لیکوال: ابو عائشه
د جهمیې فرقه «ډله» (نهمه برخه)
د انسان په ژوند کې د سمې عقیدې اهمیت
یوه له هغو سترو نعمتونو څخه چې خدای تعالی انسان ته ورکوي، سمه عقیده ده؛ ځکه چې سمه عقیده د انسان په ژوند مستقیم اغېز لري. عقاید د انسان باطني شخصیت او وجودي حقیقت جوړوي او هغه سمې او مناسبې لارې ته هدایت کوي. نو که عقیده سمه وي او له حقیقت سره سمون وخوري، د انسان د ژوند مسیر به سم وي. برعکس، که عقیده ناسمه او باطله وي، د انسان د ژوند لاره به د تباهۍ او بربادۍ پر لور لاړه شي.
لکه څنګه چې څرګنده ده، هر نظام قوي او باثباته بنسټونه لري. د هغه بنسټونو پرته د نظام بقا ممکنه نه ده. د اسلام د ټولنیز نظام لومړنی او مهم بنسټ صحي عقیده او باور دی، چې په همدې باندې د اسلام ټول اساس ټینګ شوی دی.
عقیده په لغت کې
عقیده په لغت کې د «عقد یعقد عقداً» څخه اخیستل شوې ده، چې د یو څه ټینګولو او پیاوړي کولو معنا ورکوي. د “عقیده” کلمه د فعیله پر وزن د مفعول په معنا راځي، یعنې تړل شوی؛ لکه قتیله (وژل شوې)، أکیله (خوړل شوې)، او نطيحة (ښکر خوړلې).
دا کلمه د «عقد» څخه اخیستل شوې ده، چې له حسي یا معنوي تړونونو سره د یو څه ټینګ تړاو معنا لري. دا کلمه د توثیق، ټینګار، پیوستون، یقین کولو او لزومیت په معنا هم کارول کېږي.
ابن فارس رحمه الله وایي: د «عین، قاف او دال» ترکیب په لغت کې یو واحد اصل لري، چې د یو څه د ټینګولو په معنا دی. د دې اصل ټول مشتقات همدې معنا ته ورګرځي.
د ابن فارس په وینا:
> «و عقد قلبه علی کذا فلا ینزع عنه»
> یعنې هغه خپل زړه له هغه څه سره داسې تړلی چې له هغه څخه لیرې کېدل یې ممکن نه دي.
دغه راز، «اعتقد الشیء» د هغه څه د ثبات او ټینګښت معنا ورکوي.
په عربي ژبه کې دا کلمه په بېلابېلو برخو لکه راکړه ورکړه، نکاح، او قسم کې هم کارول کېږي.
عقیده هغه څه ته ویل کېږي چې انسان پرې باور ولري او خپل زړه او وجود پرې داسې وتړي چې پکې هېڅ شک او شبهه پاتې نه شي.
عقیده په اصطلاح کې
علماوو د عقیدې بېلابېل تعریفونه وړاندې کړي دي. دلته د هغو ځینو ته اشاره کوو:
-
عقیده هغه ثابت ایمان او قطعي باور دی چې په هغه کې هېڅ شک او شبهه پاتې نه شي.
-
عقیده هغه څه ته ویل کېږي چې انسان یې زړه او روح د دین او مذهب په توګه ومني او په هغه باندې عمل وکړي.
-
د هغه شرعي احکامو علم دی چې له یقیني دلایلو اخیستل شوی وي او د شکونو رد لپاره کارول کېږي.
-
عقیده د هغو دیني چارو مجموعه ده چې یو مسلمان پرې ایمان لري او د هغه ایمان دومره قوي وي چې هېڅ شک پکې نه وي.