د يوې فرقې د پېژندلو لپاره بايد د هغو ريښتينو علماوو او مشایخو ويناوې وڅېړو چې صحيح عقیده لري او وګورو چې د دې ډلې په اړه د هغوی نظر څه دی، تر څو مو لاره نوره هم روښانه او دقيقه شي. له همدې امله موږ هڅه کوو چې د مرجئې فرقې په اړه د دیني مشرانو اقوال څرګند کړو. همدارنګه موږ خپلو ګرانو لوستونکو ته د مرجئې فرقې پیژندنه او د دې ناروغۍ د درملنې میتودونه تشریح کوو.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احادیثو له نظره د مرجئه غندنه
د مرجئه د غندلو په اړه ډېر احادیث روایت شوي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «صنفان من أمتي لیس لهما في الإسلام نصیب: المرجئة والقدریة»؛ (زما د امت دوې ډلې دي، چې په اسلام کې هیڅ ځای نه لري: هغه مرجئه او قدریه ده.)
او حدیث دی: «صنفان من أمتي لا تنالهما شفاعتي یوم القیامة: المرجئة و القدریة»؛ (زما د امت دوه ډلې دي، چې د قيامت په ورځ به یې زه شفاعت نه کوم، مرجئه او قدريه.)
«صنفان من أمتي لا یردون علی الحوض: القدریة والمرجئة»؛ (زما د امت دوه ډلې دي، چې (د کوثر) حوض ته نه داخلیږي هغه قدریه او مرجئه دي.)
يادونه: د احاديثو په شروحاتو کې، او په تېره بيا هغه شروحات چې د دغه دوه حدیثونه تشریح کوي، داسې ښکاري چې دا حديث د هغه فرقې په اړه دی چې موږ پرې بحث کوو، که څه هم ځينو دا حديث ضعيف ګڼلی دی، خو ډېری علماوو په خپلو کتابونو کې راوړي دي، نو موږ هم مناسبه وګڼله چې په هغه باندي استدلال وکړو.
مرجئه د دیني عالمانو او مشرانو له نظره
پخواني نېکو علماو (سلف صالح) د دې فرقې په وړاندې خبرداری ورکړی او د هغې له ظهور څخه یې سخت مخالفت کړی دی. ځکه دوی پوهېدل چې دا بدعت له شرعي احکامو څخه د خلاصون لاره اسانه کوي او د فسق او فجور توجیه کوي او د ګناهونو کوشني شمېري، چې دا په خپل ذات کې ډېر لوی انحراف او ګمراهي ده. د ارجاء د بدعت له ظهور وروسته چې د شريعت په احکامو کې د سستۍ سبب شوی دی، پرې نیوکې شوې دي او ګڼو علماوو او فقهاوو یې په اړه خبرداری ورکړی دی. دا انتقادونه له دې امله دي، چې ارجاء په هغه وخت کې یو بدعت ګڼل کېده او ډېرو فقهاوو او پوهانو، چې په علم او دیانت کې مشهور وو، په هغه باندي سخت اظهارات وکړه. د دې ډول تندوالی لامل دا و چې د ایمان په اړه دا ډول اعتقاد فسق او سرکشۍ لاره هواروي. په لغوي تفسیر کې دا تېروتنه د نورو په عقيدو او عمل کې هم به لویه تېروتني باندي بدله شوې ده، که څه هم پخپله د شريعت احکامو ته غاړه کېږدي.
امام ابراهیم نخعي رحمه الله وایي: «زما په نظر د مرجئې فتنه د ازارقه له فتنې پر پرتله د امت لپاره ډېر ویرونکې ده،.» هغه په بل ځای کې وايي: «ارجاء بدعت دی. د دې فرقې د نوي رامینځته شوي نظر څخه خبر اوسئ.»
امام زهري رحمه الله وایي: «په اسلامي امت کې د مسلمانانو لپاره له ارجاء څخه بدتر بدعت نه دی پیدا شوی.»
امام اوزاعي رحمه الله وایي: «يحيى او قتاده به ويل: موږ د اسلامي امت په وړاندې د ارجاء له بدعت څخه بل د هیځ څخه دومره نه وېرېږو.»
آیا مرجئه او ارجاء په اوسني عصر کې هم شته؟
د ارجاء بدعت تر اوسه دوام لري، او په ډېرو اسلامي موسسو او پوهنتونونو کې د عقیدې دا مذهب تدریس کیږي. برسېره پر دې، نوي فکري او د چلند څرګندونه چې د مرجئې مذهب له اصولو سره سمون لري هم لیدل کیږي. هغه څه چې د دې فاسدې عقیدې خطر روښانه کوي دا دی چې دا د ځینو خلکو لپاره بهانه ګرځیدلې چې د دې له لارې د ډېرو لویو ګناهونو ترسره کول توجیه کړي. که دا د ډېرو بدعتونو د رامنځته کولو توجیه وي او د کفر او فسق د ځینو څرګندو اهمیت کموي، خو خبره تر دې حده رسېدلې ده چې د دوی ځیني کسان ادعا کوي چې ارجاء د تکفیر پر وړاندې غوره وسیله ده، او په ښکاره توګه دې ته بلنه ورکوي. نو اسلامي امت بايد د ارجاء او د هغې د خطرناکو عواقبو په وړاندې هوښيار اوسي. دا بدعت تر اوسنۍ زمانې پورې دوام لري او له دې څخه رابرسېره شوي رويې او فکري څرګندونې په اسلامي ټولنو کې خپرې شوې دي چې له ډېرو خلکو پټې پاتې دي او خطر یې هغه مهال زياتيږي چې دغه څرگندوني سلف صالح ته منسوب شي.