهېده چې خالد په خپله اراده کې هوډمن و؛ له همدې امله کله چې هغه د عراق په سیمو کې د حضرت خالد جګړه ویني نو غوره او مجهز لښکر چمتو کوي چې خالد ترې ظاهراً محروم دی، او له خالد سره د جګړې لپاره میدان ته راوزي. په دې وخت کې دواړه لښکره یو له بل سره ګډېږي او خالد د غوصه ناکه زمري په څېر خپل دښمن (هرمز) ښکار وي او هغه وژني.
 حضرت خالد رضي الله عنه په عراق کې له خپلو لښکرو سره میاشتې تېروي او هلته سیمه په سیمه او ښار په ښار فتحه تر لاسه کوي او بیا د ایران امپراتورۍ ته ځان نږدې کوي. ایران د حضرت خالد د برید له وېرې لړزېده؛ خو په دې وخت کې سمدلاسه د خلیفه پیغام را رسېږي، چې خالد باید عراق پرېږدي او د خپلو وروڼو د مرستې لپاره شام ته ولاړ شي. هغه هم په فتحه شویو سیمو کې خپل ځای ناستي ټاکي او له خپل یو شمېر پوځي قومندانانو سره یو ځای شام ته ځي.
کله چې خالد عراق پرېږدي تر څو د روم له امپراتورۍ سره مخامخ شي – چې د ایران څخه لوی ځواک دی- هغه د لارې په اوږدو کې له یوې اوږدې دښتې سره مخ کیږي. مګر پر الله سبحانه وتعالی د هغه پوره توکل او یقین دی، نو له لوږې او تندې څخه باک نلري او له همدې دښتې څخه تېرېږي. د شام په لاره کې هغه د دښمنانو له یوې لویې ډلې سره مخامخ کیږي او هغوی ټول وژني تر دې چې ځان شام ته رسوي. هلته هغه ګوري چې مسلمانان په جلا جلا توګه جنګېږي او د دوی تر منځ ډېر یووالی نشته؛ له همدې امله، هغه ټول را غونډوي او په بشپړ جرأت سره دوی ته خپله وینا اوروي او وړاندیز کوي چې هر یو قومندان دې په خپل وار سره په مختلفو ورځو کې وجنګیږي. هغه لومړی وار خپل ځانته ځانګړی کوي او د مجاهدینو ټول صفونه تنظیموي او هر یو یې په یوه څنډه کې ځای پرځای کوي. بیا جګړه پیلوي او بریا ترلاسه کوي.
 حضرت خالد رضي الله عنه په دې وتوانېد چې د لومړي خليفه په زمانه کې بې شمېره کارنامې له ځان څخه په میراث پریږدي او د شام ډېرې سيمې د روميانو له چټلۍ څخه پاکې کړي او هغوی تېښتې ته اړ کړي. بيا د شام نورو سيمو ته مخه کوي لکه حِمص او مرج او د مسلمانانو د دويم خليفه د خلافت په وخت کې يې یادې سیمې هم فتح کړې او ټولې يې د اسلام تر واک او حاکميت لاندې راوستلې.

 

 ادامه لري…
Previous Articleپه معاصره نړۍ کې د دعوت اړتیا او طریقه (اتمه برخه)
Next Article د رسنیو رول او د مسلمانانو په هویت د هغې اغېزې (یو څلوېښتمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یو دیرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلور ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعائشه کرامیه ډله «فرقه» درېیمه برخه مقدمه: مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اتمه برخه  …

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD5 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوروېشتمه برخه په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.