لیکوال: م. فراهي توجګي
د رسنیو رول او د مسلمانانو په هویت د هغې اغېزې (اووه دیرشمه برخه)
د قرآن له نظره د رسنیو ځانګړتیاوې او اصول
قرآن کریم د خدای کلام او الهي رسنۍ ده چې انسانیت ته د خدای پیغام رسوي. نو د قرآن کریم طریقه د اسلامي رسنیو لپاره تر ټولو معتدله او منظمه نمونه ده. دا پوښتنه چې په اسلامي رسنیو کې باید کوم اصول حاکم شي به په راتلونکو څو یادښتونو کې د اسلامي رسنیو د مهمو اصولو او ځانګړتیاوو په معرفي کولو سره ځواب شي. ځینې لاندې اصول دا دي:
-
د خبرونو صحت؛ د یوې اسلامي رسنۍ یوه مهمه ځانګړنه د معلوماتو صحت او رښتینی خبرداری ورکول دي. په آیاتو او احادیثو کې «خبر واحد» هغه مهال د منلو وړ دی، چې روایت کوونکی یې عادل او د اعتماد وړ وي. الله تعالی د هغه خبر په اړه چې د فاسق په وسیله خپریږي، داسي فرمایي: “اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی، که تاسو ته کوم فاسق خبر راوړي، هغه په غور سره وګورئ، داسې نه چې د ناپوهۍ له امله یوې ډلې ته زیان ورسوئ او [وروسته] په خپل عمل پښیمانه شئ. ” (الحجرات:۶) د دې آيت له مخې د فاسق په خبره نباید تکيه وشي، او كه څوك پرې تکيه وكړي نو د ناپوهۍ له امله ګرفتاره كېږي. البته د یو باوري(ثقه) شخص خبره د «متواتر خبر» په پرتله د علم د لاسته راوړلو لامل نه ګرځي، بلکې دا یو علمي ظن دی، یعنې فقط د اطمینان سبب ګرځي. په خبر رسولو کې، همدغه طریقه کافي ده. باید یادونه وشي چې په نننۍ نړۍ کې «متواتر ګرځول» د دروغو د خپرولو لپاره یو عام عمل دی. که څه هم دا اصل د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احادیثو لپاره ایښودل شوی دی، خو دا باید هېر نه کړو چې که له ځانګړو اصولو پرته خبرونه تر لاسه کړو، نو په ټولنه کې به ډېري ګډوډۍ رامنځته شي.
-
حقانیت: د قرآن له لحاظه رسنیو ته پکار ده چې د خبر په وخت کې حق او عدالت ته متوجه وي. زموږ تر ټولو لوی دیني رسنۍ (قرآن کریم) دا ځانګړتیا لري:
الف: «لا یَأْتیهِ الْباطِلُ مِنْ بَیْنِ یَدَیْهِ وَ لا مِنْ خَلْفِهِ تَنْزیلٌ مِنْ حَکیمٍ حَمید»؛ «باطل یې نه له مخي ورته راځي او نه له شا، او (دا) د حکیم او ستایل شوي ذات لخوا استول شوی دی.» (فصلت: ۴۲)
ب: «ذلِکَ نَتْلُوهُ عَلَیْکَ مِنَ اْلآیاتِ وَ الذِّکْرِ الْحَکیمِ»؛ دا هغه څه دي چې موږ یې له آیاتونو او باحکمته قرآن څخه تا ته لولو.» (آل عمران: ۵۸)
په لسګونو نورو آيتونو کې هم خداى تعالی د قرآن کریم دغه ځانګرنه بیان کړې ده، لکه: «أَنّهُ الْحَقّ مِنْ رَبِّهِمْ» (بقره: ۲۶.)؛ «نَزّلَ الْکِتابَ بِالْحَقّ» (بقره: ۱۷۶.)؛ «إِنّ هذا لَهُوَ الْقَصَصُ الْحَقّ» (آلعمران: ۶۲.)؛ «نَتْلُوها عَلَیْکَ بِالْحَقّ» (آلعمران: ۱۰۸.)
د قرآن موخه هم د حق بيان او خپرول دي او پر بنسټ يې تبلیغ، موعظه، ابلاغ، انذار او تبشیر لپاره پلان جوړوي او په دې برخه کې له ټولو رسنيزو وسايلو او بياني لارو چارو کار اخلي. «وَ أَنْزَلْنا مَعَهُمُ الْکِتابَ وَ الْمیزانَ لِیَقُومَ النّاسُ بِالْقِسْطِ»؛ «او له دوی سره مو کتاب او میزان رالیږلی، تر څو خلک عدل او انصاف قایمه کړي.» (الحدید: ۲۵)
که دیني رسنۍ په خپل هدف کې “حق پرستي” ولري، نو باید چې په خپلو طریقو او وسیلو کې هم حق ته لومړیتوب ورکړي او د خبر ورکولو، خبر جوړولو او داسې نورو په برخه کې په قوت او مهارت سره ګامونه واخلي، نو هغه مهال رسنۍ د لارښووني ځواک ښکاره کوي: «ذلِکَ الْکِتابُ لا رَیْبَ فیهِ هُدًى لِلْمُتّقینَ» «دغه کتاب کې هیڅ شک نشته، د پرهېزګارانو لارښود دی.» (بقره: 2.)
قرآن کريم استقامت، رښتينولۍ او استحکام لري، نو ځکه د هدایت په برخه کې يې هيڅ ډول ضعف نشته: «الْحَمْدُ لِلّهِ الّذی أَنْزَلَ عَلى عَبْدِهِ الْکِتابَ وَ لَمْ یَجْعَلْ لَهُ عِوَجًا قَیِّمًا لِیُنْذِرَ بَأْسًا شَدیدًا مِنْ لَدُنْهُ وَ یُبَشِّرَ الْمُؤْمِنینَ»؛ «ستاينه هغه خداى لره ده چې خپل بنده ته يې كتاب رالېږلى او هېڅ ډول انحراف یې پکي نه دى ایښی، هغه ثابته دی، او (خلک) له سختۍ څخه وېروي او مومنانو ته زېرى وركوي.» (کهف: 1-2.)
که د رسنیو محتوا د حقایقو پر بنسټ وي، هیڅ منطق به یې په مقابل کې مقاومت ونه کړي او هغه ته به تسلیم شي.
که د قرآن استقامت او سدیدوالی د هغه د «حقانیت» له امله وي، نو بیا په هر عصر کې ديني رسنیو ته پکار ده چې دغه ځانګړتیا ولري: «وَ قُولُوا قَوْلاً سَدیدًا»؛ «او ثابته خبره وکړئ»(کهف: ۷۰.)
د دیني رسنیو د محتوا حقانیت د دې لامل کیږي چې رقیبي او منحرفې رسنۍ جګړې ته راوبولي، او اورېدونکي هم کولای شي د ټولو رسنیو له محتوا څخه په خبرتیا سره پر «دیني رسنیو» باور او اعتماد وکړي: «قُلْ هاتُوا بُرْهانَکُمْ هذا ذِکْرُ مَنْ مَعِیَ؛ «ووایه چې خپل برهان راوړئ، دا د راسره کسانو خبره ده.» (انبیاء: ۲۴.) «قُلْ إِنّی عَلى بَیِّنَةٍ مِنْ رَبّی؛ «ووایه چې زه د الله له لوري روښانه دلیل لرم.» (انعام: ۵۷.)
په دې توګه، دیني رسنۍ دې ته اړتیا نه لري چې د ناحقه وسایلو او لارو چارو څخه کار واخلي، او د ناسمو تبلیغاتي لارو څخه کار اخیستل، لکه: ډول ډول مغالطات، مطبوعاتي شارلاتانیزم، د افکارو ګډوډول، د مجازي رواني فضا رامنځته کول، د حقایقو سرچپه ښودل، غلط تحلیلونه، او په لسګونو مطبوعاتي او رسنيز چلونه د هغو رسنيو نښې دي چې دیني نه دي.
اصلي ستونزه هغه وخت رامنځ ته کیږي چې موخې د حق او عدالت پر ضد وي او بیا رسنۍ د هغو د لاسته راوړلو لپاره د یوې وسیلې په توګه او یا هم هغو موخو ته د رسیدو د لارې د اسانتیا په توګه وکارول شي. لکه نن چې د “نرمې جګړې” په نامه یادیږي او رسنۍ د پوځي یرغل له مخه، د مقابل هیواد هوډ سست کړي. خو که یوه رسنۍ د دین مرکزيت ومني، له دې زیان څخه به خلاص شي. او هغه رسنۍ چې مرکزیت یې دین نه وي هغه د حقایقو له پټولو، مبالغه کولو ، د یو مسئلې بې اهمیت کولو، او داسې نور کارونو څخه کار اخلي. قرانکریم په څو آیتونو کې د ناحقه موخو لپاره د رسنیو د وسایلو کارول څخه منع کړې ده. د بېلګې په توګه: الله تعالی د اهل کتاب دغه کار چې خپلو بنسټيزو او کم ارزښته موخو د ترلاسه کولو لپاره خبري پټوي فرمایي:
«وَ إِذْ أَخَذَ اللّهُ میثاقَ الّذینَ أُوتُوا الْکِتابَ لَتُبَیِّنُنّهُ لِلنّاسِ وَ لا تَکْتُمُونَهُ فَنَبَذُوهُ وَراءَ ظُهُورِهِمْ وَ اشْتَرَوْا بِهِ ثَمَنًا قَلیلاً فَبِئْسَ ما یَشْتَرُونَ»؛ «او په یاد راوړئ چې الله تعالی له هغو کسانو څخه چې هغوی ته یې کتاب ورکړی و، وعده واخیسته چې خامخا به، هغه خلکو ته بیانوي او نه به یې پټوي. نو دوی دا شاته وغورځاوه او په لږ قیمت یې سودا کړل. نو دوی څومره بده سودا وکړه»(آل عمران: ۱۸۷)
-
علمیت او عقلیت؛ اسلامي رسنۍ دنده لري چې پيغام او معلومات د عقلي او علمي معيارونو په چوکاټ کې خپاره کړي. له همدې امله، هغه شکمن پیغامونه چې ګټور نه دي باید ډډه وکړي؛ لکه څنګه چې خدای تعالی فرمایي: «د دوی ډیری د ګمان پرته د بل څه څخه پیروي نه کوي [مګر] ګمان هیڅ کله [انسان] د حق څخه نه بې نیازه کوي. هو، خدای د دوی په کړنو پوهیږي.» (یونس: 36.) هغه همدارنګه فرمایي: «او دوی د دې [کار] په اړه هیڅ پوهه نلري. دوی یوازې د [خپل] ګمان پیروي کوي، او په حقیقت کې ګمان هیڅ ګټه نلري.» (نجم: 28.) خدای تعالی دا هم خبرداری ورکوي چې «تاسو په هغه شیانو کې مه ورننوځئ چې تاسو یې په اړه دقیقه پوهه او یقین نه لرئ او د هغه څه پیروي مه کوئ چې تاسو یې به اړه نه پوهیږئ. ځکه چې له غوږ، سترګې او زړه څخه به پوښتنه وشي.» (اسراء: 36)
-
رحمت: قرآن کريم د يوه معلوماتي او روښانتيا وسيلې په توګه د خداى د رحمت او رحمانیت څرګندوي او اورېدونکي د خداى د رحمت خوا ته رابولي. نور الهي کتابونه هم دا ځانګړنه درلوده: «ثُمّ آتَیْنا مُوسَى الْکِتابَ تَمامًا عَلَى الّذی أَحْسَنَ وَ تَفْصیلاً لِکُلّ شَیْءٍ وَ هُدًى وَ رَحْمَةً لَعَلّهُمْ بِلِقاءِ رَبِّهِمْ یُؤْمِنُونَ. وَ هذا کِتابٌ أَنْزَلْناهُ مُبارَکٌ فَاتّبِعُوهُ وَ اتّقُوا لَعَلّکُمْ تُرْحَمُونَ. … فَقَدْ جاءَکُمْ بَیِّنَةٌ مِنْ رَبِّکُمْ وَ هُدًى وَ رَحْمَةٌ…؛
«بيا مو موسى ته كتاب (تورات) وركړ، تر څو په هغه چا باندې (خپل نعمت) پوره كړو چې ښه يې كړي وه، چې [دغه کتاب] د ټولو مسايلو تشریح کوونکی او د هدايت او رحمت وسيله وي. ښايي د الله رحمت درباندي وشي. او دا (قرآن) برکت ناک کتاب دی چې موږ نازل کړی دی. نو د هغه پیروي وکړئ او تقوا وکړئ، چې پر تاسو رحم وشي… بېشکه ستا د رب له لوري ښکاره دلیل، هدایت او رحمت راغلی…» (انعام: 157-154);
«هذا بَصائِرُ مِنْ رَبِّکُمْ وَ هُدًى وَ رَحْمَةٌ لِقَوْمٍ یُؤْمِنُونَ» ؛ «دا (قرآن) ستا د رب له لوري بصیرتونه دي او د هغو کسانو لپاره هدایت او رحمت دی چې ایمان یې راوړی دی.» (اعراف: ۲۰۳.)
بخښنه، احسان، نیکي، محبت، شفقت او زړه سواندي چې د قرآن په ژبه کې ورته “رحمت” ویل کیږي، د دې الهي کتاب مهم اصل دی.
-
سادگي او شفافیت؛ لکه څنګه چې قرآن روڼ او روښانه دی، یوه رسنۍ هم باید داسې وي؛ ځکه چې قرآن پخپله یوه الهي رسنۍ ده چې روښانه او مبین پیغام لري او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د تشریح کولو لپاره ترټولو غوره لاره کارولې ده.